د دوی په وینا، طالبان په ځینو مواردو کې دغه ملکیتونه خپلو نږدې کسانو او کړیو ته سپاري، څو پرې سوداګریز مرکزونه جوړ کړي.
د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په هغه ځای کې چې د ده شخصي ملکیت وو، د ملکیت له ویجاړولو وروسته څلور دوکانونه جوړ کړي او هر یو یې د ۱۵۰ زره افغانیو په بدل کې نورو کسانو ته سپارلی دی.
هغه زیاته کړې: «دا یوازې زما ملکیت نه وو. د یو شمېر نورو اوسېدونکو باغونه، دوکانونه، سراچې او کورونه هم غصب او ووېشل شول. طالبانو ان د خلکو عمومي هدیره هم ویجاړه کړه او په یوه برخه کې یې شاوخوا ۳۵ دوکانونه جوړ کړل چې هر یو یې د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورل شو».
نوموړي ادعا کړې، چې د دغو دوکانونو د پلور عواید د طالبانو د سیمهییزو چارواکو او قوماندانانو ترمنځ وېشل شوي دي.
افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي.
د بدخشان یوې بلې سرچینې هم د لانجمنو سیمو د انځورونو او معلوماتو په لېږلو سره ورته ادعاوې کړې دي.
احمد سیر (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د خلکو د ځمکو او ملکیتونو غصب تر ډېره د طالبانو د سیمهییزو اړوندو کسانو له خوا ترسره کېږي.
هغه ادعا کړې: «ډېری هغه کسان چې په دې بهیر کې ښکېل دي، د فصیحالدین او امانالدین د نږدې کړیو ملاتړ له ځان سره لري او په بدخشان کې د دغو طالب چارواکو له نفوذه په ګټې اخیستنې، د پراختیا، بیارغونې او عامه پروژو د پلي کولو په پلمه د خلکو ځمکې او ملکیتونه غصبوي».
د دې سرچینې په وینا، په یوه مورد کې یوه عمومي هدیره هم ویجاړه شوې او یوه برخه یې په سوداګریز ملکیت او بازار بدله شوې؛ هغه ځای چې اوس د طالبانو اړوند کسان ترې ګټه اخلي.
احمد سیر زیاته کړې: «خلک له دې وضعیت څخه ناخوښ دي، خو د طالبانو د نفوذ او د شکایتونو د څېړلو لپاره د خپلواکې مرجع د نشتوالي له امله نهشي کولای اعتراض وکړي».
په بلخ کې هم د دغه ولایت یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د مزارشریف ښار په دویمه ناحیه کې د دوی د کورنۍ شخصي ملکیت ویجاړ او غصب کړی دی.
هغه ویلي: «موږ په خپل شخصي کور کې څو دوکانونه جوړ کړي وو. یوه د خوراکي توکو هټۍ مو لرله او څو نور دوکانونه مو هم په کرایه ورکړي وو. طالبانو د بیارغونې او عامه ملکیتونو په پلمه زموږ ملکیت ویجاړ کړ او ځمکه او دوکانونه یې زموږ له واکه وایستل».
د هغه په وینا، د دغه ملکیت له ویجاړېدو وروسته د دوی د کورنۍ ځمکه او دوکانونه د طالبانو د سیمهییزو ادارو او دغې ډلې ته د نږدې کسانو په واک کې ورکړل شوي او هېڅ مرجع د مالکانو شکایتونو ته رسېدنه نهده کړې.
دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کلونو کې د سړک جوړولو، ښاري پراختیا او ودانیزو چارو پروژې د خپلې واکمنۍ د بیارغونې د لاسته راوړنو په توګه معرفي کړي، خو له بلې خوا، د خلکو د کورونو د ویجاړولو، د ځمکو د غصب او د هغوی له رضایت او د تاوان له ورکړې پرته د ملکیتونو د اخیستلو په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي.
ځینو نړیوالو بنسټونو هم د خپلواک قضايي نظام او د تاوانونو د ارزونې او د ملکیتونو د مالکانو د شکایتونو د څېړلو لپاره د شفافو میکانیزمونو نشتوالی هغه عوامل بللي چې د سیمهییزو چارواکو او بانفوذه کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابرولای شي.
په یو شمېر راپورونو کې هغو مواردو ته هم اشاره شوې، چې غصب شوې ځمکې تر ویجاړېدو وروسته په بازارونو، دوکانونو او عایداتي پروژو بدلې شوې دي.
طالبانو تر اوسه د بدخشان او بلخ د اوسېدونکو د دغو شکایتونو په اړه په علني توګه غبرګون نه دی ښودلی.