• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي هلمند کې یې ۸۰ میله وسلې او زرګونه مرمۍ نیولې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د ترسره شویو کشفي عملیاتو په پایله کې یې ۸۰ میله بېلابېلې وسلې، زرګونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ او ګڼ نظامي تجهیزات نیول شوي. دوی زیاتوي په دې تړاو ۱۰ تنه نیول شوي هم دي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ نن سې شنبه، د لړم پر ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وسلې او نظامي تجهیزان یې په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې نیولي دي.

د معلوماتو له مخې، په نیول شویو وسلو کې ۴۹ میله تفنګچې، ۱۲ میله کلاشینکوفونه، ۷ میله کمرشکان، ۴ میله M16، یوه قبضه راکټ، ۴ میله کرینکوفونه، ۲ میله پیکاوې او یو میل سلنډر شامل دي.

طالبانو همدراز ویلي، چې د عملیاتو پر مهال ۱۰۲۶ عدده لېزري خراګونه، ۸۳۶۲ فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۷۶ بېلابېل ډول شاژورونه، ۱۳ پارسلونه باروت، ۳۴ پایې مخابرې، یو شمېر نظامي انتنونه او نور تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د هلمند امنیه قوماندانۍ په وینا، چې د یادو وسلو او نظامي تجهیزاتو په تړاو ۱۰ تنه شکمن کسان هم نیول شوي دي.

طالبانو د دغو کسانو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

د دغو وسلو او نظامي تجهیزاتو د نیولو خبر په داسې مهال ورکړل شوی، چې له هلمند او شاوخوا ولایتونو څخه په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر وسله والو مخالفو ډلو د دوی پر ضد د بېلابېلو بریدونو خبرونه ورکړي دي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

•
•
•

نور خبرونه

یونیسف ومنله چې په کابل کې یې د یو شمېر ښځینه کارکوونکو دندې ځنډولې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې د بودیجې د کمښت له امله یې په ټوله نړۍ او له هغې ډلې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی. په کابل کې د دغې ادارې یو شمېر ښځینه افغان کارکوونکو هم د خپلو کارونو د ځنډ خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د سه‌شنبې په ورځ(د لړم په ۱۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا ښځینه یې رسمي کارکوونکې نه دي او ښایي د همکارو ادارو یا قراردادیانو له خوا ګومارل شوې وي.

معترضې مېرمنې وایي، چې له دې ډلې، ۹ کسان د اچ‌بي‌ایل موسسې له لارې ګومارل شوې وې او لږ تر لږه څلور تنه د یونیسف رسمي کارکوونکې وې.

یونیسف وویل، چې په ټوله نړۍ کې د خپلو پروګرامونو په پلي کولو کې «د مالي سرچینو برابرولو له سختو شرایطو» سره مخ دی.

په افغانستان کې د یونیسف دفتر تایید کړه، چې د بودیجې کمښت د دې بنسټ د ښځینه او نارینه کارکوونکو پر دوام اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ټینګار وکړ، چې د بودیجې له کمېدو سره سره، هڅه کوي چې افغان ماشومانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر وساتي.

دغه بنسټ وویل، چې د ملګرو ملتونو د ژمنو سره سم، د خپلو کارکوونکو ترمنځ جنسیتي تنوع په پام کې نیسي.

یوې ډلې افغان مېرمنو ادعا کړې، چې یونیسف د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار د بندیز له امله، د دوی کاري قراردادونه نه دي غځولي.

دغو ښځو وویل، چې شمېر یې ۱۳ کسانو ته رسېږي چې ډېرو یې د وړوکتون د ښوونکو په توګه او همدارنګه په پلچرخي کې د یونیسف په مرکزي دفتر کې د منلو او صفاکارۍ په برخو کې کار کاوه.

دغو مېرمنو افغانستان انټرنشنل ته په یوه لیک کې لیکلي، وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد، په تېر نږدې یو کال کې خپلو دندو ته له تګ څخه بې‌برخې شوې، خو معاش یې ترلاسه کاوه.

دوی ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې یونیسف ویلي چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار د بندیز له امله دوی ته «اړتیا نه لري.»

معترضې ښځې وایي دوی د کابل په پلچرخي کې د یونیسف په مرکزي دفتر کې کار کاوه.

همدارنګه دوی ادعا کوي، چې ځینو یې له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې په دې دفتر کې کار کړی دی.

