• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان مرکزي بانک وايي افغانستان ته د اسلام اباد صادرات ۸۸ سلنه کم شوي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

له افغانستان سره د پاکستان په دوه‌اړخیزه سوداګرۍ کې، د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې خورا بې‌ساری کمښت راغلی او صادرات یې شاوخوا ۸۸،۳۶ سلنه کم شوي او له۱۶۱،۸۶ میلیونه ډالرو څخه ۱۸،۸۶ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

د پاکستان مرکزي بانک ويلي چې له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۹۴.۳۰ سلنه راټیټ شوي دي.

د شمېرو پر بنسټ، په دې موده کې له افغانستان څخه د پاکستان ټول واردات یوازې ۲۵۰ زره ډالره ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۴.۵۲ میلیونه ډالره وه.

دا کموالی تر ډېره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لسمې نېټې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صادراتو د دوامدار ځنډ او ستونزو له امله رامنځته شوی دی.

د افغانستان او بنګله‌دېش په څېر سیمه‌ییزو بازارونو ته د پاکستان د صادراتو کمښت، د نهو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د اسلام‌اباد سوداګریز کسر ۲۶.۶۲ سلنه زیات کړی او کچه یې ۴.۹۷ میلیارده ډالرو ته رسولې ده.

افغانستان، چین، هند، ایران، بنګله‌دېش، سریلانکا، نیپال، بوتان او مالدیف ته د پاکستان ټول صادرات په دغه ربع کې ۶.۷۲ سلنه کم شوي او ۹۴۴.۲۴ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

له بلې خوا، له یادو نهو هېوادونو څخه د پاکستان واردات ۱۹.۷۹ سلنه لوړ شوي او ۵.۹۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې تر ټولو لویه برخه یې له چین څخه ده.

ډېر لیدل شوي

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي
۱

بلومبرګ: امریکا غواړي یو شمېر افغانان پاکستان ته واستوي

۲

د امریکا د پوځ پخوانی افسر: د طالبانو پر ضد جګړه کې پر پاکستان تکیه لړزانده ده

۳

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۴

په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور د ۳۱ افغانانو محاکمه پیل شوې

۵

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

•
•
•

نور خبرونه

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۳ GMT+۰
100%

د افغانستان د قوش‌تیپې کانال پروژه، چې د امو سیند اوبه د کرنې او خوړو خوندیتوب لپاره کاروي، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو پر سر د سیمه‌ییزو سیالیو او کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

قوش‌تیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده.

د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې لګښتونه د ګمرکونو او مالیاتو له عوایدو تمویلېږي او د کیندنې چارې نږدې بشپړېدو ته رسېدلې دي.

خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري چې د کانال بشپړېدل به د امو سیند د اوبو د وېش انډول بدل کړي او د دوی پر کرنه او اوبو رسولو به مستقیم اغېز وکړي.

ازبکستان، چې پراخه کرنیزې سیمې یې د امو سیند پر اوبو متکي دي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي. د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښايي هر کال شاوخوا څلور میلیارده مکعب متره اوبه وکاروي، چې دا به د ازبکستان د کرنیزو حاصلاتو لپاره جدي ننګونه وي.

راپور وايي، د ارال سمندر د وچېدو له امله د سیمې د اوبو وضعیت لا دمخه له فشار سره مخ دی او د امو سیند اوبه د ازبکستان د ګڼو کرنیزو سیمو لپاره حیاتي اهمیت لري. د تویامویون زېرمې د اوبو کمښت هم د مالګینو اوبو د خطر د زیاتېدو لامل شوی دی.

ترکمنستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امو سیند پر اوبو تکیه لري. شنونکي وايي، که د سیند د اوبو اندازه کمه شي، عشق‌اباد به د کرنې، چاپېریال او د استوګنې د اړتیاوو ترمنځ له لا سخت انتخاب سره مخ شي.

