• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي: په واشنګټن کې د واک بدلون د امریکا د بهرني سیاست د بدلون معنا نه لري

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۷ GMT+۰

د اکثریت ګوند غړی فضلي محمود فضلي وايي، په واشنګټن کې د واک بدلون د امریکا په بهرنۍ تګلارې او له هېواده بهر د جګړې پر اقتصاد ولاړو سیاستونو کې د بنسټیز بدلون په معنا نه دی.

فضلي په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې په واشنګټن کې د واک بدلون د امریکا د بهرني سیاست د اساسي بدلون لپاره کافي نه دی او د داسې بدلون په اړه خوشبیني ساده‌لوحي ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا هغه بهرنۍ تګلارې چې د ده په وینا، د جګړه‌ییز اقتصاد پر بنسټ ولاړې دي، د واک په بدلېدو سره په بنسټیز ډول نه بدلېږي.

فضل فضلي په خپل پیغام کې د امریکا د بهرني سیاست د بدلون په اړه د خوشبینۍ پر وړاندې خبرداری ورکړی، خو د خپلې دې ارزونې لپاره یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي
۱

د خلکو پر شتمنیو د طالبانو اور؛ کندهار کې زر ټنه په قانوني توګه راوړل شوي درمل سوځول کېږي

۲

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې جوړولو هڅه کوي

۳

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟

۴

د ملا هبت الله د کتاب له متن څخه: روزي ورکول یوازې د الله تعالی په واک کې دي

۵

د طالبانو لخوا په بدخشان کې د سرو زرو د وینځونکو ټولنې جوړېدو غبرګونونه را پارولي

•
•
•

نور خبرونه

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۱ GMT+۰
100%

په امریکا کې د ډیموکراتانو یا جمهوري‌پاله ګوندونو بریا ښايي د بشري حقونو، افغان کډوالو او له پاکستان سره د واشنګټن پر اړیکو اغېز وکړي؛ خو شنونکي باور لري چې د کانګرس په جوړښت کې بدلون به د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې بنسټیز بدلون رامنځته نه‌کړي.

د امریکا د کانګرس منځ‌مهاله ټاکنې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) داسې مهال ترسره شوې، چې د نظرپوښتنو له مخې ډیموکراتان د سیالۍ په ډګر کې مخکښ وو. د دغه ټاکنو پایلې لا نه‌دي په ډاګه شوې؛ خو د استازو جرګې او سنا د اکثریت ترلاسه کولو لپاره سیالۍ دا پوښتنه راپورته کړې، چې په کانګرس کې د ځواک د انډول احتمالي بدلون به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري؟

افغانستان په وروستیو کلونو کې د امریکا د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې خپل پخوانی ځای له لاسه ورکړی دی؛ خو د ټاکنو پایله بیا هم د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر سیاستونو د کانګرس د څار پر کچې، له پاکستان سره د واشنګټن پر اړیکو او د ښځو د حقونو او افغان کډوالو د وضعیت په څېر موضوعاتو اغېز لرلای شي.

د امریکا دواړه سترو ګوندونو له افغانستان نه د دغه هېواد د ځواکونو په وتلو کې ونډه درلوده. د ډونالډ ټرمپ حکومت له طالبانو سره د دوحې هوکړه لیک لاسلیک کړه؛ هغه هوکړه چې د افغانستان د جمهوري نظام د کمزوري کېدو لامل شوه او واک ته یې د طالبانو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړه.

له دې وروسته، د جو بایډن حکومت له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر له کوم قید او شرط پرته بشپړ کړ؛ هغه وتل چې په عملي توګه یو وار بیا واک ته د طالبانو د رسېدو لامل شول.

واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست لاهم له ابهام سره مخ دی. ایا د کانګرس په جوړښت کې بدلون کولای شي دغه ابهام له منځه یوسي او د افغانستان په اړه د واشنګټن په سیاست کې نوی لیدلوری رامنځته کړي؟

د افغانستان په اړه د نه پاملرنې په اړه د دواړو ګوندونو اجماع

د افغانستان د پوهنې پخوانی وزیر او د پوهنتون استاد میرویس بلخي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکا د کانګرس ټاکنې به د افغانستان پر وضعیت بنسټیز اغېز ونه لري.

د هغه په وینا، «په افغانستان کې د اوسني وضعیت د نه بدلېدو او د لویو بدلونونو د نه رامنځته کېدو سیاست د امریکا د دواړو لویو ګوندونو ترمنځ ګډ توافق دی».

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی مرستیال هم په دې باور دی، چې د امریکا د دواړو ګوندونو له ډلې د هر یوه بریا به په لنډمهالي توګه د واشنګټن په افغان سیاست کې د پام وړ بدلون رامنځته نه‌کړي.

دغه پخواني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «د امریکا دواړه لوی ګوندونه په افغانستان کې د خپلې لېوالتیا د نشتوالي په اړه هېڅ اختلاف نه‌لري. هېڅ یو یې هم لېواله نه‌دي، چې افغانستان ته پاملرنه وکړي او په خپلو لومړیتوبونو کې ورته ځای ورکړي».

د دغه پخواني چارواکي په باور، که ډیموکراټ ګوند بریالی شي، ښايي د طالبانو پر حکومت د بشري حقونو د ملاتړو ډلو او لابي‌کوونکو د هڅو تر اغېز لاندې فشارونه زیات شي؛ خو دغه فشارونه به په ټولیز ډول د امریکا په عمومي سیاست کې بدلون ته اړتیا ونه‌لري.

