• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فیصل کریم کنډي: بې‌اسناده افغان کډوال باید افغانستان ته ستانه شي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشت افغان کډوال باید افغانستان ته ستانه شي او د مرکزي او ایالتي حکومتونو تګلاره هم په دې اړه یوه ده. نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان ته د سفر لپاره افغان وګړي باید قانوني ویزه ترلاسه کړي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په پېښور کې د ډاکټرانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، چې هېڅ بهرني وګړي ته له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان مرکزي او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه ګډه تګلاره لري. د خیبر پښتونخوا والي دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو تازه لړۍ د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) پیل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له پلي کېدو وروسته د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي. ځایي پولیس وايي، په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ډلې او ګڼ لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي.
وړاندې د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یوې خبري غونډه کې اعلان کړی و، چې د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مې) څخه به له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک شي او په دغه هېواد کې د ناقانونه اوسېدو په تړاو به د افغانانو پر وړاندې اقدامات سخت شي.

ډېر لیدل شوي

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده
۱

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۴

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

۵

کندوز کې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر ضد اعتراض شوی

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان د لاهور عالي محکمې یوه قاضي په عدلي چارو کې د حکومت لاسوهنو له امله استعفا وکړه

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۰
100%

د پاکستان د لاهور عالي محکمې یوه قاضي مُحسن اختر کیاني په عدلي او قضايي چارو کې د حکومت د لاسوهنو او د قاضیانو د ټاکلو او ادلون و بدلون پر کړنلارې د اعتراض له امله له خپلې دندې استعفا وکړه. کیاني تر دې مخکې د استخباراتي ادارو د لاسوهنو په اړه هم شکایت کړی وو.

د پاکستان د لاهور عالي محکمې قاضي مُحسن اختر کیاني د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان ولسمشر ته په استولي استعفا لیک کې ویلي، د قاضي په توګه یې د دندې پر مهال لیدلي چې حکومت د محکمو په چارو کې خپل واک پراخ کړی او د قاضیانو په ټاکلو او له یوې عالي محکمې څخه بلې ته د هغوی په لېږدولو کې لاسوهنې د عدلیې چارو پر خپلواکۍ د خلکو باور کم کړی دی.
نوموړي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې یې وجدان اجازه نه‌ورکوي چې د قاضي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.
هغه د هغو خلکو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې چې د عدالت لپاره محکمو ته مراجعه کوي او په وینا یې، په ګڼو قضیو کې د عدالت غوښتونکو ستونزو ته لازم پام نه‌کېږي او عام وګړي د خپلو قانوني حقونو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
کیاني ویلي، چې د خپلې قضايي دندې پر مهال یې له ۲۳ زرو څخه د زیاتو قضیو پرېکړې کړې او تل یې هڅه کړې، چې د اساسي قانون او د خلکو د قانوني حقونو ساتنه وکړي.
محسن اختر کیاني تر دې وړاندې د اسلام‌اباد د عالي محکمې له لوړپوړو قاضیانو څخه و او تمه کېده چې د دغې محکمې مشر قاضي وټاکل شي، خو د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د پاکستان د قضايي کمېسیون د پرېکړې له مخې نوموړی د اسلام‌اباد له عالي محکمې څخه د لاهور عالي محکمې ته ولېږدول شو.
کیاني د اسلام‌اباد عالي محکمې له هغو شپږو قاضیانو څخه هم وو، چې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې یې د پاکستان د سترې قضايي شورا په نوم بنسټ ته په یوه لیک کې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د لاسوهنو له امله شکایت کړی وو.
دغو قاضیانو په خپل لیک کې ادعا کړې وه چې استخباراتي ادارې د قضايي پرېکړو د اغېزمنولو لپاره پر قاضیانو فشار راوړي او همداراز یې تور لګولی وو، چې د ځینو قاضیانو د کورنیو غړي تښتول شوي او ځورول شوي او د قاضیانو په کورونو کې د پټې څارنې وسایل نصب شوي دي.
د پاکستان د قضايي نظام د خپلواکۍ په اړه بحثونه د اساسي قانون له ۲۶م او ۲۷م تعدیل وروسته نور هم زیات شوي دي.
د پاکستان حکومت د دغو تعدیلونو دفاع کړې او ویلي یې دي، چې موخه یې د قضايي نظام ښه کول، د قضیو د پرېکړو بهیر چټکول او په محکمو کې د پاتې قضیو شمېر کمول دي.
خو د دغو تعدیلونو مخالفان وايي، چې د قاضیانو د ټاکلو او لېږدولو په چارو کې حکومت ته د پراخ واک ورکول د محکمو خپلواکي زیانمنوي.
کیاني په خپل استعفا لیک کې د یوې وروستۍ جراحۍ له امله رامنځته شوې روغتیايي ستونزې هم د خپلې استعفا له لاملونو څخه یادې کړې دي.

