• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د پاکستان پوځ: د ایران او امریکا ترمنځ منځګړیتوب ته «له احتیاط سره هیله‌من یو»

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، د دغه هېواد پوځ د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په اړه له «احتیاط» سره هیله‌من دی. نوموړي تهران ته د پاکستان د پوځ د مشر دوه سفرونه په دې بهیر کې د مثبتو نښو څرګندونه وبلله.

چودري د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا سفرونه مثبته نښه ده، وویل: «که مثبتې نښې نه وای، نو د پوځ مشر به ولې دوه ځله تهران ته سفر کاوه؟ نو هو، بېشکه همداسې ده».

د پاکستان د پوځ ویاند د کوم لوري له نوم اخیستلو پرته زیاته کړه، چې لا هم پیاوړي خنډ جوړوونکي او مخالف لوري شته چې د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د جګړې دوام په خپله ګټه بولي.

نوموړي د مکې له تړون سره د ایران د احتمالي یوځای کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د دغه تړون متن د نویو هېوادونو د غړیتوب مخه نه‌نیسي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د زمري میاشتې په ۱۶مه سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د «مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، پر هر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید به پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.

دغه تړون همداراز د دفاعي او پوځي همکاریو د پراختیا، د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتولو، د چمتووالي د کچې د لوړولو او د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د هغوی د وړتیا د پیاوړتیا لپاره تنظیم شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

•
•
•

نور خبرونه

نوموتی بریتانوي فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ د ۸۶ کلونو په عمر امریکا کې ومړ

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰
100%

د بریتانیا نوموتی فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ، چې د «سټار ټرېک» علمي‌تخیلي لړۍ او د «ایکس مېن» فلمونو له لارې یې نړیوال شهرت موندلی و، د ۸۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ.

نوموړي تر شپږو لسیزو ډېر په تیاتر، سینما او تلویزیون کې فعالیت کړی و او د شکسپیر د ډرامو له صحنې څخه یې د نړۍ د مشهورو فلمونو تر پردې پورې اوږده هنري لاره وهلې وه.

د سټوارټ په رسمي اېکس حساب کې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په اوومه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د لاس انجلس ښار په خپل کور کې مړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې سټوارټ د الزایمر ناروغۍ له یوې لنډې دورې وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

له ستونزمن ماشومتوبه تر نړیوال شهرت پورې

پاتریک سټوارټ د ۱۹۴۰ کال د جولای په ۱۳مه د انګلستان د یارکشایر سیمې په میرفیلډ ښار کې زېږېدلی و. هغه په یوه بې‌وزله کورنۍ کې لوی شو او ماشومتوب یې له ستونزو ډک و.

د هغه پلار له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د الکولو پر روږدتیا او د جګړې له صدمې وروسته رواني فشار یا پي‌اېس‌ډي سره مخ شوی و. د راپور له مخې، پلار یې د کورنۍ له غړو، په ځانګړي ډول د سټوارټ له مور سره، تاوتریخوالی کاوه.

سټوارټ وروسته ویلي وو چې په ماشومتوب کې یې څو ځله هڅه کړې وه، د خپل پلار او مور ترمنځ ودرېږي او د مور ساتنه یې وکړي.

نوموړي په ۱۲ کلنۍ کې د یوه ښوونکي په هڅونه د ویلیام شکسپیر له اثارو سره بلدتیا پیدا کړه. هغه وروسته ویلي وو چې هنري کار ورته د کورني ژوند له ستونزو څخه د خوندي پناه ځای په څېر وه.

له شکسپیر څخه تر «سټار ټرېک» پورې

سټوارټ په ۱۸ کلنۍ کې هنري فعلیت پیل کړه او د ۱۹۶۰مې لسیزې له پیل سره یې د بریتانیا د شکسپیر له سلطنتي ډلې سره یوځای کېدو له لارې د تیاتر په نړۍ کې نوم پیدا کړ.

که څه هم هغه د اوږدې مودې لپاره د تیاتر پر صحنه فعال و، نړیوال شهرت یې په ۴۷ کلنۍ کې هغه مهال پراخ شو چې د «سټار ټرېک: د راتلونکي نسل» په تلویزیوني لړۍ کې یې د کپتان ژان‌لوک پیکارډ رول ولوباوه.

دغه لړۍ له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې په اوو فصلونو کې خپره شوه او سټوارټ په ۱۷۶ برخو کې د پیکارډ په رول کې راڅرګند شو. د هغه جدي او اغېزناک تمثیل د دغه کرکټر په محبوبیت کې مهم رول ولوباوه.

