• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه د ژمي لپاره د ۹ میلیونو کسانو مرستې ته ۵۰ میلیونه ډالر غواړي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۳:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونیسیار) د افغانستان، اوکراین، سوریې او لبنان له نهو میلیونو اړمنو کسانو سره د ژمي په موسم کې د مرستې لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. دغه مرستې به له زیانمنو کورنیو سره په سړه هوا کې مرسته وکړي.

د دې ادارې په وینا، په مرستو کې د تودوخې وسایل، کمپلې، ژمنۍ جامې، د سون‌توکو د پېرلو لپاره نغدې پیسې او د ژمي له امله د زیانمنو کورونو د ترمیم توکي شامل دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ چارواکې دومینیک هایډ ویلي، دا مرستې د ډېرو کورنیو لپاره یوازې د ژمي د تېرولو وسیله نه، بلکې د پورونو له زیاتېدو او د ماشومانو د بې‌سرپرسته پاتې کېدو د مخنیوي لار هم ده.

هغې د افغانستان وضعیت ته په اشارې ویلي، په وروستیو کلونو کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه کسان دغه هېواد ته ستانه شوي چې ډېری یې په خپله خوښه نه دي ستانه شوي او د ژوند د بیا جوړولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.

د نوموړې په وینا، په سوریه کې هم د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې شاوخوا ۳،۶ میلیونه کډوال او کورني بې‌ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو لا هم په دغه هېواد کې ۱۵،۶ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي

•
•
•

نور خبرونه

افغان ایواک د افغان کډوالو د شړلو د مخنیوي لپاره له امریکايي پوځیانو مرسته غوښتې

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰
100%

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ «افغان ایواک» په لویزیانا کې د نیول شویو افغان کډوالو د افغانستان ته د احتمالي لېږد د مخنیوي لپاره له هغو امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې چې له دغو افغانانو سره اړیکې لري.

د امریکا د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او په پام کې لري چې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې افغان ایواک یې د مخنیوي لپاره د امریکايي پوځیانو د مرستې غوښتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دې ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. د راپور له مخې، ښايي په دې بهیر کې تر ۱۵۰ ډېر افغان کډوال وشړل شي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې لومړنۍ الوتنه د لویزیانا له ایالت څخه د نومبر په دویمه نېټه یا د همدې میاشتې په لومړیو ورځو کې ووځي. د امریکا حکومت پلان لري چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې پاکستان د افغانستان پولې نه واړوي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې د امریکا حکومت له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او له همدې امله نه شي کولای په مستقیم ډول افغانان افغانستان ته ولېږدوي. دغه راز، ځینو افغان کډوالو د امریکايي محکمو له خوا قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی او د هغو پرېکړو له مخې نه شي کولای داسې هېواد ته وشړل شي چې هلته د ځورونې یا شکنجې له خطر سره مخ وي.

په راپور کې د هغو کسانو په ډله کې د یوه همجنس‌پال افغان یادونه هم شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې له تبعیض او ځورونې سره مخ کېدای شي.

افغان ایواک، چې له امریکايي ځواکونو سره د افغانانو د همکارۍ او د هغوی د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیویارک ټایمز د راپور په غبرګون کې پر اېکس لیکلي: «موږ د هغو امریکايي پوځیانو په لټه کې یو چې افغان ملګري یې په دې الوتنه کې د شړلو له خطر سره مخ دي. که تاسو له دغو کسانو څخه یاست، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ.»

دغه بنسټ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) له بېلابېلو ایالتونو څخه نیول شوي افغانان لویزیانا ته لېږدولي او د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د هغوی د ایستلو لپاره ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې ده. افغان ایواک ویلي وو چې د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې یې د امریکا په ۱۱ ایالتونو کې له ۱۵ بېلابېلو توقیف‌ځایونو څخه د افغانانو د احتمالي ایستلو لږ تر لږه ۳۰ راپورونه ثبت کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند نیویارک ټایمز ته ویلي چې د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي ایستلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او د انفرادي قضیو په اړه څرګندونې نه کوي.