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له پلي کېدو وروسته د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي. پولیس وايي، د افغان کډوالو د نیولو بهیر سر له سبا څخه پیلېږي او بېلابېلو ولسوالیو کې د افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ډلې او ګڼ لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یوې خبري غونډه کې اعلان کړی وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) څخه به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو بهیر چټک شي او په دغه هېواد کې د ناقانونه اوسېدو په تړاو به د افغانانو پر وړاندې اقدامات سخت شي.
هغه ویلي وو، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنول د ایالتي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په خیبر پښتونخوا کې والي واکمني او بېړنی حالت نافذ دی او په دغه ایالت کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو په موخه امنیتي او اداري اقدامات سخت شوي دي. د دغو اقداماتو په ترڅ کې به په پاکستان کې د مېشتو افغانانو قانوني وضعیت، د اوسېدو اسناد او د دوی د استوګنې د مودې په اړه هم څېړنې وشي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره ثمر هارون هم ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې به اقدامات کېږي او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به په دې برخه کې سختې کړنې پیل شي. د هغې په وینا، هغه افغانان به په لومړي سر کې بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په باور یې جرمي مخینه ولري.

نوموړې زیاته کړې، پر جرمونو ککړ افغانانو ته به بیا ویزه ورنه‌کړل شي او پاکستان ته د بیا ورتګ اجازه نه‌لري.

د افغان کډوالو په اړه د نوې تګلارې او د پراخو اقداماتو اعلان په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې د مېشتو افغان کورنیو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

100%

په پېښور کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي
په پېښور کې د هغو افغانانو د پېژندلو، نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي. د پولیس چارواکو په وینا، د دغو اقداماتو د منظم ترسره کولو لپاره پېښور ښار پر پنځو بېلابېلو برخو وېشل شوی دی.
د پلان له مخې،د پولیسو ۵۰ ځانګړې ډلې به د پېښور په بېلابېلو بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او کاروباري سیمو کې د افغانانو لټه کوي په داسې حال کې چې پاتې د پولیسو ۷۰ ډلې به په استوګنیزو سیمو، ښاري مېشت ځایونو، کینټ، رېنګ روډ او د ښار په شاوخوا سیمو کې د ناقانونه افغانانو د نیولو پسې به شي.
په دغو اقداماتو کې به د پولیسو ترڅنګ د سرحدي ځواکونو، د پاکستان د مرکزي پلټنو ادارې او نورو امنیتي ادارو او اړوندو دولتي څانګو کارکوونکي هم برخه ولري او د چارواکي په وینا، د افغانانو د نیولو او بېرته استولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی او عملي چارې به سر له سبا څخه د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) پیل شي.
په پېښور کې پولیس او اړوندې اداره به په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي چې شک پرې وي او د پاکستان پېژندپاڼې یا نور دولتي اسناد یې په ناقانونه توګه ترلاسه کړي وي او همداراز اړوندې ادارې به د دغو کسانو د اسنادو کره‌والی او قانوني اعتبار هم معلوم کړي.

100%

د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي
په خیبر پښتونخوا کې افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي. په دغو مرکزونو کې د پېښور د جمعه خان کمپ، د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا د لېږد او لنډمهالی کمپ، د اضاخېلو کمپ او په کوهاټ، نوښار، صوابۍ او نورو سیمو کې جوړ شوي مرکزونه شامل دي.
په دغو کمپونو کې افغانستان ته د استول کېدونکو افغانانو نوملیکنه، د اسنادو ارزونه او نورې اړینې اداري چارې ترسره کېږي. د دغو چارو له بشپړېدو وروسته، افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
په دې بهیر کې ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او نور زیان‌منونکي کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د هغوی د تګ راتګ، لنډمهالي استوګنځي او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې یوه مهمه بشري موضوع ده.

100%

د تورخم په دروازه کې یوې افغانې کورنۍ ته د خره او سپي د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې
د تورخم په دروازه کې د پاکستان د ګمرک چارواکو یوې افغانې کورنۍ ته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د خپل خره او سپي د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو په وینا، دغې کورنۍ خپل خر او سپی په یوه ګاډي کې سپاره کړي وو او غوښتل یې چې له ځان سره یې افغانستان ته یوسي خو د تورخم د صادراتو په ترمینل کې د ګمرک چارواکو ترې د دواړو څارویو سندونه غوښتي دي.
تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې یادې کورنۍ د اسنادو د برابرولو لپاره کوم ګامونه اخیستي او که یې خپل څاروي په پاکستان کې پرېښي دي.