سټوارټ وروسته په څو سینمایي فلمونو کې هم د پیکارډ رول تکرار کړ. هغه همدارنګه د «سټار ټرېک: پیکارډ» په نوم لړۍ کې هم ګډون وکړ، چې خپرېدل یې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شول.

په «ایکس مېن» کې د پروفیسور اېکس رول

سټوارټ په ۲۰۰۰ کال کې د «ایکس مېن» په فلم کې د پروفیسور چارلز زېویر، چې د پروفیسور اېکس په نوم هم پېژندل کېږي، رول ولوباوه.

دغه رول نوموړی د علمي‌تخیلي او اتل‌محوره فلمونو د نړۍ له مشهورو څېرو څخه کړ. هغه په دې فلمي لړۍ کې د یوه ځواکمن، خو د سولې او د انسانانو ترمنځ د همغږۍ پلوي کرکټر په توګه وپېژندل شو.

د «سټار ټرېک» او «ایکس مېن» تر څنګ، سټوارټ د خپل اوږده هنري ژوند په ترڅ کې په ګڼو تیاتري نندارو، تلویزیوني پروګرامونو او سینمایي فلمونو کې هم رولونه لوبولي وو.

د هنر په برخه کې د خدمتونو لپاره شوالیه لقب

د سټوارټ د هنري خدمتونو د درناوي په موخه، هغه په ۲۰۱۰ کال کې د بریتانیا د ملکې دویمې الیزابت له لوري د شوالیه لقب ترلاسه کړ. له هغه وروسته نوموړی د «سر پاتریک سټوارټ» په نوم هم پېژندل کېده.

هغه درې ځله واده کړی و او دوه اولادونه یې لرل. وروستی واده یې په ۲۰۱۳ کال کې له امریکایۍ موسیقۍ‌والې ساني اوزل سره کړی و.

د پاتریک سټوارټ مړینه د تیاتر، سینما او تلویزیون د یوې اوږدې هنري دورې د پای په توګه یادېږي. نوموړي د شکسپیر د کلاسیکو ډرامو له صحنې څخه د نړیوالو مشهورو فلمونو تر پردې پورې د خپل استعداد په مټ د بېلابېلو نسلونو د لیدونکو پام ځان ته اړولی و.

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰
100%

د اسټرالیا د دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې څرګنده شوې چې د دغه هېواد ځینو ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو تر وژلو وروسته د هغوی د جسدونو ترڅنګ وسلې ایښودلې، څو یې د دښمن جنګیالي معرفي کړي.

د راپور له مخې، ځینې قوماندانان هم له دې صحنه‌سازۍ خبر وو، خو د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش دفتر دغه راپور په ۲۰۲۱ کال کې چمتو کړی و، خو لنډیز یې پنځه کاله وروسته، د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپور شو.

دغه راپور د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په بېلابېلو کچو کې د څارنې او حساب ورکونې کمزورتیاوې رابرسېره کړې او په افغانستان کې یې د دغو ځواکونو کړنې ارزولې دي.

پلټونکو ویلي چې که څه هم داسې شواهد نشته چې قوماندانانو په مستقیم ډول په دغو سرغړونو کې برخه اخیستې وي، خو د دومره جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره د هغوی اقدام نه کول «ډېر غیرعادي» وو.

اندرو هستي، د اسټرالیا د لیبرال ګوند له مخکښو څېرو او د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني افسر، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، ویلي چې د راپور ځینې موندنې د هغه له شخصي تجربو سره سمون لري.

هغه د راپور لوستل «ستونزمن» وبلل او د پنجشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې د پوځ افسران د خپلو تر لاس لاندې ځواکونو د چلند له پلوه اخلاقي مسوولیت لري. هستي ټینګار وکړ چې له تېرو پېښو څخه د زده کړې لپاره د هغه وخت د پېښو کره څېړنه اړینه ده.

د راپور له مخې، ځینې قوماندانان په دې خبر وو چې په پوځي راپورونو کې د هغو افغانانو شمېر مخ په زیاتېدو و چې د «دښمن جنګیالي» بلل کېدل. دا په داسې حال کې وه چې د اسټرالیایي ځواکونو د تلفاتو او د ټپي شویو یاغیانو شمېر په ورته کچه نه و زیات شوی.

