طالبان وایي هلمند کې یې ۹۵ کارټنه قاچاقي درمل نیولي

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یې امنیتي ځواکونو له پاکستان نه د ۹۵ کارټنه انساني او حیواني درملو د قاچاقي راوړلو مخه نیولې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یې امنیتي ځواکونو له پاکستان نه د ۹۵ کارټنه انساني او حیواني درملو د قاچاقي راوړلو مخه نیولې ده.
یاد ریاست شنبه(د لړم۲مه) هلمند کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ په حواله لیکلي، چې دغه درمل او نور توکي په یوه مازدا موټر کې بار وو او له ګاونډي هېواد نه هلمند ته په قاچاقي ډول راوړل کېدل.
طالبان وایي، د دغو توکو په تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی او تر قانوني پړاوونو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي و چې د نېمروز ولایت د «انتنانو پوستې» پر عمومي لار یې هم د ۴۰ کارته انساني درملو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا هم بنده ده. د اسلاماباد او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر، ترکیې او چین کې د خبرو اترو د څو پړاوونو له ترسره کېدو سره د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره هېڅ هوکړه نهده شوې.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاوې د تېر کال د اکتوبر په نهمه پر کابل د پاکستان له بریدونو وروسته زیاتې شوې.
تر دې وروسته افغان طالبانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې بریدونه وکړل په داسې حال کې چې پاکستان هم د ډیورند کرښې هاخوا ته توپچي او هوايي بریدونه وکړل. په پایله کې د اکتوبر په ۱۲مه د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.
د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو د دوامداره تړل کېدو له امله د پاکستان په څلورو ایالتونو، پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه او د خلکو روزګار سخت اغېزمن شوی دی.
په پنجاب کې کرنیز فعالیتونه، په سند کې د مالونو لېږد رالېږد او په خیبر پښتونخوا کې صنعتي کاروبارونه له دې وضعیت څخه سخت اغېزمن شوي او له امله یې سوداګر، د ټرانسپورټ برخې کارکوونکي او مزدوران له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
د مالونو د لېږد رالېږد پر کاروبار بوخت صابر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ګڼ شمېر باروړونکي موټر ولاړ دي او د کرښې هغې غاړې ته د مالونو د لېږد رالېږد کاروبار نږدې ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د هغه په وینا د موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د ورځنیو لګښتونو پوره کول هم ستونزمن شوي دي.
افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه او نسبتا ارزانه او لنډه ځمکنۍ لاره ده.
د سرحدي سوداګرۍ خونې اړوند د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کمېټې مشر شاهد حسین افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د لارو له تړل کېدو مخکې د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره وه. د هغه په وینا، له اوسني وضعیت څخه شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
شاهد حسین ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت او د مرکزي حکومت تګلارې د سوداګرۍ بېرته پیلول ستونزمن کړي او لا هم روښانه نهده چې دغه لارې به کله پرانېستل کېږي.
بل لور ته، سوداګرو او د صنعتي برخې اړوندو کسانو له کابل او اسلاماباد څخه غوښتنه کړې، چې لارې بېرته پرانیزي، څو سوداګریز فعالیتونه پیل شي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ له دې کړکېچ څخه ووځي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر نعیم الرحمان وویل، چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د چین او ایران د لارو په ګډون د بدیلو لارو په لټه کې دی، خو دا لارې د افغانستان له لارې اوږدې او ګرانې دي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان له لارې به یو کانټینر خپل منزل ته په شاوخوا اتو ورځو کې رسېده او نږدې اته لکه پاکستانۍ کلدارې به پرې لګېدې، خو د چین له لارې سفر شاوخوا ۳۰ ورځې وخت نیسي او لګښتونه یې تر درې برابره پورې زیاتېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د درملو پر سوداګرۍ هم منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د درمل پلورونکو او درملتونونو ټولنې مشر همغږي کوونکي ارشد مومند افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د خیبر پښتونخوا د درملو شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري د افغانستان له بازار سره تړلې وه.
هغه وویل، چې له یوه کال راهیسې د لارو د تړل کېدو له امله ګڼو درمل پلورونکو خپل کاروبارونه تړلي او ځینې نور د «افلاس» له خطر سره مخ دي.
