د طالبانو د پلاوي د کوربهتوب لپاره د سویس د لګښتونو جزییات افشا شول

نوي افشا شوي اسناد ښیي چې سویس تېر کال جېنوا ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر لپاره له ۱۶ زره ډالرو ډېر لګښت کړی او د دغه څلور کسیز پلاوي هر غړي ته یې د ورځني مصرف پیسې هم ورکړې دي.

نوي افشا شوي اسناد ښیي چې سویس تېر کال جېنوا ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر لپاره له ۱۶ زره ډالرو ډېر لګښت کړی او د دغه څلور کسیز پلاوي هر غړي ته یې د ورځني مصرف پیسې هم ورکړې دي.
د سویسۍ لو کویر ورځپاڼې د شنبې په ورځ، د لړم په ۲مه د هغو اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی چې «واو» څېړنیزې ډلې د شفافیت د قوانینو له لارې ترلاسه کړي دي. راپور زیاتوي چې د طالبانو د پلاوي څلورو غړو د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۱۹مې تر ۲۱مې دوې شپې د جېنوا په «موونپیک» هوټل کې تېرې کړې دي. د دغه سفر ټول لګښت نږدې ۱۶ زره او ۲۵۰ ډالره و.
د خپرو شوو رسیدونو له مخې، د سویس حکومت د طالبانو د پلاوي هر غړي ته د رسېدو پر مهال هره ورځ ۱۵۰ فرانک جیبي خرچه ورکړی دی. سویسي چارواکو ویلي چې دا پیسې د غونډو او سیمه ییزو تګ راتګ د لګښتونو د پوښښ لپاره ورکړل شوې وې.
دا پلاوي سویس ته د هغو ۱۳ افغانانو د پېژندلو لپاره تللی و چې په دغه هېواد کې په جرمونو محکوم شوي وو او سویسي چارواکو د هغوی د اېستلو قصد درلود. اسناد ښیي چې سویسي چارواکو د هغوی له مرکې مخکې د دغو کسانو شخصي معلومات د طالبانو د استازو په واک کې ورکړي وو.
د وروستي راپور له مخې، د طالبانو استازو د اتو کسانو هویت تایید کړ. تر نورو څېړنو وروسته د یو بل کس هویت هم تایید شو، خو طالبانو یوازې د شپږو کسانو لپاره د اسنادو له صدور سره موافقه وکړه. د سویس د کډوالۍ دولتي دارالانشا اعلان کړی چې په پای کې درې کسان افغانستان ته اېستل شوي او د نورو اېستل هم په پروګرام کې شامل دي.
له طالبانو سره دا همکاري د پناه غوښتنې د حقونو د کارپوهانو او د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. هغوی خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د پناه غوښتونکو د شخصي معلوماتو شریکول کولای شي د دغو کسانو امنیت له خطر سره مخ کړي او دغې ډلې ته مشروعیت وبخښي.
د سویس په پارلمان کې د سوسیال ډېموکراټ ګوند استازي ژان شوپ ویلي چې دا همکاري افغان وګړو ته د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو اوښتې وه. نوموړي زیاته کړې: «دا کړنلاره یوه مستبد رژیم ته مشروعیت بخښي، په داسې حال کې چې روښانه نه ده د هغې په بدل کې د پام وړ کسانو د برخلیک په اړه څه ډول تضمینونه ترلاسه شوي دي، که اصلا کوم تضمین اخیستل شوی وي.»
د سویس د مهاجرت دولتي دارالانشا ویلي چې د طالبانو د پلاوي سفر کونسلي ماهیت درلود او د هغوی غړو ته د ویزې صدور د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا نه دی.