راپور دا هم ښيي چې ځینو سرتېرو د ناقانونه وژنو د پټولو لپاره جعلي راپورونه جوړول او د پوځي اصطلاحاتو په کارولو سره یې ملکي قربانیان داسې کسان معرفي کول چې په مستقیم ډول یې په جګړه کې برخه اخیستې وه.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلماني غونډه کې د قوماندانانو چلند «ډېر غیرمسلکي» وباله او ویې ویل چې دا چلند د پوځ له ارزښتونو او معیارونو سره په ټکر کې و.

خو هغه د استازو د پوښتنو په ځواب کې دا روښانه نه کړه چې د دغو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د پاتې راتلو له امله څومره قوماندانان مجازات شوي یا له پوځ څخه ایستل شوي دي.

د اسټرالیا د شنو ګوندونو سناتور ډېوېډ شوبریج د لوړپوړو قوماندانانو ترمنځ د حساب ورکونې پر نشتوالي نیوکه وکړه. هغه وویل چې ټیټ‌پوړي سرتېري له قانوني تعقیب سره مخ شوي، خو لوړپوړو قوماندانانو له حساب ورکولو پرته، د تقاعدي امتیازاتو په ترلاسه کولو سره خپلې دندې پای ته رسولې یا ترفیع کړې ده.

د «برېرتون» په نوم څېړنې په ۲۰۲۰ کال کې باوري شواهد وموندل چې ښودله یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۳۹ افغان ملکي وګړي او بندیان په ناقانونه توګه وژلي وو.

د برېرتون راپور د دغو کړنو اخلاقي مسوولیت د لوړپوړو قوماندانانو پر غاړه بللی و، خو د جزایي مسوولیت ډېره برخه یې د ټیټ‌پوړو ځواکونو اړونده ګڼلې وه.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د اسټرالیا د ځانګړو څېړنو دفتر جوړ شو. دې ادارې تر اوسه د ځانګړو ځواکونو دوه پخواني سرتېري د جنګي جنایتونو په چوکاټ کې د قتل په تور تورن کړي دي. دواړو کسانو دغه تورونه رد کړي دي.

اسټرالیایي ځواکونه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ماموریت په چوکاټ کې حضور درلود. د دغو ځواکونو ډېره برخه، په ځانګړې توګه د اسټرالیا د پوځ ځانګړي قطعات، د افغانستان په سوېل کې په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای وو او د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد یې له امریکایي او افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخیسته.

د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د امنیت په ټینګښت کې مرسته هم د هغوی له نورو دندو څخه وه.

کان نیوز: امریکا پر ایران د احتمالي برید لپاره ۱۰ پوځي الوتکې اسراییل ته لېږدولې دي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۰
100%

د اسراییل کان نیوز شبکې راپور ورکړی، چې امریکا پر ایران د احتمالي پوځي عملیاتو د بیا پیل لپاره د چمتووالي په لړ کې ۱۰ پوځي باروړونکې الوتکې اسراییل ته لېږدولي. یادې الوتکې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۷مه) د اسراییل په سوېل کې د دغه هېواد د هوايي ځواک په پوځي اډو کې ښکته شوې دي.

کان نیوز ویلي، چې امریکايي الوتکې د ټکساس ایالت له فورټ بلیس پوځي اډې څخه د اسراییل عوودا او نواتیم هوايي اډو ته لېږدول شوې دي.

فورټ بلیس د امریکا د پوځ له مهمو پوځي مرکزونو څخه ده، چې د هوايي دفاع په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او د هوايي او توغندیزو دفاعي سیستمونو اړوند فعالیتونه پکې ترسره کېږي.

د کان نیوز د معلوماتو له مخې، احتمال شته چې دغو الوتکو د توغندیو د شنډولو لپاره دفاعي توغندي او د هوايي دفاع نور تجهیزات لېږدولي وي.

دغه رسنۍ ویلي، چې د دغو تجهیزاتو لېږد ښايي د اسراییل د دفاعي زېرمو د بیا ډکولو یا دغه هېواد ته د پاتریوت په څېر د نورو هوايي دفاعي سیستمونو د استولو لپاره ترسره شوی وي.

راپور زیاتوي، چې امریکا په ورته وخت کې یو شمېر نورې پوځي باروړونکې الوتکې هم په اردن، سعودي عربستان او قطر کې خپلو پوځي اډو ته استولې دي.

کان نیوز د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې واشنګټن او تل‌ابیب د ایران په تړاو د احتمالي پوځي اقداماتو لپاره نږدې همغږي لري.

