• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسه: د جمهوري غوښتونکو ماتې وښوده چې په امریکا کې ولسواکي لا ژوندۍ ده

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو وايي، د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې وښوده چې په دغه هېواد کې ډیموکراسي لا هم ژوندۍ ده، خو په وینا یې، دا پایله باید د اروپا پام د خپلو ګټو له ساتنې منحرف نه کړي.

بارو زیاته کړه: « که موږ اجازه ورکړو چې دا پایله ان د یوې شېبې لپاره هم زموږ پام له یوې حیاتي او بېړنۍ اړتیا څخه واړوي، نو یوه جدي تېروتنه به مو کړې وي».

نوموړي دغه اړتیا د ملي خپلواکۍ تضمینول او د یوې پیاوړې، هوسا او ډیموکراټیکې اروپا جوړول وګڼل.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۵

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ د منځنۍ اسیا سوداګریزې موخې ستونزمنې کړې دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۰ GMT+۰
100%

ایرواسیا نیټ رسنۍ په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان سیاسي او امنیتي کړکېچ د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او سیمه‌ییزې نښلونې پر پرمختګ سیوری غوړولی او د سیمې هېوادونه ورو ورو مني چې ټاکل شویو سوداګریزو هدفونو ته رسېدل به اسانه نه وي.

ایرواسیا نیټ زیاتوي، قزاقستان او پاکستان د ۲۰۲۶ کال په پیل کې هیله لرله چې د دواړو هېوادونو کلنۍ سوداګري به ژر تر یو میلیارد ډالرو واوړي، خو د نومبر په لومړۍ نېټه په استانه کې د دواړو هېوادونو د چارواکو تر لیدنې وروسته دا هدف ښکته شو او دواړو لورو د سوداګرۍ احتمالي کچه شاوخوا ۶۴۵ میلیونه ډالره وبلله.
د راپور له مخې ،ازبکستان هم له پاکستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره ستر هدف ټاکلی، خو اقتصادي ارقام ښيي چې دې موخې ته رسېدل به له جدي ننګونو سره مخ وي. تاشکند او اسلام‌اباد په سپټمبر کې اعلان کړی و چې غواړي په راتلونکو پنځو کلونو کې کلنۍ سوداګري دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي.
راپور زیاتوي ،د دواړو هېوادونو د تېرو کلونو سوداګریزې شمېرې د دې هدف له واقعیتونو سره واټن ښيي. په ۲۰۲۴ کال کې د پاکستان صادرات ازبکستان ته ۱۲۹ میلیونه ډالره او د ازبکستان صادرات پاکستان ته ۲۵۷ میلیونه ډالره وو، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال سوداګري هم د پام وړ وده نه ده کړې.
راپور وایی ،که څه هم د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکي په رسمي توګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، خو شنونکي د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې د سوداګرۍ تر ټولو ستر خنډ بولي.
راپور کاږي ،په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ پرله‌پسې امنیتي تورونه، سرحدي محدودیتونه او د سوداګرۍ خنډونه د منځنۍ اسیا هغه پلانونه اغېزمن کړي چې غوښتل یې د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا بازارونو او سمندري بندرونو ته لاسرسی ومومي.
همداراز راپور لیکي، چې دغه اختلافات د اکتوبر په میاشت کې د «مسکو فارمټ» په غونډه کې هم څرګند شول. د طالبانو او پاکستان استازو د ترهګرۍ په اړه پر اصطلاحاتو موافقه ونه کړه او غونډه د ګډې اعلامیې له خپرېدو پرته پای ته ورسېده.
بلخوا، د پاکستان د پانګونې وزیر قیصر احمد شیخ په استانه کې د پانګونې یوې غونډې ته ویلي چې پاکستاني بندرونه د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهمه سوداګریزه لاره ده او کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
خو د سیمې د چارو څارونکي وايي، تر هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي او سیاسي کړکېچ دوام ولري، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي نښلونې سترې پروژې به د بشپړې عملي کېدو له ستونزو سره مخ وي.