د فرانسې او افغانستان د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د فرانسې له حکومته غوښتي، چې د افغانانو د ایستلو اسانولو په موخه له طالبانو سره خبرې اتری سملاسي ودروي کړي او د بشري حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن پاتې شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د تلې په ۱۶مه تایید کړه چې له طالب چارواکو سره یې د هغو افغانانو د ایستلو د اسانتیا په موخه «تخنیکي خبرې اترې» پیل کړې دي چې په فرانسه کې قانوني استوګنه نه لري او د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د بشري حقونو او مدني ټولنو یو شمېر بنسټونو په یوه ګډ لیک کې پر دې پرېکړې سختې نیوکې کړې دي. د لیک لاسلیککوونکو ویلي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو نقض دوام لري. د دوی په وینا، افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کولای شي او هغوی د ځورونې، شکنجې او جسمي او رواني زیانونو له ګواښ سره مخ کولای شي.
دغو بنسټونو ټینګار کړی چې د «په زور نه ستنولو» اصل باید رعایت شي او هېڅوک باید داسې هېواد ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته د ځورونې او د خپلو اساسي حقونو د نقض له جدي خطر سره مخ وي.
د لیک لاسلیککوونکو خبرداری ورکړی چې د افغانانو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خبرې اترې کولای شي له دې ډلې سره د اړیکو عادي کولو ته لاره هواره کړي او د طالبانو د ادارې د په رسمیت نه پېژندلو په اړه د فرانسې له اعلان شوې تګلارې سره په ټکر کې دي. د دوی په وینا، دغه بهیر په فرانسه کې د مېشتو افغانانو ترمنځ د ایستلو وېره زیاتولای شي.
د بښنې نړیوال سازمان د فرانسې څانګه، د فرانسې د بشري حقونو ټولنه، «لا سیماد» سازمان او د «کډوالو فورم» ټولنه د دې لیک له لاسلیککوونکو څخه دي. دوی د فرانسې له حکومته غوښتي چې افغانستان ته د افغانانو د جبري ایستلو د اسانتیا لپاره خبرې اترې پرېږدي، د خوندیتوب لارې، لکه پناه غوښتنه، بشردوستانه ویزې او د کورنۍ یوځای کېدل، پیاوړې کړي او د ایستلو په اړه تر پرېکړې مخکې له مدني ټولنې سره مشوره وکړي.
خو د فرانسې حکومت ویلي و چې دغه خبرې اترې تخنیکي بڼه لري او د طالبانو د ادارې د پهرسمیتپېژندلو په معنا نه دي. د فرانسې د چارواکو په وینا، پناه غوښتونکي او ښځې په دې بهیر کې نه شاملېږي. خو د بشري حقونو بنسټونو د هغو کسانو د تعریف په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د عامه نظم لپاره ګواښ ګڼل کېږي، ځکه په دې برخه کې وضاحت نشته.
فرانسې په داسې حال کې د افغانانو د ایستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي چې یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم په دې برخه کې له دې ډلې سره اړیکې نیولې دي. جرمني له تېر کال راهیسې افغانستان ته د افغانانو مستقیم ایستل بېرته پیل کړي دي.
د روان کال د چنګاښ په ۲مه، اروپايي ټولنې د لومړي ځل لپاره په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي کوربهتوب وکړ. دغه لیدنه د اروپايي کمېسیون او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه او اصلي موضوع یې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې اترې وې چې په اروپايي هېوادونو کې د استوګنې حق نه لري. دغه غونډه د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوه؛ دغو بنسټونو خبرداری ورکړ چې دا ډول اړیکې کولای شي له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ته لاره هواره کړي
نن د اکټوبر۲۴نیټه د کوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې افغانستان او خیبر پښتونخوا په نړۍ کې هغه دوه ځایونه دي چې لا تر اوسه د دغې ناروغۍ څخه په بشپړه توګه نه دي پاک شوي او پیښې یې لا هم د زیاتېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۶کال د اکټوبر تر ۱۸مې پورې افغانستان کې د کوزڼ ۴۲ مثبتې پیښې ثبت شوې دي چې شپږ یې یوازې تېره اوونۍ ثبت شوې.
