• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لوګر کې د طالبانو یوه زنداني ځانوژنه کړې ده

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ په نظارت خونه کې یوه بندي ځان وژلی دی. یاد شوی سردارولي نومېده او د محمداغې د ناظر کلي اوسېدونکی و. نوموړی د وسله‌والې غلا په تور بندي و.

په لوګر کې ځايي سرچینو نن سې شنبه(د لړم ۱۲مه )وویل، چې دا پېښه تېره شپه ناوخته شوې ده.

افغانستان انټرنشنل د پېښې له ځایه د نوموړي تصویر هم ترلاسه کړی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه بندي سردارولي نومېده او د شېرعلم زوی و.

د سرچنو په خبره، دغه پېښه تېره شپه له دولسو بجو وروسته رامنځته شوې ده.

طالبانو د دې پېښې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو څارونکي وخت پر وخت د طالبانو په زندانونو کې د ناوړه چلند راپورونه خپروي، خو طالبان یې بې بنسټه ګڼي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

•
•
•

نور خبرونه

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو محدودیتونو د افغان ځوانانو د راتلونکي هیلې له منځه وړې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰
100%

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، د طالبانو محدودیتونو د افغان ځوانانو هغه هیلې سختې محدودې کړې یا یې له منځه وړې دي، چې لوړې زده‌کړې وکړي، دندې ومومي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي، کورنۍ جوړې کړي او ټولنې ته خدمت وکړي.

بېنېټ د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې په څنډه کې د «افغان ځوانان په دوه‌لارې کې؛ حقونه، هیلې، ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د ځوانانو له زده‌کړو، کار، مشرتابه او پرېکړو کولو بهیرونو کې له ګډون پرته، افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته نه شي رسېدای.

دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د رایول والنبرګ د بشري حقونو او بشردوستانه حقونو له انسټیټیوټ سره په همکارۍ او د ایرلنډ او ډنمارک د دایمي استازولیو په ملاتړ جوړه شوې وه.

ریچارد بېنېټ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د شمېرو په حواله ویلي، د افغانستان شاوخوا ۳۴ سلنه نفوس، چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د ۱۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لري او د هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي ۲۵ کلن یا تر دې کم‌عمره دي.

هغه ویلي، افغان ځوانان غواړي لوړې زده‌کړې وکړي، د مناسبو دندو خاوندان شي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي، کورنۍ جوړې کړي، په ټولنیز ژوند کې ونډه واخلي او خپلو ټولنو ته خدمت وکړي؛ خو په افغانستان کې د دغو فرصتونو ډېره برخه سخته محدوده شوې یا په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی، چې ځوانان بېلابېلې تجربې، لومړیتوبونه او هیلې لري او باید د دوی اړتیاوې په جلا او ځانګړي ډول په پام کې ونیول شي.

بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې یوازې پر اوسني نسل اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو پر برخلیک هم اغېز پرېباسي.

د هغه په وینا، افغان ځوانان له یو لړ تړلو ستونزو سره مخ دي، چې تبعیض، له زده‌کړو او کار څخه محرومیت، بېوزلي، معلوماتو او د بیان ازادۍ ته محدود لاسرسی او په پرېکړو کولو کې له ګډون څخه د ځوانانو ګوښه کول په کې شامل دي.

بېنېټ زیاته کړې، چې د طالبانو د محدودیتونو اغېزې پر ټولو ځوانانو یو ډول نه دي، بلکې د جنسیت، قومیت، مذهب، د اوسېدو ځای، اقتصادي وضعیت، معلولیت او د زده‌کړو د مخینې له مخې توپیر لري.

هغه د ځوانو ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې هغوی له سخت او بنسټیز تبعیض سره مخ دي، چې د جنسیت پر بنسټ ځورونه او ځپنه بلل کېدای شي.