عمر داوودزی: له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د هېواد په ګټه نه تمامېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۰
100%

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او په ایران او پاکستان کې د دغه هېواد پخواني سفیر عمر داوودزي ویلي، د افغانستان د بحران حل له بهره نه، بلکې د ټولنې له منځه شونی دی.

نوموړي چې تازه د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع» د دوره‌يي مشر په توګه ټاکل شوی، د افغانستان انټرنشنل له خبریال طاهر قادري سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو اصلي بدیل خپله د افغانستان خلک دي.

د داوودزي په وینا، طالبان که د جګړې له لارې او که د سیاسي هوکړې له لارې واک ته ورسېدل، خو ونه توانېدل چې د خلکو مشروعیت ترلاسه کړي.

هغه وویل: «طالبان د ټوپک په زور یا د سیاسي جوړجاړي له لارې راغلل او واک یې غصب کړ. هوکړه دا وه چې یوه لنډمهاله اداره جوړه شي او وروسته د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د افغانستان خلکو ته مراجعه وکړي؛ خو له دې څخه هېڅ هم ترسره نه شول».

«اپوزیسیون له محدودیتونو سره مخ دی»

داوودزي په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د لږو لاسته راوړنو په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل چې د مخالفانو لپاره د سیاسي فعالیت شرایط برابر نه وو.

هغه زیاته کړه، که دغه جریانونه په افغانستان کې دننه وای، یا یې په بهر کې د سیاسي فعالیت لپاره رسمي او منطقي فرصتونه درلودای، پایله به بل ډول وای.

د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه په تدریجي ډول د طالبانو سیاسي مخالفانو ته د فعالیت لپاره ډېر فرصتونه برابروي، څو دغه جریانونه لا ډېر یووالي ته ورسېږي. خو داوودزي د اپوزیسیون یوه له سترو کمزوریو څخه د دغو جریانونو په مشرتابه کې د ځوان نسل نشتوالی وباله.

د نوموړي په خبره: «د دغو سیاسي اجماع‌ګانو د مشرتابه د غړو ډېری یې د اویا او اتیا کلونو ترمنځ عمرونه لري. په مشرتابه کې د ځوان نسل ونډه ډېره کمرنګه ده او دا یوه لویه نیمګړتیا ګڼل کېږي».

«له بهره پر افغانستان د بدلون تپل د دغه هېواد په ګټه نه دي»

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع نوبتي مشر په افغانستان کې د بدلون لپاره دوه سناریوګانې مطرح کړې؛ یوه د ټولنې له منځه بدلون او بل هغه بدلون چې د بهرنیو لوبغاړو له خوا پر افغانستان وتپل شي.

هغه وایي، لا هم د کورني بدلون څرګندې نښې نه لیدل کېږي، خو د هغو بدلونونو په اړه هم خوشبین نه دی چې له بهره پر افغانستان وتپل شي.

داوودزي زیاته کړه: «هر بدلون چې له بهره افغانستان ته راشي، ښه پایله نه لري. موږ هڅه کوو چې بدلون له منځه رامنځته شي، څو یو ځل بیا په هماغه کړۍ کې راګیر نه شو چې په تېرو ۴۵ کلونو کې مو تجربه کړې ده».

د داوودزي په باور، افغانستان داسې حل‌لارې ته اړتیا لري چې ټولې خواوې په کې ونډه او حضور ولري.

د پاکستان د رول په اړه د نظر اختلاف

داوودزي تایید کړه چې د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د غړو ترمنځ له پاکستان سره د تعامل د څرنګوالي په اړه بېلابېل نظرونه شته.

نوموړي وویل، ځینې غړي په دې باور دي چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره باید له هر ډول ممکنې مرستې، د سیمې د هېوادونو له مرستو سره هم، هرکلی وشي. خو بله ډله دغه تګلاره ناسمه بولي.