ارشد مومند زیاته کړه، چې دې وضعیت په افغانستان کې د درملو پر موندلو هم اغېز کړی او خلک له پاکستان څخه د ور رسېدونکو نسبتا ارزانه او «باکیفیته» درملو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
سوداګر اندېښنه لري، که د لارو تړل کېدل نور هم دوام وکړي سوداګریز زیانونه به زیات شي او هغه پاکستاني سوداګر چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري کوي اړ به شي چې د اوږدې مودې لپاره پر بدیلو او ډېرو لګښتي لارو تکیه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله د سوداګرو د اټکل لهمخې، په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت روغتیایي رییس وايي، چې هبتالله اخوندزاده د پولیسو په روغتونونو کې د امربالمعروف وزارت د محتسبانو، نورو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د امتیازي درملنې امر کړی. د هغه په وینا، له دې امله یې مراجعین زیات شوي او شته روغتیايي کارکوونکي یې بسنه نهکوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس صدیقالله بدر په کابل کې له یوه ځايي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) خپره شوې وویل، چې د دوی مشر ملاهبتالله اخوندزاده د کورنیو چارو وزارت له تشکیلاتو بهر ۶ نور قشرونه هم د پولیسو لپاره له ځانګړو شویو روغتیایي خدمتونو برخمن کړي دي.
صدیقالله بدر په دې مرکه کې د ټولو دغو قشرونو یا برخو نومونه وانهخیستل، خو څو ځلې یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او یو ځل د بندیانو او ګمرکي قطعاتو یادونه وکړه.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پولیسو له روغتیایي خدمتونو څخه په نورو برخمن شویو ډلو کې خپله د ملا هبتالله اخوندزاده د ځانګړو قطعاتو او وفادارو کړیو منسوبین او د هغوی کورنۍ هم شامل دي.
دغه طالب روغتیایي چارواکي په دې اړه چې د هبتلله په امر د دغو «امتیازي روغتیایي خدمتونو» له ترسره کولو سره له څومره فشارونو سره مخ دي، په روښانه توګه څه ونهویل، خو دا یې ومنله چې له دې اړخه د پولیسو لپاره پر جوړو شویو روغتیایي مرکزونو فشار زیات شوی او دوی په دغو روغتونونو کې اضافي تشکیلاتو ته اړتیا لري.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له مخې، د طالبانو امربالمعروف وزارت له اته نیمو تر لس زرو پورې کارکوونکي لري، چې له څلور نیمو زرو تر پنځه نیمو زرو یې یوازې د دوی میداني کارکوونکي یا محتسبان دي.
د طالب چارواکي په وینا، له دغو امتیازي خدمتونو څخه برخمن کسان کولای شي، چې د خپلې مېرمنې او اولادونو ترڅنګ، خپل مور او پلار او همداراز ان نیا او نیکه هم دغو روغتونونو ته د درملنې لپاره راوړي.
طالب چارواکي له دې سره ادعا وکړه، چې عام خلک هم د دوی له روغتیايي خدمتونو برخمنېدای شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس چې د اکثریت نورو طالب چارواکو په شان په اړونده دنده کې مسلکي زده کړې نهلري او یوازې ملا دی ادعا وکړه، چې د ماسټرۍ تر کچې یې له جمهوري نظام څخه مخکې پاکستان کې زدهکړې کړې وې.
د هغه په وینا، د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د سراجالدین حقاني له نږدې کسانو او مالي مسوولینو څخه وو، چې د هماغې پېژندنې پر بنسټ، له دوو کلونو راهیسې پر اوسنۍ دندې ټاکل شوی دی.
د نړیوالو روغتیایي سازمانونو د وروستیو شمېرو له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري، چې طالبان یې د بهرنیو مرستو له شدید کمښت سره د برابرولو وس نهلري.
څارونکي باور لري، چې د طالب چارواکو لهخوا د شته روغتیايي خدمتونو انحصاري کول او خپلو پلویانو ته ځانګړي کول به افغان ناروغان له لا بد وضعیت سره مخ کړي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نهلري.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسلهوالو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسلهوالو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نهګڼي.
هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسلهوالو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي.
فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي.
هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو وغوښتل، چې له وسلهوالو واټن وساتي او هغوی ته په خپلو سیمو کې پناه ورنهکړي او زیاته یې کړه، د وسلهوالو ضد عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمنېدای شي، نو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.