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ورکړي‌ او د وسله‌والو ډلو مخه ونیسي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازولۍ له طالبانو غوښتي دي، چې خپلې ټولې نړیوالې ژمنې عملي کړي، پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه پایته ورسوي او د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې پرېکنده اقدامات وکړي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ مستشار محمد جواد اجمل د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي په غونډه کې وویل، چې د نجونو او ښځو د بنسټیزو ازادیو او کرامت سلبول د طالبانو د ژمنو خلاف او له اسلامي احکامو او دودونو سره په ټکر کې دي.

جواد اجمل په خپلو خبرو کې یادونه وکړه، چې پاکستان د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو د نهم کنفرانس کوربه و، چې په ترڅ کې یې د اسلام‌اباد اعلامیه صادره شوه او د طالبانو محدودیتونه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف وبلل. هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې پاکستان له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او اوس نړیواله ټولنه باید د دغو پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو مسوولیت پر غاړه واخلي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د افغانستان امنیتي وضعیت ته په اشارې سره وویل، چې ترهګري لا هم د دغه هېواد د اصلي ننګونو په سر کې ده. هغه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بې‌اېل‌اې)، مجید برېګېډ، القاعده، داعش او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو د حضور په اړه ژوره اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې د طالبانو له خوا د دغو ډلو په ښکاره نه‌غندل، د دوی د ملاتړ او ملګرتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

اجمل څرګنده کړه، چې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان څخه د رامنځته شویو بریدونو له امله تر ۴ زره او ۷۰۰ ډېرو بې‌ګناه پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه د مارچ د ۱۶مې نېټې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، چې پاکستان هغه نظامي مراکز، ډرون الوتکې او د مهماتو زېرمې هدف ګرځولي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا کارول کېدل او ټینګار یې وکړ، چې اسلام‌اباد به د خپلو وګړو او ملي امنیت د خوندي ساتلو لپاره له نړیوالو قوانینو سره سم د مشروع دفاع له حق څخه کار واخلي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني ډيپلوماټ د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاکستان دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې دي، چې هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو لپاره د ایرلنډ دایمي استازي مارټین فریزر هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې پراخ تبعیض باید هېڅکله د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي. نړیوال بنسټونه او ډیپلوماتان په مکرر ډول له طالبانو غواړي چې د ټولنې د نیمايي برخې حقونو ته درناوی وکړي او له نړۍ سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

تحریک انصاف: وفاقي حکومت او پوځ د خیبر پښتونخوا د وېشلو هڅه کوي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰
100%

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر وفاقي حکومت او پوځ تور پورې کړی، چې خیبر پښتونخوا یې وېشلې او پخوانۍ قبایلي سیمې یې بېرته وسله‌والو ته سپارلې دي. دغه ګوند ادعا کوي چې چارواکي غواړي د ګورنر د واکمنۍ له لارې د سیمې کنټرول ترلاسه کړي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل رسمي ایکس‌پاڼه کې په یوه خپاره کړي ویډیویي بیان کې پر وفاقي حکومت او ځواکمنو دولتي ادارو تور پورې کړی، چې د خیبر پښتونخوا د وېشلو او د پخوانیو قبایلي سیمو د جلا کولو له لارې یې دغه سیمې یو ځل بیا د وسله‌والو ډلو په واک کې ورکړې دي.

په بیان کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، ویل شوي چې وسله‌والو ډلو هېڅکله د پخوانیو قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو، هلته د پرمختګ، د پولیسو د نظام او قضايي ادارو د جوړېدو غوښتنه نه لرله؛ خو د ګوند په وینا، اوسنیو واکمنانو د بېړني حالت او والي د واکمنۍ په نوم دغه سیمې له ملي بهیر څخه جلا کړې او وسله‌والو ته یې د فعالیت لپاره یو ځل بیا خوندي ډګر برابر کړی دی.

تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا د ګورنر راج، د بېړني حالت د اعلان او د دغه ایالت د خپل منتخب حکومت د واکونو د محدودولو احتمال هم د امنیتي اړتیاوو پر ځای سیاسي اقدام بللی دی. ګوند وايي، نه د عمران خان او تحریک انصاف له واکه لرې کول او نه هم د پخوانیو قبایلي سیمو له صوبايي واک څخه ایستل او په مستقیم ډول د وفاق تر ادارې لاندې راوستل، د بیړنیو اداري تدبیرونو په توګه توجیه کېدای شي.