د هغه په وینا، د دې تګلارې منتقدان استدلال کوي چې افغانستان مخکې هم دا ډول تجربه تېره کړې او اوسني ستونزې تر یوه بریده د هماغو بهرنیو لاسوهنو پایله ده.

«حل‌لاره په ملي خبرواترو کې ده»

داوودزي د مرکې په بله برخه کې له طالبانو سره د خبرو اترو د امکان په اړه وویل چې پخوانۍ تجربې، د بن غونډې او د دوحې هوکړې په ګډون، په حقیقت کې د افغانانو ترمنځ رښتینې خبرې اترې نه وې.

هغه په دې باور دی چې افغانستان د یوې ملي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره باید د لویې جرګې پر سیاسي دود تکیه وکړي. نوموړي په ورته وخت کې هیله څرګنده کړه چې طالبان به په پای کې اصلاحات ومني.

هغه زیاتوي: «هیله لرم چې دغه اصلاحات له وینې تویېدنې پرته رامنځته شي. زه په دې اړه خوشبین یم».

«پاکستان د طالبانو له سیاست سره ستونزه لري، نه له خپله طالبانو سره»

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر د طالبانو او پاکستان د اړیکو د ارزونې په ترڅ کې وویل چې اسلام‌اباد په تېرو وختونو کې طالبان د خپلو دښمنانو پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کارولي دي.

هغه زیاته کړه، پاکستان د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه چې دغه نظام یې د خپلو ګټو پر زیان باله.

د داوودزي په باور، د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنی کړکېچ تر ډېره د طالبانو پر سیاستونو دی، نه د هغوی د واکمنۍ پر اصل.

دې پخواني چارواکي وویل، طالبان هڅه کوي د یوه خپلواک حکومت په توګه عمل وکړي، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د افغانستان په سیمه‌ییزو اړیکو کې پرېکنده رول ولري.

«هیله لرم بدلون په میاشتو کې راشي، نه په کلونو کې»

داوودزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان خلک به تر کومې مودې د بدلون په تمه وي، وویل چې د بدلون لپاره مشخص وخت نه شي ټاکلی، خو هیله لري چې دا انتظار اوږد نه شي.

هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې کلونه نه، بلکې میاشتې وي».

نوموړي همدارنګه وویل چې نړیوال بحرانونو د دې لامل شوي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې ځای ونه لري، خو ښايي د شرایطو په بدلېدو سره دې هېواد ته لا ډېره پاملرنه وشي.

داوودزي ټینګار وکړ چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د بېرته ستنېدو مخالف دی او د تېرو دوو لسیزو تجربې ښودلې چې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور مطلوبه پایله نه ده لرلې.

هغه وویل: «افغانستان فرصت ته اړتیا لري. ځکه فشارونه نه، بلکې همدا فرصتونه دي چې د بدلون لپاره زمینه برابروي».

