• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د دوو بازارونو هټۍوال: ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه مو له ګواښ سره مخ ده

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د کندهار یو شمېر هټۍوال وايي، د طالبانو ښاروالۍ د «منده‌یي» او «کباړي» په نوم د دوو سوداګریزو بازارونو نږدی دوه زره دوکانونه نړوي. دوی وايي، په دغو بازارونو کې یې نږدې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او د نړولو په صورت کې به سلګونه کسان بې‌کاره او د عاید سرچینې به له لاسه ورکړي.

د کندهار یو شمېر هټۍوالو افغانستان انټرنیشنل - پښټو ته ویلي چې د طالبانو ښاروالۍ دوی ته خبر ورکړي چې د دغه ښار د «منده‌یي» او «کباړي» مارکیټونه خالي کړي او سوداګریز توکي نورو مرکزونو ته ولېږدوي.

هټۍوال وايي، په دغو بازارونو کې یې نږدې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او د بازارونو نړول به یې پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز وکړي. د دوی په خبره، د دغو مرکزونو په ویجاړولو سره به سلګونه کسان بې‌کاره او د عاید له سرچینو بې‌برخې شي.

بلخوا، د طالبانو د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه بازارونه د خلکو شخصي ملکیت نه، بلکې د ښاروالۍ اړوند ځمکه ده، چې کلونه وړاندې خلکو ته په اجاره او کرایه ورکړل شوې وه.

د ښاروالۍ د چارواکو په وینا، دغه بازارونه ډېر زاړه شوي او د ښاري نظم او ښکلا د ښه‌والي لپاره یې د نړولو پرېکړه کړې ده. دوی وايي، د دغو بازارونو پر ځای به نوي او عصري سوداګریز مرکزونه جوړ کړي.

هټۍوال له طالبانو غوښتي چې د دوکانونو د نړولو په بدل کې ورته مناسب بدیل ځایونه برابر کړي، څو وکولای شي خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه پوره کړي.

خو د طالبانو تر اوسه د هټۍوالو لپاره د بدیل ځایونو د برابرولو یا د دوکانونو د نړولو په بدل کې د تاوان ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونه ورکړي‌ او د وسله‌والو ډلو مخه ونیسي

•
•
•

نور خبرونه

امریکايي کانګرس غړې: ټرمپ له افغان متحدینو سره د امریکا ژمنه څو ځله ماته کړې ده

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰
100%

د امریکا د کانګرس غړې سیډني کاملاګر ډوو د دغه هېواد پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې نوموړي څو ځله له هغو افغانانو سره د امریکا کړې ژمنه تر پښو لاندې کړې، چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خدمت کړی دی.

کاملاګر ډوو د نیویارک ټایمز هغه راپور ته په غبرګون کې چې ګواکي د ترمپ دولت غواړي په لویزیانا کې د لسګونو نیول شویو افغان کډوالو له ډلې ۱۵۰ تنه د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، ویلي چې دغو افغانانو د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا ۲۰ کلونو لپاره د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه مبارزه کړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ژمنه کړې وه، چې د هغوی ساتنه به کوي.

هغې ټینګار کړی، چې له دغو افغان متحدینو سره د شوې ژمنې نه عملي کول یوازې د هغوی د پرېښودو معنا نه لري، بلکې راتلونکو متحدینو او همکارانو ته هم دا پیغام لېږي، چې د امریکا پر ژمنو باور نه شي کېدای.

د امریکا د کانګرس دې غړې د ټرمپ د چلند په اړه ویلي، چې د افغان همکارانو د خوندیتوب موضوع باید د ګوندي سیاست په توګه ونه کتل شي، بلکې دا د امریکا د ټولو خلکو او د دغه هېواد د نړیوال اعتبار مسئله ده.

د هغې په وینا، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې په جګړه کې همکاري کړې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا د ساتنې ژمنې ته سترګې په لار وو؛ خو د دې ژمنې نه پوره کول د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای شي.

