اوچا ویلي، چې تورخم کې چهارشنبه (د لړم ۶مه) د دغو نښتو پر مهال یاد ماشوم مړ شوی او مرستندویه کار کوونکی هم په داسې حال کې ټپي شوی چې له پاکستان نه افغانستان ته راستنېدونکو کورنیو سره یې د مرستې رسولو برخه کې کار کاوه.
د یاد دفتر په وینا، د کړکېچونو سربېره، ملګري ملتونه او بشري مرستندویه بنسټونه لا هم په سیمه کې حضور لري او د کرښې ترڅنګ په مرکزونو کې راستنېدونکو کورنیو ته مرستې رسوي.
اوچا زیاته کړې، چې تورخم له پاکستان نه د افغانانو د راستنېدو یوه مهمه دروازه ده او د روان کال له جنورۍ څخه د اکټوبر تر پیل پورې تر ۶۰۰ زره ډېر کسان له دې لارې افغانستان ته راستانه شوي، چې له پاکستان څخه د ثبت شویو ټولو راستنېدونکو نږدې ۸۵ سلنه جوړوي.
د اسوشیټېد پرېس د یوه نوي راپور له مخې، په افغانستان کې هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو له لوري له لګېدلو سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، هڅه کوي خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي په پټه ژوندۍ وساتي.
په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هر ډول موسیقي منع کړې او غږوونکي یې مجرمان بللي، په کابل او نورو سیمو کې پاتې شوي هنرمندان وایي، چې د پلرونو دا کلتوري میراث به هېڅکله خاموشۍ ته پرېنږدي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر اسوشیټېد پرېس ته ویلي، چې موسیقي په اسلام کې «حرامه» ده، د «شیطان د خوښۍ وسیله» ګڼل کېږي او انسان د نورو ګناهونو لور ته بیايي. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک اجازه نهلري سندرې واوري، ریکارډ یې کړي او یا سازونه وغږوي.
په پلازمېنه کابل کې د موسیقۍ پخوانۍ مشهوره سیمه «کوچه خرابات» چې کله به د هنرمندانو له ترانو ډکه وه، اوس په بشپړ ډول بدله شوې او د سازونو پر ځای پهکې خوراکي توکي، کالي او د کور وسایل پلورل کېږي.
دغو بندیزونو ګڼ شمېر هنرمندان له سختې بېوزلۍ سره مخامخ کړي دي. یوه ربابغږوونکي ویلي، چې پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ تر ۱۰ زره افغانیو عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
هغه وایي، پلار یې هم د خپل پلورنځي له تړل کېدو وروسته د سختې روحي صدمې او د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، خو دی لا هم کله نا کله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او وایي: «تر څو چې ژوندی وي دغه کلتور به ژوندی وساتي».
بل خوا، په پټو ناستو کې د موسیقۍ غږول اوس تر پخوا ډېر خطرناک شوي دي. یوه بل سندرغاړي چې خپل سازونه لکه هارمونیه، رباب، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي ویلي، چې څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نهدي ویلي، ځکه نه غواړي ماشومان یې بېسرپرسته پاتې شي او خپله بندي شي.
یاد ربابغږوونکي هم کیسه کړې، چې پر یوه پټ بنډار د طالبانو محتسبینو برید وکړ او د بنډار ټول کسان یې ونیول، خو دی وتښتېد. له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان هنرمندان ټینګار کوي، چې موسیقي د ټولنې له کلتور څخه نه بېلېدونکې ده او دوی به دا هنر خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هنرمندان په ځانګړې توګه سندرغاړي له هېواده ووتل او ځینې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله په ډېرې تنګسیا او محدودیتونو کې شپې او ورځې تېروي.
د راپور پر بنسټ، په دغو هېوادونو کې د خوړو او تودوخې د وسایلو بیې لوړې شوي او د نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کمېدو د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کسر له امله د اړمنو افغان کورنیو ستونزې ډېرې شوي او شاوخوا ۴،۲ میلیونه وګړي د سرپناه لپاره مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه له ۲۰۲۵ زېږدیز کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې نږدې ۴ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې سرپناه او کافي تودې جامې نهلري.
ډومینیک هایډ ویلي، چې تېر ژمی ډېرو افغان کورنیو د ډبرو سکرو او لرګیو د لوړو بیو له امله د پلاستیک او کاغذونو په سوځولو ځانونه تاوده ساتل او ماشومان له سختو تنفسي ناروغیو سره مخ شوي وو.
بل خوا په اوکراین کې د جګړې پنځم ژمی پیلېږي او هلته د هوا د تودوخې درجه تر منفي ۲۰ درجو پورې راټیټېدای شي او لا هم د دغه هېواد د برېښنا پر شبکو پرلهپسې بریدونه دوام لري.
په سوریه کې ۲،۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دا بنسټ یوازې ۲۳۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي او په لبنان کې هم د سوند توکو بیې نږدې دوه برابره لوړې شوي او یوازې د ۳۰۰ زره اړمنو نیمايي برخې ته مرستې رسېدای شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې په جبري توګه شړل شوي دي. په افغانستان کې بېوزلي، بېکاري او د نړۍوالو مرستو کموالی د دې لامل شوی چې راستانه شوي کډوال په ژمي کې له لا سختو شرایطو سره مخ شي او لږ تر لږه ۱۴۰ زره کسان له ژمنیو مرستو بېبرخې پاتې شي.