یونیسف: افغانستان لا هم له لوږې، ناروغیو او د بودیجې له کمښت سره مخ دی

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین سره مخ دی او د خوړو ناامني، خوارځواکي، د ساري ناروغیو پراخېدل، د کډوالو ډله‌ییزه راستنېدنه او د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان، چې ۱.۷۱ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، د سپټمبر تر پایه ۶۷ سلنه له بودجې بې‌برخې پاتې و. یونیسف وايي، د تمویل دغه کمښت د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو او خوندیتوب په ګډون مهمو بشري خدمتونو ته جدي زیان رسولی دی.
یونیسف ویلي، دا مهال ۱۵.۹ میلیونه افغانان د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر او د ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ به دا شمېر ۱۹.۲ میلیونو کسانو ته لوړ شي. د راپور له مخې، نږدې پنځه میلیونه کسان ښايي بیړني حالت ته ورسېږي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۴.۰۴ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې اړتیا ولري.
د روغتیا په برخه کې یونیسف خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د پولیو او نورو ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دی. د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په هېواد کې د پولیو ۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۵ پېښې و.
د راپور له مخې، د شدیدې اوبلنې نس ناستې ناروغۍ ۴۷۷ مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې ډېری یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دي.
یونیسف وايي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې نږدې ۱.۳ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. په دغو راستنېدونکو کې له ۵۶۳ زرو ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي کډوال دي.
راپور وايي، راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د روغتیا، زده‌کړو، پاکو اوبو، سرپناه او د عاید د فرصتونو له جدي ستونزو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې یوازې د سپټمبر په میاشت کې یې د ۲۳۹۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۶ ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې له ۶.۸ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته روغتیايي خدمات رسولي دي.
د تغذیې په برخه کې، یونیسف او شریکانو یې ۱.۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه ارزولي او له ۱۰۷ زرو زیات ماشومان یې د درملنې پروګرامونو ته شامل کړي دي.
راپور همداراز ښيي چې په سپټمبر میاشت کې له ۲۱۵ زرو څخه ډېرو ماشومانو ته د بیړنیو زده‌کړو خدمتونه وړاندې شوي، خو د ښوونیزو امکاناتو کمښت، د ښوونکو نشتوالی او د راستنېدونکو کورنیو زیاتوالی لا هم د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډونه دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د بودجې دوامدار کمښت د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو لپاره د ژوند ژغورونکو خدمتونو راتلونکی له خطر سره مخ کړی او نړیوالې مرستې لا هم د بشري اړتیاوو له کچې ټیټې دي.

یونسکو او یونیسف: په افغانستان کې تر نیمايي ډېر ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۱ GMT+۰
100%

یونسکو او یونیسف په خپل تازه ګډ راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لومړني ښوونځي د عمر ۵۳ سلنه ماشومان لا هم له رسمي زده‌کړو بهر دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی او د زده‌کړو اړتیا ورځ تر بلې لوړېږي.

د «افغانستان د زده‌کړو وضعیت ۲۰۲۶» راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له متوسطه او لېسې زده‌کړو محرومې شوې دي. راپور ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.
راپور وايي، د نجونو لپاره د ټولنیزو زده‌کړو ټولګي، د سواد زده‌کړې پروګرامونه، انلاین زده‌کړې او خصوصي درسونه شته، خو د رسمي ښوونیز نظام بدیل نه شي کېدای. د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې شاوخوا ۵۳۰۰ ټولنیز ټولګي فعال وو چې ۱۶۲ زره زده‌کوونکي پکې شامل وو او ۶۴ سلنه یې نجونې وې.
د یونسکو او یونیسف د شمېرو له مخې، د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر له ۲۰۱۹ کال کې د ۱۰.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی. د زده‌کوونکو د شمېر زیاتوالی پر ښوونځیو، ښوونکو او تعلیمي خدمتونو فشار نور هم زیات کړی دی.
که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې ۶.۶ میلیونه ماشومان په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې شامل وو، چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵۶۰ زره زیاتوالی ښيي، خو راپور وايي دا وده د نفوس د چټک زیاتوالي له کچې سره برابره نه ده.
راپور د زده‌کړو کیفیت هم د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۵۵ زرو څخه د ډېرو زده‌کوونکو ارزونه ښيي چې له نیمايي کم د څلورم ټولګي زده‌کوونکي د درېیم ټولګي د ژبې لومړني معیارونه پوره کوي او یوازې له هرو څلورو زده‌کوونکو یو تن د ریاضۍ اړین معیار ته رسېدلی دی.
یونسکو او یونیسف وايي، د وړوکتون زده‌کړې هم ډېرې محدودې دي او د درېیو او څلورو کلونو عمر لرونکو ماشومانو له سلو څخه له یوه کم ماشوم دغو پروګرامونو ته لاسرسی لري.
راپور د راستنېدونکو کډوالو د زیاتوالي یادونه هم کوي او وایي، د ۲۰۲۶ کال تر سپټمبر پورې ۱.۲۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۲۴۵ زره ماشومان د زده‌کړو مرستو او فرصتونو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیزونو دوام د افغانستان د پوهنتونونو پر وضعیت هم اغېز کړی دی. په ۲۰۲۶ کال کې د پوهنتونونو د محصلانو شمېر شاوخوا ۲۰۸ زره ته رسېدلی، خو دا لا هم د ۲۰۲۰ کال د نږدې ۴۳۰ زره محصلانو له شمېر څخه ډېر ټیټ دی.
یونسکو او یونیسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو حق بېرته تأمین کړي او هغه محدودیتونه لرې کړي چې د زده‌کړو لاسرسی او کیفیت زیانمنوي.
دواړه ادارې خبرداری ورکوي چې که بیړني اقدامات ونه شي، افغانستان به یو بشپړ نسل له زده‌کړو محروم کړي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ او بیارغونې بهیر به له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلو ته د نړۍ د یو شمېر مشرانو غبرګونونه