د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال زرګونو افغانانو له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، امنیتي همکارانو او نورو برخو کې کار کړی و. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغو افغانانو د ایستلو، بیا مېشتېدو او خوندیتوب موضوع د امریکا د کډوالۍ او بهرني سیاست له مهمو بحثونو څخه ګرځېدلې ده.

د افغان همکارانو د برخلیک موضوع په امریکا کې د دواړو ګوندونو د سیاستوالو ترمنځ هم د بحث وړ ده. د کانګرس غړې کاملاګر ډوو د خپلو څرګندونو له لارې د دغو افغانانو د ساتنې ژمنې ته د امریکا د نړیوال اعتبار له زاویې کتلي دي.

د کډوالو د یو بنسټ «اې ار ای پي» د ۲۰۲۶ کال د جولای د معلوماتو له مخې، د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام هم ځنډول شوی. دغه محدودیتونه د هغو افغانانو د کډوالۍ پر بهیر اغېز لري چې د امریکا له ځواکونو سره د همکارۍ له امله د خوندیتوب او بیا مېشتېدو په تمه دي.

د افغانانو د دغو دوسیو موضوع په داسې حال کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې مطرح کېږي چې یو شمېر امریکايي چارواکي او د افغان متحدینو د ملاتړ بنسټونه ټینګار کوي چې واشنګټن باید له هغو افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي چې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.

د بدخشان او بلخ اوسېدونکي: طالبان د بیارغونې په پلمه د خلکو ملکیتونه ویجاړوي او غصبوي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۰
100%

د بدخشان او بلخ یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې طالبان د بیارغونې، د بازارونو د پراختیا او د عامه تاسیساتو د جوړولو په پلمه د خلکو شخصي ځمکې او ملکیتونه ویجاړوي او بیا یې غصبوي.

د دوی په وینا، طالبان په ځینو مواردو کې دغه ملکیتونه خپلو نږدې کسانو او کړیو ته سپاري، څو پرې سوداګریز مرکزونه جوړ کړي.

د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په هغه ځای کې چې د ده شخصي ملکیت وو، د ملکیت له ویجاړولو وروسته څلور دوکانونه جوړ کړي او هر یو یې د ۱۵۰ زره افغانیو په بدل کې نورو کسانو ته سپارلی دی.

هغه زیاته کړې: «دا یوازې زما ملکیت نه وو. د یو شمېر نورو اوسېدونکو باغونه، دوکانونه، سراچې او کورونه هم غصب او ووېشل شول. طالبانو ان د خلکو عمومي هدیره هم ویجاړه کړه او په یوه برخه کې یې شاوخوا ۳۵ دوکانونه جوړ کړل چې هر یو یې د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې وپلورل شو».

نوموړي ادعا کړې، چې د دغو دوکانونو د پلور عواید د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو او قوماندانانو ترمنځ وېشل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي.

د بدخشان یوې بلې سرچینې هم د لانجمنو سیمو د انځورونو او معلوماتو په لېږلو سره ورته ادعاوې کړې دي.

احمد سیر (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو کې د خلکو د ځمکو او ملکیتونو غصب تر ډېره د طالبانو د سیمه‌ییزو اړوندو کسانو له خوا ترسره کېږي.

هغه ادعا کړې: «ډېری هغه کسان چې په دې بهیر کې ښکېل دي، د فصیح‌الدین او امان‌الدین د نږدې کړیو ملاتړ له ځان سره لري او په بدخشان کې د دغو طالب چارواکو له نفوذه په ګټې اخیستنې، د پراختیا، بیارغونې او عامه پروژو د پلي کولو په پلمه د خلکو ځمکې او ملکیتونه غصبوي».

د دې سرچینې په وینا، په یوه مورد کې یوه عمومي هدیره هم ویجاړه شوې او یوه برخه یې په سوداګریز ملکیت او بازار بدله شوې؛ هغه ځای چې اوس د طالبانو اړوند کسان ترې ګټه اخلي.