تاجکستان هم اندېښنه لري چې د اوبو په کچه کې کموالی به د دغه هېواد پر کرنه او د برېښنا پر تولید منفي اغېز وکړي. راپور زیاتوي چې د قوش‌تیپې کانال د اوبو پر سر د کابل او دوشنبې پخوانۍ لانجې لا پسې برجسته کوي.

راپور وايي، که څه هم طالبانو په سیاسي کچه د سیمه‌ییزې همکارۍ ملاتړ کړی، خو د قوش‌تیپې پروژه تر اوسه په عملي ډول د افغانستان له لوري په یو اړخیز ډول پر مخ وړل شوې ده. د دوی په وینا، د اوبو د مدیریت لپاره د ګډو تخنیکي میکانیزمونو نشتوالی د سیمې د هېوادونو بې‌باوري نوره هم زیاته کړې ده.

راپور وړاندیز کوي چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د «امو سیند د خبرو اترو» د یوه دایمي چوکاټ د جوړولو لپاره کار وکړي، څو د اوبو د مدیریت، معلوماتو شریکولو او د احتمالي شخړو د حل لپاره ګډ میکانیزم رامنځته شي.

د راپور په وینا، قوش‌تیپه د افغانستان لپاره ستره اقتصادي او کرنیزه پروژه ده، خو د هغې اغېزې د افغانستان له پولو اوړي او د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو لپاره د اوبو د امنیت له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

بدخشان د طالبانو ضد وسله‌وال مقاومت پر مهم مرکز بدل شوی

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۳ GMT+۰
100%

بدخشان ولایت په وروستیو میاشتو کې د طالبانو ضد وسله‌وال مقاومت د فعالیتونو په مهم مرکز بدل شوی او یو شمېر مخالفو ډلو په دغه ولایت کې د خپلو بریدونو او عملیاتو د پراخېدو ادعا کړې ده.

د وار ان دي راک راپور له مخې، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان ازادۍ جبهه او د سميع سادات په مشرۍ متحده جبهې په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې فعالې شوې دي.

راپور وايي، د اګست په ۱۳مه د ملي مقاومت جبهې د فیض‌اباد ښاروال د وژنې مسوولیت ومانه، په داسې حال کې چې د افغانستان ازادۍ جبهې د بدخشان په زیبک ولسوالۍ کې د څو میاشتو راهیسې د پرله‌پسې عملیاتو ادعا کړې ده.

په ورته وخت کې، یوې بلې ډلې چې ځان ته د «وطن سرتېرو جبهه» وايي، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۷مه د یفتل سفلی ولسوالۍ مرکز د لنډ مهال لپاره نیولی و. راپور دا پېښه د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو لپاره یو له نادرو امنیتي شاتګونو څخه بولي.

شنونکي وايي، بدخشان څو ځانګړتیاوې لري چې د طالبانو ضد ډلو لپاره یې په یوه مناسب مرکز بدل کړی دی. دا ولایت پراخې غرنۍ سیمې، لرې پرتې درې او محدودې مواصلاتي لارې لري؛ هغه عوامل چې د چریکي جګړې لپاره مناسب چاپېریال برابرولی شي.

راپور زیاتوي چې بدخشان د طالبانو پر ضد د مقاومت اوږد تاریخ هم لري. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د شمال ټلوالې مهم مرکزونه په بدخشان، پنجشېر او تخار کې وو او د طالبانو مخالفې ډلې له همدې سیمو خپلې جګړې تنظیمولې.

د راپور له مخې، سیمه‌ییزې نارضایتۍ هم د طالبانو ضد ډلو د فعالیت زمینه برابروي. ویل کېږي چې د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو خپلمنځي اختلافونه او د کانونو په عوایدو کې د ځايي خلکو محدودې ونډې د خلکو ناراضیتوب زیات کړی دی.

