د نورستانیانو شورا: طالبانو د سېلابځپلو سیمو د بیارغونې ژمنې نه دي عملي کړې

د افغانستان د نورستانیانو عالي شورا وايي، طالبانو د سېلابځپلو سیمو د بیارغونې ژمنې نه دي پوره کړې او د دغو سېلابونو د قربانیانو لپاره کورنۍ او نړیوالې مرستې هم په شفاف او عادلانه ډول نه دي وېشل شوي.
شورا په خپله اعلامیه کې ویلي چې د نورستان اوسېدونکي د کمزورو بنسټیزو تاسیساتو، د لومړنیو عامه خدمتونو د نشتوالي او د دولتي بېپامۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
په اعلامیه کې راغلي: «د دولتي پاملرنې د نشتوالي له امله د نورستان اوسېدونکي اړ شوي چې د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره د خپلو محدودو امکاناتو په کارولو د سیمې لرغونې ونې پرې کړي؛ دا د یوې محرومې ټولنې د بېوسۍ او د طبیعي میراث د تدریجي له منځه تلو دردونکی انځور دی.»
د نورستانیانو عالي شورا د مرستو د وېش په بهیر کې د شخصي اړیکو او منځګړیتوبونو د اغېز په اړه هم شکایت کړی او د مرستو د راټولولو، وېش او لګولو لپاره یې د یوه خپلواک او شفاف میکانېزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
شورا له طالبانو غوښتي چې په نورستان کې د سړکونو، معیاري پلونو، روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. همداراز یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د سېلابځپلو کورونه او ویجاړ شوي عامه تاسیسات ورغوي، د ځنګلونو ساتنې او د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو پراختیا ته پاملرنه وکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی: «نورستان خیرات او ترحم نه غواړي، بلکې د خپلو مشروع حقونو، ټولنیز عدالت او برابر پرمختګ غوښتونکی دی.»
د نورستانیانو عالي شورا ویاند ډاکټر داجونت نورستاني ویلي چې د نورستان د خلکو غوښتنې باید واورېدل شي.
یاده دې وي چې، د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۰مه سختو ورښتونو د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ناڅاپي سېلابونه را ووتل، چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې کورونه، دوکانونه، سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د اګست د ۲۰مې په راپور کې ویلي چې په پارون کېد سیلابونو له امله ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي؛ همداراز ۱۲۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
د یونیسف د همدې راپور له مخې، د اګست په ۳مه د نورستان په برګېمټال ولسوالۍ کې هم دویم سېلاب راغی، چې ۱۹۱ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړل. په دواړو سیمو کې پلونه، سړکونه، د سېلابونو د مخنیوي دېوالونه، کرنیزې ځمکې او د اوبو رسولو شبکې هم زیانمنې شوې او د خلکو روغتیايي خدمتونو او پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