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰
100%

د اسوشیټېد پرېس د یوه نوي راپور له مخې، په افغانستان کې هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو له لوري له لګېدلو سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، هڅه کوي خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي په پټه ژوندۍ وساتي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هر ډول موسیقي منع کړې او غږوونکي یې مجرمان بللي، په کابل او نورو سیمو کې پاتې شوي هنرمندان وایي، چې د پلرونو دا کلتوري میراث به هېڅکله خاموشۍ ته پرېنږدي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر اسوشیټېد پرېس ته ویلي، چې موسیقي په اسلام کې «حرامه» ده، د «شیطان د خوښۍ وسیله» ګڼل کېږي او انسان د نورو ګناهونو لور ته بیايي. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک اجازه نه‌لري سندرې واوري، ریکارډ یې کړي او یا سازونه وغږوي.

په پلازمېنه کابل کې د موسیقۍ پخوانۍ مشهوره سیمه «کوچه خرابات» چې کله به د هنرمندانو له ترانو ډکه وه، اوس په بشپړ ډول بدله شوې او د سازونو پر ځای په‌کې خوراکي توکي، کالي او د کور وسایل پلورل کېږي.

دغو بندیزونو ګڼ شمېر هنرمندان له سختې بې‌وزلۍ سره مخامخ کړي دي. یوه رباب‌غږوونکي ویلي، چې پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ تر ۱۰ زره افغانیو عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

هغه وایي، پلار یې هم د خپل پلورنځي له تړل کېدو وروسته د سختې روحي صدمې او د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، خو دی لا هم کله نا کله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او وایي: «تر څو چې ژوندی وي دغه کلتور به ژوندی وساتي».

بل خوا، په پټو ناستو کې د موسیقۍ غږول اوس تر پخوا ډېر خطرناک شوي دي. یوه بل سندرغاړي چې خپل سازونه لکه هارمونیه، رباب، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي ویلي، چې څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نه‌دي ویلي، ځکه نه غواړي ماشومان یې بې‌سرپرسته پاتې شي او خپله بندي شي.

یاد رباب‌غږوونکي هم کیسه کړې، چې پر یوه پټ بنډار د طالبانو محتسبینو برید وکړ او د بنډار ټول کسان یې ونیول، خو دی وتښتېد. له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان هنرمندان ټینګار کوي، چې موسیقي د ټولنې له کلتور څخه نه بېلېدونکې ده او دوی به دا هنر خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هنرمندان په ځانګړې توګه سندرغاړي له هېواده ووتل او ځینې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله په ډېرې تنګسیا او محدودیتونو کې شپې او ورځې تېروي.

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د ادارو د خپرو شویو خبرپاڼو او اعلامیو پر بنسټ د افغانستان انټرنشنل ارزونې ښيي چې دغې ډلې د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال لږ تر لږه د پنجشېر ۲۷۱ زره او ۴۳۲ قیراطه زمرد پلورلي دي. د دغو زمردو ټولیز ارزښت شاوخوا ۴۴ میلیونه او ۷۷۵ زره امریکایي ډالره اټکل شوی دی.

د پنجشېر زمرد چې د «افغانستان د زرغونې طلا» په نوم هم شهرت لري، د دغه هېواد له ارزښتناکو قیمتي ډبرو څخه ګڼل کېږي. دا قیمتي ډبره چې د هندوکش له غرونو او د پنجشېر له درې څخه رااېستل کېږي، د خپل رنګ، روڼوالي او کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.

په وروستیو کلونو کې د پنجشېر د زمردو استخراج او کاروبار زیات شوی او طالبان دغه قیمتي ډبره د رسمي داوطلبیو له لارې پلوري.

خو د استخراج په بهیر، د پلور په واقعي کچه او له دې لارې د ترلاسه شویو عوایدو په اړه د روڼتیا نشتوالی او همدارنګه د زمردو د غیر رسمي پلور احتمال، د دې ارزښتناکې سرچینې د مدیریت او د عوایدو د برخلیک په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

دا هم روښانه نه‌ده، چې د دې ملي شتمنۍ د پلور له عوایدو څخه څومره برخه د افغانستان خلکو ته رسېږي.

د افغانستان انټرنشنل ارزونه چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د خپرو شویو لسګونو خبرپاڼو پر بنسټ شوې، ښيي چې دغې ډلې په بېلابېلو وختونو کې د رسمي داوطلبیو له لارې د پنجشېر زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي.