راپور د طالبانو د یوه قوماندان جمعه خان فاتح قضیه هم یادوي. نوموړی له څو ورځنیو نښتو وروسته طالبانو ته تسلیم شو، خو د راپور په وینا، د کانونو پر سر اختلافونه لا هم د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ روان دي.

د بدخشان جغرافیایي موقعیت هم د مقاومت لپاره مهم بلل شوی دی. دغه ولایت له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې لري. راپور وايي، تاجکستان د سیمې له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې له طالبانو سره نسبتا ترینګلې اړیکې لري او له افغان تاجک سیاسي څېرو سره اړیکې ساتي.

په راپور کې پاکستان هم د احتمالي اغېز لرونکي لوبغاړي په توګه یاد شوی. دراپور په باور، د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته، پاکستان ښايي د طالبانو ضد ډلو لپاره په یوه مهم فکتور بدل شي.

سره له دې، راپور ټینګار کوي چې د طالبانو ضد مقاومت لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی. دغو ډلو تر اوسه نه کومه سیمه د اوږدې مودې لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې او نه یې د طالبانو واکمني له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.

د راپور په باور لري چې که د طالبانو ضد ډلې غواړي خپل نفوذ پراخ کړي، باید خپل فعالیتونه سره همغږي او د یوې واحدې ستراتیژۍ له مخې عمل وکړي. د هغه په وی، بدخشان ښايي د دغو ډلو لپاره د لومړني نفوذ ساحه وګرځي، خو د طالبانو پر وړاندې د اغېزمن سیاسي او پوځي بدیل جوړېدو لپاره لا هم اوږده لاره پاتې ده.

ملګري ملتونه: جنسیتي نابرابري د پاکستان ښځې له مصنوعي ځیرکتیا لرې ساتي

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه تازه راپور کې ویلي، په پاکستان کې میلیونونه ښځې لا هم ډیجیټلي خدماتو او مصنوعي ځیرکتیا ته له محدود لاسرسي سره مخ دي او د جنسیتي نابرابرۍ له امله د ټکنالوژۍ له نوو فرصتونو کمه ګټه اخلي.

د راپور له مخې، پاکستان د انټرنېټ د پراختیا او ډیجیټلي لاسرسي په نړیوالو شاخصونو کې ټیټ مقام لري. د هېواد ۸۳ سلنه ښځې د ګرځنده ټیلیفون د کارولو لپاره د کورنۍ د نارینه غړو اجازې ته اړتیا لري، او یوازې ۲۶ سلنه ښځې انټرنېټ ته لاسرسی لري. په کلیوالو سیمو کې دا کچه اووه سلنې ته راټیټېږي.

راپور وايي، که څه هم مصنوعي ځیرکتیا د زده‌کړو، روغتیا او اقتصادي فرصتونو د پراختیا وړتیا لري، خو موجودې نابرابرۍ ښايي ښځې له دغو فرصتونو هم محرومې کړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په وینا، په افغانستان او هند کې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ تعلیمي پروګرامونو نجونو ته له کوره د زده‌کړو زمینه برابره کړې او روغتیايي وسایلو هم د امیندوارۍ د ستونزو په ژر تشخیص کې مرسته کړې ده.

خو راپور خبرداری ورکوي چې مصنوعي ځیرکتیا د جنسیتي تعصب د پراخېدو سبب هم کېدای شي. د بېلګې په توګه، د مخ پېژندنې ځینو سیسټمونو د تورو پوستو ښځو په پېژندنه کې د پام وړ تېروتنې کړې دي، چې د راپور په وینا د معلوماتو د ناسمې راټولونې او پروسس پایله ده.

راپور زیاتوي چې د مصنوعي ځیرکتیا له پراخېدو سره د کار بازار هم بدلېږي. هغه دندې چې ښځې پکې ډېره ونډه لري، د اتومات کېدو له خطر سره مخ دي، په داسې حال کې چې ښځې د مصنوعي ځیرکتیا، معلوماتي علومو او ټکنالوژۍ په برخو کې لا هم کمه ونډه لري. د راپور له مخې، په نړۍ کې یوازې ۲۲ سلنه د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتي علومو دندې د ښځو په واک کې دي.