نوموړي ادعا وکړه، چې د وسلهوالو پر ضد جګړې لپاره خیبر پښتونخوا ته ۸۰۰ اربه کلدارې ورکړل شوې وې، خو دا پیسې ونهلګول شوې.
هغه پر پخواني صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه حکومت د وسلهوالو او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه له دریځ نیونې هم ډډه کوله.
هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې د پاکستان مخالف وي او اساسي قانون نهمني، باید خبرې اترې ونهشي او نه هم ورسره کومه نرمي وشي.
د خیبرپښتونخوا والي د پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د برخلیک په اړه څرګنده کړه، چې هغه خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نهلري.
د پخوانی اعلی وزیر سهیل اپريدي ورور پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او ادعا یې کړې، چې ورور یې د خیبرپښتونخوا له ماڼۍ څخه تښتول شوی دی. د عریضې لهمخې، نوموړی د پولیسو تر څارنې لاندې وړل شوی او هلته موجودو کسانو خپل مخونه پټ کړي وو.
پېښور عالي محکمې د سهیل اپریدي د نیول کېدو په اړه د عریضې د اورېدنې پر مهال اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په همدې تړاو په ۱۰ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. محکمې د قضیې اورېدنه د نومبر تر درېیمې ځنډولې ده.
د سرچینو په وینا، تر اوسه د سهیل اپرېدي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو فرصت نهدی ورکړل شوی او نه یې هم ورسره اړیکه نیولې ده.
د نشنل انټرېسټ ویبپانې یوه مقاله کې راغلي، منځنۍ اسیا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروستی سفر د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او پانګونې پراخ فرصتونه رامنځته کوي، خو په افغانستان کې روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د واشنګټن د ستراتیژیکو پلانونو پر وړاندې لوی خنډ دی.
مارکو روبیو د تېرې یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) د ازبکستان سمرقند ښار ته لاړ او د «C5+1» چوکاټ په ترڅ کې یې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له استازو سره د مهمو کانونو، د انرژۍ زېرمو او ټرانسپورټي لارو په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه امریکایي پلاوي ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ اداره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره نوی پړاو پیلوي.
د دغې مقالې د لیکوالانو زلمي نشاط او کرېس بلکبرن په وینا، د امریکا دغه سترې هیلې په مستقیم ډول د افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره غوټه دي، ځکه په دې سیمه کې اقتصادي وده او ملي امنیت له یوه بله نهشي بېلېدای.
منځنۍ اسیا له افغانستان، ایران، روسیې او چین سره ګډې پولې لري او سیمهییز هېوادونه اړ دي چې د خپلو سوداګریزو پلانونو تر څنګ د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلهوالو ډلو د ګواښونو مخه هم ونیسي. که څه هم واشنګټن غواړي، چې په منځنۍ اسیا کې د چین او روسیې نفوذ مهار کړي، خو د کاسا-۱۰۰۰ په څېر د برېښنا لویې سیمهییزې پروژې هم تر هغو عملي کېدای نهشي چې د افغانستان د برخې د غځولو کار او امنیت یې ډاډمن شوی نهوي.
له بلې خوا، په مقاله کې راغلي، چې مسکو په افغانستان کې خپلې ځانګړې محاسبې پر مخ وړي او د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې یې طالبان په رسمیت وپېژندل، چې وروسته په ۲۰۲۶ کال کې د دوی ترمنځ پټې پوځي او همداراز ښکاره تخنیکي هوکړې لاسلیک شوې.
دا نږدې اړیکې د اسلاماباد لپاره نوې اندېښنې راولاړوي، ځکه پاکستان چې تمه یې درلوده کابل ته د طالبانو په ستنېدو سره به یې لوېدیځې پولې خوندي شي اوس د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د بریدونو او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پرلپسې نښتو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د اکټوبر په پنځمه د مسکو په غونډه کې ادعا وکړه، چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د طالبانو مبارزه د دوی له دوامدارې پوځي همکارۍ سره تړلې ده.
