• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د منځمهاله ټاکنو په درشل کې له یوې نوې انتخاباتي سیالۍ سره مخ دی

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په جنوبي کارولینا کې په دوو اونیو کې د دویم ځل لپاره د ټاکنیز کمپاین غونډه کوي. نوې نظرپوښتنې ښيي، چې د دغه ایالت د مشرانو جرګې څوکۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو د نوماندې ډارلین ګراهام او ډیموکراټې نوماندې اېني اېنډروز ترمنځ نږدې سیالي روانه ده.

د کانګرس د کنټرول پر سر د سې شنبې ورځې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د جمهوري غوښتونکو ګوند ځینې غړي اندېښنه لري چې د دوی دودیزه پیاوړې سیمه، جنوبي کارولینا، د سیالۍ په ډګر بدله شوې ده.

دا سیالي د هغې عمومي لړۍ یوه برخه ده چې ښيي د جمهوري غوښتونکو په ګټه پېژندل شوي ایالتونه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو ورځو کې د ډیموکراټانو په لور متمایل کېږي. د دې بدلون یو لامل په نظرپوښتنو کې د ټرمپ د محبوبیت ټیټه کچه بلل کېږي.

جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې په الاسکا، ایوا، کانزاس، ټکساس، اوهایو، شمالي کارولینا او مېن ایالتونو کې د مشرانو جرګې خپلې څوکۍ وساتي، څو په دې جرګه کې خپل شپږ کسیز اکثریت خوندي کړي. نظرپوښتنې ښيي چې په دغو ټولو ایالتونو کې ډیموکراټان مخکې دي.

نظرپوښتنې او خپلواک سیاسي شنونکي اټکل کوي چې ډیموکراټان به د استازو جرګې کنټرول بېرته ترلاسه کړي، خو د مشرانو جرګې د کنټرول سیالي دومره نږدې ده چې د پایلې وړاندوینه یې ستونزمنه ده.

که ډیموکراټان بریالي شي، نو د ټرمپ پر واک به ځینې محدودیتونه ولګول شي او په کانګرس کې به د هغه د ادارې په اړه څېړنې پیل شي.

جنوبي کارولینا له ۱۹۶۶ کال راهیسې، چې فریټز هالېنګز د لومړي ځل لپاره د سنا جرګې ته وټاکل شو، تر ۲۰۰۵ کال پورې د ډیموکراټانو استازی سنا ته لېږلی و، له هغه وروسته یې بیا کوم ډیموکراټ سناتور نه دی ټاکلی.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې د مېسیسيپي ایالت په ټاکنیزو غونډو کې هم ګډون کړی دی. هلته د جمهوري غوښتونکو د اوسنۍ سناتورې سېنډي هایډ سمېت او د ډیموکراټانو د نوماند سکاټ کولم ترمنځ سیالي هم سخته شوې ده.

که کولم بریالی شي، نو له بیارغونې دورې راهیسې به د مېسیسيپي ایالت لومړنی تورپوستی سناتور وي. د بیارغونې دوره د نولسمې پېړۍ هغه حساس پړاو و چې د امریکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو سملاسي وروسته پیل شو.

د جمهوري غوښتونکو سیاسي فعالان د نېبراسکا ایالت د سنا جرګې د څوکۍ په اړه هم اندېښمن شوي دي. هلته د جمهوري غوښتونکو سناتور پیټ ریکټس له خپلواک نوماند ډان اوسبورن سره سیالي کوي.

په جنوبي کارولینا کې اېني اېنډروز او ډارلین ګراهام د هغې څوکۍ لپاره سیالي کوي چې پخوا د ګراهام د ورور سناتور لېنډسي ګراهام په واک کې وه. لېنډسي ګراهام د ټرمپ له مهمو جمهوري غوښتونکو متحدانو څخه و او د جولای په میاشت کې ناڅاپه ومړ.

لېنډسي ګراهام په کانګرس کې د بهرني سیاست په برخه کې مهم غږ و او د مشرانو جرګې د جمهوري غوښتونکو د مشرتابه او سپینې ماڼۍ ترمنځ یې د اړیکو په ټینګولو کې رول درلود.

هغه له اوږدې مودې راهیسې خپله خور د خپلې تر ټولو مهمې سیاسي سلاکارې په توګه ګڼله. خو نظرپوښتنې ښيي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د هغې ځینې کمزورې څرګندونې او تېروتنې ښايي د هغې د ملاتړ کچه راټیټه کړې وي.

