• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په لبنان کې لا هم څه باندې ۳۰۰ زره کسان بې‌ځایه دي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۷ GMT+۰

ملګري ملتونه وايي، په لبنان کې د روان کال د مارچ له لومړیو راهیسې د بې‌ځایه شویو کسانو له ډلې تر ۳۰۰ زرو ډېر لا هم خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي او د اسراییلو پوځي فعالیتونه د هغوی بېرته ستنېدل ستونزمنوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، که څه هم نږدې ۹۷۰ زره کسان د لبنان سوېلي سیمو ته ستانه شوي، خو د کورونو ویجاړېدل، د بنسټیزو خدمتونو ګډوډي او ناامني یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفان دوجاریک ویلي، یوازې په روانه اوونۍ کې د لبنان په سوېلي سیمو کې د اسراییلي ځواکونو له لوري د کورونو نړولو، اورلګېدنو او بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

•
•
•

نور خبرونه

افغان ایواک د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره له امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» په لویزیانا کې د نیول شویو افغان کډوالو د افغانستان ته د احتمالي لېږد د مخنیوي لپاره له هغو امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې چې له دغو افغانانو سره اړیکې لري.

د امریکا د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او په پام کې لري چې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې افغان ایواک یې د مخنیوي لپاره د امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور له مخې، ښايي په دې بهیر کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه د لویزیانا له ایالت څخه د نومبر په دویمه نېټه یا د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې ووځي. د امریکا حکومت پلان لري چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې پاکستان د افغانستان پولې نه واړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا حکومت له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله نه شي کولای په مستقیم ډول افغانان افغانستان ته ولېږدوي. دغه راز، ځینو افغان کډوالو د امریکايي محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی او د هغو پرېکړو له مخې نه شي کولای داسې هېواد ته وشړل شي چې هلته د ځورونې یا شکنجې له خطر سره مخ وي.

په راپور کې د هغو کسانو په ډله کې د یوه همجنس‌پال افغان یادونه هم شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له تبعیض او ځورونې سره مخ کېدای شي.

افغان ایواک، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو د همکارۍ او د هغوی د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «موږ د هغو امریکايي پوځیانو په لټه کې یو چې افغان ملګري یې په دې الوتنه کې د شړلو له خطر سره مخ دي. که تاسو له دغو کسانو څخه یاست، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.»

دغه بنسټ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له بېلابېلو ایالتونو څخه نیول شوي افغانان لویزیانا ته لېږدولي او د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د هغوی د ایستلو لپاره ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. افغان ایواک ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ بېلابېلو توقیف‌ځایونو څخه د افغانانو د احتمالي ایستلو لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ثبت کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي ایستلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په جینوا کې اعلان کړی، چې د بودجې د سخت کمښت او د انرژۍ د بیو لوړېدو له امله، د افغانستان په ګډون څلورو جګړه ځپلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۹ میلیونه وګړي سږني ژمي کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د ژمي په موسم کې د اړمنو د لاسنیوي لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو د راټولولو کلنی کمپاین پیل کړی، چې دا کچه د تېر کال پرتله ۳ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. د ملګرو ملتونو دغه اداره هڅه کوي، چې د شخصي سکتور او وګړو د مرستو له لارې د بودجې دغه ستر تشه ډکه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) وویل، چې په شمالي نیمه کره کې د ژمي له رارسېدو سره هم‌مهاله لګښتونه خورا لوړ شوي او مالي سرچینې کمې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې میلیونونه زیان‌منېدونکي وګړي له یخنۍ څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره کافي وسایل نه‌لري او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

د راپور پر بنسټ، په دغو هېوادونو کې د خوړو او تودوخې د وسایلو بیې لوړې شوي او د نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو کمېدو د خلکو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د بودجې د کسر له امله د اړمنو افغان کورنیو ستونزې ډېرې شوي او شاوخوا ۴،۲ میلیونه وګړي د سرپناه لپاره مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه له ۲۰۲۵ زېږدیز کال څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې نږدې ۴ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې سرپناه او کافي تودې جامې نه‌لري.

ډومینیک هایډ ویلي، چې تېر ژمی ډېرو افغان کورنیو د ډبرو سکرو او لرګیو د لوړو بیو له امله د پلاستیک او کاغذونو په سوځولو ځانونه تاوده ساتل او ماشومان له سختو تنفسي ناروغیو سره مخ شوي وو.

بل خوا په اوکراین کې د جګړې پنځم ژمی پیلېږي او هلته د هوا د تودوخې درجه تر منفي ۲۰ درجو پورې راټیټېدای شي او لا هم د دغه هېواد د برېښنا پر شبکو پرله‌پسې بریدونه دوام لري.

په سوریه کې ۲،۴ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو دا بنسټ یوازې ۲۳۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي او په لبنان کې هم د سوند توکو بیې نږدې دوه برابره لوړې شوي او یوازې د ۳۰۰ زره اړمنو نیمايي برخې ته مرستې رسېدای شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۳ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې په جبري توګه شړل شوي دي. په افغانستان کې بې‌وزلي، بېکاري او د نړۍوالو مرستو کموالی د دې لامل شوی چې راستانه شوي کډوال په ژمي کې له لا سختو شرایطو سره مخ شي او لږ تر لږه ۱۴۰ زره کسان له ژمنیو مرستو بې‌برخې پاتې شي.