د پخواني حکومت یوه چارواکي او سیاسي څېړونکي مجیب رحیمي هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکا د کانګرس منځ‌مهاله ټاکنې به د افغانستان پر وضعیت مستقیم او پرېکنده اغېز ونه لري.

هغه زیاته کړه، که څه هم د ځواکونو د وتلو تړون د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پرمهال لاسلیک شوی و؛ خو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ د ډیموکراټ ولسمشر جوبایډن د واکمنۍ پرمهال بشپړه شوه.

د رحیمي په وینا، افغانستان نور د امریکا د بهرني سیاست په مهمو لومړیتوبونو کې ځای نه‌لري. هغه زیاته کړه، که ډیموکراټان د کانګرس د یوه یا دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړي؛ ښايي د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د افغان کډوالو د وضعیت او له افغانستان سره د ټرمپ د حکومت د سیاستونو د څار موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وشي.

رحیمي ټینګار وکړ، چې د امریکا په سیاست کې باید د بنسټیز بدلون تمه ونه شي؛ ځکه د دغه هېواد د بهرني سیاست د عمومي تګلارې ټاکل لاهم تر ډېره د ډونالډ ټرمپ د حکومت په واک کې دي.

پاکستان؛ د افغانستان په سیمه‌ییزو معادلو کې مهم بدلېدونکی لوری

د امریکا د کانګرس د ټاکنو پایلې ښايي پر افغانستان د غیرمستقیم اغېز یوه برخه د واشنګټن او اسلام‌اباد پر اړیکو پورې تړلې وي. اوس‌مهال د ډونالډ ټرمپ د حکومت اړیکې د پاکستان له سیاسي او پوځي مشرانو سره نږدې دي.
ټرمپ څو ځله د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر ستاینه کړې ده. شهباز شریف هم څو ځله د نوبل د سولې جایزې لپاره د ټرمپ له نوماندۍ ملاتړ کړی دی.

دغه نږدې اړیکې په ځانګړي ډول د امنیتي همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کولای شي د سیمې پر معادلو او له طالبانو سره د اسلام‌اباد پر اړیکو اغېز وکړي. د امریکا حکومت هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان د همکاریو ملاتړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د واشنګټن د دریځ د تشریح پرمهال ویلي: «موږ د پاکستان اندېښنې درک کوو. پاکستان د هغه ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن دی، چې د افغانستان له خاورې تنظیمېږي او ملاتړ کېږي. پاکستاني چارواکي په دې باور دي، چې طالبانو د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه‌دي کړي او له همدې امله یې د طالبانو پر وړاندې ځینې اقدامات کړي دي».

هغه زیاته کړې: «موږ په طبیعي ډول د پاکستان اندېښنې اورېدلې دي. څرګنده ده، چې موږ نه غواړو پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي. له همدې امله که وکولای شو د دغه ستونزې په حل کې اغېزناک رول ولوبوو، چمتو یو چې دا کار وکړو. البته، لکه څنګه چې تاسو خپله هم اټکل کولای شئ، له طالبانو سره زموږ اړیکې نږدې نه‌دي».

مجیب رحیمي وايي، که جمهوري‌پال په کانګرس کې خپل اکثریت وساتي؛ نو د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د اوسنیو همکاریو د دوام او ان د پراختیا لپاره به زمینه نوره هم برابره شي. د هغه په وینا، دغه ډول بدلون کولای شي د پاکستان او طالبانو پر اړیکو او په پای کې د افغانستان پر وضعیت هم اغېزې ولري.

د رحیمي په خبره، برعکس د ډیموکراټانو بریا ښايي له پاکستان سره د ټرمپ د حکومت پر اړیکو سیاسي څار او فشارونه زیات کړي؛ خو دا په حتمي ډول د دواړو هېوادونو د اړیکو د بدلون په معنا نه‌ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال هم په دې باور دی، چې د کانګرس په جوړښت کې بدلون کولای شي د منځني ختیځ د تحولاتو او سیمه‌ییزو اړیکو له لارې پر افغانستان اغېز وکړي.

د هغه په باور، ان که د افغانستان په اړه د واشنګټن په مستقیم سیاست کې بدلون هم رانه شي، سیمه‌ییز تحولات کولای شي پر دغه هېواد نامستقیمې اغېزې ولري. هغه دارنګه ویلي، چې د ډیموکراټانو بریا ښايي د امریکا او پاکستان پر اوسنیو اړیکو سیوری وغوړوي.

د افغان کډوالو برخلیک

په امریکا کې د افغان کډوالو وضعیت هم له هغه موضوعاتو دی، چې ښايي د کانګرس له منځ‌مهاله ټاکنو وروسته ورته ډېره پاملرنه وشي. د ډونالډ ټرمپ حکومت پرېکړه کړې، چې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ افغان کډوال پاکستان ته واستوي.

که څه هم د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې‌شنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان په لنډمهاله توګه ودراوه، چې له مخې یې غوښتل لسګونه افغان کډوال له امریکا وباسي او افغانستان ته یې بېرته ولېږي.
د محکمې د حکم له مخې، د امریکا حکومت د روانې اوونۍ تر پایه اجازه نه‌لري چې هېڅ افغان وګړی افغانستان ته واستوي؛ خو دغه حکم لنډمهاله دی او په دې معنا نه‌دی چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په بشپړ ډول درول شوی دی.