د جنوبي کارولینا یو شمېر پخوانیو ټاکل شویو چارواکو هم په وروستیو ورځو کې د اېني اېنډروز ملاتړ کړی دی.

د دغه ایالت دوو پخوانیو واليانو جمهوري غوښتونکي ډېوېډ بیزلي او ډیموکراټ جېم هوجز په یوه ټلوېزیوني اعلان کې د اېنډروز ملاتړ اعلان کړی دی.

د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي نیکي هېلي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې په اداره کې دنده ترسره کړې وه او په ۲۰۲۴ کال کې یې د ولسمشرۍ لپاره له هغه سره سیالي کړې وه، تر اوسه د دواړو نوماندانو له ډلې د هېڅ یوه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

د خپل ټاکنیز کمپاین د کمزوري تنظیم او غیرمسلکي بڼې په اړه د نیوکو په ځواب کې، ډارلین ګراهام ویلي چې هغه د مسلک په توګه سیاست نه کوي او د هغې په وینا، «د سیاستوالو په ژبه خبرې نه کوي».

د ګراهام ټاکنیز کمپاین وايي چې د سیاسي څېرو ملاتړ د رایه ورکوونکو او ټرمپ د ملاتړ په پرتله لږ اهمیت لري.

د ټاکنیزو کمپاینونو چارواکي وايي، په جنوبي کارولینا او نورو دودیزو محافظه‌کارو ایالتونو کې د ټرمپ او جمهوري غوښتونکو پر هڅو تمرکز د دغو ایالتونو له پولو هاخوا هم اغېزې لري.

جمهوري غوښتونکو په منځمهاله ټاکنو کې په میشیګان او جورجیا ایالتونو کې د ډیموکراټانو د ماتولو فرصتونه درلودل. دوی همدارنګه هیله لرله چې په مېنېسوټا ایالت کې هم د مشرانو جرګې یوه بله څوکۍ ترلاسه کړي.

خو په جنوبي ایالتونو کې د خپلو څوکیو د ساتلو اړتیا جمهوري غوښتونکي اړ کړي چې له دغو سیالیو څخه مهمې مالي او بشري سرچینې راواړوي او د خپلو اوسنیو څوکیو د دفاع لپاره یې ولګوي.

دې وضعیت ټرمپ هم اړ کړی چې په ټول هېواد کې په چټک او پرله‌پسې ډول ټاکنیز سفرونه وکړي. نوموړي د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې په ۱۹ ایالتونو کې د ټاکنیزو کمپاینونو په غونډو کې ګډون کړی دی.

ټرمپ پلان لري چې د سې شنبې ورځې د رایې اچونې تر مخه په وروستیو ورځو کې په فلوریډا، کانزاس او ایوا ایالتونو کې هم ټاکنیزې غونډې جوړې کړي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

•
•
•

نور خبرونه

د امریکا د ۲۰۲۶ کال د منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهیږو؟

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰
100%

امریکایان به د نومبر په درېیمه په منځمهاله ټاکنو کې ګډون وکړي، څو د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د یو شمېر ایالتونو د حکومتونو جوړښت وټاکي. دا ټاکنې ښايي په کانګرس کې د جمهوري‌غوښتونکو اکثریت پای ته ورسوي او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو لپاره د واک توازن بدل کړي.

نظرپوښتنې د ډیموکراتانو د مخکښوالي ښکارندويي کوي، خو د مشرانو جرګې د کنټرول لپاره د سیالۍ پایله لا هم نامعلومه ده.

په امریکا کې په یو شمېر ایالتونو کې له څو اونیو راهیسې له وخته مخکې رایه اچونه پیل شوې ده. منځمهاله ټاکنې هر څلور کاله وروسته، د ولسمشرۍ دورې په منځ کې ترسره کېږي. په دغو ټاکنو کې ولسمشر نه ټاکل کېږي، خو پایلې یې د حکومت پر سیاستونو او له کانګرس سره د سپینې ماڼۍ پر اړیکو اغېز لرلای شي.

که د رایې ورکوونکو ګډون د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په کچه وي، تمه کېږي چې له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېر امریکایان رایه ورکړي. د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ۱۵۵ میلیونو څخه ډېرو کسانو ګډون کړی و.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د تبلیغاتو لګښت بې‌ساري کچې ته رسېدلی دی. د ټایم مجلې د میزان په ۲۷مه راپور ورکړ چې دغه لګښتونه له ۱۰ میلیاردو ډالرو اوښتي دي. د مشرانو جرګې په هغو سیالیو کې چې پایلې یې نامعلومې بلل کېږي، جمهوري‌غوښتونکو او د هغوی ملاتړو ۹۴۷ میلیونه ډالر، او ډیموکراتانو او د هغوی ملاتړو ۶۲۵ میلیونه ډالر د تبلیغاتو پر خپرولو یا د خپرولو د وخت پر رانیولو لګولي دي.