احمد سیر زیاته کړې: «خلک له دې وضعیت څخه ناخوښ دي، خو د طالبانو د نفوذ او د شکایتونو د څېړلو لپاره د خپلواکې مرجع د نشتوالي له امله نه‌شي کولای اعتراض وکړي».

په بلخ کې هم د دغه ولایت یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د مزارشریف ښار په دویمه ناحیه کې د دوی د کورنۍ شخصي ملکیت ویجاړ او غصب کړی دی.

هغه ویلي: «موږ په خپل شخصي کور کې څو دوکانونه جوړ کړي وو. یوه د خوراکي توکو هټۍ مو لرله او څو نور دوکانونه مو هم په کرایه ورکړي وو. طالبانو د بیارغونې او عامه ملکیتونو په پلمه زموږ ملکیت ویجاړ کړ او ځمکه او دوکانونه یې زموږ له واکه وایستل».

د هغه په وینا، د دغه ملکیت له ویجاړېدو وروسته د دوی د کورنۍ ځمکه او دوکانونه د طالبانو د سیمه‌ییزو ادارو او دغې ډلې ته د نږدې کسانو په واک کې ورکړل شوي او هېڅ مرجع د مالکانو شکایتونو ته رسېدنه نه‌ده کړې.

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کلونو کې د سړک جوړولو، ښاري پراختیا او ودانیزو چارو پروژې د خپلې واکمنۍ د بیارغونې د لاسته راوړنو په توګه معرفي کړي، خو له بلې خوا، د خلکو د کورونو د ویجاړولو، د ځمکو د غصب او د هغوی له رضایت او د تاوان له ورکړې پرته د ملکیتونو د اخیستلو په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي.

ځینو نړیوالو بنسټونو هم د خپلواک قضايي نظام او د تاوانونو د ارزونې او د ملکیتونو د مالکانو د شکایتونو د څېړلو لپاره د شفافو میکانیزمونو نشتوالی هغه عوامل بللي چې د سیمه‌ییزو چارواکو او بانفوذه کسانو د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه برابرولای شي.

په یو شمېر راپورونو کې هغو مواردو ته هم اشاره شوې، چې غصب شوې ځمکې تر ویجاړېدو وروسته په بازارونو، دوکانونو او عایداتي پروژو بدلې شوې دي.

طالبانو تر اوسه د بدخشان او بلخ د اوسېدونکو د دغو شکایتونو په اړه په علني توګه غبرګون نه دی ښودلی.

سر له سبا څخه په ټوله پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او اېستلو نوی پړاو پیلېږي

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۰
•
جواد شينواری
100%

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له پلي کېدو وروسته د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټولې تیارۍ نیول شوې دي. پولیس وايي، د افغان کډوالو د نیولو بهیر سر له سبا څخه پیلېږي او بېلابېلو ولسوالیو کې د افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ډلې او ګڼ لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یوې خبري غونډه کې اعلان کړی وو، چې د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) څخه به له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو بهیر چټک شي او په دغه هېواد کې د ناقانونه اوسېدو په تړاو به د افغانانو پر وړاندې اقدامات سخت شي.
هغه ویلي وو، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنول د ایالتي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
دا اعلان په داسې وخت کې شوی، چې په خیبر پښتونخوا کې والي واکمني او بېړنی حالت نافذ دی او په دغه ایالت کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو په موخه امنیتي او اداري اقدامات سخت شوي دي. د دغو اقداماتو په ترڅ کې به په پاکستان کې د مېشتو افغانانو قانوني وضعیت، د اوسېدو اسناد او د دوی د استوګنې د مودې په اړه هم څېړنې وشي.
بل لور ته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره ثمر هارون هم ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې به اقدامات کېږي او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به په دې برخه کې سختې کړنې پیل شي. د هغې په وینا، هغه افغانان به په لومړي سر کې بېرته افغانستان ته واستول شي، چې په باور یې جرمي مخینه ولري.

نوموړې زیاته کړې، پر جرمونو ککړ افغانانو ته به بیا ویزه ورنه‌کړل شي او پاکستان ته د بیا ورتګ اجازه نه‌لري.

