په اسراییل کې ټاکنیز بنبست؛ نتنیاهو د حکومت په جوړولو کې له ننګونو سره مخ دی

رویټرز خبري اژانس د اسراییل د پارلماني ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د ترسره شویو نظرپوښتنو پر بنسټ راپور ورکړی چې د دوو اصلي سیاسي ایتلافونو هېڅ یوه هم د اکثریت حکومت د جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي ګټلې.
له دې پایلې سره د نوي حکومت د جوړېدو او د بنیامین نتنیاهو د واک د دوام برخلیک لا هم نامعلوم پاتې دی.
د اسراییلي ټلوېزیوني شبکو د نظرپوښتنو له مخې، سیال سیاسي بلاکونه د رایو او څوکیو له پلوه یو بل ته نږدې دي او هېڅ یوه یې د دغه هېواد د ۱۲۰ کسیز پارلمان د اکثریت لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي ترلاسه کړې.
نتنیاهو د یوه ښياړخي ملي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده؛ خو سیال یې ګادي ایزنکوت وايي، رایه ورکوونکو د نتنیاهو د واک له دوام سره مخالفت کړی او له هغه یې غوښتي چې له سیاست څخه لاس واخلي.
خو دغو څرګندونو هم د پارلمان د څوکیو په وېش کې رامنځته شوی بنبست نه دی مات کړی.
که د نظرپوښتنو وړاندوینې سمې ثابتې شي، د نتنیاهو ملتپال او مذهبي ایتلاف، چې د خپل ځواک په اوج کې یې ۶۸ څوکۍ لرلې، د حکومت جوړولو لپاره له اړینې ۶۱ کسیزې اکثریت څخه ډېرې کمې څوکۍ ترلاسه کړې دي. له همدې امله د حکومت جوړولو لپاره د هغه پر وړاندې روښانه لاره نه لیدل کېږي.
دغه بنبست ښايي د حکومت جوړولو خبرې اترې اوږدې کړي او نتنیاهو به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د لنډمهاله لومړي وزیر په توګه پر واک پاتې شي.
عربي ګوندونه، چې له دوو اصلي سیاسي بلاکونو بهر دي ښايي د واک په توازن کې پرېکنده رول ولوبوي.
خو د «یاشار» ګوند مشر او د اسراییل د پوځ پخواني لوی درستیز ایزنکوت له دغو ګوندونو سره د حکومت جوړولو احتمال په بشپړ ډول رد کړی دی؛ هغه دریځ چې واک ته د رسېدو لاره یې لا ستونزمنوي.
د اسراییل د ټاکنو د مرکزي کمېټې د معلوماتو له مخې، په ټاکنو کې د رایهورکوونکو ګډون ۷۷،۷ سلنې ته رسېدلی، چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې تر ټولو لوړه کچه ده.
ټاکل شوې د اسراییل د ټاکنو وروستۍ پایلې د پنجشنبې یا جمعې په ورځ اعلان شي.
