دغې سرچینې ویلي، چې د ایران چارواکي نور د پخوا په څېر د پخوانیو افغان نظامیانو د ملاتړ انګېزه نه لري. خو لا څرګنده نه ده چې د ایران په دریځ کې دا بدلون د وروستیو امنیتي تحولاتو له امله دی، که د طالبانو د فشارونو پایله ده.
پخواني افغان نظامیان د اقامت د اسنادو نه تمدیدېدو له امله له بېبرخلیکۍ سره مخ دي.
یو پخوانی نظامي چې له خپلې کورنۍ سره په اصفهان کې ژوند کوي او د کارګر په توګه کار کوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان په پخواني حکومت کې یې د یوه نظامي قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو ورځو کې ایران ته تښتېدلی و او اوس وېره لري چې افغانستان ته د شړلو په صورت کې به یې ژوند له خطر سره مخ شي.
دغه پخواني نظامي ویلي، چې نه پوهېږي د اقامت د نه تمدید په صورت کې به د ده او دده د کورنۍ برخلیک څه وي.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله په کتاب «د اهل سنت والجماعت عقیده» کې ویل شوي، چې مسلمانان باید د خپلو واکمنانو پر وړاندې بغاوت ونه کړي، «که څه هم هغوی پرې ظلم وکړي» او یا ګناه وکړي.
د کتاب په ۱۳۱م مخ کې لیکل شوي: «موږ د خپلو امیرانو پر وړاندې بغاوت نه کوو، که څه هم هغوی ظلم وکړي او ګناه ترسره کړي.»
په همدې مخ کې د واکمنانو اطاعت تر هغه وخته فرض بلل شوی چې هغوی د الله تعالی د نافرمانۍ امر ونه کړي. په متن کې راغلي دي: «موږ د امیرانو اطاعت فرض ګڼو. تر هغه یې له اطاعته لاس نه اخلو، څو چې د الله تعالی د معصیت او نافرمانۍ امر ونه کړي او د هغوی د اصلاح، ښهوالي او ساتنې لپاره دعا کوو.»
د طالبانو د کابینې غړو او والیانو هم په تېرو پنځو کلونو کې په خپلو ویناوو کې د امیر پر اطاعت ټینګار کړی او د هغه پر وړاندې یې مخالفت او بغاوت ناروا بللی، مګر دا چې واکمن د الله تعالی د نافرمانۍ امر وکړي.
د شنونکو له نظره، د واکمن د اطاعت په اړه دا دریځ دا پوښتنه راپورته کوي چې د امیر د اطاعت دیني حدود څه دي او د واکمن د ظلم، ناسمې پرېکړې یا د عدالت د نقض په صورت کې د خلکو د غږ اوچتولو لپاره څومره ځای پاتې کېږي، ځکه شریعت وايي، چې تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره کول دي.
د قران لارښوونې څه وایي؟
د قران کریم د نساء سورت په ۵۹م ایت کې له مومنانو غوښتل شوي چې د الله، د هغه د رسول او د واک لرونکو اطاعت وکړي. خو ایت په دې ټینګار هم کوي چې که د خلکو ترمنځ په کومه مساله کې اختلاف رامنځته شي، نو هغه دې الله او د رسول هدایاتو ته راجع کړي.
د ایت دویمه برخه د اطاعت د موضوع په څېړنه کې مهمه ده، ځکه د واکمن اطاعت د اختلاف او د پرېکړو د ارزونې له مسالې جلا نه شي څېړل کېدای.
قران د نساء سورت په ۱۳۵م ایت کې هم د عدالت پر ټینګښت ټینګار کوي او له مؤمنانو غواړي چې د عدالت لپاره کلک ودرېږي، که څه هم د دوی، د مور او پلار یا د خپلوانو پر زیان تمامېږي.
د دیني چارو د شنونکو له نظره، د دې لارښوونې په رڼا کې پوښتنه دا ده چې که د واکمن پرېکړه له عدالت سره په ټکر کې وي، د اطاعت او عدالت غوښتنې ترمنځ اړیکه باید څنګه تعریف شي.
دا ایتونه پخپله د کتاب د عبارت ناسموالی نه ثابتوي، خو د واکمن د اطاعت په اړه د هر دیني استدلال د ارزونې لپاره مهم بنسټونه برابروي. خو په کتاب کې هڅه شوې ده، چې د اطاعت اصل په یو طرفه ډول تشریح شي.
د حدیثو له مخې د اطاعت حدود
په صحیح مسلم کې د واکمنانو د اطاعت په اړه روایتونه شته چې د اطاعت تر څنګ یې د ګناه په امر کې د اطاعت نه کولو اصل هم بیان کړی دی.
د صحیح مسلم په یوه روایت کې راغلي چې اطاعت تر هغه لازم دی چې انسان ته د ګناه امر ونه شي، که د ګناه امر وشي، اطاعت نشته.