د دغه سازمان د پولیو څار اوونیز راپور زیاتوي، چې د دغو پیښو له ډلې درې یې د کندهار په مرکز دوه د ننګرهار ولایت په ګوشتې او بټي کوټ او یوه بله پیښه د کابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د راپور د معلوماتو پر بنسټ د دغه پېښو نښې د اګست میاشتې له ۲۵مې د سپټمبر تر ۹مې پورې څرګندې شوې وې.
همداراز د روغتیا نړۍوال سازمان په همدغه راپور کې زیاته کړې، چې په خیبرپښتونخوا کې هم سږ کال د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د راپور د معلوماتو له مخې له دې سره د افغانستان او پاکستان په ګډون د ختیځې مدیترانې په سیمه کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.
د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۱ او په پاکستان کې ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د دې پرتله سږکال د پیښو زیاتېدل هیښونکي دي.
کوزڼ (پولیو) څه دی او څنګه خپریږي؟
ډاکټر اکرام الله خان چې په خیبر پښتونخوا کې یې د پولیو په برخه کې ۱۵کاله کار کړی د دغه ویروس په اړه وایي چې ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د پولیو مایلیټیس ویروس له لارې خپریږي، د ماشومانو عصبي سیستم زیانمنوي او د فلج کېدو لامل ګرځي.
د ډاکتر خان په وینا ۷۵سلنه ماشومان چې په دغه ناروغۍ اخته وي هیڅ ډول نښې نښانې نه لري او ورته د پولیو (اسیمپټامیک) ډول ویل کیږي،
چې د علایمو له مخې څوک نشي پرې پوهیدی چې په دغه ویروس اخته دی خو ۲۵سلنه پر دغه ویروس اخته ناروغان د زکام یا نزلې په شان تبه ځان درد د ستونې درد او د ټوخی نښې نښانې له ځان نه ښیي.
د ډاکټر اکرام الله خان په وینا د کوزڼ ناروغي علاج نه لري بلکه یواځې د ټوخي یا تبې لپاره ناروغ ماشوم ته درمل ورکول کیدی شي خو د دغې ناروغۍ بنسټیزې درملنې لپاره کومه لاره جاره نشته.
ډاکتر خان زیاتوي چې که څه هم پر دغه ویروس د اخته ماشوم درملنه نشي کیدای خو د نارغي د خپرېدو د مخنیوي لپاره د واکسین پر وخت تطبیق او نظافت او پاکوالي ته پاملرنه ډېره اړینه ده.
د نوموړي په وینا دغه ویروس د خولې له لارې(د خولې اوبه او تنفس) او د غایطه موادو له لارې نورو ماشومانو ته انقالیږي.
ډاکټر اکرام الله خان وایي چې د پولیو د مخنیوي او د خپریدو د مخنیوي په موخه باید د واکسین کمپاین او د خلکو عامه پوهاوی برخه کې ډېره پاملرنه وشي.
د نوموړي په وینا له دې امله چې د پښتونخوا او افغانستلن سیمې سنتي او پر کلتوري او عقیدوی مسایلو ولاړې سیمې دي نو غوره ده چې په دغه کمپاین کې د جوماتونو او ملا امامانو نه مرسته وغوښتل شي څو خلکو ته د عامه پوهاوي برخه کې اغیزمن تمام شي.
د کوزڼ کمپاین پر وړاندې خنډونه
که څه هم د کوزڼ د له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې پراخ کمپاینونه ترسره شوي دي خو ویل کیږي له دې کمپاین او د دې ناروغۍ لپاره د وقایوي واکسین د تطبیق په برخه کې د خلکو ناسم پوهاوی، بې غوري، د ښځینه کار کوونکو کمښت او د هغوی پر وړاندې خنډونه او بندیرونه، کلتوري او فرهنګي مسایل هغه عمده لاملونه دي چې د دغه کمپاین بشپړ تطبیق یې ټکنی کړی دی.
په ځینو سیمو کې خلک داسې انګیرنه لري چې د پولیو د واکسین تطبیق له شرعي اړخ نه ناسم دی، او ځینې نور بیا داسې انګیرنه لري چې په دغو واکسینونو کې د «غربي» هېوادونو لخوا داسې مواد کارول کیږي چې ښایي په راتلونکي کې یې ماشومانو ته د شنډېدو(عقامت) سبب شي.
