په مزارشریف کې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې یاد شوي کانال ته د موټرو او موټر سایکلو لوېدو له امله لس کسان مړه شوي دي. دغه کانال شاوخوا اته متره ژور دی او د یوه نوي قیر شوي سړک په تګلوري کې پروت دی.
د عیني شاهدانو په وینا، د سړک په پرتله د پله پلنوالی کم دی او له همدې امله موټرې او موټرسایکلونه کانال ته لوېږي. د پل لږ پلنوالي او پر سر یې د څراغونو او د خوندیتوب د موانعو نشتوالي کانال ته د وسایطو د لوېدو ګواښ نور هم زیات کړی دی.
ترلاسه شوي انځورونه او د سیمهییزو سرچینو روایتونه ښيي، چې د مزارشریف د «دوسرکه»حلقوي کمربند قیر شوی سړک، د سېلابونو د مهار کانال ته په رسېدو سره ناڅاپه له یوه کوچني پل سره نښلي، چې یوازې شپږ متره پلنوالی لري او بل لور ته یې خامه لاره ده.
دغه تنګ پل د سړک د دواړو لاینونو په منځ کې، د «دوسرکه»د منځني ګلدان مخې ته پروت دی او د سړک دواړه قیر شوې لارې د سېلابونو د مهار کانال ژورې کندې ته رسېږي. نابلد موټر چلوونکي د رڼا او موانعو د نشتوالي له امله،ښايي کانال ته ولوېږي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه پل یې کلونه وړاندې په خپل شخصي لګښت پر کانال جوړ کړی و، څو د خام سړک دواړه غاړې سره ونښلوي. خو د سړک له قیر کېدو او د یوې غاړې له پراخېدو وروسته، پل پر خپل پخواني حالت پاتې شو او د لارې بله برخه لا هم قیر شوې نه ده.
سیمهییزې سرچینې وايي، په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۵۰ موټرونه او موټرسایکلونه دغه کانال ته لوېدلي دي. د دوی په وینا، په دغو پېښو کې له اتو تر لسو کسان مړه شوي او له ۱۲ تر ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې موده کې یې د درېیو نقلیه وسایطو د لوېدو پېښې په خپلو سترګو لیدلې دي. هغه وویل:«ما په خپله د یوه موټرسایکل، د څلورو سپرلیو لرونکي یوه فیلډر موټر او د طالبانو د ځواکونو اړوند یوه نظامي فورډ موټر د لوېدو پېښې له نږدې لیدلې دي.»
د دغه کس په وینا، دا درې واړه پېښې د شپې پر مهال شوي او د پل پر سر د څراغونو نه شتون له امله موټرچلوونکو کافي رڼا نه لرله.
د سیمې اوسېدونکي همداراز وايي، تېر کال یو ۲۳ کلن ځوان د شپې شاوخوا دوه بجې له خپل موټرسایکل سره کانال ته ولوېد او په هماغه ځای کې ومړ.
۱۷ کلن مبشر صافی چې د همدې قرباني شوی، خپلوانو یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، هغه د ماښام شاوخوا اووه نیمې بجې له یوه بل ځوان سره پر یوه موټرسایکل سپور و، چې په بشپړه تیاره کې د پل د وره په خوله کې له راټولې شوې خاورې سره ولګېد.
د دوی په وینا، مبشر چې د موټرسایکل پر شاتنۍ برخه ناست و، د دې ټکر له امله د پېښې له ځایه نږدې ۲۰ متره لرې وغورځېد او د کانال تل ته ولوېد. د هغه خپلوان وايي، ملګری یې د پښې له ماتېدو سره مخ شوی، خو مبشر د کانال په تل کې د اوږدې مودې پاتې کېدو او د مغزي ټپ د سختوالي له امله، روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړ شو.
کانال ته د لوېدو پېښې قرباني مبشر صافی د سیمې اوسېدونکي وايي، د ژمي په ځینو شپو کې لړه او دوړې هم د موټرچلوونکو لید کموي او له دې لارې تېرېدل ستونزمنوي. د دوی په وینا، د سړک په اندازه د کانکریټي پل جوړول او د څراغونو لګول د خلکو له توانه پورته دي. هغوی وايي، د سړک له قیر کېدو وروسته د طالبانو ښاروالۍ هم پل نه دی رغولی.
په ترلاسه شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د پل د ننوتلو په دواړو غاړو کې پرانیستې برخې له محافظتي خنډونو پرته پاتې دي، چې له سیمې سره د نااشنا موټرچلوونکو لپاره د لوېدو خطر زیاتوي.
د سیمې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وايي، تر اوسه په دې ځای کې نه سمنټي خنډونه لګول شوي او نه هم د رڼا منعکسوونکو خبرداریو لوحې نصب شوې دي. هغوی له چارواکو غواړي چې پل ورغوي او د نورو پېښو د مخنیوي لپاره په دې مسیر کې څراغونه، محافظتي خنډونه او د خبرداري نښې ولګوي.
د سیمې خلک د سړک د خامې برخې له دوړو هم شکایت کوي او وايي، د دې لارې نیمګړې پاتې کېدو د شاوخوا کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.
دغه کانال د شاديان غونډیو د موسمي سېلابونو د مهار او د استوګنیزو سیمو د ساتنې په موخه د مزارشریف ښار له سوېله تر شماله غځول شوی دی. خو د پلونو تخنیکي نیمګړتیاوو د ښاریانو ژوند له خطر سره مخ کړی او د اوړي په موسم کې د کانال په تل کې د کثافاتو راټولېدل او د سخت بد بوی خپرېدل د دې کانال شاوخوا اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.