100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال په زمري میاشت کې اعلان کړی وو، چې تر هغه وخته یې ۷۵ زره او ۸۸۷ قیراطه زمرد د څلور میلیونه او ۷۱۶ زره او ۹۲۳ ډالرو په ارزښت پلورلي او د پنجشېر د کانونو د استخراج لپاره یې ۵۸۶ جوازونه هم صادر کړي دي.

د طالبانو د خبرپاڼو ارزونه همدارنګه ښيي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له وږي څخه تر کب میاشتې پورې د پنجشېر ۱۳ زره او ۶۲۷ قیراطه زمرد د شاوخوا ۸۸۰ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی، چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې د دغه ولایت ۱۱۱ زره او ۷۵۰ قیراطه زمرد د ۳۲ میلیونه او ۱۷۸ زره ډالرو په ارزښت پلورلي دي. د دغو چارواکو په وینا، دا زمرد د حصه اول او پریان ولسوالیو له کانونو څخه رااېستل شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼو له مخې، په روان لمریز کال کې هم ۷۰ زره او ۱۶۸ قیراطه زمرد د نږدې اووه میلیونه ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي. طالبانو تېر کال اعلان کړی وو، چې په پنجشېر کې یې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت کړي دي.

100%

په دغه کال کې د زمردو د پلور د کچې او ارزښت زیاتوالی د افغانستان د طبیعي سرچینو د استخراج او ګټې اخیستنې په برخه کې د طالبانو د فعالیتونو د پراختیا ښکارندویي کوي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې دغه زمرد د داوطلبیو له لارې کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته پلورل شوي دي. طالبانو په ډېری مواردو کې د بهرنیو پېرودونکو هویت او تابعیت نه دی څرګند کړی، خو د دغې ډلې په ځینو خبرپاڼو کې چینایي وګړو ته د زمردو د پلور یادونه شوې ده.

طالبان د هبت‌الله اخوندزاده د یوه حکم له مخې د پنجشېر له کانونو څخه زمرد استخراجوي او پلوري یې.

دغه موندنې د طالبانو د ادارو له خوا د خپرو شویو عامه خبرپاڼو او اعلامیو د ارزونې پر بنسټ چمتو شوې دي. له همدې امله، په تېرو پنځو کلونو کې د استخراج او پلورل شویو زمردو واقعي اندازه ښايي په دې راپور کې له ثبت شویو شمېرو زیاته وي.

100%

همدارنګه، د پلور ډالري ارزښت د خبرپاڼو د اعلان شویو پیسو او د اسعارو د تبادلې د نرخ له مخې، له افغانیو څخه ډالرو ته د شمېرو په اړولو سره محاسبه شوی دی.

د طالبانو رسمي اعلامیې معمولاً یوازې د پلورل شویو زمردو اندازه او ټولیز ارزښت ښيي او د لومړني نرخ، د پېرودونکو ترمنځ د سیالۍ د کچې او د بیو د ټاکلو د معیارونو په اړه منظم جزییات د خلکو په واک کې نه ورکوي.

افغانستان انټرنشنل تر دې مخکې راپور ورکړی وو، چې د دغو قیمتي ډبرو استخراج د طالبانو د ځواکونو تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي او د استخراج د عملیاتو ډېره برخه د هغو قراردادیانو په واک کې ده چې له دې ډلې سره مستقیمې اړیکې لري.

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ورکړي‌ او د وسله‌والو ډلو مخه ونیسي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولۍ له طالبانو غوښتي دي، چې خپلې ټولې نړیوالې ژمنې عملي کړي، پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه پایته ورسوي او د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ مستشار محمد جواد اجمل د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په غونډه کې وویل، چې د نجونو او ښځو د بنسټیزو ازادیو او کرامت سلبول د طالبانو د ژمنو خلاف او له اسلامي احکامو او دودونو سره په ټکر کې دي.