د معلوماتو له مخې، ۱۰ تنه د وړوکتون د ښوونکو په توګه او څلور نور کسان د هرکلي، صفاکارۍ او سوپروایزرۍ په برخو کې کار کړی دی.

طالبانو د تېر کال په وږي میاشت کې د خپل مشر هبت‌الله اخندزاده په امر د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتو مخه ونیوله.

تر هغې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه لري.

ملګرو ملتونو د زمري میاشتې په منځ کې اعلان وکړ چې د طالبانو د محدودیتونو په پایله کې، درې زره او ۳۰۰ ښځینه او نارینه کارکوونکي په کور شوي دي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په دې موده کې بیا- بیا ټینګار کړی چې د میلیونونو اړمنو کسانو لپاره د ژغورونکو مرستو په رسولو کې د ښځو ونډه اړینه ده.

د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د افغان فعالانو غبرګونونه هم راپارولي دي.

له هېواده بهر د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو ملګري ملتونه د طالبانو د جنسیتي تبعیض پر عادي کولو تورن کړي دي.

د بشري حقونو فعالې زبیده اکبر د لړم په پنځمه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وویل، چې افغان ښځې به تر کومه وخته انتظار وباسي او د طالبانو له خوا د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کېدو کوم اسناد او شواهد وړاندې کړي ترڅو نړۍ یو اقدام ترسره کړي.

مېرمن اکبر ملګري ملتونه له بشري حقونو او د ښځو له حقونو سره پر انتخابي چلند تورن کړل او زیاته یې کړه چې دغه سازمان د طالبانو د غوښتنو د پوره کولو لپاره، له طالبانو سره په لیدنو کې د ښځینه استازو له شتون څخه ډډه کوي.

د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د «دارالتأدیب» یا قانوني توقیف‌خونو په توګه پېژندل کېږي او د جرمونو په تور د نیول شویو ماشومانو د ساتلو لپاره جوړ شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر د پخواني حکومت د واکمنۍ د مودې په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل د څېړنو پر بنسټ، په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۹۵۰ تنو څخه، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، په ۱۴۰۴ کال کې ۱۵۰ زره او ۲۵۲ تنو ته رسېدلی دی.

100%

۱۵۸ برابره زیاتوالی؛ له جمهوریت څخه د طالبانو تر واکمنۍ پورې

د ۱۳۹۹ څخه تر ۱۴۰۴ کال پورې د احصایې ادارې د کلنیو کتابونو د شمېرو څېړنه ښيي چې د جرم په تور د نیول شویو ماشومانو شمېر، چې د روزنې او اصلاح په مرکزونو کې ساتل کېږي، په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

په ۱۳۹۹ کال کې، د جمهوري نظام تر سقوط مخکې، د عدلیې وزارت د هېواد په ۳۴ د ماشومانو د اصلاح په مرکزونو کې د ثبت شویو ټولو ماشومانو شمېر یوازې ۹۵۰ تنه اعلان کړی و. په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د شمېرو د ثبت جوړښت له منځه ولاړ او په هغه کال یوازې په کابل کې د ۶۹ ماشومانو د ثبت راپور ورکړل شو. د نورو ولایتونو شمېرې نه دي موجودې؛ خو د دې ډلې د ادارو له تدریجي ټینګېدو سره، د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو د شمېر چټک زیاتوالی پیل شو.

د طالبانو د احصایې ادارې په کلنیو کتابونو کې ثبت شوې شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۱ کال کې د ماشومانو شمېر له ۳۱ زرو څخه پیل شو او په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې په پرله‌پسې ډول دوه برابره شو. په پای کې د ۱۴۰۴ کال په کلني کتاب کې خپل تر ټولو لوړې کچې، یعنې ۱۵۰ زره او ۲۵۲ ماشومانو ته ورسېد.

په دې توګه، په دغو مرکزونو کې د ماشومانو د دوسیو ټول شمېر د جمهوریت د دورې په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی او د مرکزونو شمېر هم له ۳۴ څخه ۴۵ ته لوړ شوی دی.

100%

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ټول هېواد کې د ماشومانو د اصلاح په مرکزونو کې د ماشومانو د شمېر دومره زیاتوالی، په داسې حال کې چې یوازې ۱۱ مرکزونه ورزیات شوي، پوښتنې راپورته کوي. په دغو مرکزونو کې د ماشومانو د ساتنې له څرنګوالي نیولې، د هغوی تر روغتیايي وضعیت، زده‌کړو او د دوسیو تر څېړنې پورې ګڼې پوښتنې شته.