دغه اسراییلي چارواکي ویلي: «که څه هم تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې، خو امریکایان او اسراییلیان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرې احتمالي پرېکړې لپاره ځانونه چمتو کوي».

د نوموړي څرګندونې داسې مهال خپرېږي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو او ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه راپورونه زیات شوي دي.

کان نیوز همداراز د روانې اوونۍ یوه بل راپور ته اشاره کړې، چې له مخې یې واشنګټن د فارس خلیج هېوادونو ته د ایران پر وړاندې د یوې «لنډې او هدفمندې جګړې» د احتمالي پیل خبرداری ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، امریکايي پوځ د ټکساس له ایالت څخه د پاتریوت توغندیز دفاعي سیستم هم د فارس خلیج سیمې ته لېږدولی، څو په سیمه کې د خپلو ځواکونو او پوځي اډو دفاعي وړتیا پیاوړې کړي.

راپور زیاتوي، چې امریکايي ځواکونه په منځني ختیځ کې د خپلو وسلو او پوځي تجهیزاتو د زېرمو د بیا ډکولو په حال کې دي.

منځني ختیځ ته د نورو امریکايي ځواکونو د استولو احتمال

کان نیوز ویلي، تمه کېږي چې راتلونکې میاشت یوه امریکايي الوتکه‌وړونکې بېړۍ او د امریکا د سمندري ځواکونو یوه بله قطعه هم منځني ختیځ ته ورسېږي.

د راپور له مخې، دغه ځواکونه به د امریکا له شاوخوا ۲۰ هغو جنګي بېړیو سره یوځای شي، چې لا له وړاندې په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوې دي.

د امریکا د پوځي ځواکونو او دفاعي تجهیزاتو دغه احتمالي زیاتوالی په داسې حال کې راپور شوی، چې د ایران پر وړاندې د نویو پوځي عملیاتو د احتمال په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

که څه هم کان نیوز د امریکا او اسراییل د پوځي چمتووالي په اړه د اسراییلي چارواکي څرګندونې خپرې کړې، خو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، واشنګټن تر اوسه پر ایران د نویو پوځي عملیاتو د پیل وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

دا هم لا روښانه نه ده، چې د امریکا وروستي پوځي تحرکات یوازې د دفاعي چمتووالي او د وسلو د زېرمو د پیاوړتیا لپاره دي او که د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي عملیاتو د بیا پیل له پلانونو سره مستقیم تړاو لري.

د پاکستاني درملو راټولول؛ درمل‌پلورونکي وايي د ځینو درملو بدیل په بازار کې نه موندل کېږي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰
100%

په هرات، بلخ او کابل کې یو شمېر درمل‌پلورونکي وايي چې د طالبانو له لوري د پاکستاني درملو راټولولو په بازار کې د ځینو اړینو درملو کمښت زیات کړی او ناروغانو ته یې زیان اړولی دی. د دوی په وینا، د دغو درملو د ځینو ډولونو مناسب بدیل نه پیدا کېږي او بیې یې هم په څرګند ډول لوړې شوې دي.

په همدې وخت کې، درمل‌پلورونکي وايي چې د پاکستان ځینې درمل لا هم په غیررسمي ډول د افغانستان بازار ته واردېږي، خو د طالبانو مامورین دغه درمل له بازاره راټولوي.

خلیل (مستعار نوم)، چې په هرات کې درمل‌پلورونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست روغتیايي کارکوونکي درملتونونو، شخصي کلینیکونو او د درملنې مرکزونو ته ورځي او پاکستاني درمل راټولوي. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې د ضبط شویو درملو ارزښت سلګونو زرو افغانیو ته رسېږي.

هغه وايي، د دغو درملو یوه برخه د زړه د ناروغانو، د شکرې، د پښتورګو او نورو مزمنو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي. د دغه درمل‌پلورونکي په وینا، د دغو درملو ناڅاپي راټولولو ناروغان او د هغوی کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

خلیل زیاتوي چې طالبانو تر دې مخکې د پاکستاني درملو پېر، پلور او واردات منع کړي وو، خو د درملتونونو د درملو د زېرمو راټولولو بهیر له مخکېنۍ خبرتیا پرته پیل شوی او پلورونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، د دغو درملو روسي، هندي یا ترکي بدیلونه په بازار کې په اسانۍ نه موندل کېږي. هغه همدارنګه ټینګار کوي چې له هند څخه د درملو واردول ډېر لګښت لري او د لېږد رالېږد له ستونزو سره هم مل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د عقرب په درېیمه اعلان وکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د درملو ۱۱۷ تولیدي فابریکې فعالیت کوي او د هېواد ۳۰ سلنه اړین درمل په کور دننه تولیدېږي.