سید اکبر(مستعار نوم) چې د پکتیا ولایت په بېلابیلو برخو کې یې د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې کار کړی وایي چې په دې برخه کې د کار کولو جالبې خاطرې لري، نوموړی وایي ځینې وخت به حیران شو چې خلک د یو وقایوي یا په اصطلاح د یوې درملنې په برخه کې ولې دومره ناسم پوهاوی لري.
هغه افغانستان انټرنشل پښتو ته د خپلې کاري مودې یوه جالبه خاطره بیانوي چې د مرکز ګردیز اړوند یوې کلي ته د واکسین د کمپاین پر مهال د یو چا کور ته تللی او د ماشومانو د واکسین په اړه یې یادونه کړې نوموړی وایي:«کله چې د کور څښتن راووت او پوه شو چې زه د واکسین لپاره راغلی یم په کښنځلو یې شروع وکړه چې مونږ ماشومانو ته دا څاڅکې نه ورکوو چې بې غېرته شي او عقیدې ته یې تاوان ورسیږي.»
سید اکبر زیاتوي چې:« کله له هغه کلي راستون شوم دغې خبرې ته مې ډېر زیات وخندل، او ډېر خواشینی هم شوم چې د خلکو د پوهاوي کچه تر دې برېده ټېټه ده.»
سید اکبر افغانستان انټرنشل سره په خبرو کې ډېرې دې ته ورته نورې خاطرې هم بیان کړې چې خلکو به له واکسین نه بېلابیل برداشتونه او انګیرنې لرلې، د هغه په وینا «چا به ویل چې دې سره مو ماشومان په راتلونکې کې شنډیږي او د اولاد راوړلو ځواک له لاسه ورکوي، چا به یو څه او چا به بل څه ویل، خو ځینو به په ورین تندي له دې کمپاین سره ملتیا کوله.»
سید اکبر د یو تجربه لرونکي کمپاینر په توګه وایي چې تر هر څه زیات د خلکو عامه پوهاوی او کلتوري مسایلو ته پاملرنه اړینه ده. هغه وایي ځینې کورنۍ اوس مهال له دې امله د ګوزڼ د واکسین کمپاین مخه نیسي چې اجازه نه ورکوي له ښځینه کار کوونکو پرته نارینه یې کورونو ته ورشي، د هغه په وینا د خلکو رسم او رواج ته درناوی تر هرڅه لومړیتوب لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ افغانستان د پولیو د څار پراخ سیستم لري او په روان کال کې تر ۵زره ډېر د ګوزڼ مشکوک موارد ارزول شوي دي؛ خو د ویروس دوامداره خپرېدا لاهم د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان او د پولیو برخې نړۍوال شریکان د واکسیناسیون د کمپاینونو پر دوام ټینګار کوي او خبرداری ورکوي، چې د پولیو ویروس لاهم ماشومان د ګوزڼ او فلج له ګواښ سره مخ کولی شي.
داکتر سمیع الله خلیل چې خیبر پښتونخوا کې د جلدي ناروغیو متخصص ډاکټر دی او خپله په درې کلنۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ څخه اغیزمن شوی، د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په رضاکارانه ډول کمپیاین کوي.
نوموړی وایي چې له دې امله غواړې په دې برخه کې خدمت وکړي چې په راتلونکې کې هیڅ ماشوم د دغې ناروغې له امله ونه زوریږي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ شنبه(د لړم ۲مه) د پولیو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې لپاره باید ګډې هڅې لا پیاوړې شي، څو ماشومان له دې ناروغۍ خوندي او افغانستان له پولیو پاک شي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍ وال سازمان هر کال د اکټوبر ۲۴د پولیو ناروغۍ د له منځه تلو لپاره د دغۍ ناروغۍ پر نړۍوالې ورځې نومولې تر څو د نړۍ ټول خلک د دغۍ ناروغۍ د مخنیوي ملاتړ وکړي او د واکسین د کمپاین او تطبیق برخه کې ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ګوزڼ د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د ګوزڼ پاکولو لپاره د ملي هڅو پر ارزښت ټینګار کړی او د هغو روغتیايي کارکوونکو هڅې یې ستایلې چې ماشومانو ته د دغې ناروغۍ ضد واکسین رسوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه ناروغۍ کیدای شي په ځینو مواردو کې د مړینې لامل هم شي.