پخوانی مدافع وکیل سید مسعود حسيني افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمهوریت پر مهال ماشومان یوازې هغه وخت نیول کېدل چې په ښکاره یې جنایي جرم کړی وای او د قانون تګلاره پر ټولنیزې اصلاح او کورنیو ته د ماشومانو پر سپارلو ولاړه وه.

هغه زیاتوي چې د پخوانیو قوانینو په لغوه کېدو او د طالبانو د تفسیرونو په پلي کېدو سره، بېوزلي، سوالګري او د ماشومانو کار هم ښایي جرم وګڼل شي او د طالبانو محکمې له ماشومانو سره د لویانو په څېر او د سزا ورکولو پر بنسټ چلند کوي.

په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د دوسیو تمرکز او د نجونو ۳۵۰۰ برابره زیاتوالی

د ۱۴۰۴ کال په کلني کتاب کې د ولایتونو د شمېرو څېړنه ښيي چې د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو نږدې ۷۳سلنه په پنځو ولایتونو، هرات، کابل، ننګرهار، پکتیا او دایکنډي کې متمرکز دي.

هرات په خپلو ۹ مرکزونو کې د ۳۴ زره او ۸۹۶ ماشومانو په ثبتولو سره تر ټولو لوړه شمېره لري. ورپسې کابل د ۲۹ زره او ۵۷۰، ننګرهار د ۲۵ زره او ۹۷، پکتیا د ۱۱ زره او ۱۱ او دایکنډي د ۹ زره او ۳۳۰ ماشومانو په لرلو سره راځي.

په دغو پنځو ولایتونو کې د ماشومانو ټول شمېر ۱۰۹ زره او ۹۰۴ دی؛ یعنې د ټولو ۱۵۰ زره او ۲۵۲ ماشومانو شاوخوا ۷۳.۱ سلنه جوړوي.

100%

د دغو شمېرو یوه د پام وړ برخه په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو نجونو د شمېر څرګند زیاتوالی دی. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۹کال کې په ټول افغانستان کې یوازې ۱۸ نجونې د توقیف په مرکزونو کې ثبت شوې وې، دا شمېره په ۱۴۰۴ کال کې ۶۲ زره او ۴۷۱ تنو ته رسېدلې ده؛ یعنې نږدې ۳۵۰۰ برابره زیاتوالی.

په هرات، کابل او دایکنډي ولایتونو کې هم د ثبت شویو نجونو شمېر تر هلکانو ډېر دی.

د طالبانو د دوو ادارو ترمنځ د مسوولیت موضوع

په تېرو څلورو کلونو کې د ماشومانو د ساتنې مرکزونه د طالبانو د زندانونو ادارې تر څارنې لاندې وو؛ خو ملا هبت‌الله د لړم میاشتې په ۲۷مه په یوه فرمان کې امر وکړ چې دغه مرکزونه دې په ۳۰ ورځو کې د عدلیې وزارت ته وسپارل شي. دې بدلون د ماشومانو د ساتنې په اړه د مسوولیت موضوع لا مبهمه کړې او له دغو دوو ادارو څخه هېڅ یوې نه دي غوښتي چې د ماشومانو د وضعیت په اړه روښانه ځواب ورکړي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ساتنې په مرکزونو کې د ماشومانو د وضعیت او د هغوی د شمېر د زیاتوالي د لاملونو د څېړلو لپاره د عدلیې وزارت او د زندانونو له ادارې سره اړیکه ونیوله، خو خپلو پوښتنو ته یې روښانه ځواب ترلاسه نه کړ.

د طالبانو د زندانونو ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د دغه فرمان له صادرېدو وروسته د دغو ماشومانو مسوولیت نور د زندانونو ادارې پورې اړه نه لري او د عدلیې وزارت باید په دې اړه ځواب ووايي.

بل لور ته، د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت رسولي هم د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب ورنه کړ او یوازې یې وویل چې د مرکزونو د سپارلو د بهیر تر بشپړېدو پورې باید انتظار وشي. په دې توګه، په داسې حال کې چې دواړه ادارې مسوولیت یو بل ته راجع کوي، د ماشومانو وضعیت او برخلیک لا هم نامعلوم دی.