د طالبانو په سیاسي دریځ کې د امیر اطاعت
د امیر د اطاعت موضوع د طالبانو د مشرانو او چارواکو په ویناوو کې هم د دیني مکلفیت په توګه مطرح شوې ده.
په متن کې د امیر پر وړاندې د بغاوت نه کولو خبره شوې او ان که واکمن ظلم وکړي یا ګناه وکړي، خو په همدې متن کې د اطاعت لپاره دا شرط هم ذکر شوی چې واکمن باید د الله تعالی د نافرمانۍ امر ونه کړي.
د افغانستان د قوشتیپې کانال پروژه، چې د امو سیند اوبه د کرنې او خوړو خوندیتوب لپاره کاروي، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د اوبو پر سر د سیمهییزو سیالیو او کمښت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
قوشتیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده.
د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې لګښتونه د ګمرکونو او مالیاتو له عوایدو تمویلېږي او د کیندنې چارې نږدې بشپړېدو ته رسېدلې دي.
خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري چې د کانال بشپړېدل به د امو سیند د اوبو د وېش انډول بدل کړي او د دوی پر کرنه او اوبو رسولو به مستقیم اغېز وکړي.
ازبکستان، چې پراخه کرنیزې سیمې یې د امو سیند پر اوبو متکي دي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي. د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښايي هر کال شاوخوا څلور میلیارده مکعب متره اوبه وکاروي، چې دا به د ازبکستان د کرنیزو حاصلاتو لپاره جدي ننګونه وي.
راپور وايي، د ارال سمندر د وچېدو له امله د سیمې د اوبو وضعیت لا دمخه له فشار سره مخ دی او د امو سیند اوبه د ازبکستان د ګڼو کرنیزو سیمو لپاره حیاتي اهمیت لري. د تویامویون زېرمې د اوبو کمښت هم د مالګینو اوبو د خطر د زیاتېدو لامل شوی دی.
ترکمنستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امو سیند پر اوبو تکیه لري. شنونکي وايي، که د سیند د اوبو اندازه کمه شي، عشقاباد به د کرنې، چاپېریال او د استوګنې د اړتیاوو ترمنځ له لا سخت انتخاب سره مخ شي.
تاجکستان هم اندېښنه لري چې د اوبو په کچه کې کموالی به د دغه هېواد پر کرنه او د برېښنا پر تولید منفي اغېز وکړي. راپور زیاتوي چې د قوشتیپې کانال د اوبو پر سر د کابل او دوشنبې پخوانۍ لانجې لا پسې برجسته کوي.
راپور وايي، که څه هم طالبانو په سیاسي کچه د سیمهییزې همکارۍ ملاتړ کړی، خو د قوشتیپې پروژه تر اوسه په عملي ډول د افغانستان له لوري په یو اړخیز ډول پر مخ وړل شوې ده. د دوی په وینا، د اوبو د مدیریت لپاره د ګډو تخنیکي میکانیزمونو نشتوالی د سیمې د هېوادونو بېباوري نوره هم زیاته کړې ده.
راپور وړاندیز کوي چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه باید د «امو سیند د خبرو اترو» د یوه دایمي چوکاټ د جوړولو لپاره کار وکړي، څو د اوبو د مدیریت، معلوماتو شریکولو او د احتمالي شخړو د حل لپاره ګډ میکانیزم رامنځته شي.
شنونکي وايي، بدخشان څو ځانګړتیاوې لري چې د طالبانو ضد ډلو لپاره یې په یوه مناسب مرکز بدل کړی دی. دا ولایت پراخې غرنۍ سیمې، لرې پرتې درې او محدودې مواصلاتي لارې لري؛ هغه عوامل چې د چریکي جګړې لپاره مناسب چاپېریال برابرولی شي.
راپور زیاتوي چې بدخشان د طالبانو پر ضد د مقاومت اوږد تاریخ هم لري. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د شمال ټلوالې مهم مرکزونه په بدخشان، پنجشېر او تخار کې وو او د طالبانو مخالفې ډلې له همدې سیمو خپلې جګړې تنظیمولې.
د راپور له مخې، سیمهییزې نارضایتۍ هم د طالبانو ضد ډلو د فعالیت زمینه برابروي. ویل کېږي چې د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو خپلمنځي اختلافونه او د کانونو په عوایدو کې د ځايي خلکو محدودې ونډې د خلکو ناراضیتوب زیات کړی دی.
راپور د طالبانو د یوه قوماندان جمعه خان فاتح قضیه هم یادوي. نوموړی له څو ورځنیو نښتو وروسته طالبانو ته تسلیم شو، خو د راپور په وینا، د کانونو پر سر اختلافونه لا هم د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ روان دي.