شنونکي ټینګار کوي، چې واشنګټن نهشي کولای د افغانستان له سیاسي ثبات پرته د منځنۍ اسیا هوساینه یقیني کړي او دا چاره د طالبانو د انحصاري واکمنۍ، پر نجونو او ښځو د بندیزونو او د ملي مشروعیت د نشتوالي له امله لا پېچلې شوې ده. لیکوالان وړاندیز کوي، چې د افغانستان د ګاونډیو، د منځنۍ اسیا جمهوریتونو، هند، پاکستان، روسیې، چین، ترکیې او سعودي عربستان په ګډون یو سیمهییز ډیالوګ رامنځته شي، څو د افغانانو په مشرۍ د یوې تلپاتې سیاسي حللارې او اقتصادي یووالي ملاتړ وکړي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان او د منځنۍ او سوېلي اسیا په ۱۱ نورو هېوادونو کې د واورین پړانګانو شمېر له ۳۵۰۰ تر ۷۵۰۰ پورې اټکل شوی، خو ناقانونه ښکار، د استوګنځایونو تخریب او د اقلیم بدلون یې ژوند ګواښي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، واورین پړانګان په افغانستان، بوتان، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، نیپال، پاکستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان کې د لوړو او سختو غرنیو سیمو اوسېدونکي دي. د دوی د ژوند سیمې شاوخوا ۱،۹ میلیون کیلومتره مربع پراخوالی لري، خو د دې پراخې جغرافیې په اوږدو کې یې یوازې څو زره پاتې دي.
راپور وايي، واورین پړانګ د طبیعت د ایکولوژیک توازن په ساتلو کې مهم رول لري؛ ځکه د ښکارېدونکو حیواناتو شمېر تنظیموي او د لوړو غرنیو سیمو د طبیعي چاپېریال په سالم ساتلو کې مرسته کوي. د راپور په وینا، د دې پړانګانو ساتنه د نورو ژوو، لکه خړ لېوه او یوریشیايي سیاهګوش، د ژوند د سیمو په خوندي کولو کې هم مرسته کوي. له همدې امله، واورین پړانګ د «چترۍ ډول» یا داسې ژوي په توګه پېژندل کېږي چې ساتنه یې د ګڼو نورو ژوو د ساتنې لپاره هم ګټوره ده.
د واورین پړانګانو پر وړاندې ګواښونه
د راپور له مخې، په قرغزستان او تاجکستان کې د غرنیو کلیوالو ټولنو ډېری خلک د څارویو په ساتلو او څرولو بوخت دي. د څارویو د شمېر زیاتوالی په ځینو سیمو کې څړځایونه او د وحشي ژوو د ژوند چاپېریال خرابوي او د هغو حیواناتو شمېر کموي چې واورین پړانګان یې ښکار کوي.
راپور زیاتوي، کله چې واورین پړانګان پر کورنیو څارویو بریدونه وکړي، د انسانانو او وحشي ژوو ترمنځ شخړې رامنځته کېږي او په ځینو مواردو کې خلک د غچ اخیستنې په موخه پړانګان وژني. ناقانونه ښکار، د ژوو او د هغوی د ښکارېدونکو حیواناتو غیرمنظم تجارت، د کانونو کیندنه، د سړکونو او کټارو جوړول هم د دې ژوي د ژوند سیمې ټوټه ټوټه کوي.
د اقلیم بدلون هم د واورین پړانګانو پر راتلونکي د فشار یو بل عامل بلل شوی دی.
د راپور له مخې، اټکلونه ښيي چې د دې پړانګانو لپاره مناسبې سیمې به په راتلونکي کې د اسیا شمال ته واوړي او هغوی به لا لرې او لوړو غرنیو سیمو ته وشړل شي.
واورین پړانګ د طبیعت د ساتنې نړیوالې ټولنې (IUCN) په سور نوملړ کې د «زیانمنونکي» ډول په توګه ثبت دی او د وحشي ژوو او نباتاتو د نړیوال تجارت کنوانسیون (CITES) د لومړۍ ضمیمې له مخې هم تر ساتنې لاندې دی.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د «ورکېدونکو خزانو» پروګرام اوس په قرغزستان او تاجکستان کې د واورین پړانګانو پر ساتنه تمرکز کوي. اټکل کېږي چې په قرغزستان کې شاوخوا ۱۵۰ او په تاجکستان کې له ۲۵۰ تر ۲۸۰ پورې واورین پړانګان ژوند کوي.