د کانګرس د کنټرول لپاره سیالي

د نومبر د درېیمې نېټې د ټاکنو تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې په کانګرس کې به د دواړو جرګو اکثریت کوم ګوند ترلاسه کړي.

جمهوري‌غوښتونکي په ولسي جرګه کې د ډیموکراتانو د ۲۱۴ څوکیو په مقابل کې ۲۱۸ څوکۍ لري او نازک اکثریت یې په لاس کې دی. دوه څوکۍ خالي دي او یو خپلواک استازی هم له جمهوري‌غوښتونکو سره همکاري کوي. ډیموکراتان د اکثریت ترلاسه کولو لپاره باید په خالص ډول څلور نورې څوکۍ وګټي.

په مشرانو جرګه کې هم جمهوري‌غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې ډیموکراتان او د هغوی متحد خپلواک سناتوران ۴۷ څوکۍ لري. ډیموکراتان باید څلور نورې څوکۍ ترلاسه کړي، څو د سنا کنټرول په لاس کې واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د مشرانو جرګې لس سیالۍ، په ځانګړي ډول په مېن، اوهایو، شمالي کارولاینا، ایوا او جورجیا کې، ښايي د دې جرګې د اکثریت برخلیک وټاکي.

که ډیموکراتان په یوه یا دواړو جرګو کې بریالي شي، ښايي ټرمپ د خپل حکومت د پروګرامونو په عملي کولو کې له محدودیتونو سره مخ کړي. دغه راز، مخالف ګوند ته به د حکومت د کړنو د څېړلو او څارنې پراخ فرصتونه برابر شي.

ایا ټاکنې به د ټرمپ په زیان تمامې شي؟

د امریکا سیاسي تاریخ ښيي چې منځمهاله ټاکنې معمولاً د سپینې ماڼۍ د واکمن ګوند لپاره ستونزمنې وي. رایه ورکوونکي له دغو ټاکنو څخه د ولسمشر د کړنو په اړه د خپلې خوښې یا ناخوښۍ د څرګندولو لپاره هم کار اخلي.

د رویټرز او ایپسوس د وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، چې پایلې یې د میزان په ۲۷مه خپرې شوې، د ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۱ سلنې ته راټیټه شوې ده. د دغې نظرپوښتنې له مخې، دا د هغه د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې د تایید تر ټولو ټیټه کچه ده.

د مصرفي توکو د بیو لوړوالی او د ژوند لګښتونه د رایه ورکوونکو له مهمو اندېښنو څخه دي. نظرپوښتنې دا هم ښيي چې د ډیموکراتانو پلویان په ټاکنو کې ګډون ته زیاته لېوالتیا لري.

ځینې نښې ښيي چې د لاتیني‌الاصله رایه ورکوونکو یوه برخه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې ټرمپ ته مخه کړې وه، د اقتصادي وضعیت او د حکومت د مهاجرتي سیاستونو د پلي کېدو د ځینو لارو چارو له امله له ناخوښۍ سره مخ شوې او بېرته ډیموکراتانو ته نږدې شوې ده.

خو رویټرز ټینګار کوي چې د ډیموکراتانو پراخ بریالیتوب حتمي نه دی. د دغه ګوند په اړه د ځینو رایه ورکوونکو بې‌باوري، د جمهوري‌غوښتونکو مالي برلاسی او د ځینو پرمختللو دریځونو لرونکو نوماندانو په اړه د منځلارو رایه ورکوونکو اندېښنې ښايي د ډیموکراتانو لاسته راوړنې محدودې کړي.

د تېرو ټاکنو تجربه څه ښيي؟

د امریکا معاصر تاریخ ښيي چې منځمهاله ټاکنې د سیاسي واک په توازن کې لوی بدلونونه راوستلای شي.

په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې بارک اوباما ولسمشر و، جمهوري‌غوښتونکو د استازو په جرګه کې ۶۳ نوې څوکۍ وګټلې او د ډیموکراتانو اکثریت یې پای ته ورساوه. اقتصادي ستونزې او د اوباما د روغتیايي خدمتونو له اصلاحاتو سره مخالفت د دې ماتې له مهمو عواملو څخه وو.