د ښځو د حقونو فعاله او پخوانۍ ټولنیزه کارکوونکې ثریا بهرامي د دغو مرکزونو، په ځانګړې توګه د نجونو د شمېر د زیاتوالي په اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په هغو مرکزونو کې د لسګونو زرو ماشومانو او نجونو ثبتېدل چې د جزایي جرمونو په تور د نیول شویو کسانو د ساتنې لپاره جوړ شوي، له ماشومانو سره د سزا ورکوونکي چلند د پراخېدو یوه اندېښمنوونکې نښه ده.

هغه وایي، په داسې شرایطو کې چې نجونې له زده‌کړو او د ټولنې په ډېره برخه کې له ګډون څخه بې‌برخې شوې دي، له اجباري ودونو او کورني تاوتریخوالي څخه تېښته، له شرعي محرم پرته په ښار کې ګرځېدل او د حجاب د نه مراعتولو په تور نیول کېدل، هغوی د توقیف له خطر سره مخ کولای شي.

د بهرامي په وینا، کم‌عمره نجونې هم د شریعت د سرغړونې په تور نیول کېږي او هغو مرکزونو ته لېږدول کېږي چې نه د ماشومانو د ساتنې او روزنې اړین معیارونه لري او نه یې پر فعالیتونو خپلواکه او بې‌طرفه څارنه کېږي.

د طالبانو په شمېرو کې تناقض؛ ګرځنده سرکس د ماشومانو د توقیف‌خونو د شمېرو سرچینه شوې

د طالبانو په رسمي اسنادو کې یو مهم تناقض د احصایوي جدولونو د سرچینو په برخه کې لیدل کېږي. په داسې حال کې چې د ۱۳۹۹ کال د شمېرو سرچینه «د عدلیې وزارت» او د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې «د زندانونو چارو د تنظیم اداره» ښودل شوې، د طالبانو د احصایې ادارې د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو په کلنیو کتابونو کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د شمېرو د سرچینې په توګه د «افغانستان د ماشومانو کوچنی ګرځنده سرکس مؤسسه» نوم لیکل شوی دی.

د ګرځنده سرکس مؤسسه یوه خپلواکه کلتوري او ملاتړې اداره ده چې د جګړې له رواني زیانونو څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره، کارګرو او د سړکونو ماشومانو ته ننداریز ښوونیز پروګرامونه او د لوبو فعالیتونه وړاندې کوي.

کارپوهان افغانستان انټرنشنل ته وایي، ښایي طالبانو د ماشومانو په اړه د معلوماتو د راټولولو لپاره له دې مؤسسې مرسته غوښتې وي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغې ادارې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د شمېرو په برابرولو کې څه رول درلود. همدارنګه معلومه نه ده چې د طالبانو د احصایې ادارې په کلنیو کتابونو کې د «افغانستان د ماشومانو کوچنی ګرځنده سرکس مؤسسې» د نوم لیکل له دغې ادارې سره د همکارۍ پایله وه، که د شمېرو په پاڼه کې د سرچینې د ثبت تېروتنه وه.

په کابل کې د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالو پروګرامونو پخواني کارکوونکي نجیب‌الله انصاري افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د افغانستان د ماشومانو ګرځنده سرکس یوه کلتوري او ملاتړې اداره وه چې د جګړې له امله د رامنځته شویو زیانونو د کمولو لپاره یې کارګرو او د سړکونو ماشومانو ته ننداریز او رواني روزنې ورکولې. د زندانونو او اصلاحي مرکزونو په جدول کې د یوه تفریحي او ملاتړي پروګرام د شمېرو راوړل ښایي د طالبانو د احصایې ادارې اداري تېروتنه او تخنیکي کمزوري وښيي.»

افغانستان انټرنشنل د دې موضوع د روښانولو لپاره له ګرځنده سرکس مؤسسې سره اړیکه نیولې، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د ماشومانو د نیولو او سزا ورکولو په اړه اندېښنه