په بیان کې راغلي چې د تحریک انصاف او عمران خان د ولسي ملاتړ کمزوری کول او پر ایالت د ګورنر راج په څېر لارو د کنټرول ټینګول یوازې سیاسي سیالي نه ده، بلکې د ګوند په باور، دا د یوه منتخب حکومت، د صوبايي خپلواکۍ او د پخوانیو قبایلي سیمو د خلکو له حقونو سره تړلې مسله ده. ګوند ادعا کړې چې دغه حکومت د قبایلي اصلاحاتو لپاره د ژمنه شویو میلیاردونو روپیو د بودیجې او د سیمې د خلکو د اساسي او اقتصادي حقونو په اړه له جوړجاړي سره مخالفت کړی دی.

تحریک انصاف همداراز ادعا کړې چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو شعار د غیرمعمولي پرېکړو د توجیه لپاره کارول شوی او د امنیت ټینګښت د پوځي مشرانو اصلي لومړیتوب نه دی. د ګوند په وینا، د سلیمان غرونو، وزیرستان، مهمند او نورو پخوانیو قبایلي سیمو د مسو، سرو زرو، یورانیمو او نورو نادرو معدني زېرمو خپلول د دغو پرېکړو تر شا اصلي موخه ده.

بلخوا، د پاکستان تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان د مشرانو جرګې په غونډه کې ویلي چې د پارلماني چارو او په خیبر پښتونخوا کې د روان سیاسي وضعیت له امله د خلکو ترمنځ منفي برداشت رامنځته کېږي.

په همدې غونډه کې د تحریک انصاف پارلماني مشر سید علي ظفر د «پواینټ اف ارډر» له لارې پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او ګورنر راج د لګولو له لارې اساسي قانوني ضمانتونه کمزوري کېږي. نوموړي ټینګار کړی چې سیاسي وضعیت هر ډول وي، اساسي بشري حقونه نه شي ځنډول کېدای او نه هم پرې جوړجاړی کېدای شي.

د پاکستاني درملو راټولول؛ درمل‌پلورونکي وايي د ځینو درملو بدیل په بازار کې نه موندل کېږي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۲ GMT+۰
100%

په هرات، بلخ او کابل کې یو شمېر درمل‌پلورونکي وايي چې د طالبانو له لوري د پاکستاني درملو راټولولو په بازار کې د ځینو اړینو درملو کمښت زیات کړی او ناروغانو ته یې زیان اړولی دی. د دوی په وینا، د دغو درملو د ځینو ډولونو مناسب بدیل نه پیدا کېږي او بیې یې هم په څرګند ډول لوړې شوې دي.

په همدې وخت کې، درمل‌پلورونکي وايي چې د پاکستان ځینې درمل لا هم په غیررسمي ډول د افغانستان بازار ته واردېږي، خو د طالبانو مامورین دغه درمل له بازاره راټولوي.

خلیل (مستعار نوم)، چې په هرات کې درمل‌پلورونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست روغتیايي کارکوونکي درملتونونو، شخصي کلینیکونو او د درملنې مرکزونو ته ورځي او پاکستاني درمل راټولوي. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې د ضبط شویو درملو ارزښت سلګونو زرو افغانیو ته رسېږي.

هغه وايي، د دغو درملو یوه برخه د زړه د ناروغانو، د شکرې، د پښتورګو او نورو مزمنو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي. د دغه درمل‌پلورونکي په وینا، د دغو درملو ناڅاپي راټولولو ناروغان او د هغوی کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

خلیل زیاتوي چې طالبانو تر دې مخکې د پاکستاني درملو پېر، پلور او واردات منع کړي وو، خو د درملتونونو د درملو د زېرمو راټولولو بهیر له مخکېنۍ خبرتیا پرته پیل شوی او پلورونکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا، د دغو درملو روسي، هندي یا ترکي بدیلونه په بازار کې په اسانۍ نه موندل کېږي. هغه همدارنګه ټینګار کوي چې له هند څخه د درملو واردول ډېر لګښت لري او د لېږد رالېږد له ستونزو سره هم مل دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د عقرب په درېیمه اعلان وکړ چې اوس مهال په افغانستان کې د درملو ۱۱۷ تولیدي فابریکې فعالیت کوي او د هېواد ۳۰ سلنه اړین درمل په کور دننه تولیدېږي.

له دې اعلان یوه ورځ وروسته، دغه وزارت وویل چې په کابل کې یې تر ۲۲ ټنو ډېر درمل، روغتیايي محصولات او د کارونې وړ نه توکي له منځه وړي دي. د وزارت په وینا، دغه توکي د میزان په میاشت کې له درملتونونو، د دودیزې درملنې له مرکزونو، فابریکو او ګمرکونو راټول شوي وو.