راپور د انلاین ځورونې د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه ښيي. د راپور له مخې، د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي جعلي او سپکاوی کوونکي انځورونه تر ډېره ښځې په نښه کوي او په پاکستان کې د سایبري ځورونې د ثبت شویو پېښو شاوخوا ۳۰ سلنه له همدې ډول محتوا سره تړاو لري.

د راپور پر بنسټ، نږدې درېیمه برخه ښځینه زده‌کوونکې او د کارکوونکو ښځو نږدې نیمايي وايي چې په انلاین فضا کې له ځورونې سره مخ شوې دي. همداراز، د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ته د ثبت شویو ځورونو نږدې ۹۰ سلنه شکایتونه د ښځو له لوري شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې پاکستان باید د ښځو لپاره ډیجیټلي مهارتونه، تخنیکي زده‌کړې او انټرنېټ ته لاسرسی پراخ کړي، څو ښځې یوازې د ټکنالوژۍ کاروونکې نه، بلکې د هغې د جوړولو او رهبرۍ برخه هم وګرځي.

راپور په پای کې وایي، که د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په بهیر کې جنسیتي برابري په پام کې ونه نیول شي، نو موجودې نابرابرۍ به لا ژورې شي؛ خو که په عادلانه ډول وکارول شي، مصنوعي ځیرکتیا د ښځو د پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ لپاره مهمه وسیله کېدای شي.

امریکا او منځنۍ اسیا په ګډه اعلامیه کې افغانستان له پامه غورځول شوی

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۷ GMT+۰
100%

د امریکا متحده ایالاتو او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو (سي۵+۱) په وروستۍ ګډه اعلامیه کې د افغانستان هېڅ یادونه نه ده شوې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دې وړاندې د واشنګټن د سیمه‌ییزې تګلارې مهم محور بلل کېده.

اعلامیه د اکتوبر په ۱۹مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د سي۵+۱ د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خپره شوې او پکې د اقتصادي همکاریو، پانګونې، سیمه‌ییز امنیت او د ټرانس‌کاسپین سوداګریزې لارې پر پراختیا ټینګار شوی، خو د افغانستان نوم پکې نه دی اخیستل شوی.
دا بدلون داسې مهال رامنځته شوی چې امریکا پخوا د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو پر پروژو ځانګړی تمرکز درلود. د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو اوونۍ مخکې، د سي۵+۱ غړو په تاشکند کې د افغانستان له لارې د سوداګرۍ او ټرانسپورټي دهلېزونو ملاتړ کړی و. هماغه کال امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سیمه‌ییزو سوداګریزو پروژو لپاره د څلور اړخیز چوکاټ د جوړېدو اعلان هم کړی و.
په ۲۰۲۳ کال کې د قزاقستان په استانه کې د سي۵+۱ ځانګړې غونډه هم تر ډېره د افغانستان پر وضعیت راڅرخېده. هغه مهال ګډونوالو د ټول‌شموله حکومت، د ښځو د حقونو او د افغانستان له لارې د انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو ملاتړ کړی و.
خو په سمرقند کې په وروستۍ اعلامیه کې افغانستان نه یوازې له اقتصادي بحثونو، بلکې د سرحدي امنیت او ترهګرۍ ضد همکاریو له برخې هم ایستل شوی دی.

سره له دې، د منځنۍ اسیا هېوادونه لا هم افغانستان د مهم ترانزیټي مسیر په توګه ګڼي.

ازبکستان هڅه کوي د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ وغځوي، څو د هند سمندر بندرونو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې یې افغانستان ته د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت غنم او اوړه صادر کړي دي.

ټایمز اف سینټرل اسیا د راپور له مخې، قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو هم په سپټمبر کې هوکړه کړې چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي دهلېز د جوړېدو امکانات وارزوي.