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۰
100%

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند بریا او د استازو جرګې او سنا د کنټرول ترلاسه کولو اعلان په ټوله نړۍ کې د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو او سیاستوالو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نړیوالو مشرانو دا بریا د نړیوالې سوداګرۍ، امنیت او انرژۍ پر بیو د ژورو اغېزو لرونکې بللې ده.

د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچیز پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، د امریکا خلکو د هغو سیاستونو پر ضد رایه ورکړه چې خلک بېوزله کوي او د کرکې، جنسیت‌پالنې او اقلیمي انکار پر بنسټ ولاړ دي.

همدارنګه د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره رویټرز ته ویلي، دا د امریکا د رایې ورکوونکو په تګلاره کې د ژور بدلون یو قوي سیاسي پیغام دی چې اقلیم، چاپیریال او بهرني سیاست ته نوې بڼه ورکوي. د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا هم خبریالانو ته وویل چې د ډیموکراټانو له خوا د کانګرس او سنا د واک ترلاسه کول به په نړیوالو اړیکو کې د یوه نوي پړاو پیل وي.

له بلې خوا، د اروپایي پارلمان مرستیالې کریسټل شالډیموس په ډاګه کړې چې دا پایله د اوکراین ملاتړ او د اقلیم بدلون له بهیر سره مرسته کولی شي، خو اروپایي ټولنه باید پخپلو پښو پر درېدو ټینګار وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال سرګي ریابکوف د مسکو دولتي خبري اژانس «ریا» ته ویلي، د ډیموکراټ ګوند تګلاره د مسکو پر وړاندې تنده ده او د اوکراین په اړه د مسکو اصولي بهرنۍ تګلاره به د نورو هېوادونو له سیاسي بدلونونو اغېزمنه نه شي.

په اسیا کې بیا تایوان او جاپان له واشنګټن سره پر دوامداره ستراتیژیکو اړیکو ټینګار کړی دی. د تایوان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ چې له امریکا سره به په امنیتي، سوداګریزو او ټکنالوژۍ برخو کې خپلو ژورو همکاریو ته دوام ورکړي.

همدارنګه د جاپان د کابینې عمومي منشي مینورو کیهارا په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو له هرې پایلې پرته، د توکیو او واشنګټن اتحاد د سیمې د ثبات او د هغوی د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره د جاپان د بهرني سیاست بنسټیز اصل دی. د یونان د حکومت ویاند پاولوس ماریناکیس هم څرګنده کړه چې له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې پاتې کېږي.

د ډیموکراټ ګوند دغه بریا په داسې حال کې ترلاسه شوه چې د ټاکنو په پایله کې د کانګرس او سنا دواړو واک له جمهوري‌پالو څخه وایستل شو او په واشنګټن کې د سیاسي ځواک توازن بدل شو. تر دې وړاندې، د ایران د مجلس رییس محمدباقر قالیباف هم په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري‌پال ګوند ماتې ته غبرګون ښودلی و او ویلي یې وو چې امریکایانو جګړې او د ژوند لګښتونو ته «نه» ویلې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم منلې وه چې د ایران جګړې او اقتصادي فشارونو د منځمهاله ټاکنو پر پایلو اغېز کړی دی.