بېنېټ د علمي ازادۍ او انتقادي فکر پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدل او پر ایډیالوژیکو زده‌کړو ټینګار د افغانستان د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ بللي دي. د هغه په وینا، ځوانان د مشرتابه د وړتیاوو د پیاوړتیا او د پرېکړو کولو په بهیرونو کې د ګډون لپاره هم لږ فرصتونه لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ځوانانو لپاره پر عملي فرصتونو پانګونه وکړي. هغه د زده‌کړو بورسونه، د انلاین زده‌کړو باکیفیته پروګرامونه، تخنیکي او مسلکي روزنه، ډیجیټلي مهارتونه، سوداګري او د نړیوالو کاري فرصتونو برابرول د ملاتړ له مهمو برخو بللي دي.

د دوو نورو افغانانو اعدام؛ ایران د ۲۰۲۶کال له پیل څخه تر اوسه ۲۷ افغانان اعدام کړي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰
100%

د ایران د بشرې حقونو یو بنسټ «هه‌نګاو» راپور ورکړی چې ایران د مبارک محمدي او قاسم ملا امیني په نوم دوه نور افغانان هم د اصفهان په «دستګرد» زندان کې اعدام کړي. د افغانستان انټرنشنل راټولو شویو شمېرو له مخې د ۲۰۲۶کال له پیل د نوامبر میاشتې تر ۳مې نیټې ایران ۲۷ افغانان اعدام کړي.

هه‌نګاو سه شنبه (د لړم۱۲مه) د مخدره توکو د لیږد اړوند یوې ګډې قضیې کې د ښکیلتیا له امله د دغو دوو افغانانو د اعدام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې مبارک محمدي ۴۳ کلن او د څلورو ماشومانو پلار و او قاسم امیني یې ۴۹کلن او د درېیوماشومانو پلار یاد کړی.
هه‌نګاو ویلي چې دواړه د جوزجان ولایت اصلي اوسېدونکي وو، چې په مشهد کې اوسېدل او چهارشنبه سهار (د تلې۲۹مه) د اکټوبر میاشتې په ۲۱مه نیټه اعدام شوي.

د بشري حقونو دغه بنسټ همداراز ویلي چې مبارک او قاسم د یو بل خپلوان و خو د هغوی د کورنۍ اړیکې په اړه یې وضاحت ندی ورکړی کړی.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې ایران تر اوسه د دغو دوو افغانانو د اعدام خبر په رسمي توګه ندی اعلان کړی.
د افغانستان انټرنشل پښتو لخوا راټولې شوې شمېرې ښیي چې ایران د ۲۰۲۶کال له پیل د نوامبر میاشتې تر ۳مې نیټې ۲۷ افغانان اعدام کړي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ځینو اعدامونو د رسمي نه اعلان له امله ښايي اصلي شمېرې تر دې هم لوړې وي.

ایران د روان کال له پیل د سپتمبر تر ۷می نیټې ۲۳افغانان اعدام کړي و چې له هغه وروسته د همدې میاشتې په ۱۵مه د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو خبر ورکړ چې ایران د خلیل افغان په نوم یو ۲۵ کلن ځوان د نشه‌يي توکو د قاچاق په جرم د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.
له هغه وروسته د اکټوبر په ۲مه یاد بنسټ د ۴۲ کلن افغان وګړی تورات محمدي چې پخوا د ایران د سپاه پاسداران غړی و د جاسوسۍ په تور د اعدام خبر ورکړ. د راپور له مخې، دغه افغان زنداني د کرج په زندان کې اعدام شوی و.
د ایران لخوا د افغانانو د اعدام په دوام لاهم طالبانو په رسمي توکه د دغو اعدامونو په تړاو له ایران نه د وضاحت غوښتنه نه ده او نه یې هم په دې اړه کوم غبرګون ښودلی.
د بشري حقونو کارپوهان د طالبانو پر دغې چوپتیا نیوکه کوي او وایي چې یو حاکم حکومت باید د خپلو وګړو د ساتنې او د هغوی اړوند ټولو مسایلو کې ښکیل وي.
د بشري حقونو یوه کارپوه، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې طالبان باید له ایران نه وپوښتي چې ولې دغه هېواد د طالبانو له همغږۍ پرته افغانان اعداموي.

نوموړی وايي، یا طالبان دومره جرات او صلاحیت نه لري چې له ایران نه دا پوښتنه وکړي او یا هم په دې برخه کې د ایران د کړنو پر وړاندې د اعتراض اراده نه لري.