له دې اعلان یوه ورځ وروسته، دغه وزارت وویل چې په کابل کې یې تر ۲۲ ټنو ډېر درمل، روغتیايي محصولات او د کارونې وړ نه توکي له منځه وړي دي. د وزارت په وینا، دغه توکي د میزان په میاشت کې له درملتونونو، د دودیزې درملنې له مرکزونو، فابریکو او ګمرکونو راټول شوي وو.

افغانستان انټرنشنل هم د تېر کال د دلوې په ۲۰مه، په کابل کې د یو شمېر درملتونونو له مسوولانو سره تر خبرو وروسته، د درملو د بیو د ۴۰ سلنه لوړېدو خبر ورکړی و.

د اړینو درملو د کمښت په اړه د درمل‌پلورونکو اندېښنې

په بلخ کې هم یو شمېر درمل‌پلورونکي پر دې وضعیت نیوکه کوي. منصور، چې په دغه ولایت کې درمل‌پلورونکی دی، وايي هغه کورنۍ چې د زړه ناروغان لري، د اړینو درملو د موندلو لپاره د ښار بېلابېلو درملتونونو ته ورځي، خو ډېری وخت دغه درمل نه شي موندلای.

په کابل کې هم یو شمېر درمل‌پلورونکي د پاکستاني درملو د راټولولو پر بهیر نیوکه کوي. د پلازمېنې یو درمل‌پلورونکی، بریالی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «طالبان د دې پر ځای چې د درملو د قاچاق مخه ونیسي، درملتونونو ته ورغلي دي. موږ دغه درمل له کورني بازاره اخیستي دي او هېواد ته د هغوی د راوړلو مسوول نه یو.»

هغه زیاته کړه: «د راټولو شویو درملو په منځ کې داسې توکي شته چې ناروغانو کلونه کلونه کارولي دي او لا هم ورته مناسب او د لاسرسي وړ بدیل نه دی پیدا شوی. کله چې درمل له بازاره لرې شي، لومړی زیان ناروغان ویني، نه قاچاقبران.»

سرحدي کړکېچونه او د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدل

د پاکستاني درملو د وارداتو بندیز وروسته له هغه پلی شو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي او سوداګریز کړکېچونه زیات شول. طالبانو د ۱۴۰۴ کال په عقرب میاشت کې واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستاني شرکتونو سره خپلې معاملې پای ته ورسوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې بندیز تر بشپړ پلي کېدو مخکې، د ۱۴۰۴ کال د دلوې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې د پاکستاني درملو د تدریجي بندولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. دغه وزارت ویلي وو چې دا بهیر باید د بازار اړتیاوو او د هېواد د روغتیايي نظام د شرایطو په پام کې نیولو سره عملي شي.

طالبانو د پاکستاني درملو د بدیل موندلو لپاره هند، ایران او روسیې په ګډون نورو هېوادونو ته مخه کړه. په همدې لړ کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې مسوولانو په تهران کې له ایراني چارواکو سره تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

همدارنګه، د روسیې د «فارماسینتز» درمل جوړونې شرکت د روان کال د جوزا په شپږمه اعلان وکړ چې افغانستان ته د درملو د صادرولو په اړه یې د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت سره هوکړې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې لومړۍ جوپه درمل په راتلونکو دوو میاشتو کې ولېږي.

له دغو هڅو سره سره، درمل‌پلورونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ځینو پاکستاني درملو بدیلونو ته د لاسرسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

ځايي سرچینې وايي چې د دې بندیز پلي کېدل په ټولو ولایتونو کې یو شان نه دي. په کندهار کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني درملو د راټولولو بهیر د شمالي او لوېدیځو ولایتونو په څېر په شدت نه تعقیبېږي او دغه درمل لا هم په بازار کې شته.

