طالبان وايي پاکستان ورسره مذاکراتو ته چمتو نه دی

د طالبانو ویاند وایي، چې دغې ډلې د خبرو له لارې له پاکستان سره د کړکېچونو د حل هڅې کړي، خو دغو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې اسلاماباد پر خپلو تېرو پالیسیو ټینګار کوي او د اختلافاتو د سوله ییز حل لپاره له طالبانو سره مذاکرې ته چمتو نه دی.
د طالبانو واند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ، د لړم نهمه، د طالبانو اړوند له حریت راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د حل په موخه د ځینو هېوادونو په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغامونو تبادله دوام لري.
محاهد زیاته کړې:«پر ناسمو پالیسیو د پاکستان ټینګار د خبرو اترو له لارې د نښتو د حل مانع دی او اسلاماباد د اختلافاتو سوله ییز حل ته اړین چمتووالی نه لري.»
د طالبانو ویاند د منځګړو هېوادونو د نومونو او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د کچې او د تبادله شویو پیغامونو د محتوا په اړه نور جزییات نه دې ورکړي.
همدارنګه مجاهد ویلي، چې شخړه طالبانو نه ده پیل کړې او د وروستیو بریدونو په وړاندې طالبانو یوازې دفاعي حالت غوره کړی دی.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ټولو اختلاف د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو پر سر راپورته شوی دی. اسلاماباد وایي دا ډله د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د بریدونو کوي او طالبان د یادې ډلې غړو ته په پناه ورکولو تورنوي.
خو طالبان تل دا تورونه رد کړي او د پاکستان ناامني د دغه هېواد کورنۍ مسله بولي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې د حل لپاره قطر، ترکیې او سعودي عربستان منځګړیتوب وکړ، خو تر اوسه هېڅ هېواد نه دی توانېدلی چې د کابل او اسلاماباد اړیکې بېرته عادي حالت راوګرځوي.
پاکستان د طالب ویاند تازه څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
