• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په هرات کې یې د جنايي جرمونو د یوې لویې شبکې ۱۴ غړي نیولي دي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۰

د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې په موخه‌ییزو عملیاتو کې د جنايي جرمونو د یوې لویې شبکې ۱۴ غړي نیولي دي. د مسوولینو په وینا، دغو کسانو په هرات ښار کې له وسله‌والو غلاوو سربېره د ښار امنیت او نظم هم ګډوډ کړی وو.

د هرات لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید مسعود حسیني د جمعې ورځې په ناوخته (د لړم ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه نیول شوي ۱۴ کسان په هرات کې د جنايي جرمونو د یوې لویې ډلې غړي وو، چې تر دې مخکې یې په ښار کې وسله‌والې غلاوې، چور او چپاول کاوه او همداراز یې عمومي امنیت او نظم هم ګډوډ کړی وو.

د نوموړي په وینا، دغه کسان نن شپه په موخه‌ییزو عملیاتو کې د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو نیول شوي دي.

سید مسعود حسیني زیاته کړې: «یادو کسانو د یوې منظمې ډلې په چوکاټ کې فعالیت کاوه او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ګڼ شمېر جنایي جرمونه ترسره کول، چې نیول کېدل یې د جنایي جرمونو پر وړاندې د جدي مبارزې او د ښاریانو د امنیت او هوساینې د تأمین په موخه ترسره شوي دي».

له دې سره سم، د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د امنیت امر بیا د یادو کسانو د نیول کېدو په تړاو ویلي: «امنیتي ځواکونه له هغو اشخاصو او ډلو سره چې د خلکو امنیت، عامه نظم او هوساینه ګډوډوي، په قاطع ډول چلند کوي او د نورو مجرمینو د پېژندلو او نیولو هڅې هم روانې دي».

د یادونې وړ ده، چې په لویدیځ زون او په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې په دې وروستیو کې د جنايي پېښو ګراف ډېر لوړ شوی او ځايي اوسېدونکي یې ستر لامل بې‌کاري او بې‌وزلي ګڼي.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

•
•
•

نور خبرونه

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د ادارو د خپرو شویو خبرپاڼو او اعلامیو پر بنسټ د افغانستان انټرنشنل ارزونې ښيي چې دغې ډلې د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال لږ تر لږه د پنجشېر ۲۷۱ زره او ۴۳۲ قیراطه زمرد پلورلي دي. د دغو زمردو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴۴ میلیونه او ۷۷۵ زره امریکایي ډالره اټکل شوی دی.

د پنجشېر زمرد چې د «افغانستان د زرغونې طلا» په نوم هم شهرت لري، د دغه هېواد له ارزښتناکو قیمتي ډبرو څخه ګڼل کېږي. دا قیمتي ډبره چې د هندوکش له غرونو او د پنجشېر له درې څخه رااېستل کېږي، د خپل رنګ، روڼوالي او کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

په وروستیو کلونو کې د پنجشېر د زمردو استخراج او کاروبار زیات شوی او طالبان دغه قیمتي ډبره د رسمي داوطلبیو له لارې پلوري.

خو د استخراج په بهیر، د پلور په واقعي کچه او له دې لارې د ترلاسه شویو عوایدو په اړه د روڼتیا نشتوالی او همدارنګه د زمردو د غیر رسمي پلور احتمال، د دې ارزښتناکې سرچینې د مدیریت او د عوایدو د برخلیک په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

دا هم روښانه نه‌ده، چې د دې ملي شتمنۍ د پلور له عوایدو څخه څومره برخه د افغانستان خلکو ته رسېږي.

د افغانستان انټرنشنل ارزونه چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د خپرو شویو لسګونو خبرپاڼو پر بنسټ شوې، ښيي چې دغې ډلې په بېلابېلو وختونو کې د رسمي داوطلبیو له لارې د پنجشېر زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي.