د پولیو په ویروس اخته شویو کسانو کې شاوخوا له هر ۲۰۰ کسانو څخه یو کس د دایمي فلج له خطر سره مخ کېږي، او د فلج شویو کسانو له ۵ تر ۱۰ سلنې پورې د ساه اخیستلو د عضلاتو د فلج له امله مري.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا هم بنده ده. د اسلاماباد او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر، ترکیې او چین کې د خبرو اترو د څو پړاوونو له ترسره کېدو سره د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره هېڅ هوکړه نهده شوې.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیاوې د تېر کال د اکتوبر په نهمه پر کابل د پاکستان له بریدونو وروسته زیاتې شوې.
تر دې وروسته افغان طالبانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې بریدونه وکړل په داسې حال کې چې پاکستان هم د ډیورند کرښې هاخوا ته توپچي او هوايي بریدونه وکړل. په پایله کې د اکتوبر په ۱۲مه د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې وتړل شوې.
د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو د دوامداره تړل کېدو له امله د پاکستان په څلورو ایالتونو، پنجاب، سند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه او د خلکو روزګار سخت اغېزمن شوی دی.
په پنجاب کې کرنیز فعالیتونه، په سند کې د مالونو لېږد رالېږد او په خیبر پښتونخوا کې صنعتي کاروبارونه له دې وضعیت څخه سخت اغېزمن شوي او له امله یې سوداګر، د ټرانسپورټ برخې کارکوونکي او مزدوران له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
د مالونو د لېږد رالېږد پر کاروبار بوخت صابر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ګڼ شمېر باروړونکي موټر ولاړ دي او د کرښې هغې غاړې ته د مالونو د لېږد رالېږد کاروبار نږدې ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د هغه په وینا د موټرچلوونکو او ټرانسپورټي شرکتونو لپاره د ورځنیو لګښتونو پوره کول هم ستونزمن شوي دي.
افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه او نسبتا ارزانه او لنډه ځمکنۍ لاره ده.
د سرحدي سوداګرۍ خونې اړوند د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ کمېټې مشر شاهد حسین افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د لارو له تړل کېدو مخکې د پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو نیم میلیارد ډالره وه. د هغه په وینا، له اوسني وضعیت څخه شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
شاهد حسین ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت او د مرکزي حکومت تګلارې د سوداګرۍ بېرته پیلول ستونزمن کړي او لا هم روښانه نهده چې دغه لارې به کله پرانېستل کېږي.
بل لور ته، سوداګرو او د صنعتي برخې اړوندو کسانو له کابل او اسلاماباد څخه غوښتنه کړې، چې لارې بېرته پرانیزي، څو سوداګریز فعالیتونه پیل شي او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ له دې کړکېچ څخه ووځي.
د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر نعیم الرحمان وویل، چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د چین او ایران د لارو په ګډون د بدیلو لارو په لټه کې دی، خو دا لارې د افغانستان له لارې اوږدې او ګرانې دي او زیاته یې کړه، چې د افغانستان له لارې به یو کانټینر خپل منزل ته په شاوخوا اتو ورځو کې رسېده او نږدې اته لکه پاکستانۍ کلدارې به پرې لګېدې، خو د چین له لارې سفر شاوخوا ۳۰ ورځې وخت نیسي او لګښتونه یې تر درې برابره پورې زیاتېږي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدو د درملو پر سوداګرۍ هم منفي اغېز کړی دی.