د بدخشان جغرافیایي موقعیت هم د مقاومت لپاره مهم بلل شوی دی. دغه ولایت له تاجکستان، پاکستان او چین سره ګډې پولې لري. راپور وايي، تاجکستان د سیمې له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې له طالبانو سره نسبتا ترینګلې اړیکې لري او له افغان تاجک سیاسي څېرو سره اړیکې ساتي.
په راپور کې پاکستان هم د احتمالي اغېز لرونکي لوبغاړي په توګه یاد شوی. دراپور په باور، د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته، پاکستان ښايي د طالبانو ضد ډلو لپاره په یوه مهم فکتور بدل شي.
سره له دې، راپور ټینګار کوي چې د طالبانو ضد مقاومت لا هم له جدي محدودیتونو سره مخ دی. دغو ډلو تر اوسه نه کومه سیمه د اوږدې مودې لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې او نه یې د طالبانو واکمني له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د راپور په باور لري چې که د طالبانو ضد ډلې غواړي خپل نفوذ پراخ کړي، باید خپل فعالیتونه سره همغږي او د یوې واحدې ستراتیژۍ له مخې عمل وکړي. د هغه په وی، بدخشان ښايي د دغو ډلو لپاره د لومړني نفوذ ساحه وګرځي، خو د طالبانو پر وړاندې د اغېزمن سیاسي او پوځي بدیل جوړېدو لپاره لا هم اوږده لاره پاتې ده.
د امریکا متحده ایالاتو او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو (سي۵+۱) په وروستۍ ګډه اعلامیه کې د افغانستان هېڅ یادونه نه ده شوې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر دې وړاندې د واشنګټن د سیمهییزې تګلارې مهم محور بلل کېده.
اعلامیه د اکتوبر په ۱۹مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د سي۵+۱ د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته خپره شوې او پکې د اقتصادي همکاریو، پانګونې، سیمهییز امنیت او د ټرانسکاسپین سوداګریزې لارې پر پراختیا ټینګار شوی، خو د افغانستان نوم پکې نه دی اخیستل شوی. دا بدلون داسې مهال رامنځته شوی چې امریکا پخوا د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو پر پروژو ځانګړی تمرکز درلود. د ۲۰۲۱ کال په جولای کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو څو اوونۍ مخکې، د سي۵+۱ غړو په تاشکند کې د افغانستان له لارې د سوداګرۍ او ټرانسپورټي دهلېزونو ملاتړ کړی و. هماغه کال امریکا، افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سیمهییزو سوداګریزو پروژو لپاره د څلور اړخیز چوکاټ د جوړېدو اعلان هم کړی و. په ۲۰۲۳ کال کې د قزاقستان په استانه کې د سي۵+۱ ځانګړې غونډه هم تر ډېره د افغانستان پر وضعیت راڅرخېده. هغه مهال ګډونوالو د ټولشموله حکومت، د ښځو د حقونو او د افغانستان له لارې د انرژۍ او ټرانسپورټي پروژو ملاتړ کړی و. خو په سمرقند کې په وروستۍ اعلامیه کې افغانستان نه یوازې له اقتصادي بحثونو، بلکې د سرحدي امنیت او ترهګرۍ ضد همکاریو له برخې هم ایستل شوی دی.
سره له دې، د منځنۍ اسیا هېوادونه لا هم افغانستان د مهم ترانزیټي مسیر په توګه ګڼي.
ازبکستان هڅه کوي د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي پټلۍ وغځوي، څو د هند سمندر بندرونو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه قزاقستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی او د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې یې افغانستان ته د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت غنم او اوړه صادر کړي دي.
ټایمز اف سینټرل اسیا د راپور له مخې، قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو هم په سپټمبر کې هوکړه کړې چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د اورګاډي دهلېز د جوړېدو امکانات وارزوي.
شنونکي وايي، د افغانستان نه یادول په دې معنا نه دي چې دغه هېواد د سیمې له محاسبې وتلی دی، بلکې ښايي واشنګټن اوس غواړي پر هغو اقتصادي پروژو تمرکز وکړي چې د طالبانو له حکومت سره مستقیم سیاسي تعامل ته اړتیا نه لري.
راپور زیاتوي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې اړیکې، د سرحدي لارو تړل کېدل او د سوداګرۍ خنډونه هم د افغانستان له لارې د سیمهییزو دهلېزونو پر راتلونکي اغېز کړی دی.
د شنونکو په باور، د سمرقند اعلامیه ښيي چې امریکا د منځنۍ اسیا لپاره خپل اقتصادي لومړیتوبونه بدل کړي او دا مهال د افغانستان پر ځای د ټرانسکاسپین سوداګرۍ، لوېدیځو بازارونو ته د لاسرسي او د سیمې د معدني زیرمو پر پراختیا ډېر تمرکز کوي.