د احصایوي سرچینو له ابهام پرته، د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې له نیول شویو ماشومانو سره د طالبانو چلند د بشري حقونو جدي اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل ۲۵ مخیز راپور کې، چې د ۱۴۰۵ کال د وږي او تلې میاشتو غونډې ته یې وړاندې کوي، ویلي چې د ماشومانو لپاره د ځانګړي قضایي نظام له له منځه وړلو وروسته، په جرم تورن ماشومانو د قانوني ملاتړ یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په توقیف‌خونو کې له لویانو څخه د ماشومانو بېلول په منظم ډول نه مراعتېږي. همدارنګه داسې پېښې ثبت شوې دي چې ماشومان د لویانو مجرمینو ترڅنګ ساتل شوي او له ځورونې او ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د رواداري په نوم د بشري حقونو ادارې هم د طالبانو د زندانونو د وضعیت په اړه په خپل څېړنیز راپور کې، چې د ۱۴۰۲ کال په غويي میاشت کې خپور شوی، ویلي چې طالبانو په نیمروز ولایت کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز تړلی او لږ تر لږه ۳۱ نیول شوي ماشومان یې د دغه ولایت عمومي زندان ته لېږدولي دي. دغه ماشومان له لویانو زندانیانو سره، پرته له دې چې د عمر له مخې سره بېل شي، ساتل کېدل.

همدارنګه د طالبانو د محکمو د جزایي اصول‌نامې تصویب د ماشومانو د بدني سزا او په دورو وهلو د مجازاتو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

فرید (مستعار نوم) د مزارشریف ښار اوسېدونکی دی چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې یوه موده د بابه قنبر په ګذر کې د بلخ په دارالتأدیب کې تېره کړې ده.

هغه افغانستان انټرنشنل ته وایي چې د دغو مرکزونو فضا د بیا روزنې له مرکزونو سره هېڅ ورته‌والی نه لري او ماشومان په ګڼو بسترو لرونکو او نامناسبو شرایطو کې ساتل کېږي.

فرید زیاتوي: «په دغو مرکزونو کې د مناسبو ښوونیزو او د سواد زده‌کړې د پروګرامونو پر ځای، د طالبانو ملایان ساعتونه ساعتونه سخت‌دریځي عقیدوي زده‌کړې ورکوي، ماشومان د هغوی د چلند په اړه تر پوښتنو ګروېږنو لاندې نیسي او بدني سزا ورکوي. د دوی موخه دا هم ده چې د ماشوم شخصیت مات کړي. موږ وینو چې طالبان له پخوا تر ننه په خپل چلند کې هېڅ بدلون نه دی راوستی او د دغو مرکزونو وضعیت به خامخا د پخوا په څېر وي.»

فرید د طالبانو د لومړۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته عادي ژوند ته راستون شو، ښوونځی او پوهنتون یې ولوستل او په دولتي ادارو کې یې کار وکړ. خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته یې اداري دنده له لاسه ورکړه او اوس د درنو موټرو چلوونکی دی.

هغه وایي چې طالبانو یې ژوند دوه ځله تباه کړی دی؛ لومړی ځل په ماشومتوب کې د هغه په نیولو او دویم ځل د دې ډلې تر بیا واکمنېدو وروسته د دندې او اداري ژوند په له لاسه ورکولو سره.

د روزنیز ارواپوهنې متخصص نجیب‌الله رفیعي د دغو شرایطو د پایلو په اړه افغانستان انټرنشنل ته وایي چې له ماشومانو څخه د کورنۍ د چاپېریال او مناسبو زده‌کړو محرومول د هغوی د شخصیت پر وده جدي منفي اغېزې کوي.

هغه زیاتوي: «کله چې یو تنکی ځوان، چې ښایي یوازې د سوالګرۍ یا لوږې له امله له سړک څخه نیول شوی وي، له مجرمینو سره یو ځای وساتل شي یا له رواني فشارونو سره مخ شي، پایله یې داسې زیانمن، غوسه‌ناک نسل کېدای شي چې د ټولنیز ژوند له ارزښتونو لرې وي».

راپورونه او متضادې شمېرې ښيي چې د طالبانو په حکومت کې د ماشومانو د وضعیت د څېړنې او رسېدنې نظام له جدي ستونزو سره مخ دی. د ساتنې په مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په څرګند ډول زیات شوی او د ماشومانو د ځانګړو محکمو د نشتوالي او د عمر له مخې د نه بېلولو له امله، ماشومان له نورو نیول شویو کسانو سره یو ځای ساتل کېږي.

د ماشومانو د حقونو کارپوهان افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په داسې شرایطو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او عدلیې وزارت ترمنځ د مرکزونو د مسوولیت ناڅاپي بدلون او د دغو دوو ادارو له خوا ځواب نه ورکول وضعیت لا پېچلی کړی دی.