د پاکستان د درمل پلورونکو او درملتونونو ټولنې مشر همغږي کوونکي ارشد مومند افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د خیبر پښتونخوا د درملو شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري د افغانستان له بازار سره تړلې وه.
هغه وویل، چې له یوه کال راهیسې د لارو د تړل کېدو له امله ګڼو درمل پلورونکو خپل کاروبارونه تړلي او ځینې نور د «افلاس» له خطر سره مخ دي.
ارشد مومند زیاته کړه، چې دې وضعیت په افغانستان کې د درملو پر موندلو هم اغېز کړی او خلک له پاکستان څخه د ور رسېدونکو نسبتا ارزانه او «باکیفیته» درملو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
سوداګر اندېښنه لري، که د لارو تړل کېدل نور هم دوام وکړي سوداګریز زیانونه به زیات شي او هغه پاکستاني سوداګر چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګري کوي اړ به شي چې د اوږدې مودې لپاره پر بدیلو او ډېرو لګښتي لارو تکیه وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اوږدمهالې بندېدا له امله د سوداګرو د اټکل لهمخې، په تېر یوه کال کې سوداګرۍ ته ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت روغتیایي رییس وايي، چې هبتالله اخوندزاده د پولیسو په روغتونونو کې د امربالمعروف وزارت د محتسبانو، نورو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د امتیازي درملنې امر کړی. د هغه په وینا، له دې امله یې مراجعین زیات شوي او شته روغتیايي کارکوونکي یې بسنه نهکوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس صدیقالله بدر په کابل کې له یوه ځايي ټلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) خپره شوې وویل، چې د دوی مشر ملاهبتالله اخوندزاده د کورنیو چارو وزارت له تشکیلاتو بهر ۶ نور قشرونه هم د پولیسو لپاره له ځانګړو شویو روغتیایي خدمتونو برخمن کړي دي.
صدیقالله بدر په دې مرکه کې د ټولو دغو قشرونو یا برخو نومونه وانهخیستل، خو څو ځلې یې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او یو ځل د بندیانو او ګمرکي قطعاتو یادونه وکړه.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پولیسو له روغتیایي خدمتونو څخه په نورو برخمن شویو ډلو کې خپله د ملا هبتالله اخوندزاده د ځانګړو قطعاتو او وفادارو کړیو منسوبین او د هغوی کورنۍ هم شامل دي.
دغه طالب روغتیایي چارواکي په دې اړه چې د هبتلله په امر د دغو «امتیازي روغتیایي خدمتونو» له ترسره کولو سره له څومره فشارونو سره مخ دي، په روښانه توګه څه ونهویل، خو دا یې ومنله چې له دې اړخه د پولیسو لپاره پر جوړو شویو روغتیایي مرکزونو فشار زیات شوی او دوی په دغو روغتونونو کې اضافي تشکیلاتو ته اړتیا لري.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له مخې، د طالبانو امربالمعروف وزارت له اته نیمو تر لس زرو پورې کارکوونکي لري، چې له څلور نیمو زرو تر پنځه نیمو زرو یې یوازې د دوی میداني کارکوونکي یا محتسبان دي.
د طالب چارواکي په وینا، له دغو امتیازي خدمتونو څخه برخمن کسان کولای شي، چې د خپلې مېرمنې او اولادونو ترڅنګ، خپل مور او پلار او همداراز ان نیا او نیکه هم دغو روغتونونو ته د درملنې لپاره راوړي.
طالب چارواکي له دې سره ادعا وکړه، چې عام خلک هم د دوی له روغتیايي خدمتونو برخمنېدای شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو رییس چې د اکثریت نورو طالب چارواکو په شان په اړونده دنده کې مسلکي زده کړې نهلري او یوازې ملا دی ادعا وکړه، چې د ماسټرۍ تر کچې یې له جمهوري نظام څخه مخکې پاکستان کې زدهکړې کړې وې.
