طالبانو د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د موسېقۍ ۱۶۹ آلې سوځولي دي

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو په روداتو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د موسېقۍ ۱۶۹ را ټولې کړې آلې سوځولې دي. طالبانو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. د طالبانو په واکمنۍ کې پر موسېقۍ او هنري فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.