هغوی زیاتوي چې لسګونه زره ماشومان په داسې شرایطو کې ساتل کېږي چې د هغوی د وضعیت او برخلیک په اړه روښانه معلومات نشته او د ساتنې پر مرکزونو یې کافي قانوني څارنه نه ترسره کېږي.

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو محدودیتونو د افغان ځوانانو د راتلونکي هیلې له منځه وړې دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰
100%

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، د طالبانو محدودیتونو د افغان ځوانانو هغه هیلې سختې محدودې کړې یا یې له منځه وړې دي، چې لوړې زده‌کړې وکړي، دندې ومومي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي، کورنۍ جوړې کړي او ټولنې ته خدمت وکړي.

بېنېټ د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېیمې کمېټې په څنډه کې د «افغان ځوانان په دوه‌لارې کې؛ حقونه، هیلې، ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د ځوانانو له زده‌کړو، کار، مشرتابه او پرېکړو کولو بهیرونو کې له ګډون پرته، افغانستان تلپاتې سولې او ثبات ته نه شي رسېدای.

دغه غونډه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د رایول والنبرګ د بشري حقونو او بشردوستانه حقونو له انسټیټیوټ سره په همکارۍ او د ایرلنډ او ډنمارک د دایمي استازولیو په ملاتړ جوړه شوې وه.

ریچارد بېنېټ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د شمېرو په حواله ویلي، د افغانستان شاوخوا ۳۴ سلنه نفوس، چې نږدې د ټول نفوس درېیمه برخه جوړوي، د ۱۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لري او د هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي ۲۵ کلن یا تر دې کم‌عمره دي.

هغه ویلي، افغان ځوانان غواړي لوړې زده‌کړې وکړي، د مناسبو دندو خاوندان شي، مالي خپلواکي ترلاسه کړي، کورنۍ جوړې کړي، په ټولنیز ژوند کې ونډه واخلي او خپلو ټولنو ته خدمت وکړي؛ خو په افغانستان کې د دغو فرصتونو ډېره برخه سخته محدوده شوې یا په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی، چې ځوانان بېلابېلې تجربې، لومړیتوبونه او هیلې لري او باید د دوی اړتیاوې په جلا او ځانګړي ډول په پام کې ونیول شي.

بېنېټ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې یوازې پر اوسني نسل اغېز نه کوي، بلکې د افغانستان د راتلونکو نسلونو پر برخلیک هم اغېز پرېباسي.

د هغه په وینا، افغان ځوانان له یو لړ تړلو ستونزو سره مخ دي، چې تبعیض، له زده‌کړو او کار څخه محرومیت، بېوزلي، معلوماتو او د بیان ازادۍ ته محدود لاسرسی او په پرېکړو کولو کې له ګډون څخه د ځوانانو ګوښه کول په کې شامل دي.

بېنېټ زیاته کړې، چې د طالبانو د محدودیتونو اغېزې پر ټولو ځوانانو یو ډول نه دي، بلکې د جنسیت، قومیت، مذهب، د اوسېدو ځای، اقتصادي وضعیت، معلولیت او د زده‌کړو د مخینې له مخې توپیر لري.

هغه د ځوانو ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې هغوی له سخت او بنسټیز تبعیض سره مخ دي، چې د جنسیت پر بنسټ ځورونه او ځپنه بلل کېدای شي.

بېنېټ د علمي ازادۍ او انتقادي فکر پر وړاندې د محدودیتونو زیاتېدل او پر ایډیالوژیکو زده‌کړو ټینګار د افغانستان د راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ بللي دي. د هغه په وینا، ځوانان د مشرتابه د وړتیاوو د پیاوړتیا او د پرېکړو کولو په بهیرونو کې د ګډون لپاره هم لږ فرصتونه لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ځوانانو لپاره پر عملي فرصتونو پانګونه وکړي. هغه د زده‌کړو بورسونه، د انلاین زده‌کړو باکیفیته پروګرامونه، تخنیکي او مسلکي روزنه، ډیجیټلي مهارتونه، سوداګري او د نړیوالو کاري فرصتونو برابرول د ملاتړ له مهمو برخو بللي دي.