جواد اجمل په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو د نهم کنفرانس کوربه و، چې په ترڅ کې یې د اسلام‌اباد اعلامیه صادره شوه او د طالبانو محدودیتونه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل. هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او اوس نړیواله ټولنه باید د دغو پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو مسوولیت پر غاړه واخلي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې ترهګري لا هم د دغه هېواد د اصلي ننګونو په سر کې ده. هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بې‌اېل‌اې)، مجید برېګېډ، القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو د حضور په اړه ژوره اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د طالبانو له خوا د دغو ډلو په ښکاره نه‌غندل، د دوی د ملاتړ او ملګرتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

اجمل څرګنده کړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه د رامنځته شویو بریدونو له امله تر ۴ زره او ۷۰۰ ډېرو بې‌ګناه پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه د مارچ د ۱۶مې نېټې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، چې پاکستان هغه نظامي مراکز، ډرون الوتکې او د مهماتو زېرمې هدف ګرځولي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا کارول کېدل او ټینګار یې وکړ، چې اسلام‌اباد به د خپلو وګړو او ملي امنیت د خوندي ساتلو لپاره له نړیوالو قوانینو سره سم د مشروع دفاع له حق څخه کار واخلي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني ډيپلوماټ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو لپاره د ایرلنډ دایمي استازي مارټین فریزر هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ تبعیض باید هېڅکله د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي. نړیوال بنسټونه او ډیپلوماتان په مکرر ډول له طالبانو غواړي چې د ټولنې د نیمايي برخې حقونو ته درناوی وکړي او له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ له امریکا وغوښتل چې افغان کډوال باید افغانستان ته ونه‌شړي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
100%

د بې‌ځایه شویو نړیوال بنسټ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې وغوښتل، چې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د جبري استولو لړۍ سمدستي ودروي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د نیو یارک ټایمز د راپور له‌مخې، د ټرمپ حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته شړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) په یوه رسمي بیان کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دا ډول جبري اېستل، که مستقیم وي او که د درېیمو هېوادونو له لارې، افغانان د شکنجې، ځورونې او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له جدي خطرونو سره مخ کوي.

د دغه بنسټ مشر او بنسټګر اشرف حیدري وویل، چې افغانان باید هغو خطرونو ته بېرته ونه‌شړل شي، چې له امله یې تېښتې ته اړ شوي وو. هغه ټینګار وکړ، چې امریکا کولای شي د خپلو کډوالۍ قوانینو او ملي امنیت د ساتلو ترڅنګ، خپلو افغان متحدینو ته پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي او د هغو کسانو خوندیتوب تضمین کړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

یاد سازمان په خپله غوښتنه کې روښانه کړې، چې ښځې، نجونې، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، اقلیتونه او هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی، تر ټولو ډېر زیانمنېدونکي دي.

دغه بنسټ له واشنګټن څخه وغوښتل، چې د پناه غوښتنې د دوسیو انفرادي ارزونه یقیني کړي او د هغو افغانانو د استوګنې او بیا مېشتېدنې بهیر ګړندی کړي چې له خطر سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړیوال سازمان ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د خپل پرانیستي لیک په تکرارولو سره غوښتنه وکړه، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي او مدافع وکیل او ژباړن ته دې د پناه غوښتونکو لاسرسی خوندي شي.

دغه بنسټ همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د کډوالو کوربه هېوادونو سره په ګډه یو ډیپلوماټیک بهیر رامنځته کړي، څو بېرته ستنېدل یوازې په خپله خوښه، خوندي او باعزته بڼه ترسره شي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د «افغان ایوک» په نوم د پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ هم خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ اداره ښايي د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو دمخه یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته وشړي.

یاد بنسټ د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې د «افغانانو د موقت خوندیتوب» لایحه تصویب کړي، څو د ۱۴۰۸ لمریز کال تر چنګاښ پورې د هغوی د جبري اخراج مخه ونیول شي.

هم‌مهاله نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ (د لړم ۸مه) راپور ورکړی، چې واشنګټن پلان لري، چې را روانه دوشنبه، ۱۵۰ افغان کډوال په یوې ځانګړې الوتکه کې لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته په جبري توګه واستوي. د ټرمپ دغې پرېکړې د کډوالو د ملاتړ سازمانونو توند او پراخ غبرګونونه راپارولي دي.