له دې سره ډیموکراټانو د ټرمپ د حکومت له‌خوا د افغان متحدینو د اېستلو پرېکړه شرموونکې بللې ده. ډیموکراټانو د جمهوري‌پالو پرتله د هغه افغانانو ملاتړ کړی، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پرمهال یې له دغه هېواد سره همکاري کړې وه.

خو د ټرمپ حکومت امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر او د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) لرونکو د دوسیو څېړل درولي او د افغان وګړو لپاره یې د ویزو پر صادرولو هم محدودیتونه لګولي دي.

مجیب رحیمي د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان ته اشاره کړې، چې غواړي د پاکستان له لارې یوشمېر افغانان له امریکا وباسي. د هغه په وینا، دغه موضوع د واشنګټن او اسلام‌اباد د نږدې اړیکو ښکارندویي کوي.

هغه وايي، که ډیموکراټان په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کړي؛ نو ښايي د افغان کډوالو موضوع او له هغوی سره د ټرمپ حکومت د چلند څرنګوالی تر ډېره د پوښتنو او څار لاندې ونیول شي.

بله د پام وړ موضوع په کانګرس کې د عایشه وهاب د څوکۍ د ساتلو لپاره سیالي ده. نوموړې تر دې مخکې په ځانګړې ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې ته لاره موندلې وه او اوس د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره بیا سیالي کوي.

په کانګرس کې د هغې د حضور دوام د سیاسي استازولۍ او د افغانستان اړوندو موضوعاتو د مطرح کولو له پلوه ارزښت لرلای شي. له دې سره، سره د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه هم تمه نه‌لري، چې د امریکا د کانګرس ټاکنو پایلې به د افغانستان په وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.

د طالبانو د یوې مخالفې جبهې یوه لوړپوړي غړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغانستان په عملي توګه د امریکا د کانګرس له کاري اجنډا بهر دی. هغه ویلي: «که دغه ټاکنې د افغانانو د ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) د مودې پر غځولو اغېز وکړي، ښايي اهمیت ولري؛ خو له دې پرته زما په اند پر افغانستان به مستقیم اغېز ونه لري».

په ټوله کې که څه هم په کانګرس کې د اکثریت بدلون کولای شي د ټرمپ د حکومت پر سیاستونو د لا زیات څار او د افغانستان اړوندو موضوعاتو ته د پاملرنې زمینه برابره کړي؛ خو د یوشمېر کارپوهانو او سیاسي څېرو ګډ نظر دا دی، چې افغانستان لاهم د امریکا په بهرني سیاست کې پېکه لومړیتوب لري او ډېره لرې ښکاري چې یوازې د دغه ټاکنو پایلې دې د افغانستان په اړه د واشنګټن د سیاست لوری بدل کړي.

د امریکا عدلیې وزارت منځمهاله ټاکنو ته زر څارونکي ګومارلي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰
100%

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی دی، چې د دغه هېواد په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د ټاکنو د څارنې په موخه زر تنه څارونکي او لیدونکي ګومارلي دي. دغه وزارت دا اقدام د امریکا د ټاکنو د ورځې د څارنې په تاریخ کې تر ټولو لویه هڅه بللې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت په خپره شوې اعلامیه کې هغه ځانګړې حوزې په ګوته شوې دي چې دغه څارونکي پکې حضور ولري.

د رویټرز خبري اژانس د ارزونو له مخې، د دغو ټاکل شویو سیمو له درېیو څخه تر دوو ډېرې برخې هغه ځایونه دي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري‌پال ډونالډ ټرمپ پر ځای د ډیموکراتې کاندیدې کاملا هریس ملاتړ کړی و. د امریکا ډیموکرات ګوند پر دې پرېکړې سختې نېوکې کړې دي او دا کار یې د رایې ورکوونکو د ډارولو احتمالي هڅه بللې ده. بل خوا، د عدلیې وزارت چارواکو ویلي چې د څارنې لومړیتوب هغو سیمو ته ورکړل شوی چې مخکې پکې د رایې ورکولو پر وړاندې خنډونه وو او یا هلته سختې سیالۍ روانې دي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د ټاکنو د څارنې په برخه کې خپل دریځ تر پخوا سخت کړی دی او له بېلابېلو ایالتونو څخه یې د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې د معلوماتو غوښتنه کړې ده. د امریکا حکومت استدلال کوي چې د ټاکنو پر بهیر د خلکو د باور پیاوړي کولو لپاره سختو اقداماتو ته اړتیا شته، خو منتقدین دا هڅې د فدرالي ادارې لاسوهنه او له واکه ناوړه ګټه اخیستنه ګڼي. په همدې حال کې د څارونکو دغه بې‌ساري زیاتوالي یو شمېر ایالتونه دې ته اړ کړي چې خپلو سیمه‌یزو ټاکنیزو کارکوونکو ته د فدرالي څارونکو د محدودو صلاحیتونو په اړه نوي لارښودونه صادر کړي.

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه څارونکي به د رایې ورکولو د هغو فدرالي قوانینو څارنه کوي چې د مدني حقونو د څانګې په واک کې دي. د ځینو ایالتونو او سیمه‌یزو قوانینو له مخې، چارواکي حق لري چې فدرالي څارونکي د رایې ورکولو مرکزونو ته له ننوتلو منع کړي او دا څارونکي نه شي کولای پر همغه ځای پلټنې وکړي او یا د کوم کس د رایې ورکولو مخه ونیسي. دا ځل ټاکل شوي څارونکي د تېرو منځمهاله ټاکنو په پرتله نږدې درې برابره زیات شوي دي.