نوموتی بریتانوي فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ د ۸۶ کلونو په عمر امریکا کې ومړ

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰
100%

د بریتانیا نوموتی فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ، چې د «سټار ټرېک» علمي‌تخیلي لړۍ او د «ایکس مېن» فلمونو له لارې یې نړیوال شهرت موندلی و، د ۸۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ.

نوموړي تر شپږو لسیزو ډېر په تیاتر، سینما او تلویزیون کې فعالیت کړی و او د شکسپیر د ډرامو له صحنې څخه یې د نړۍ د مشهورو فلمونو تر پردې پورې اوږده هنري لاره وهلې وه.

د سټوارټ په رسمي اېکس حساب کې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په اوومه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې هغه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د لاس انجلس ښار په خپل کور کې مړ شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې سټوارټ د الزایمر ناروغۍ له یوې لنډې دورې وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

له ستونزمن ماشومتوبه تر نړیوال شهرت پورې

پاتریک سټوارټ د ۱۹۴۰ کال د جولای په ۱۳مه د انګلستان د یارکشایر سیمې په میرفیلډ ښار کې زېږېدلی و. هغه په یوه بې‌وزله کورنۍ کې لوی شو او ماشومتوب یې له ستونزو ډک و.

د هغه پلار له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د الکولو پر روږدتیا او د جګړې له صدمې وروسته رواني فشار یا پي‌اېس‌ډي سره مخ شوی و. د راپور له مخې، پلار یې د کورنۍ له غړو، په ځانګړي ډول د سټوارټ له مور سره، تاوتریخوالی کاوه.

سټوارټ وروسته ویلي وو چې په ماشومتوب کې یې څو ځله هڅه کړې وه، د خپل پلار او مور ترمنځ ودرېږي او د مور ساتنه یې وکړي.

نوموړي په ۱۲ کلنۍ کې د یوه ښوونکي په هڅونه د ویلیام شکسپیر له اثارو سره بلدتیا پیدا کړه. هغه وروسته ویلي وو چې هنري کار ورته د کورني ژوند له ستونزو څخه د خوندي پناه ځای په څېر وه.

له شکسپیر څخه تر «سټار ټرېک» پورې

سټوارټ په ۱۸ کلنۍ کې هنري فعلیت پیل کړه او د ۱۹۶۰مې لسیزې له پیل سره یې د بریتانیا د شکسپیر له سلطنتي ډلې سره یوځای کېدو له لارې د تیاتر په نړۍ کې نوم پیدا کړ.

که څه هم هغه د اوږدې مودې لپاره د تیاتر پر صحنه فعال و، نړیوال شهرت یې په ۴۷ کلنۍ کې هغه مهال پراخ شو چې د «سټار ټرېک: د راتلونکي نسل» په تلویزیوني لړۍ کې یې د کپتان ژان‌لوک پیکارډ رول ولوباوه.

دغه لړۍ له ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۴ کال پورې په اوو فصلونو کې خپره شوه او سټوارټ په ۱۷۶ برخو کې د پیکارډ په رول کې راڅرګند شو. د هغه جدي او اغېزناک تمثیل د دغه کرکټر په محبوبیت کې مهم رول ولوباوه.

سټوارټ وروسته په څو سینمایي فلمونو کې هم د پیکارډ رول تکرار کړ. هغه همدارنګه د «سټار ټرېک: پیکارډ» په نوم لړۍ کې هم ګډون وکړ، چې خپرېدل یې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شول.

په «ایکس مېن» کې د پروفیسور اېکس رول

سټوارټ په ۲۰۰۰ کال کې د «ایکس مېن» په فلم کې د پروفیسور چارلز زېویر، چې د پروفیسور اېکس په نوم هم پېژندل کېږي، رول ولوباوه.

دغه رول نوموړی د علمي‌تخیلي او اتل‌محوره فلمونو د نړۍ له مشهورو څېرو څخه کړ. هغه په دې فلمي لړۍ کې د یوه ځواکمن، خو د سولې او د انسانانو ترمنځ د همغږۍ پلوي کرکټر په توګه وپېژندل شو.

د «سټار ټرېک» او «ایکس مېن» تر څنګ، سټوارټ د خپل اوږده هنري ژوند په ترڅ کې په ګڼو تیاتري نندارو، تلویزیوني پروګرامونو او سینمایي فلمونو کې هم رولونه لوبولي وو.

د هنر په برخه کې د خدمتونو لپاره شوالیه لقب

د سټوارټ د هنري خدمتونو د درناوي په موخه، هغه په ۲۰۱۰ کال کې د بریتانیا د ملکې دویمې الیزابت له لوري د شوالیه لقب ترلاسه کړ. له هغه وروسته نوموړی د «سر پاتریک سټوارټ» په نوم هم پېژندل کېده.

هغه درې ځله واده کړی و او دوه اولادونه یې لرل. وروستی واده یې په ۲۰۱۳ کال کې له امریکایۍ موسیقۍ‌والې ساني اوزل سره کړی و.