100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال په زمري میاشت کې اعلان کړی وو، چې تر هغه وخته یې ۷۵ زره او ۸۸۷ قیراطه زمرد د څلور میلیونه او ۷۱۶ زره او ۹۲۳ ډالرو په ارزښت پلورلي او د پنجشېر د کانونو د استخراج لپاره یې ۵۸۶ جوازونه هم صادر کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼو ارزونه همدارنګه ښيي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له وږي څخه تر کب میاشتې پورې د پنجشېر ۱۳ زره او ۶۲۷ قیراطه زمرد د شاوخوا ۸۸۰ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د دغه ولایت ۱۱۱ زره او ۷۵۰ قیراطه زمرد د ۳۲ میلیونه او ۱۷۸ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي. د دغو چارواکو په وینا، دا زمرد د حصه اول او پریان ولسوالیو له کانونو څخه رااېستل شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼو له مخې، په روان لمریز کال کې هم ۷۰ زره او ۱۶۸ قیراطه زمرد د نږدې اووه میلیونه ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي. طالبانو تېر کال اعلان کړی وو، چې په پنجشېر کې یې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت کړي دي.

100%

په دغه کال کې د زمردو د پلور د کچې او ارزښت زیاتوالی د افغانستان د طبیعي سرچینو د استخراج او ګټې اخیستنې په برخه کې د طالبانو د فعالیتونو د پراختیا ښکارندویي کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې دغه زمرد د داوطلبیو له لارې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته پلورل شوي دي. طالبانو په ډېری مواردو کې د بهرنیو پېرودونکو هویت او تابعیت نه دی څرګند کړی، خو د دغې ډلې په ځینو خبرپاڼو کې چینایي وګړو ته د زمردو د پلور یادونه شوې ده.

طالبان د هبت‌الله اخوندزاده د یوه حکم له مخې د پنجشېر له کانونو څخه زمرد استخراجوي او پلوري یې.

دغه موندنې د طالبانو د ادارو له خوا د خپرو شویو عامه خبرپاڼو او اعلامیو د ارزونې پر بنسټ چمتو شوې دي. له همدې امله، په تېرو پنځو کلونو کې د استخراج او پلورل شویو زمردو واقعي اندازه ښايي په دې راپور کې له ثبت شویو شمېرو زیاته وي.

100%

همدارنګه، د پلور ډالري ارزښت د خبرپاڼو د اعلان شویو پیسو او د اسعارو د تبادلې د نرخ له مخې، له افغانیو څخه ډالرو ته د شمېرو په اړولو سره محاسبه شوی دی.

د طالبانو رسمي اعلامیې معمولاً یوازې د پلورل شویو زمردو اندازه او ټولیز ارزښت ښيي او د لومړني نرخ، د پېرودونکو ترمنځ د سیالۍ د کچې او د بیو د ټاکلو د معیارونو په اړه منظم جزییات د خلکو په واک کې نه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل تر دې مخکې راپور ورکړی وو، چې د دغو قیمتي ډبرو استخراج د طالبانو د ځواکونو تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي او د استخراج د عملیاتو ډېره برخه د هغو قراردادیانو په واک کې ده چې له دې ډلې سره مستقیمې اړیکې لري.

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ورکړي‌ او د وسله‌والو ډلو مخه ونیسي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولۍ له طالبانو غوښتي دي، چې خپلې ټولې نړیوالې ژمنې عملي کړي، پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه پایته ورسوي او د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ مستشار محمد جواد اجمل د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په غونډه کې وویل، چې د نجونو او ښځو د بنسټیزو ازادیو او کرامت سلبول د طالبانو د ژمنو خلاف او له اسلامي احکامو او دودونو سره په ټکر کې دي.

جواد اجمل په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو د نهم کنفرانس کوربه و، چې په ترڅ کې یې د اسلام‌اباد اعلامیه صادره شوه او د طالبانو محدودیتونه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل. هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او اوس نړیواله ټولنه باید د دغو پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو مسوولیت پر غاړه واخلي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې ترهګري لا هم د دغه هېواد د اصلي ننګونو په سر کې ده. هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بې‌اېل‌اې)، مجید برېګېډ، القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو د حضور په اړه ژوره اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د طالبانو له خوا د دغو ډلو په ښکاره نه‌غندل، د دوی د ملاتړ او ملګرتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