د امریکا دغه پراخ څارونکي اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې هېواد کې د منځمهاله ټاکنو بهیر روان دی. د امریکا منځمهاله ټاکنې چې د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې په منځ کې جوړېږي، امریکایي رایې ورکوونکو ته دا فرصت برابروي چې د کانګرس ترکیب او همدارنګه یو شمېر فدرالي، ایالتي او سیمه‌یز چارواکي او بنسټونه وټاکي. د کانګرس پر څوکیو د ډیموکراتانو او جمهوري‌پالانو ترمنځ سخته سیالي د دې لامل شوې چې د رایې ورکولو بهیر تر کلکې څارنې لاندې ونیول شي.

فرانسې ومنله چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې طالبانو سره «تخنیکي خبرې» پیل کړي دي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰
100%

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لورن نونز د دوشنبې په ورځ د نومبر پر درېیمه د دغه هېواد پارلمان ته تایید کړه، چې پاریس له طالبانو سره د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه «تخنیکي خبرې» پیل کړې دي.

نونز د پارلمان د استازو د پوښتنو په ځواب کې وویل، د فرانسې حکومت هڅه کوي افغانستان ته د هغو افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي چې په ناقانونه توګه په فرانسه کې ژوند کوي.

فرانس پرېس خبري اژانس لومړی ځل د اکټوبر په پیل کې د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې له خولې راپور ورکړی و چې فرانسې له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې فرانسوي چارواکي یې په رسمي ډول پخلی کوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر روښانه کړه چې دا خبرې یوازې په تخنیکي کچه روانې دي او زیاته یې کړه چې نور اروپایي هېوادونه، لکه جرمني هم دا چاره پر مخ وړي. نونز ټینګار وکړ چې د هغه د کار لومړیتوب د هغو افغانانو اېستل دي چې عامه نظم ته ګواښ پېښوي. هغه څرګنده کړه، فرانسه که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې د واک تر ترلاسه کولو وروسته د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او هېڅ رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره نه لري، خو د اروپایي ټولنې له نږدې ۲۰ هېوادونو لکه جرمني، بلجیم او سوېډن سره یوځای شوې ترڅو د هغو افغانانو شړل چټک کړي چې د محکمو له خوا مجرم پېژندل شوي دي.

له بلې خوا، د فرانسې د حکومت دې اقدام په پارلمان کې توند غبرګونونه راپارولي دي. د زرغون ګوند استازې لیا بالاج ال‌ماریکي حکومت تورن کړ چې د اړیکو په عادي کولو بوخت دی. هغې وویل، حکومت له داسې یوې ډلې سره چې د هغې په وینا د «جنسیتي اپارتاید» له لارې د بشریت پر ضد جرمونه کوي، تعامل کوي. د بشري حقونو نړیوالې محکمې تر دې وړاندې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده، د دوی د سترې محکمې د مشر او د پوهنې د دوو وزیرانو پر ضد د ښځو او نجونو د حقونو د سختو محدودیتونو له امله د بشریت پر ضد د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د اېستلو بهیر د چټکتیا لپاره په تېر جون کې هم په بروکسل کې د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپایي ټولنې د ۱۵ هېوادونو د چارواکو ترمنځ ناسته شوې وه، چې د بشري حقونو سازمانونو او کیڼ‌اړخو اروپایي وکیلانو په کلکه وغندله. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر وړاندې پر نړیوالې چوپتیا نیوکه کړې وه او غوښتنه یې کړې وه چې افغانستان ته دې د افغانانو اجباري ستنول سمدستي ودرول شي، ځکه طالبانو له ۱۲ کلونو د پورته نجونو زده‌کړې منع کړې او ښځې یې له لوړو زده‌کړو محرومې کړې دي.

د تریاکو د تولید پنځه برابره زیاتوالی؛ طالبان وایي د نشه‌یي توکو ۱۴ فابریکې یې ویجاړې کړې

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۱۷ GMT+۰
100%

طالبانو په تېرو ۲ ورځو کې د نشه‌یي توکو د تولید د ۱۴ فابریکو د کشف او ویجاړولو خبر ورکړی دی.ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د تریاکو تولید ۵ برابره زیات شوی او په ۲۰۲۵کال کې له ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د خپرو شویو راپورونو له مخې، د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو د تولید اته فابریکې، د هلمند ولایت په کجکي، نوزاد او موسی‌کلا ولسوالیو کې څلور فابریکې، د ارزګان ولایت په ترینکوټ ولسوالۍ کې یوه فابریکه او د هرات ولایت په کرخ ولسوالۍ کې یوه فابریکه پېژندل شوې او ویجاړې شوې دي.