شنونکي وايي، د افغانستان نه یادول په دې معنا نه دي چې دغه هېواد د سیمې له محاسبې وتلی دی، بلکې ښايي واشنګټن اوس غواړي پر هغو اقتصادي پروژو تمرکز وکړي چې د طالبانو له حکومت سره مستقیم سیاسي تعامل ته اړتیا نه لري.

راپور زیاتوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې اړیکې، د سرحدي لارو تړل کېدل او د سوداګرۍ خنډونه هم د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزو دهلېزونو پر راتلونکي اغېز کړی دی.

د شنونکو په باور، د سمرقند اعلامیه ښيي چې امریکا د منځنۍ اسیا لپاره خپل اقتصادي لومړیتوبونه بدل کړي او دا مهال د افغانستان پر ځای د ټرانس‌کاسپین سوداګرۍ، لوېدیځو بازارونو ته د لاسرسي او د سیمې د معدني زیرمو پر پراختیا ډېر تمرکز کوي.

ګلوبل رفیوجي: نږدې نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

۶ لړم ۱۴۰۵ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰
100%

د کډوالو د ملاتړ امریکایي ادارې ګلوبل رفیوجي په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم میلیونونه وګړي د بشري، اقتصادي او ټولنیز بحران له امله د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

راپور وايي، دا مهال ۲۱،۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې د افغانستان نیمايي نفوس د خوړو له ناامنۍ سره مخ دی. همداراز د ماشومانو خوارځواکي بې‌ساري کچې ته رسېدلې او په ۲۰۲۶ کال کې د ۱،۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو د خوارځواکۍ اټکل شوی دی.

راپور زیاتوي چې د امریکا له وتلو وروسته یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و، لا هم له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. د راپور له مخې، زرګونه پخواني ژباړن، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، امنیتي کارکوونکي او نور کسان چې له امریکایي ماموریت سره یې همکاري کړې وه، د خوندي مېشتېدو په تمه دي.

راپور وايي، د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) بهیر درېدلی او سره له دې چې د کانګرس له خوا نږدې شپږ زره ویزې منظورې شوې، ډېری غوښتونکي لا هم د امریکا د سفر محدودیتونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د راپور له مخې، افغانستان نه یوازې د پخوانیو امریکایي متحدانو، بلکې د نورو زیانمنو ډلو لپاره هم خوندي نه دی. په دغو ډلو کې بې‌ځایه شوي کسان، راستنېدونکي کډوال، ښځې، نجونې او هغه کورنۍ شاملې دي چې له فقر، وچکالۍ او تاوتریخوالي سره مخ دي.

راپور وایي، له پاکستان نه د سلګونو زرو افغانانو ایستل او افغانستان ته د هغوی ستنېدل پر اقتصاد او محدودو سرچینو اضافي فشارونه وارد کړي دي. همداراز وچکالي، د اوبو کمښت او اقلیمي بدلونونه د هېواد بشري وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.

د راپور یوه لویه برخه د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړې شوې ده. د راپور لیکوالان وايي، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر سلو ډېر فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او نورو بنسټیزو حقونو محدودیتونه لګوي.

راپور زیاتوي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومې دي او شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې ان د لومړنیو زده‌کړو فرصت هم نه لري. د راپور له مخې، یوازې اووه سلنه ښځې په افغانستان کې په کار بوختې دي، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه وو په منځ کې ۸۴ سلنه ده.

په راپور کې راغلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د قانوني او ټولنیزو ملاتړونو کمزوري کېدو، جبري ودونو او د ماشومانو ودونو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. همداراز افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د میندو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

ګلوبل رفیوجي له امریکا او نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان کډوالو او هغو افغانانو د ملاتړ پروګرامونه بېرته فعال کړي چې د بیا مېشتېدو یا د اخراج له خطر سره مخ دي او په افغانستان کې د روان بشري بحران د کمولو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.