پاکستان په پښتونخوا کې له وسلهوالو ډلو سره د خبرو لپاره جرګې فعالوي

د پښتونخوا په هغو ۱۲ ولسوالیو کې چې مرکزي حکومت پکې بېړنی حالت اعلان کړی، د سیمهییزو استازو او پرمختیايي شورا غړو ته دنده سپارل شوې چې د قومي مشرانو او سیمهییزو جرګو په مرسته له وسلهوالو ډلو سره د خبرو هڅې پیل کړي او هغوی وهڅوي چې له سیمو ووځي.
د سیمهییزې استازولۍ او پرمختیايي شورا مشر انجینر شوکت الله خان او د خیبر پښتونخوا د والي د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر د دې پرېکړې پخلی کړی دی.
شوکت الله خان ویلي د شورا غړي به په خپلو اړوندو ولسوالیو کې له قومي مشرانو، سیمهییزو جرګو او اوسېدونکو سره اړیکې ټینګې کړي څو له وسلهوالو ډلو سره د خبرو لپاره لاره هواره کړي.
د هغه په وینا، موخه دا ده چې وسلهوال د خبرو او قومي مشرانو د منځګړیتوب له لارې په خپله خوښه له سیمو ووځي.
محمود جان بابر هم ویلي، چې د هرې ولسوالۍ د شورا غړو ته به دنده وسپارل شي څو د سیمهییزو مشرانو په مرسته له وسلهوالو سره د خبرو بهیر پیل کړي.
د نوموړي شورا ۴۸ غړي لري او د ډېره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، باجوړ، مومند، خیبر، کرمې، اورکزو، شمالي وزیرستان او د جنوبي وزیرستان د پورته او ښکته برخو استازیتوب کوي.
مرکزي حکومت د اکتوبر پر ۱۱مه په دغو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی و او د اکتوبر پر ۱۷مه یې د یادې شورا د جوړولو خبرتیا خپره کړې وه.
تر دې وړاندې د شورا او قومي مشرانو په یوه غونډه کې د وسلهوالو پر وړاندې د قومي لښکرو او امن کمېټو د جوړولو وړاندیز مطرح شوی و خو ګډونوال پرې یوې هوکړې ته نه وو رسېدلي. ځینو ګډونوالو اندېښنه ښودلې وه چې د دغسې کمېټو جوړول ښايي د سیمهییزو مشرانو ژوند له خطر سره مخ کړي.
تر اوسه له کومې وسلهوالې ډلې سره د رسمي خبرو د پیل د دغو ډلو د غبرګون یا د کومې هوکړې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