اجمل څرګنده کړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه د رامنځته شویو بریدونو له امله تر ۴ زره او ۷۰۰ ډېرو بې‌ګناه پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه د مارچ د ۱۶مې نېټې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، چې پاکستان هغه نظامي مراکز، ډرون الوتکې او د مهماتو زېرمې هدف ګرځولي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا کارول کېدل او ټینګار یې وکړ، چې اسلام‌اباد به د خپلو وګړو او ملي امنیت د خوندي ساتلو لپاره له نړیوالو قوانینو سره سم د مشروع دفاع له حق څخه کار واخلي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني ډيپلوماټ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو لپاره د ایرلنډ دایمي استازي مارټین فریزر هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ تبعیض باید هېڅکله د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي. نړیوال بنسټونه او ډیپلوماتان په مکرر ډول له طالبانو غواړي چې د ټولنې د نیمايي برخې حقونو ته درناوی وکړي او له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په جینوا کې اعلان کړی، چې د بودجې د سخت کمښت او د انرژۍ د بیو لوړېدو له امله، د افغانستان په ګډون څلورو جګړه ځپلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۹ میلیونه وګړي سږني ژمي کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د ژمي په موسم کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو د راټولولو کلنی کمپاین پیل کړی، چې دا کچه د تېر کال پرتله ۳ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو دغه اداره هڅه کوي، چې د شخصي سکتور او وګړو د مرستو له لارې د بودجې دغه ستر تشه ډکه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) وویل، چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي له رارسېدو سره هم‌مهاله لګښتونه خورا لوړ شوي او مالي سرچینې کمې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې میلیونونه زیان‌منېدونکي وګړي له یخنۍ څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره کافي وسایل نه‌لري او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د راپور پر بنسټ، په دغو هېوادونو کې د خوړو او تودوخې د وسایلو بیې لوړې شوي او د نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کمېدو د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کسر له امله د اړمنو افغان کورنیو ستونزې ډېرې شوي او شاوخوا ۴،۲ میلیونه وګړي د سرپناه لپاره مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه له ۲۰۲۵ زېږدیز کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې نږدې ۴ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې سرپناه او کافي تودې جامې نه‌لري.

ډومینیک هایډ ویلي، چې تېر ژمی ډېرو افغان کورنیو د ډبرو سکرو او لرګیو د لوړو بیو له امله د پلاستیک او کاغذونو په سوځولو ځانونه تاوده ساتل او ماشومان له سختو تنفسي ناروغیو سره مخ شوي وو.

بل خوا په اوکراین کې د جګړې پنځم ژمی پیلېږي او هلته د هوا د تودوخې درجه تر منفي ۲۰ درجو پورې راټیټېدای شي او لا هم د دغه هېواد د برېښنا پر شبکو پرله‌پسې بریدونه دوام لري.

په سوریه کې ۲،۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دا بنسټ یوازې ۲۳۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي او په لبنان کې هم د سوند توکو بیې نږدې دوه برابره لوړې شوي او یوازې د ۳۰۰ زره اړمنو نیمايي برخې ته مرستې رسېدای شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې په جبري توګه شړل شوي دي. په افغانستان کې بې‌وزلي، بېکاري او د نړۍوالو مرستو کموالی د دې لامل شوی چې راستانه شوي کډوال په ژمي کې له لا سختو شرایطو سره مخ شي او لږ تر لږه ۱۴۰ زره کسان له ژمنیو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۳ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه وایي، چې د افغانستان په شمال ختیځ، په ځانګړي ډول د تاجکستان پولې ته څېرمه بدخشان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول زیات شوی دی. دغه سازمان خبرداری ورکوي، چې دغه وضعیت د منځنۍ اسیا له لارې روسیې او اروپا ته د نشه‌يي توکو د لېږد ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې څه باندې څلور برابره زیاته شوې او ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلې ده. په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه.

د راپور له مخې، د تریاکو اټکل شوی تولید هم پنځه برابره زیات شوی او له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. د کوکنارو کښت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته پراخ شوی، چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.