د غور ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، اعلان وکړ چې د پسابند ولسوالۍ په یوه ۲۰ ورځني عملیات کې د نشه‌یي توکو د تولید اته فابریکې کشف او ویجاړې شوې دي او ۲۷ کسان هم د نشه‌یي توکو په سوداګرۍ کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

بلخوا:د هلمند ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ د سې‌شنبې په ورځ د کجکي، نوزاد او موسی‌کلا ولسوالیو کې د نشه‌یي توکو د تولید د څلورو فابریکو د کشف خبر ورکړ. دغې ادارې په دغو فابریکو کې د تولیدېدونکو موادو د ډول او یا هم په تړاو یې د کوم چا د نیول کېدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

په غور او هلمند کې د طالبانو مسوولانو همدارنګه د دغو عملیاتو پر مهال د سلګونو کیلوګرامه نشه‌یي توکو او یو شمېر موټرو د کشف او ضبط خبر ورکړی، خو د کشف شویو موادو کره اندازه او د موټرو شمېر یې نه دی مشخص کړی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم د سې‌شنبې په ورځ د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشه‌یي توکو د تولید د یوې فابریکې د کشف او ویجاړولو خبر ورکړ.

د دغه بنسټ په وینا، له دې فابریکې څخه درې زره او ۱۵۰ کیلوګرامه اومان، ۴۵۰ کیلوګرامه چونه، ۶۷۵ کیلوګرامه سود او ۱۶۰ لېټره تېزاب ترلاسه شوي چې له فابریکې سره یو ځای سوځول شوي دي. طالبانو ویلي چې د دغې فابریکې په تړاو یې یو کس هم نیولی دی.

په همدې حال کې، د طالبانو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د تخار ولایت په ملکیان او خطایان سیمو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور د څلورو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د دغه بنسټ په وینا، له دغو کسانو څخه ۹۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکي ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، هم په بدخشان کې د ۳۷ کیلوګرامه، په تخار کې د ۲۸ کیلوګرامه او په کاپیسا کې د نږدې ۱۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د کشف او ضبط خبر ورکړی و.

دغه وزارت همدارنګه اعلان کړی چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه فابریکه له ۵۱بوجیو د یامه بوټي سره یو ځای کشف او سوځول شوې ده او اووه کسان د نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.

د طالبانو د راپورونو له مخې، په ټوله کې په دې موده کې د غور، هلمند، ارزګان او هرات په څلورو ولایتونو کې د نشه‌یي توکو د تولید ۱۴ فابریکې کشف او ویجاړې شوې دي. سربېره پر دې، دغو ادارو په څو نورو ولایتونو کې د کسانو د نیولو او د بېلابېلو اندازو نشه‌یي توکو د کشف او ضبط خبر هم ورکړی دی.

د تریاکو د تولید زیاتوالی او د ملګرو ملتونو د راپور په اړه د طالبانو غبرګون

په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت او تولید د وضعیت په اړه خپل نوی راپور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو ټولیز تولید په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ټنو ته لوړ شوی دی. د دغه زیاتوالي لامل هم د کوکنارو د کرکېلې د ساحې پراخېدل او هم د بارانونو د غوره شرایطو له امله د حاصلاتو زیاتوالی ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو بندیز کم‌رنګه ښکاري.

ویل شوي چې که څه هم د کوکنارو د کښت کچه لا هم د بندیز تر مخه د کلونو په پرتله ټیټه ده، خو په ۲۰۲۵ کال کې له شاوخوا ۱۰ زره هکټاره څخه په ۲۰۲۶ کال کې په څرګند ډول زیاته شوې او له ۴۳ زره هکټاره څخه اوښتې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر راپور «غیرواقعي» بللی او د دغه راپور معلومات یې رد کړي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو راپور په افغانستان کې له موجودو واقعیتونو سره سمون نه لري او په هغه کې د نشه‌یي توکو د کښت او تولید د مخنیوي په برخه کې د طالبانو لاسته راوړنې له پامه غورځول شوې دي.

طالب چارواکو واک ته تر بیا رسېدو وروسته څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق صفر ته رسولی دی.

د کانګرس د واک انتخاب؛ ایا د منځمهاله ټاکنو پایلې به د امریکا سیاسي راتلونکی بدل کړي؟

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د امریکا په سیاسي تاریخ کې منځمهاله ټاکنې ډېری وخت د ولسمشرۍ د لومړیو دوو کلونو په اړه د خلکو د قضاوت په توګه تعبیرېږي. خو د ۲۰۲۶ کال د نومبر درېیمې ټاکنې د ډونالډ ټرمپ لپاره تر دې هم پراخ اهمیت لري. د جمهوري غوښتونکو ګټه د ټرمپ راتلونکی واک تضمینولی شي خو ناکامي یې سرخوږی جوړوي.

ایا ولسمشر به د خپلې دویمې دورې په پاتې دوو کلونو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو ملاتړ له ځان سره وساتي، که به له داسې مقننه قوې سره مخ شي چې د هغه د ادارې د څارنې، د پالیسۍ د محدودولو او د سیاسي حساب غوښتنې لپاره به له خپل اساسي واک څخه کار اخلي؟

دلته په واشنګټن کې د ټاکنو د ورځې په سهار د امریکا سیاسي فضا د جمهوري غوښتونکو لپاره له ننګونو ډکه ښکاري. د ژوند د لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنې، د تېلو د بیو لوړېدل، د سوداګریزو تعرفو اغېزې، له ایران سره د جګړې په اړه اختلافونه او د ولسمشر د محبوبیت ټیټه کچه هغه موضوعات دي چې د ټاکنیز بحث په مرکز کې ځای لري. ډېموکراټان هڅه کوي دا ناخوښي په رایو بدله کړي او د کانګرس لږ تر لږه یو مجلس بېرته خپل کنټرول ته راولي.