د افغان کډوالو په اړه د نوې تګلارې او د پراخو اقداماتو اعلان په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ولسوالیو کې د مېشتو افغان کورنیو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

100%

په پېښور کې د بې‌اسناده افغانانو د نیولو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي
په پېښور کې د هغو افغانانو د پېژندلو، نیولو او افغانستان ته د بېرته لېږلو لپاره د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې شوې دي. د پولیس چارواکو په وینا، د دغو اقداماتو د منظم ترسره کولو لپاره پېښور ښار پر پنځو بېلابېلو برخو وېشل شوی دی.
د پلان له مخې،د پولیسو ۵۰ ځانګړې ډلې به د پېښور په بېلابېلو بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او کاروباري سیمو کې د افغانانو لټه کوي په داسې حال کې چې پاتې د پولیسو ۷۰ ډلې به په استوګنیزو سیمو، ښاري مېشت ځایونو، کینټ، رېنګ روډ او د ښار په شاوخوا سیمو کې د ناقانونه افغانانو د نیولو پسې به شي.
په دغو اقداماتو کې به د پولیسو ترڅنګ د سرحدي ځواکونو، د پاکستان د مرکزي پلټنو ادارې او نورو امنیتي ادارو او اړوندو دولتي څانګو کارکوونکي هم برخه ولري او د چارواکي په وینا، د افغانانو د نیولو او بېرته استولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی او عملي چارې به سر له سبا څخه د نومبر له لومړۍ نېټې (یکشنبه د لړم ۱۰مه) پیل شي.
په پېښور کې پولیس او اړوندې اداره به په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات وکړي چې شک پرې وي او د پاکستان پېژندپاڼې یا نور دولتي اسناد یې په ناقانونه توګه ترلاسه کړي وي او همداراز اړوندې ادارې به د دغو کسانو د اسنادو کره‌والی او قانوني اعتبار هم معلوم کړي.

100%

د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي
په خیبر پښتونخوا کې افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو لپاره په بېلابېلو ولسوالیو کې لنډمهالي کمپونه جوړ شوي دي. په دغو مرکزونو کې د پېښور د جمعه خان کمپ، د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا د لېږد او لنډمهالی کمپ، د اضاخېلو کمپ او په کوهاټ، نوښار، صوابۍ او نورو سیمو کې جوړ شوي مرکزونه شامل دي.
په دغو کمپونو کې افغانستان ته د استول کېدونکو افغانانو نوملیکنه، د اسنادو ارزونه او نورې اړینې اداري چارې ترسره کېږي. د دغو چارو له بشپړېدو وروسته، افغان کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
په دې بهیر کې ښځې، ماشومان، سپین‌ږیري او نور زیان‌منونکي کسان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. د هغوی د تګ راتګ، لنډمهالي استوګنځي او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې یوه مهمه بشري موضوع ده.

100%

د تورخم په دروازه کې یوې افغانې کورنۍ ته د خره او سپي د لېږد اجازه نه ده ورکړل شوې
د تورخم په دروازه کې د پاکستان د ګمرک چارواکو یوې افغانې کورنۍ ته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال د خپل خره او سپي د لېږد اجازه نه‌ده ورکړې.
د پاکستان د ګمرک چارواکو په وینا، دغې کورنۍ خپل خر او سپی په یوه ګاډي کې سپاره کړي وو او غوښتل یې چې له ځان سره یې افغانستان ته یوسي خو د تورخم د صادراتو په ترمینل کې د ګمرک چارواکو ترې د دواړو څارویو سندونه غوښتي دي.
تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې یادې کورنۍ د اسنادو د برابرولو لپاره کوم ګامونه اخیستي او که یې خپل څاروي په پاکستان کې پرېښي دي.