نوموړي ویلي: «د طالبانو چوپتیا دوه مسلې په ډاګه کوي؛ یا وېره لري او د اقدام کولو صلاحیت په ځان کې نه ویني او یا هم د ایران د دې کړنې پر وړاندې د اعتراض اراده نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره ورځ له امریکا نه د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې دوی د ټولو افغانانو پر وړاندې ځان مسوول ګڼي که هغه د نړۍ په هر ګوټ کې وي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونو راپورونه ښیي چې د ایران لخوا ډیری افغانان د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي؛ خو ویل کیږی پر ځینو نورو بیا د وژنې، جاسوسۍ، جنسي تیري او د ایران حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون په څېر تورونه هم لګېدلي وو.

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۰
100%

افغانه فلم‌جوړوونکې او ډایرکټره شهربانو سادات وايي، ښځې د سینما په صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي او د فلمونو د بودیجې کمښت او د تمویل کوونکو بنسټونو ناپوهي د ښځینه او نارینه فلم‌جوړوونکو ترمنځ د نابرابرۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

نوموړې چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د توکیو د نړیوال فلمي فستیوال په څنډه کې د ښځو د سینما د راتلونکي په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض د فلمونو د جوړولو او د بودیجې د برابرولو له لومړنیو پړاوونو پیلېږي.

په دې غونډه کې د سربیا فلم‌جوړې یلنا ماکسیموویچ هم ګډون درلود.

شهربانو سادات د افغانستان د سینما په برخه کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو په اړه ویلي: «یوه کلتوري مافیا شته چې له یوې ډلې زړو نارینه‌وو جوړه ده او تاسې د یوې ښځې په توګه هېڅکله نه شئ کولای هغې ته ورننوځئ.»

د نوموړې په وینا، ښځې د دې لپاره چې د نارینه فلم‌جوړوونکو په څېر مساوي فرصتونه او امتیازونه ترلاسه کړي، اړ کېږي چې تسلیم شي او جوړجاړی وکړي.

سادات وايي، د سینمايي فعالیتونو د دوام لپاره یې له اروپايي فلمي صنعت سره د همکارۍ لاره غوره کړې؛ خو د نوموړې په خبره، د اروپا د سینما د تمویل په سیستم کې هم ښځې له نابرابرۍ سره مخ دي.

هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او د سیستم په جوړښت کې ځای لري».

شهربانو سادات، چې سږ کال د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ برخې د پلاوي غړې هم وه، په دغه فستیوال کې یې د ښځو د کم‌رنګ حضور په اړه نیوکه کړې ده.

د هغې په وینا، د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ په برخه کې له ۲۰ نندارې ته وړاندې شویو فلمونو څخه یوازې یو فلم د یوې ښځینه ډایرکټرې له خوا جوړ شوی و. دغه فلم، چې «نامعلومه ښځه» نومېږي او می الطوخي یې لارښوونه کړې، په پای کې د فستیوال ستره جایزه، د سرو زرو زمری، وګټله.

سادات ویلي، د نارینه فلم‌جوړوونکو ځینې فلمونه په سیالۍ کې له ټیټ کیفیت سره سره شامل شوي وو، خو د ښځو فلمونه د ارزونې پر مهال له سختو معیارونو سره مخ کېږي.

هغې ویلي: «ښځینه ډایرکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کمزوری فلم جوړ کړي».

د دې افغان فلم‌جوړوونکې په باور، ښځو ته هم باید د نارینه‌وو په څېر د تجربې کولو او ان د تېروتنې فرصت ورکړل شي. د هغې په خبره، له ښځو څخه د بې‌نقصه کار تمه کول پر هغوی اضافي فشار راولي او مسلکي فعالیتونه یې اغېزمنوي.

د شهربانو سادات نوی فلم «ښه نارینه نه شته» د برلین د ۷۶م نړیوال فلمي فستیوال پرانیستونکی فلم و او وروسته د توکیو په نړیوال فلمي فستیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو.

نوموړې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي: «موږ له یوه جګړه‌ځپلي هېواد څخه راغلي یو او زموږ خلک په بشپړه توګه د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي. موږ د راتلونکي په اړه فکر نه کوو، بلکې پر اوسني وخت تمرکز کوو.»