دا مهال د استازو مجلس د ډېموکراټانو د ګټلو په لور متمایل ښکاري، خو د سنا کنټرول لا هم له جدي سیالۍ سره مخ دی. د ټاکنو پایلې به یوازې د څوکیو شمېر نه بدلوي؛ بلکې دا به هم وښيي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د واشنګټن د سیاسي واک توازن په کوم لوري روان دی.

د واک د بدلون لپاره څو څوکۍ کافي دي؟

د امریکا کانګرس دوه مجلسونه لري او د دواړو د کنټرول لپاره بېلابېل انتخاباتي حسابونه اړین دي.

په استازو مجلس کې د اکثریت لپاره ۲۱۸ څوکۍ اړینې دي. د ټاکنو په درشل کې جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند او ورسره د رایې ورکوونکو غړو په حساب ۲۱۹ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې دوه څوکۍ تشې دي. ډېموکراټان باید لږ تر لږه درې خالصې څوکۍ له جمهوري غوښتونکو وګټي؛ خو د تشو څوکیو او د غړو د وروستي شمېر له امله د اکثریت دقیق حد د څوکیو د ډکېدو له وضعیت سره تړاو لري.

د سنا وضعیت د ډېموکراټانو لپاره ستونزمن دی. جمهوري غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري او ډېموکراټان له دوو خپلواکو سناتورانو سره د ۴۷ کسیزې ډلې په توګه فعالیت کوي. د سنا د کنټرول لپاره ډېموکراټان باید څلور نورې څوکۍ وګټي او شمېر ۵۱ ته ورسوي. د دې هدف ترلاسه کول ځکه ستونزمن دي چې هغوی باید په هغو ایالتونو کې هم بریا ترلاسه کړي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ ته پراخې رایې ورکړې وې.

د همدې توپیر له امله د استازو مجلس د ډېموکراټانو لپاره د واک د بېرته ترلاسه کولو تر ټولو نږدې فرصت ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د سنا پایله د څو حساسو ایالتونو په رایو پورې تړلې ده.

د استازو مجلس؛ د ډېموکراټانو د بېرته راستنېدو تر ټولو روښانه لاره

د ټاکنو له ورځې مخکې د سیاسي شنونکو اټکلونه د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکو لپاره له خطر سره مخ ښيي. ډېموکراټان د مجلس د کنټرول د ترلاسه کولو قوي فرصت لري او ښايي له ۱۵ تر ۲۵ پورې څوکۍ وګټي. د دې ادارې په ارزونه کې د ۱۳ څوکیو ډېموکراټیک اکثریت د تر ټولو محتملو پایلو له ډلې ګڼل شوی، خو که د هغوی بریا د اټکل د لوړې کچې پر لور ولاړه شي، په مجلس کې به د دوی اکثریت لا پراخ شي.

د ملي انتخاباتي فضا شمېرې هم د دې اټکل ملاتړ کوي. د نومبر د لومړۍ نېټې د On Point Politics د ټولپوښتنو په منځنۍ کچه کې ډېموکراټان د کانګرس د عمومي رایې په پوښتنه کې ۵۳.۵ سلنه او جمهوري غوښتونکي ۴۱.۴ سلنه ملاتړ لري؛ یعنې د ډېموکراټانو مخکښوالی ۱۲.۱ سلنه دی. دا شمېرې د ټول هېواد د رایه ورکوونکو عمومي تمایل ښيي، نه دا چې په هره ټاکنیزه حوزه کې به هم ورته پایله رامنځته کېږي.

د NPR، PBS او Marist د اکتوبر د ۱۹مې او ۲۰مې ټولپوښتنه هم ښيي چې ډېموکراټان د کانګرس د عمومي رایې په پوښتنه کې د جمهوري غوښتونکو په وړاندې اته سلنه مخکښوالی لري. د سروې له مخې، ۵۲ سلنه احتمالي رایه ورکوونکو ویلي چې د کانګرس لپاره به ډېموکراټ نوماند ته رایه ورکړي، په داسې حال کې چې ۴۴ سلنه جمهوري غوښتونکی نوماند غوره کوي.

خو ملي ټولپوښتنې د ټاکنو بشپړ انځور نه وړاندې کوي. د استازو مجلس د ۴۳۵ جلا حوزو له لارې ټاکل کېږي؛ په هره حوزه کې د نوماند شهرت، د سیاسي ګوند پخوانۍ رایې، د محلي اقتصاد وضعیت او د رایه ورکوونکو ګډون د پایلې په ټاکلو کې رول لري. له همدې امله، د ډېموکراټانو ملي مخکښوالی د څوکیو د ګټلو تضمین نه دی، که څه هم د هغوی لپاره یې انتخاباتي چاپېریال مناسب کړی دی.

سنا؛ د ټرمپ د واک د محدودولو لپاره تر ټولو ستونزمن خنډ

که د استازو مجلس د ډېموکراټانو لپاره د بېرته راستنېدو فرصت وي، سنا د هغوی د انتخاباتي ستراتیژۍ تر ټولو ستونزمنه برخه ده.