د پاتریک سټوارټ مړینه د تیاتر، سینما او تلویزیون د یوې اوږدې هنري دورې د پای په توګه یادېږي. نوموړي د شکسپیر د کلاسیکو ډرامو له صحنې څخه د نړیوالو مشهورو فلمونو تر پردې پورې د خپل استعداد په مټ د بېلابېلو نسلونو د لیدونکو پام ځان ته اړولی و.

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰
100%

د اسټرالیا د دفاع وزارت په یوه تازه راپور کې څرګنده شوې چې د دغه هېواد ځینو ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو تر وژلو وروسته د هغوی د جسدونو ترڅنګ وسلې ایښودلې، څو یې د دښمن جنګیالي معرفي کړي.

د راپور له مخې، ځینې قوماندانان هم له دې صحنه‌سازۍ خبر وو، خو د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش دفتر دغه راپور په ۲۰۲۱ کال کې چمتو کړی و، خو لنډیز یې پنځه کاله وروسته، د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپور شو.

دغه راپور د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په بېلابېلو کچو کې د څارنې او حساب ورکونې کمزورتیاوې رابرسېره کړې او په افغانستان کې یې د دغو ځواکونو کړنې ارزولې دي.

پلټونکو ویلي چې که څه هم داسې شواهد نشته چې قوماندانانو په مستقیم ډول په دغو سرغړونو کې برخه اخیستې وي، خو د دومره جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره د هغوی اقدام نه کول «ډېر غیرعادي» وو.

اندرو هستي، د اسټرالیا د لیبرال ګوند له مخکښو څېرو او د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني افسر، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، ویلي چې د راپور ځینې موندنې د هغه له شخصي تجربو سره سمون لري.

هغه د راپور لوستل «ستونزمن» وبلل او د پنجشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې د پوځ افسران د خپلو تر لاس لاندې ځواکونو د چلند له پلوه اخلاقي مسوولیت لري. هستي ټینګار وکړ چې له تېرو پېښو څخه د زده کړې لپاره د هغه وخت د پېښو کره څېړنه اړینه ده.

د راپور له مخې، ځینې قوماندانان په دې خبر وو چې په پوځي راپورونو کې د هغو افغانانو شمېر مخ په زیاتېدو و چې د «دښمن جنګیالي» بلل کېدل. دا په داسې حال کې وه چې د اسټرالیایي ځواکونو د تلفاتو او د ټپي شویو یاغیانو شمېر په ورته کچه نه و زیات شوی.

راپور دا هم ښيي چې ځینو سرتېرو د ناقانونه وژنو د پټولو لپاره جعلي راپورونه جوړول او د پوځي اصطلاحاتو په کارولو سره یې ملکي قربانیان داسې کسان معرفي کول چې په مستقیم ډول یې په جګړه کې برخه اخیستې وه.

د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلماني غونډه کې د قوماندانانو چلند «ډېر غیرمسلکي» وباله او ویې ویل چې دا چلند د پوځ له ارزښتونو او معیارونو سره په ټکر کې و.

خو هغه د استازو د پوښتنو په ځواب کې دا روښانه نه کړه چې د دغو سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د پاتې راتلو له امله څومره قوماندانان مجازات شوي یا له پوځ څخه ایستل شوي دي.

د اسټرالیا د شنو ګوندونو سناتور ډېوېډ شوبریج د لوړپوړو قوماندانانو ترمنځ د حساب ورکونې پر نشتوالي نیوکه وکړه. هغه وویل چې ټیټ‌پوړي سرتېري له قانوني تعقیب سره مخ شوي، خو لوړپوړو قوماندانانو له حساب ورکولو پرته، د تقاعدي امتیازاتو په ترلاسه کولو سره خپلې دندې پای ته رسولې یا ترفیع کړې ده.

د «برېرتون» په نوم څېړنې په ۲۰۲۰ کال کې باوري شواهد وموندل چې ښودله یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۳۹ افغان ملکي وګړي او بندیان په ناقانونه توګه وژلي وو.

د برېرتون راپور د دغو کړنو اخلاقي مسوولیت د لوړپوړو قوماندانانو پر غاړه بللی و، خو د جزایي مسوولیت ډېره برخه یې د ټیټ‌پوړو ځواکونو اړونده ګڼلې وه.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د اسټرالیا د ځانګړو څېړنو دفتر جوړ شو. دې ادارې تر اوسه د ځانګړو ځواکونو دوه پخواني سرتېري د جنګي جنایتونو په چوکاټ کې د قتل په تور تورن کړي دي. دواړو کسانو دغه تورونه رد کړي دي.

اسټرالیایي ځواکونه له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال پوځي ماموریت په چوکاټ کې حضور درلود. د دغو ځواکونو ډېره برخه، په ځانګړې توګه د اسټرالیا د پوځ ځانګړي قطعات، د افغانستان په سوېل کې په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای وو او د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد یې له امریکایي او افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې برخه اخیسته.

د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او د امنیت په ټینګښت کې مرسته هم د هغوی له نورو دندو څخه وه.