کندوز کې د سرو زرو کانونو د خپلسري استخراج پر ضد اعتراض شوی

۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰
100%

د کندوز د اقتاش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د قراردادي شرکتونو له خوا د سرو زرو کانونو د خپلسري او غیرمعیاري کیندنو او استخراج پر ضد اعتراض کړی دی. اعترا کوونکي وايي، د قراردادي شرکتونو کیندنو عامه تاسیسات او استوګنیز کورونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

د کندوز د اقتاش ولسوالۍ د بندبرق کلي یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ(د لړم ۱۰مه)په یوه اعتراضي غونډه کې وویل، د سرو زرو د کان د استخراج قراردادي شرکتونو په دغه سیمه کې د استنادي دېوالونو، د برېښنا د ستنو، سړکونو او استوګنیزو کورونو لاندې خاوره کیندلې ده.

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړ، چې د کېندنو دوام له امله به استنادي دېوالونو د نړېدو او د سېلابونو راوتلو له المه د سیمې اوسېدونکي له لوی زیان سره مخ کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، کورنۍ یې له ۸۰ کلونو راهیسې په دې سیمه کې ژوند کوي او دغه سیمه له پخوا راهیسې د سېلابونو د تېرېدو لار وه. د هغوی په وینا، د پخواني حکومت پر مهال د استوګنیزو کورونو د ساتنې لپاره په دې سیمه کې استنادي دېوال جوړ شوی و، خو د سرو زرو د کان له موندل کېدو وروسته، له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه ډېر کسان دې سیمې ته راغلي او کېندنې او استخراج یې پیل کړی دی.

د اعتراض کوونکو په وینا، د استوګنیزو کورونو شاوخوا او لاندې څاه‌ګانې هم کیندل شوې دي، چې له امله یې کورونو ته د اوبو د ننوتلو، د ځمکې د سستېدو، د ودانیو د ستنو د زیانمنېدو او د کورونو د نړېدو احتمال زیات شوی دی.

هغوی د سیمې د عامه تاسیساتو او بنسټیزو زېربناوو د ګواښمنېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د تخار او خان‌اباد د برېښنا د لېږد مزو ستنې، عمومي سړک، د اوبو رسولو شبکه، استنادي دېوال او کرنیزې ځمکې هم د زیان له ګواښ سره مخ دي. ځايي اوسېدونکي خبرداری ورکوي، چې له تخنیکي څارنې او ارزونې پرته د کېندنو دوام ښايي سیمې ته پراخ زیانونه واړوي.

د اقتاش ولسوالۍ د اوسېدونکو یوه بله اندېښنه د ناپېژاندو کسانو د تګ راتګ زیاتوالی او پر کورنیو د هغه اغېز دی. هغوی وايي، د دغو کسانو د تګ راتګ په زیاتېدو سره ښځې او نجونې د ناامنۍ احساس کوي او ځینې کورنۍ د امنیتي اندېښنو له امله خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په ازاده توګه له کوره بهر ووځي.

اعتراض کوونکي همداراز ادعا کوي، چې ځینې ځایي کسان هم د کانونو د استخراج په فعالیتونو او هغو اقداماتو کې ښکېل دي چې خلک یې پر ضد اعتراض کوي. هغوی غوښتنه کړې چې په دغو فعالیتونو کې د ټولو ښکېلو کسانو ونډه، پرته له دې چې قومیت او ټولنیز دریځ یې په پام کې ونیول شي، وڅېړل شي.

د بندبرق کلي اوسېدونکو په کندوز کې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي چې د کورونو او عامه تاسیساتو ته نږدې کېندنې تر هغه وخته ودروي، څو تخنیکي ارزونې ترسره شوې نه وي.

هغوی همداراز سیمې د یوه بې‌طرفه پلاوي د لېږلو غوښتنه کړې، څو د کان د استخراج احتمالي خطرونه وڅېړي، د برېښنا د پایو، عمومي سړک او د اوبو رسولو شبکې وضعیت وارزوي، د ښځو او کورنیو امنیت ټینګ کړي او د قومي تبعیض په اړه شکایتونو ته رسېدنه وکړي. اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې د هغوی پخوانۍ عریضې هم باید په جدي او عملي توګه وڅېړل شي.