که څه هم دغه شمېرې په ۲۰۲۲ کال کې د ۲۳۲ زره هکټاره کوکنارو د کښت په پرتله کمې دي، خو د کوکنارو زیاتوالی ښيي، چې پر دغه کښت د طالبانو بندیزونه یا د بندیزونو په پلي کولو کې د دوی وړتیا کمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې پر تریاکو د طالبانو بندیزونه د کمزوري کېدو په حال کې دی او د بندیز له لګېدو مخکې زېرمه شوي تریاک، چې قاچاق وړونکو ته یې د نشه‌يي توکو د برابرولو زمینه برابروله، مخ پر خلاصېدو دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس په راپور کې د بدخشان د یوه ۲۲ کلن بزګر محمد له قوله ویل شوي: «له تریاکو پرته، موږ ان د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو وس هم نه لرو.»

د امو سیند هاخوا تاجکستان پروت دی، تاجکستان، د افغانستان شمالي لوري ته لومړنی تمځای دی، چې افغان تریاک د منځنۍ اسیا له لارې روسیې او اروپا ته ترې لېږدول کیږي.

د راپور له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په ۲۰۲۵ کال کې له نشه‌يي توکو قاچاق وړونکو سره ۱۷ وسله‌والې نښتې کړې دي. په داسې حال کې، چې په ۲۰۲۴ کال کې دغه شمېر شپږ و. تاجک ځواکونو په همدې موده کې له ۲۷۰۰ کیلوګرامو څخه زیات نشه‌يي توکي هم نیولي دي.

د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان پلان لري، چې د روان مني په موسم کې د افغانستان له ۱۳۰۰ کیلومتره اوږدې پولې سره د تاجکستان د سرحدي دفاع لپاره نورې وسلې هم ورکړي. دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له قاچاق وړونکو سره د ۱۷ نورو نښتو راپورونه ورکړل شول.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، تریاکو په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د لومړۍ کچې سوداګرو لپاره شاوخوا ۵۲۵ میلیون ډالره عاید درلود. په داسې حال کې چې تېر کال دغه عاید ۱۳۴ میلیون ډالره و. دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې د تریاکو تر ټولو لوړ عاید دی.

د راپور له مخې، د کوکنارو کښت د افغانستان شمال ته پراخ شوی دی. د هېواد په شمال ختیځه سیمه کې د کوکنارو ۷۶ سلنه کښت شوی او یوازې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټارو ته رسېدلې ده. دا د تېر کال د ۶ زره او ۶۳۹ هکټارو په پرتله ۳۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې، چې بزګران د غنمو او وربشو په کروندو او دېوال لرونکو انګړونو کې د کوکنارو کوچنۍ پټې پټوي. دغه اداره وايي، د سوېل لوېدیځو سیمو ځینې پخواني کوکنار کرونکي بدخشان ته تللي او د کوکنارو د کښت لپاره یې ځمکې په کرایه نیولې یا پېرلې دي.

په بدخشان کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره د طالبانو اقدامات له تاوتریخوالي سره مل شوي دي. د راپور له مخې، د مې په میاشت کې د امنیتي ځواکونو او خلکو ترمنځ د نښتو پر مهال، چې ځواکونه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره ورغلي وو، دوه کسان ووژل شول.

ازبکستان هم د جولای په میاشت کې د امو سیند له لارې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره د یوې بې‌پیلوټه الوتکې لومړنۍ هڅه شنډه کړې ده.

د نشه‌يي توکو د نیولو شمېرې ښيي، چې په سیمه کې د تریاکو قاچاق د طالبانو د بندیز سربېره هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي د کوکنارو پر ځای د نورو محصولاتو کرل هغه مهال بسنه نه کوي، چې بزګران سړکونو، د اوبو لګولو سیستمونو او بازارونو ته لاسرسی ونه لري.

د دې ادارې اجراییوي مشرې، مونیکا جوما وایي د سږني راپور یو مهم درس دا دی، چې د بېوزلو بزګرانو لپاره د بدیل عاید سرچینو له نشتوالي سره د ناقانونه تریاکو د کښت کمول ستونزمن دي.

دا په داسی حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کوکنارو د کښت او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۷مه په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو مبارزه د دغه حکومت له سترو لاسته راوړنو څخه بللې او ادعا یې کړې وه، چې د طالبانو د مشر د ۳۱مې ګڼې فرمان پلي کول د نشه‌يي توکو پر وړاندې د دوی د کلک دریځ څرګندونه کوي.