په هرات او بلخ کې درمل‌پلورونکي د قانون د پلي کېدو دغه توپیر «دوه‌ګونی سیاست» بولي. دوی همدارنګه ادعا کوي چې له طالبانو سره نږدې ځینې شبکې د درملو په قاچاق کې ونډه لري. افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې د قاچاقي لارو هېواد ته وارد شوي درمل د کیفیت د کنټرول رسمي پړاوونه نه تېروي او ښايي اړین روغتیايي معیارونه ونه لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، هم له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د تقلبي درملو واردات د دې ډلې د درملو د پالیسۍ د بدلون له لاملونو څخه بللي وو. هغه ویلي وو چې د درملو د وارداتو د سرچینو بدلول وخت ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۸۷ میلیونه ډالرو او په ۲۰۲۵ کال کې د څه باندې ۱۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي دي. څېړنیز راپورونه ښيي چې افغانستان په تېرو کلونو کې د خپلو اړتیا وړ درملو شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه له پاکستان څخه برابرول.

د پاکستاني علماوو د ځانمرګو بریدونو ضد فتوا؛ د افغانستان د جګړې پر مهال یې دریځ ولې بدل و؟

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۰ GMT+۰
100%

په پاکستان کې دیني علماوو د ځانمرګو بریدونو او ترهګرۍ پر ضد پخوانۍ فتوا بیا تایید کړې ده؛ خو دا اقدام په داسې حال کې دی چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ځانمرګو بریدونو او ملکي وګړو د وژنې په اړه د پاکستاني مذهبي کړیو د دریځ او چوپتیا پوښتنه بیا راپورته شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان د پیغام امن کمېټې په مشرۍ د کوټې په جامعې سلفیې دعوة الحق کې ګډه غونډه وشوه. ګډونوالو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې «په اسلام کې ځانمرګي بریدونه حرام دي» او هېڅوک حق نه لري چې د مذهب، فرقې یا کومې ایډیالوژۍ په نوم د بې‌ګناه خلکو وینه توی کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې ترهګري د اسلام او نورو مذهبونو له بنسټیزو لارښوونو سره په ټکر کې ده او هېڅ فرد، ډله یا سازمان اجازه نه لري چې د دولت پر ضد وسله‌وال عملیات وکړي یا قانون په خپل لاس کې واخلي.

ګډونوالو د ښځو، ماشومانو، ځوانانو او زده‌کوونکو کارول په ځانمرګو بریدونو او ترهګریزو فعالیتونو کې هم په کلکه غندلي او دا یې د انسانیت پر ضد جدي جنایتونه بللي دي. اعلامیه خبرداری ورکوي چې د نوي نسل ګمراه کول او د ترهګرۍ لپاره یې کارول د انساني ژوند او د پاکستان د راتلونکي پر ضد عمل دی.

خو د دغې فتوا بیا تایید د پاکستاني مذهبي کړیو د پخواني دریځ په اړه هم پوښتنې راپورته کوي. د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال ځانمرګو بریدونو او د ملکي وګړو وژنې زرګونه قربانیان واخیستل، خو منتقدان پوښتي چې ولې هغه مهال د پاکستان د دیني عالمانو له لوري ورته څرګند او پراخ غږ نه اورېدل کېده او ولې اوس چې پاکستان پخپله له ترهګرۍ سره مخ دی، د دغو بریدونو پر ضد فتواوې بیا تازه کېږي.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان د ځینو مذهبي کړیو دریځ د وخت او سیاسي شرایطو له مخې بدل شوی دی. د دوی په وینا، هغه مهال چې د افغانستان جګړه روانه وه، ځینو مذهبي عناصرو د پولې هاخوا جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه؛ خو اوس چې د ترهګرۍ اغېزې پاکستان ته رسېدلي، د افراطیت پر ضد فتواوې صادرېږي. البته، د ټولو پاکستاني علماوو په اړه د یوه شان دریځ ادعا د جلا شواهدو غوښتنه کوي.

فدرالي حکومت په تېر کال کې په بلوچستان کې فعالې ترهګرې ډلې د «فتنة‌الهند» په نوم یادې کړې او هند یې د دغو ډلو له لارې د نیابتي جګړې په پرمخ وړلو تورن کړ؛ دا د پاکستان د حکومت ادعا ده. حکومت د تحریک طالبان پاکستان لپاره هم د «فتنة‌الخوارج» اصطلاح کاروي.

په پاکستان کې د ځانمرګو بریدونو او د عامو وګړو د وژنې پر ضد د «پیغام پاکستان» فتوا لومړی ځل په ۲۰۱۷ کال کې خپره شوې وه، چې د راپورونو له مخې، تر ۱۸۰۰ ډېرو دیني عالمانو لاسلیک کړې وه. د دې فتوا بیا تایید په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي او د مذهبي روایتونو د رول په اړه بحثونه لا هم روان دي.