د بندبرق کلي اوسېدونکي وايي، د کانونو له قانوني استخراج سره مخالفت نه لري، خو ټینګار کوي چې د کانونو د استخراج فعالیتونه باید د خلکو د شخصي کورونو او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو په بیه ترسره نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته هڅه کړې چې د خپلې بودیجې د پام وړ برخه د کانونو د استخراج له لارې برابره کړي. دغې ډلې په وروستیو میاشتو کې د ځمکې لاندې زېرمو، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې د سرو زرو د کانونو استخراج پراخ کړی دی.

کارپوهان وايي، د طالبانو په واکمنۍ د کانونو د استخراج بهیر د خپلواکو ادارو له څارنې، مالي روڼتیا او چاپېریالي معیارونو پرته ترسره کېږي.

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۸ لړم ۱۴۰۵ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰
100%

د اسوشیټېد پرېس د یوه نوي راپور له مخې، په افغانستان کې هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو له لوري له لګېدلو سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، هڅه کوي خپله پخوانۍ دودیزه موسیقي په پټه ژوندۍ وساتي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت هر ډول موسیقي منع کړې او غږوونکي یې مجرمان بللي، په کابل او نورو سیمو کې پاتې شوي هنرمندان وایي، چې د پلرونو دا کلتوري میراث به هېڅکله خاموشۍ ته پرېنږدي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر اسوشیټېد پرېس ته ویلي، چې موسیقي په اسلام کې «حرامه» ده، د «شیطان د خوښۍ وسیله» ګڼل کېږي او انسان د نورو ګناهونو لور ته بیايي. هغه ټینګار کړی، چې هېڅوک اجازه نه‌لري سندرې واوري، ریکارډ یې کړي او یا سازونه وغږوي.

په پلازمېنه کابل کې د موسیقۍ پخوانۍ مشهوره سیمه «کوچه خرابات» چې کله به د هنرمندانو له ترانو ډکه وه، اوس په بشپړ ډول بدله شوې او د سازونو پر ځای په‌کې خوراکي توکي، کالي او د کور وسایل پلورل کېږي.

دغو بندیزونو ګڼ شمېر هنرمندان له سختې بې‌وزلۍ سره مخامخ کړي دي. یوه رباب‌غږوونکي ویلي، چې پخوا یې د موسیقۍ د تدریس او پلورنځي له لارې هره ورځ تر ۱۰ زره افغانیو عاید درلود، خو اوس د مزدورۍ له لارې د ورځې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ګټي او د خپلې کورنۍ د نفقې په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

هغه وایي، پلار یې هم د خپل پلورنځي له تړل کېدو وروسته د سختې روحي صدمې او د زړه د حملې له امله ساه ورکړه، خو دی لا هم کله نا کله په یوه کوچنۍ کوټه کې په پټه رباب غږوي او وایي: «تر څو چې ژوندی وي دغه کلتور به ژوندی وساتي».

بل خوا، په پټو ناستو کې د موسیقۍ غږول اوس تر پخوا ډېر خطرناک شوي دي. یوه بل سندرغاړي چې خپل سازونه لکه هارمونیه، رباب، شپېلۍ او طبله یې پټ کړي ویلي، چې څلور کاله کېږي په هېڅ پټ محفل کې یې سندرې نه‌دي ویلي، ځکه نه غواړي ماشومان یې بې‌سرپرسته پاتې شي او خپله بندي شي.

یاد رباب‌غږوونکي هم کیسه کړې، چې پر یوه پټ بنډار د طالبانو محتسبینو برید وکړ او د بنډار ټول کسان یې ونیول، خو دی وتښتېد. له دې ټولو ستونزو سره سره، افغان هنرمندان ټینګار کوي، چې موسیقي د ټولنې له کلتور څخه نه بېلېدونکې ده او دوی به دا هنر خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری هنرمندان په ځانګړې توګه سندرغاړي له هېواده ووتل او ځینې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله په ډېرې تنګسیا او محدودیتونو کې شپې او ورځې تېروي.