د دوو نورو افغانانو اعدام؛ ایران د ۲۰۲۶کال له پیل څخه تر اوسه ۲۷ افغانان اعدام کړي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰
100%

د ایران د بشرې حقونو یو بنسټ «هه‌نګاو» راپور ورکړی چې ایران د مبارک محمدي او قاسم ملا امیني په نوم دوه نور افغانان هم د اصفهان په «دستګرد» زندان کې اعدام کړي. د افغانستان انټرنشنل راټولو شویو شمېرو له مخې د ۲۰۲۶کال له پیل د نوامبر میاشتې تر ۳مې نیټې ایران ۲۷ افغانان اعدام کړي.

هه‌نګاو سه شنبه (د لړم۱۲مه) د مخدره توکو د لیږد اړوند یوې ګډې قضیې کې د ښکیلتیا له امله د دغو دوو افغانانو د اعدام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې مبارک محمدي ۴۳ کلن او د څلورو ماشومانو پلار و او قاسم امیني یې ۴۹کلن او د درېیوماشومانو پلار یاد کړی.
هه‌نګاو ویلي چې دواړه د جوزجان ولایت اصلي اوسېدونکي وو، چې په مشهد کې اوسېدل او چهارشنبه سهار (د تلې۲۹مه) د اکټوبر میاشتې په ۲۱مه نیټه اعدام شوي.

د بشري حقونو دغه بنسټ همداراز ویلي چې مبارک او قاسم د یو بل خپلوان و خو د هغوی د کورنۍ اړیکې په اړه یې وضاحت ندی ورکړی کړی.
نوموړي بنسټ زیاته کړې چې ایران تر اوسه د دغو دوو افغانانو د اعدام خبر په رسمي توګه ندی اعلان کړی.
د افغانستان انټرنشل پښتو لخوا راټولې شوې شمېرې ښیي چې ایران د ۲۰۲۶کال له پیل د نوامبر میاشتې تر ۳مې نیټې ۲۷ افغانان اعدام کړي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ځینو اعدامونو د رسمي نه اعلان له امله ښايي اصلي شمېرې تر دې هم لوړې وي.

ایران د روان کال له پیل د سپتمبر تر ۷می نیټې ۲۳افغانان اعدام کړي و چې له هغه وروسته د همدې میاشتې په ۱۵مه د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو خبر ورکړ چې ایران د خلیل افغان په نوم یو ۲۵ کلن ځوان د نشه‌يي توکو د قاچاق په جرم د زاهدان په مرکزي زندان کې اعدام کړی دی.
له هغه وروسته د اکټوبر په ۲مه یاد بنسټ د ۴۲ کلن افغان وګړی تورات محمدي چې پخوا د ایران د سپاه پاسداران غړی و د جاسوسۍ په تور د اعدام خبر ورکړ. د راپور له مخې، دغه افغان زنداني د کرج په زندان کې اعدام شوی و.
د ایران لخوا د افغانانو د اعدام په دوام لاهم طالبانو په رسمي توکه د دغو اعدامونو په تړاو له ایران نه د وضاحت غوښتنه نه ده او نه یې هم په دې اړه کوم غبرګون ښودلی.
د بشري حقونو کارپوهان د طالبانو پر دغې چوپتیا نیوکه کوي او وایي چې یو حاکم حکومت باید د خپلو وګړو د ساتنې او د هغوی اړوند ټولو مسایلو کې ښکیل وي.
د بشري حقونو یوه کارپوه، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې طالبان باید له ایران نه وپوښتي چې ولې دغه هېواد د طالبانو له همغږۍ پرته افغانان اعداموي.

نوموړی وايي، یا طالبان دومره جرات او صلاحیت نه لري چې له ایران نه دا پوښتنه وکړي او یا هم په دې برخه کې د ایران د کړنو پر وړاندې د اعتراض اراده نه لري.

نوموړي ویلي: «د طالبانو چوپتیا دوه مسلې په ډاګه کوي؛ یا وېره لري او د اقدام کولو صلاحیت په ځان کې نه ویني او یا هم د ایران د دې کړنې پر وړاندې د اعتراض اراده نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره ورځ له امریکا نه د بې اسناده افغانانو د ایستلو پرېکړې په غبرګون کې ویلي و چې دوی د ټولو افغانانو پر وړاندې ځان مسوول ګڼي که هغه د نړۍ په هر ګوټ کې وي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونو راپورونه ښیي چې د ایران لخوا ډیری افغانان د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي؛ خو ویل کیږی پر ځینو نورو بیا د وژنې، جاسوسۍ، جنسي تیري او د ایران حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون په څېر تورونه هم لګېدلي وو.

