طالبان ادعا کوي، چې دغه درمل قاچاقي، بېکیفیته او له نېټې تېر دي؛ خو د درملو یوشمېر سوداګر بیا دغه پرېکړه د خلکو پر شتمنیو ښکاره تېری او له قانوني سوداګرو سره لوی ظلم بولي.
د درملو سوداګر وایي، د دغه درملو یوه لویه برخه د افغانستان له رسمي لارو، د اجازې له ورکړې او قانوني اسنادو سره هېواد ته راوړل شوې ده؛ خو د طالبانو چارواکو د دوی اسنادو او اعتراضونو ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی.
د دوی په وینا، د زرګونه ټنه درملو په اړه له شواهدو او اسنادو پرته د ټولیزې سوځولو پرېکړه نه یوازې د سوداګرو د کلونو پانګه لهمنځه وړې؛ بلکې د خلکو پر اقتصادي ژوند هم جدي ګوزار دی.
یو سوداګر وایي: «په هغه درملو کې چې اوس یې طالبان سوځوي قاچاقي درمل هم شته؛ خو ۱۶۰ موټره درمل په ټيیک راغلي دي. ټيیک هغه رسمي سند دی، چې افغانستان ته د داخلېدو پرمهال موټرو ته ورکول کېږي. دا په دې معنا ده، چې موټر په رسمي ډول هېواد ته داخل شوی او قانوني اسناد لري. که درمل خراب یا له کومې ستونزې سره مخ وای، باید له پیله یې د داخلېدو اجازه نه وای ورکړل شوې».
د سوداګرو په وینا، که په دغه درملو کې په رښتیاهم قاچاقي، بېکیفیته یا له نېټې تېر درمل موجود وي؛ نو باید یوازې هماغه درمل د مسلکي معایناتو او قانوني پروسې له مخې وڅېړل شي، نه دا چې د ټولو درملو د سوځولو له لارې د خلکو مېلیونونه ډالر پانګه په اور اېرې شي.
د کندهار یو بل سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د ځینو سوداګرو درمل په قصدي ډول په ګمرک کې بند پاتې شوي وو. د هغه په خبره، چارواکو ورته د درملو د اېستلو لپاره د اجازه نامې غوښتنه کوله؛ خو له دې سره، سره ځینو کسانو ته په کابل کې دغه اسناد ورکړل شوي وو، په کندهار کې بیا د خپلو درملو د اېستلو اجازه نه ورکول کېده.
نوموړی زیاتوي، سوداګرو ټول رسمي اسناد او د قانوني وارداتو مدارک لرل؛ خو د دوی غوښتنې او اعتراضونه له پامه وغورځول شول او اوس یې د کلونو پانګه سوځول کېږي. یو بل سوداګر پر طالبانو سختې نیوکې کوي او وایي، د درملو د بندولو او ځنډولو تر شا قصدي چلند دی.
د هغه په وینا، «طالبانو دغه درمل په قصدي توګه وځنډول؛ څو نېټه یې تېره شي، له دغه درملو څخه یې ډېر بازار ته وړي او پلورلي یې دي، یوازې پاتې برخه یې اوس سوځوي؛ څو خلکو ته داسې وښيي چې ګواکې ټول درمل یې له منځه وړي دي».
کندهار کې د درملو سوداګر د یادې پرېکړې د حقوقي بهیر په اړه هم جدي اعتراضونه لري. د دوی په وینا، لومړنۍ محکمې د درملو د سوځولو پرېکړه کړې وه؛ خو د تمیز محکمې بېرته دغه پرېکړه نقض کړې او د درملو د نه سوځولو حکم یې ورکړی وو.
یوشمېر سوداګر وایي، د دغه درملو تاوان یوازې د څو لویو سوداګرو نه دی؛ بلکې په دې پانګه کې د لسګونه نورو کسانو پیسې، پورونه او د ژوند سپما هم شامله ده. د دوی په خبره، ځینو کسانو د خپل ټول ژوند شتمني په دغه درملو کې پانګونه کړې وه؛ خو اوس یې د یوې پرېکړې په پایله کې هر څه د له منځه تلو په حال کې دي.
یوه زیانمن شوی سوداګر چې د طالبانو له چلند څخه سخت شکایت لري، د لمانځه پرمهال د هغوی پر ضد ښېراوې کوي او وایي، شل کاله یې د طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کړې وه؛ خو اوس یې هماغه کسانو د ژوند ټولې شتمنۍ ور تباه کړې دي.
نوموړی وایي، له طالبانو سره یې همکاري کړې خو اوس ترې پیسې او مالیې اخیستل کېږي او د هېچا غږ نه اورېدل کېږي. دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د درملو د سوځولو موضوع د سوداګرو او طالب چارواکو ترمنځ جنجال راپورته کوي.
تر دې وړاندې په هرات کې هم په زیاته اندازه هغه درمل سوځول شوي وو، چې د ګمرکي محصول او رسمي اسنادو له لارې هېواد ته وارد شوي وو. سوداګر وایي، طالب چارواکي باید د شل مېلیون ډالرو په ارزښت د دغه درملو د برخلیک په اړه خلکو ته روښانه ځواب ووایي، د سوداګرو اسناد په خپلواکه توګه وڅېړي، د تمیز محکمې د پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او تر هغه چې د هرې جوپې قانوني او روغتیایي وضعیت نه وي روښانه شوی، د درملو د سوځولو بهیر ودروي.
که څه هم د کندهار د ګمرک رییس منصورالحق ذاکر د دغه درملو د سوځېدو په اړه وضاحت ورکړی؛ خو د سوداګرو هیڅ پوښتنې او لاملونو ته یې ځواب نهدی ورکړی.