د هغه په وینا، د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د سراجالدین حقاني له نږدې کسانو او مالي مسوولینو څخه وو، چې د هماغې پېژندنې پر بنسټ، له دوو کلونو راهیسې پر اوسنۍ دندې ټاکل شوی دی.
د نړیوالو روغتیایي سازمانونو د وروستیو شمېرو له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري، چې طالبان یې د بهرنیو مرستو له شدید کمښت سره د برابرولو وس نهلري.
څارونکي باور لري، چې د طالب چارواکو لهخوا د شته روغتیايي خدمتونو انحصاري کول او خپلو پلویانو ته ځانګړي کول به افغان ناروغان له لا بد وضعیت سره مخ کړي.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پاتې شوې ځینې وسلې د «ترهګرو» لاسونو ته ورغلې دي. هغه همداراز وویل، چې پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نهلري.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د جمعې په ورځ (د لړم لومړۍ) په پېښور کې په یوې خبري غونډه کې په پښتونخوا کې د وسلهوالو فعالیتونو ته په اشارې سره د هغو د مهارولو لپاره یوازینۍ حل لاره د اغېزناکو عملیاتو ترسره کول په ګوته کړل، خو ځايي اوسېدونکي له پرلپسې عملیاتو تر پوزې راغلي او هغه د وسلهوالو د مهارولو په برخه کې چندانې اغېزناک نهګڼي.
هغه همداراز د افغانستان په تړاو څرګنده کړه، چې له دغه هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې ځينې وسلې د وسلهوالو لاسونو ته ورغلې دي، خو طالبانو په وار وار ویلي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې خوندي دي او د اړتیا پر مهال به له افغانستان څخه د دفاع لپاره وکارول شي.
فیصل کریم کنډي څرګنده کړه، چې له افغانستان سره ډیورند کرښه ډېره اوږده ده، نو له همدې امله په ځینو سیمو کې د څارنې په بهیر کې تشې رامنځته کېدای شي.
هغه د عاصم منیر د څرګندونو په حواله له خلکو وغوښتل، چې له وسلهوالو واټن وساتي او هغوی ته په خپلو سیمو کې پناه ورنهکړي او زیاته یې کړه، د وسلهوالو ضد عملیاتو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمنېدای شي، نو د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د خلکو همکاري اړینه ده.
نوموړي ادعا وکړه، چې د وسلهوالو پر ضد جګړې لپاره خیبر پښتونخوا ته ۸۰۰ اربه کلدارې ورکړل شوې وې، خو دا پیسې ونهلګول شوې.
هغه پر پخواني صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې هغه حکومت د وسلهوالو او له افغانستان سره د تړلو موضوعاتو په اړه له دریځ نیونې هم ډډه کوله.
هغه زیاته کړه، له هغو کسانو سره چې د پاکستان مخالف وي او اساسي قانون نهمني، باید خبرې اترې ونهشي او نه هم ورسره کومه نرمي وشي.
د خیبرپښتونخوا والي د پخواني اعلی وزیر سهیل اپریدي د برخلیک په اړه څرګنده کړه، چې هغه خوندي دی، خو د هغه د راتلونکي په اړه څوک معلومات نهلري.
د پخوانی اعلی وزیر سهیل اپريدي ورور پېښور عالي محکمې ته عریضه کړې او ادعا یې کړې، چې ورور یې د خیبرپښتونخوا له ماڼۍ څخه تښتول شوی دی. د عریضې لهمخې، نوموړی د پولیسو تر څارنې لاندې وړل شوی او هلته موجودو کسانو خپل مخونه پټ کړي وو.
پېښور عالي محکمې د سهیل اپریدي د نیول کېدو په اړه د عریضې د اورېدنې پر مهال اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په همدې تړاو په ۱۰ ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. محکمې د قضیې اورېدنه د نومبر تر درېیمې ځنډولې ده.
د سرچینو په وینا، تر اوسه د سهیل اپرېدي کورنۍ ته له هغه سره د لیدو فرصت نهدی ورکړل شوی او نه یې هم ورسره اړیکه نیولې ده.