افغانه فلم‌جوړوونکې: ښځینه فلم‌جوړوونکې په سینمايي صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۰
100%

افغانه فلم‌جوړوونکې او ډایرکټره شهربانو سادات وايي، ښځې د سینما په صنعت کې له جوړښتي تبعیض سره مخ دي او د فلمونو د بودیجې کمښت او د تمویل کوونکو بنسټونو ناپوهي د ښځینه او نارینه فلم‌جوړوونکو ترمنځ د نابرابرۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

نوموړې چې اوس په جرمني کې ژوند کوي، د توکیو د نړیوال فلمي فستیوال په څنډه کې د ښځو د سینما د راتلونکي په اړه یوې غونډې ته ویلي، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض د فلمونو د جوړولو او د بودیجې د برابرولو له لومړنیو پړاوونو پیلېږي.

په دې غونډه کې د سربیا فلم‌جوړې یلنا ماکسیموویچ هم ګډون درلود.

شهربانو سادات د افغانستان د سینما په برخه کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو په اړه ویلي: «یوه کلتوري مافیا شته چې له یوې ډلې زړو نارینه‌وو جوړه ده او تاسې د یوې ښځې په توګه هېڅکله نه شئ کولای هغې ته ورننوځئ.»

د نوموړې په وینا، ښځې د دې لپاره چې د نارینه فلم‌جوړوونکو په څېر مساوي فرصتونه او امتیازونه ترلاسه کړي، اړ کېږي چې تسلیم شي او جوړجاړی وکړي.

سادات وايي، د سینمايي فعالیتونو د دوام لپاره یې له اروپايي فلمي صنعت سره د همکارۍ لاره غوره کړې؛ خو د نوموړې په خبره، د اروپا د سینما د تمویل په سیستم کې هم ښځې له نابرابرۍ سره مخ دي.

هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې فلم جوړول جرم دی. په اروپا کې وضعیت دومره سخت نه دی، خو تبعیض بنسټیز دی او د سیستم په جوړښت کې ځای لري».

شهربانو سادات، چې سږ کال د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ برخې د پلاوي غړې هم وه، په دغه فستیوال کې یې د ښځو د کم‌رنګ حضور په اړه نیوکه کړې ده.

د هغې په وینا، د ونیز فلمي فستیوال د سیالۍ په برخه کې له ۲۰ نندارې ته وړاندې شویو فلمونو څخه یوازې یو فلم د یوې ښځینه ډایرکټرې له خوا جوړ شوی و. دغه فلم، چې «نامعلومه ښځه» نومېږي او می الطوخي یې لارښوونه کړې، په پای کې د فستیوال ستره جایزه، د سرو زرو زمری، وګټله.

سادات ویلي، د نارینه فلم‌جوړوونکو ځینې فلمونه په سیالۍ کې له ټیټ کیفیت سره سره شامل شوي وو، خو د ښځو فلمونه د ارزونې پر مهال له سختو معیارونو سره مخ کېږي.

هغې ویلي: «ښځینه ډایرکټرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې کمزوری فلم جوړ کړي».

د دې افغان فلم‌جوړوونکې په باور، ښځو ته هم باید د نارینه‌وو په څېر د تجربې کولو او ان د تېروتنې فرصت ورکړل شي. د هغې په خبره، له ښځو څخه د بې‌نقصه کار تمه کول پر هغوی اضافي فشار راولي او مسلکي فعالیتونه یې اغېزمنوي.

د شهربانو سادات نوی فلم «ښه نارینه نه شته» د برلین د ۷۶م نړیوال فلمي فستیوال پرانیستونکی فلم و او وروسته د توکیو په نړیوال فلمي فستیوال کې هم نندارې ته وړاندې شو.

نوموړې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي: «موږ له یوه جګړه‌ځپلي هېواد څخه راغلي یو او زموږ خلک په بشپړه توګه د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي. موږ د راتلونکي په اړه فکر نه کوو، بلکې پر اوسني وخت تمرکز کوو.»

سادات ټینګار کړی، چې بدلون له کوچنیو ګامونو پیلېدای شي او د لویو تحولاتو لپاره باید انتظار ونه شي. د هغې په وینا، دغه بدلونونه په تدریجي ډول او د اوږدې مودې په تېرېدو رامنځته کېږي.