افغانستان انټرنشنل هم د تېر کال د دلوې په ۲۰مه، په کابل کې د یو شمېر درملتونونو له مسوولانو سره تر خبرو وروسته، د درملو د بیو د ۴۰ سلنه لوړېدو خبر ورکړی و.

د اړینو درملو د کمښت په اړه د درمل‌پلورونکو اندېښنې

په بلخ کې هم یو شمېر درمل‌پلورونکي پر دې وضعیت نیوکه کوي. منصور، چې په دغه ولایت کې درمل‌پلورونکی دی، وايي هغه کورنۍ چې د زړه ناروغان لري، د اړینو درملو د موندلو لپاره د ښار بېلابېلو درملتونونو ته ورځي، خو ډېری وخت دغه درمل نه شي موندلای.

په کابل کې هم یو شمېر درمل‌پلورونکي د پاکستاني درملو د راټولولو پر بهیر نیوکه کوي. د پلازمېنې یو درمل‌پلورونکی، بریالی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «طالبان د دې پر ځای چې د درملو د قاچاق مخه ونیسي، درملتونونو ته ورغلي دي. موږ دغه درمل له کورني بازاره اخیستي دي او هېواد ته د هغوی د راوړلو مسوول نه یو.»

هغه زیاته کړه: «د راټولو شویو درملو په منځ کې داسې توکي شته چې ناروغانو کلونه کلونه کارولي دي او لا هم ورته مناسب او د لاسرسي وړ بدیل نه دی پیدا شوی. کله چې درمل له بازاره لرې شي، لومړی زیان ناروغان ویني، نه قاچاقبران.»

سرحدي کړکېچونه او د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدل

د پاکستاني درملو د وارداتو بندیز وروسته له هغه پلی شو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي او سوداګریز کړکېچونه زیات شول. طالبانو د ۱۴۰۴ کال په عقرب میاشت کې واردوونکو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې له پاکستاني شرکتونو سره خپلې معاملې پای ته ورسوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې بندیز تر بشپړ پلي کېدو مخکې، د ۱۴۰۴ کال د دلوې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و چې د پاکستاني درملو د تدریجي بندولو لپاره یې یوه کمېټه جوړه کړې ده. دغه وزارت ویلي وو چې دا بهیر باید د بازار اړتیاوو او د هېواد د روغتیايي نظام د شرایطو په پام کې نیولو سره عملي شي.

طالبانو د پاکستاني درملو د بدیل موندلو لپاره هند، ایران او روسیې په ګډون نورو هېوادونو ته مخه کړه. په همدې لړ کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې مسوولانو په تهران کې له ایراني چارواکو سره تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل.

همدارنګه، د روسیې د «فارماسینتز» درمل جوړونې شرکت د روان کال د جوزا په شپږمه اعلان وکړ چې افغانستان ته د درملو د صادرولو په اړه یې د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت سره هوکړې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې لومړۍ جوپه درمل په راتلونکو دوو میاشتو کې ولېږي.

له دغو هڅو سره سره، درمل‌پلورونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ځینو پاکستاني درملو بدیلونو ته د لاسرسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

ځايي سرچینې وايي چې د دې بندیز پلي کېدل په ټولو ولایتونو کې یو شان نه دي. په کندهار کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني درملو د راټولولو بهیر د شمالي او لوېدیځو ولایتونو په څېر په شدت نه تعقیبېږي او دغه درمل لا هم په بازار کې شته.

په هرات او بلخ کې درمل‌پلورونکي د قانون د پلي کېدو دغه توپیر «دوه‌ګونی سیاست» بولي. دوی همدارنګه ادعا کوي چې له طالبانو سره نږدې ځینې شبکې د درملو په قاچاق کې ونډه لري. افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو چې د قاچاقي لارو هېواد ته وارد شوي درمل د کیفیت د کنټرول رسمي پړاوونه نه تېروي او ښايي اړین روغتیايي معیارونه ونه لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، هم له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د تقلبي درملو واردات د دې ډلې د درملو د پالیسۍ د بدلون له لاملونو څخه بللي وو. هغه ویلي وو چې د درملو د وارداتو د سرچینو بدلول وخت ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د شاوخوا ۱۸۷ میلیونه ډالرو او په ۲۰۲۵ کال کې د څه باندې ۱۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت درمل صادر کړي دي. څېړنیز راپورونه ښيي چې افغانستان په تېرو کلونو کې د خپلو اړتیا وړ درملو شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنه له پاکستان څخه برابرول.