د سنا د کنټرول لپاره ډېموکراټان باید په هغو ایالتونو کې بریالي شي چې د جمهوري غوښتونکو د رایو دودیزې سیمې ګڼل کېږي. د مېن، شمالي کارولینا، اوهایو، الاسکا او کېنزاس سیالۍ د دې محاسبې لپاره ځانګړی اهمیت لري. په دغو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو څوکیو ګټل د ډېموکراټانو لپاره د اکثریت لاره پرانیستلای شي، خو په یوه یا دوو حساسو سیالیو کې ماتې هم د هغوی د پلان د ناکامېدو سبب کېدای شي.

د سنا کنټرول د اوو مهمو سیالیو په پایلو پورې تړلی دی او ډېموکراټان د څو څوکیو د بدلولو لپاره بېلابېل انتخاباتي مسیرونه لري. د کوک پولیټیکل ریپورټ په ارزونه کې هغوی د سنا د ګټلو لپاره لږ مخکښ بلل شوي، خو د سیالۍ پایله لا هم نامعلومه ده.

د سنا په سیالیو کې د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال انتخاباتي نقشې اهمیت هم له پامه نه شي غورځېدای. که ډېموکراټان په هغو ایالتونو کې بریالي شي چې ټرمپ پکې دوه رقمي اکثریت ترلاسه کړی و، دا به یوازې د سناتورانو د څوکیو بدلون نه وي؛ بلکې د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اډې په اړه به هم یوه مهمه نښه وي.

که ډېموکراټان د استازو مجلس وګټي، د ټرمپ لپاره به څه بدل شي؟

د استازو مجلس د ډېموکراټانو لاس ته لوېدل به د ټرمپ د ادارې لپاره تر ټولو لومړی د څارنې او تحقیقاتو نوی پړاو پرانیزي.

د مجلس د کمېټو مشري د اکثریت ګوند په لاس کې وي. د ګوند د بدلون په صورت کې ډېموکراټان کولای شي د ټرمپ د ادارې د بېلابېلو وزارتونو، فدرالي ادارو او د ولسمشر د اجراییوي پرېکړو په اړه تحقیقات پیل کړي. د عدلیې وزارت، د کورني امنیت وزارت، د کډوالۍ او ګمرکونو اداره، د بهرنیو چارو وزارت او د فدرالي لګښتونو څرنګوالی ښايي د دغو تحقیقاتو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د سختو سیاستونو، د پناه غوښتونکو د وضعیت، د اخراج د عملیاتو او د فدرالي ادارو د صلاحیتونو د کارولو په اړه د کانګرس پوښتنې ښايي زیاتې شي. د ادارې چارواکي به د استماعیه غونډو لپاره وربلل کېږي او د خپلو پرېکړو د وضاحت غوښتنه به ترې کېږي.

خو د کانګرس تحقیقات په خپله د ولسمشر د پرېکړو د لغوه کولو معنا نه لري. سپینه ماڼۍ کولای شي د ځینو اسنادو د سپارلو پر وړاندې د اجراییوي امتیاز او نورو قانوني دلایلو له مخې مقاومت وکړي. په داسې حالت کې د کانګرس او اجراییه قوې ترمنځ شخړه ښايي محاکمو ته هم وغځېږي.

د دې تحقیقاتو سیاسي اغېز هم مهم دی. د عامه غونډو، اسنادو او د چارواکو د څرګندونو له لارې به ډېموکراټان وکولای شي د ټرمپ د ادارې د کړنو په اړه خپل انتقادونه د ملي بحث په مرکز کې وساتي.

بودیجه؛ د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د احتمالي ټکر ډګر

د ټرمپ د ادارې لپاره بله جدي ننګونه د فدرالي بودیجې تصویب دی. د امریکا حکومت د کانګرس له اجازې پرته د فدرالي لګښتونو د دوام لپاره بشپړ واک نه لري. که ډېموکراټان د استازو مجلس کنټرول کړي، د بودیجې په اړه به د ټرمپ له ادارې سره د خبرو اترو په مېز کې د هغوی دریځ پیاوړی شي.

د روغتیايي خدمتونو، ټولنیزو پروګرامونو، تعلیمي لګښتونو، د دفاعي بودیجې او د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارو د تمویل په اړه اختلافونه د دواړو ګوندونو ترمنځ د شخړې سرچینه کېدای شي.

د بودیجې د تصویب پر مهال د دواړو خواوو نه جوړجاړی د فدرالي حکومت د تمویل د ځنډېدو او د حکومت د ځینو برخو د تړل کېدو خطر رامنځته کولای شي. دا ډول وضعیت یوازې د واشنګټن اداري ستونزه نه ده؛ د فدرالي کارکوونکو معاشونه، د حکومتي خدمتونو وړاندې کول او د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېز کولای شي.

د کانګرس د واک بدلون به په دې برخه کې د ټرمپ د ادارې لپاره دا معنا ولري چې د بودیجې د تصویب لپاره به نور یوازې د خپل ګوند پر ملاتړ تکیه نه شي کولای.

د استیضاح سیاسي سیوری

د ډېموکراټانو له خوا د استازو مجلس نیول به د ټرمپ د استیضاح بحثونه هم بېرته د امریکا د سیاست په مرکز کې راولي. د امریکا اساسي قانون استازو مجلس ته د ولسمشر د استیضاح د تورونو د تصویب صلاحیت ورکوي.

خو د استیضاح د پیل او د ولسمشر د لرې کېدو ترمنځ لوی توپیر شته. که استازو مجلس د ولسمشر پر وړاندې د استیضاح تورونه تصویب کړي، د قضیې د محاکمې بهیر سنا ته ځي. د ولسمشر د محکومولو او له دندې څخه د لرې کولو لپاره د حاضر سناتورانو دوه پر درېیمه رایه اړینه ده.