سادات ټینګار کړی، چې بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېدای شي او د لویو تحولاتو لپاره باید انتظار ونه شي. د هغې په وینا، دغه بدلونونه په تدریجي ډول او د اوږدې مودې په تېرېدو رامنځته کېږي.

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۹ GMT+۰
100%

د کندهار په ګمرک کې طالب چارواکو له یوشمېر نورو مسوولینو سره په ګډه پرېکړه کړې، چې په دغه ګمرک کې له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې زېرمه شوي تر زر ټنه زیات درمل وسوځوي؛ هغه درمل چې ارزښت یې شاوخوا شل مېلیون ډالره اټکل شوی دی.

طالبان ادعا کوي، چې دغه درمل قاچاقي، بې‌کیفیته او له نېټې تېر دي؛ خو د درملو یوشمېر سوداګر بیا دغه پرېکړه د خلکو پر شتمنیو ښکاره تېری او له قانوني سوداګرو سره لوی ظلم بولي.

د درملو سوداګر وایي، د دغه درملو یوه لویه برخه د افغانستان له رسمي لارو، د اجازې له ورکړې او قانوني اسنادو سره هېواد ته راوړل شوې ده؛ خو د طالبانو چارواکو د دوی اسنادو او اعتراضونو ته هېڅ ارزښت نه دی ورکړی.

د دوی په وینا، د زرګونه ټنه درملو په اړه له شواهدو او اسنادو پرته د ټولیزې سوځولو پرېکړه نه یوازې د سوداګرو د کلونو پانګه له‌منځه وړې؛ بلکې د خلکو پر اقتصادي ژوند هم جدي ګوزار دی.

یو سوداګر وایي: «په هغه درملو کې چې اوس یې طالبان سوځوي قاچاقي درمل هم شته؛ خو ۱۶۰ موټره درمل په ټي‌یک راغلي دي. ټي‌یک هغه رسمي سند دی، چې افغانستان ته د داخلېدو پرمهال موټرو ته ورکول کېږي. دا په دې معنا ده، چې موټر په رسمي ډول هېواد ته داخل شوی او قانوني اسناد لري. که درمل خراب یا له کومې ستونزې سره مخ وای، باید له پیله یې د داخلېدو اجازه نه وای ورکړل شوې».

د سوداګرو په وینا، که په دغه درملو کې په رښتیاهم قاچاقي، بې‌کیفیته یا له نېټې تېر درمل موجود وي؛ نو باید یوازې هماغه درمل د مسلکي معایناتو او قانوني پروسې له مخې وڅېړل شي، نه دا چې د ټولو درملو د سوځولو له لارې د خلکو مېلیونونه ډالر پانګه په اور اېرې شي.

د کندهار یو بل سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط وایي، د ځینو سوداګرو درمل په قصدي ډول په ګمرک کې بند پاتې شوي وو. د هغه په خبره، چارواکو ورته د درملو د اېستلو لپاره د اجازه نامې غوښتنه کوله؛ خو له دې سره، سره ځینو کسانو ته په کابل کې دغه اسناد ورکړل شوي وو، په کندهار کې بیا د خپلو درملو د اېستلو اجازه نه ورکول کېده.

نوموړی زیاتوي، سوداګرو ټول رسمي اسناد او د قانوني وارداتو مدارک لرل؛ خو د دوی غوښتنې او اعتراضونه له پامه وغورځول شول او اوس یې د کلونو پانګه سوځول کېږي. یو بل سوداګر پر طالبانو سختې نیوکې کوي او وایي، د درملو د بندولو او ځنډولو تر شا قصدي چلند دی.

د هغه په وینا، «طالبانو دغه درمل په قصدي توګه وځنډول؛ څو نېټه یې تېره شي، له دغه درملو څخه یې ډېر بازار ته وړي او پلورلي یې دي، یوازې پاتې برخه یې اوس سوځوي؛ څو خلکو ته داسې وښيي چې ګواکې ټول درمل یې له منځه وړي دي».