ډیموکراتانو په هماغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې شپږ څوکۍ هم له لاسه ورکړې، خو د دغې جرګې اکثریت یې وساته.

اته کاله وروسته، د ۲۰۱۸ کال په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراتانو په ولسي جرګه کې ۴۰ نوې څوکۍ وګټلې او د جمهوري‌غوښتونکو اکثریت یې پای ته ورساوه. خو په همدې وخت کې یې د سنا دوه څوکۍ له لاسه ورکړې.

دا تجربه ښيي چې په ولسي جرګه کې پراخ بریالیتوب حتماً په مشرانو جرګه کې د اکثریت د ترلاسه کولو معنا نه لري.

د واليانو او ایالتي مجلسونو ټاکنې

د نومبر درېیمې ټاکنې یوازې کانګرس ته محدودې نه دي. د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې به په ۳۶ ایالتونو کې د واليانو ټاکنې هم ترسره شي. سربېره پر دې، نږدې په ټولو ایالتونو کې به رایه ورکوونکي د ایالتي مقننه مجلسونو غړي هم وټاکي.

والیانو او ایالتي مجلسونو ته د ښوونې او روزنې، مالیاتو، روغتیايي خدمتونو او د ټاکنیزو قوانینو د پلي کولو په برخه کې مهم واکونه ورترغاړې دي.

اوسمهال جمهوري‌غوښتونکي د ایالتي مقننه مجلسونو ۵۵ سلنه څوکۍ په واک کې لري، په داسې حال کې چې د ډیموکراتانو ونډه ۴۳.۸ سلنه ده.

د ولسی جرګې مشر به څوک وي؟

که ډیموکراتان په ولسي جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي، ښايي د دغه ګوند اوسنی مشر حکیم جیفریز د جرګې د رئیس په توګه وټاکل شي. په دې صورت کې به نوموړی لومړنی تورپوستی امریکایی وي چې دا مقام ترلاسه کوي.

د د جرګې رییس د ولسمشر د ځایناستي په ترتیب کې، له مرستیال ولسمشر وروسته، دویم مقام لري.

جیفریز ویلي چې که ډیموکراتان بریالي شي، د ټرمپ په حکومت کې به د هغه څه په اړه څېړنې وکړي چې نوموړي «د فساد بې‌ساري کچې» بللې دي. هغه د روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو، کورونو او انرژۍ د لګښتونو کمول هم د خپل ګوند له لومړیتوبونو څخه یاد کړي دي.

په مقابل کې، که جمهوري‌غوښتونکي اکثریت وساتي، د جرګې اوسنی رسیس مایک جانسن یا بل جمهوري‌غوښتونکی به دا مقام ترلاسه کړي. تمه کېږي چې جمهوري‌غوښتونکي به د مالیاتو پر کمولو، دفاعي لګښتونو پر زیاتولو او د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو پر بودیجې کمولو تمرکز وکړي.

مهمې سیالۍ او په ټاکنو کې د لاسوهنې اندېښنې

د ولسي جرګې په مهمو سیالیو کې د نیویارک د جمهوري‌غوښتونکي استازي مایک لاولر د بیا ټاکل کېدو هڅه شامله ده. د هغه حوزې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته رایه ورکړې وه.

په نبراسکا کې یوه خالي څوکۍ هم مهمه شوې ده. هلته بزګران او د باروړونکو موټرو چلوونکي د ایران د جګړې له امله د سون توکو له لوړو بیو سره مخ دي. ډیموکراتان هیله لري چې په پنسلوانیا کې دوه او په نیوجرسي کې یوه څوکۍ له جمهوري‌غوښتونکو څخه وګټي.

د دغو سیالیو ترڅنګ، د ټاکنو په بهیر کې د ټرمپ د احتمالي لاسوهنې په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. په امریکا کې د ټاکنو د ترسره کولو اصلي مسوولیت د ایالتونو پر غاړه دی.

ټرمپ له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله، د معتبرو شواهدو له وړاندې کولو پرته، په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د ایالتونو د ټاکنو چارواکي او د کانګرس ډیموکرات غړي د احتمالي حقوقي ننګونو پر وړاندې د چمتووالي په حال کې دي.

د نومبر د درېیمې نېټې ټاکنې به څرګنده کړي چې ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ وروستي دوه کلونه په کانګرس کې د جمهوري‌غوښتونکو د اکثریت په ملاتړ تېروي، که له داسې کانګرس سره مخ کېږي چې ډیموکراتان پکې د هغه د حکومت د څارنې، څېړنې او د پروګرامونو د محدودولو لپاره ډېر واک ولري.