له همدې امله، حتی که ډېموکراټان د سنا اکثریت هم ترلاسه کړي، د ۵۱ څوکیو لرل د ولسمشر د محکومولو لپاره کافي نه دي. د استیضاح بحث به د ټرمپ لپاره سیاسي فشار زیات کړي، خو د ولسمشر د لرې کېدو لپاره به د دواړو ګوندونو پراخ ملاتړ ته اړتیا وي.

د سنا کنټرول؛ د ټرمپ د نوماندانو او قاضیانو برخلیک

د سنا د کنټرول بدلون د سپینې ماڼۍ لپاره د استازو مجلس تر بدلون هم په ځینو برخو کې ژورې پایلې لرلای شي.

د ولسمشر د کابینې د لوړپوړو غړو، سفیرانو او فدرالي قاضیانو د نوماندانو تأیید د سنا په واک کې دی. که ډېموکراټان سنا وګټي، د ټرمپ د قضايي او اداري نوماندانو د تأیید بهیر به د هغوی له سیاسي او حقوقي ارزونې سره مخ شي.

دا به د ټرمپ د ادارې لپاره په ځانګړي ډول هغه مهال مهم وي چې د فدرالي محکمو یا سترې محکمې څوکۍ تشې شي. د سنا اکثریت کولای شي د نوماندانو د اورېدنو مهال‌وېش او د تأیید بهیر کنټرول کړي.

خو د قوانینو د تصویب په برخه کې د سنا اکثریت هم نامحدود واک نه لري. د ډېرو عادي قوانینو د فلیبسټر د ماتولو لپاره ۶۰ رایې اړینې دي. ولسمشر هم د کانګرس پر تصویب شویو قوانینو د ویټو حق لري. له همدې امله، د دواړو مجلسونو نیول به د ډېموکراټانو سیاسي ځواک زیات کړي، خو د ټرمپ د ټولو اجراییوي پرېکړو د لغوه کولو معنا به ونه لري.

بهرنی سیاست؛ د ایران، اوکراین او تعرفو په اړه د کانګرس څارنه

د ټرمپ د بهرني سیاست ځینې برخې هم ښايي د کانګرس د نوي اکثریت د بحثونو موضوع شي. له ایران سره د جګړې لګښتونه او قانوني بنسټونه، د اوکراین لپاره د امریکا ملاتړ، د متحدینو سره اړیکې او د سوداګرۍ تعرفې هغه مسایل دي چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافونه یې ژور کړي دي.

د کانګرس ډېموکراټ غړي کولای شي د پوځي عملیاتو د لګښتونو، د بهرنیو ژمنو او د ولسمشر د جګړې اړوند واکونو په اړه د ادارې د چارواکو څخه وضاحت وغواړي.

د بهرني سیاست په برخه کې ولسمشر د اساسي قانون له مخې پراخ واکونه لري. د کانګرس اکثریت په یوازې ځان نه شي کولای د سپینې ماڼۍ ټولې نړیوالې پرېکړې سمدستي بدلې کړي. خو د بودیجې، قوانینو او عامه څارنې له لارې د ولسمشر د انتخابونو د محدودولو لپاره مهم وسایل لري.

د ټاکنو تر شا د ۲۰۲۸ کال سیاسي سیالي

د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې یوازې د ټرمپ د پاتې ولسمشرۍ د دوو کلونو لپاره مهمې نه دي؛ د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم د دواړو ګوندونو د سیاسي ځواک اندازه ټاکي.

که ډېموکراټان د استازو مجلس یا دواړه مجلسونه وګټي، د ټرمپ د ادارې د پالیسیو پر وړاندې به د خپل بدیل پروګرام د وړاندې کولو لپاره پراخ فرصت ترلاسه کړي. د ژوند لګښتونه، روغتیايي خدمتونه، کډوالي، مالیات او بهرنی سیاست به د راتلونکو دوو کلونو د سیاسي بحثونو مهم محورونه وي.

په حقیقت کې د نومبر درېیمې ټاکنې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د واک د توازن یوه مهمه ازموینه ده. د استازو مجلس د ډېموکراټانو له خوا نیول، کېدای شي د تحقیقاتو، د بودیجې د اختلافونو او د ادارې د حساب غوښتنې نوی پړاو پیل کړي. د سنا له لاسه ورکول به بیا د ټرمپ د قضايي او اداري نوماندانو د تأیید بهیر هم له خنډونو سره مخ کړي.

د ټاکنو اصلي پایله به په دې کې نه وي چې کوم ګوند څو څوکۍ وګټلې؛ بلکې په دې کې به وي چې د امریکا سیاسي نظام به د ټرمپ د پاتې ولسمشرۍ په دوو کلونو کې د واک د وېش، څارنې او حساب ورکونې په برخه کې څومره بدل شي.

که ډېموکراټان د کانګرس لږ تر لږه یو مجلس وګټي، د ټرمپ د ادارې لپاره به د حکومت کولو شرایط بدل شي او که دواړه مجلسونه وګټي، واشنګټن به د ټرمپ د دویمې دورې په پاتې برخه کې د یوې داسې سیاسي مقابلې شاهد وي چې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ به د واک پر حدودو، د حکومت پر لګښتونو او د ولسمشر پر اجراییوي صلاحیتونو راڅرخي.