کندهار کې د درملو سوداګر د یادې پرېکړې د حقوقي بهیر په اړه هم جدي اعتراضونه لري. د دوی په وینا، لومړنۍ محکمې د درملو د سوځولو پرېکړه کړې وه؛ خو د تمیز محکمې بېرته دغه پرېکړه نقض کړې او د درملو د نه سوځولو حکم یې ورکړی وو.

یوشمېر سوداګر وایي، د دغه درملو تاوان یوازې د څو لویو سوداګرو نه دی؛ بلکې په دې پانګه کې د لسګونه نورو کسانو پیسې، پورونه او د ژوند سپما هم شامله ده. د دوی په خبره، ځینو کسانو د خپل ټول ژوند شتمني په دغه درملو کې پانګونه کړې وه؛ خو اوس یې د یوې پرېکړې په پایله کې هر څه د له منځه تلو په حال کې دي.

یوه زیانمن شوی سوداګر چې د طالبانو له چلند څخه سخت شکایت لري، د لمانځه پرمهال د هغوی پر ضد ښېراوې کوي او وایي، شل کاله یې د طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کړې وه؛ خو اوس یې هماغه کسانو د ژوند ټولې شتمنۍ ور تباه کړې دي.

نوموړی وایي، له طالبانو سره یې همکاري کړې خو اوس ترې پیسې او مالیې اخیستل کېږي او د هېچا غږ نه اورېدل کېږي. دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د درملو د سوځولو موضوع د سوداګرو او طالب چارواکو ترمنځ جنجال راپورته کوي.

تر دې وړاندې په هرات کې هم په زیاته اندازه هغه درمل سوځول شوي وو، چې د ګمرکي محصول او رسمي اسنادو له لارې هېواد ته وارد شوي وو. سوداګر وایي، طالب چارواکي باید د شل مېلیون ډالرو په ارزښت د دغه درملو د برخلیک په اړه خلکو ته روښانه ځواب ووایي، د سوداګرو اسناد په خپلواکه توګه وڅېړي، د تمیز محکمې د پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي او تر هغه چې د هرې جوپې قانوني او روغتیایي وضعیت نه وي روښانه شوی، د درملو د سوځولو بهیر ودروي.

که څه هم د کندهار د ګمرک رییس منصورالحق ذاکر د دغه درملو د سوځېدو په اړه وضاحت ورکړی؛ خو د سوداګرو هیڅ پوښتنې او لاملونو ته یې ځواب نه‌دی ورکړی.

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې جوړولو هڅه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کوي او په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د څلور اړخیزې غونډې زمینه برابره کړي.

بقایي د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د تړاو په اړه د تهران پام نه‌دی اړولی.

هغه وویل، ایران په تېر یوه کال کې له سیمه‌ییزو څو اړخیزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې له فرصتونو په ګټې اخیستنې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د یادې غونډې د جوړېدو لپاره د چمتووالي په موخه د دغه وزارت اړوند عمومي رییس ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه کړي دي. بقایي د دغه هڅو په اړه وویل: «د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، اړوند ډیپلوماتیکې چارې په جدي توګه روانې دي».

هغه ټینګار وکړ، چې تهران د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته پام کوي او د افغانستان په اړه ډیپلوماتیک بهیر یې په خپل کاري لومړیتوب کې ساتلی دی. بقایي همداراز وویل، چې ایران د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم د سیمه‌ییزو خبرو اترو بهیر هم د تلې په میاشت کې په جدي توګه څارلی او د یاد بهیر په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان د موضوع د اهمیت په اړه وویل: «په سیمه‌ییزه کچه وروستیو بدلونونو او کړکېچونه هېڅکله د دې لامل نه دي شوي، چې د افغانستان اړوند بهیرونو، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د نه بېلېدونکي تړاو اهمیت له پامه وغورځوو».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په داسې حال کې د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو لپاره د تهران د هڅو خبر ورکوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان وضعیت، امنیتي اندېښنې او له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې د سیمې د هېوادونو د ډیپلوماتیکو خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د بقایي د څرګندونو له مخې، ایران غواړي د سیمه‌ییزو ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د افغانستان په اړه خبرې او همغږي پیاوړې کړي؛ خو نوموړي د راتلونکې څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه او د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.