• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کانګرس د واک انتخاب؛ ایا د منځمهاله ټاکنو پایلې به د امریکا سیاسي راتلونکی بدل کړي؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د امریکا په سیاسي تاریخ کې منځمهاله ټاکنې ډېری وخت د ولسمشرۍ د لومړیو دوو کلونو په اړه د خلکو د قضاوت په توګه تعبیرېږي. خو د ۲۰۲۶ کال د نومبر درېیمې ټاکنې د ډونالډ ټرمپ لپاره تر دې هم پراخ اهمیت لري. د جمهوري غوښتونکو ګټه د ټرمپ راتلونکی واک تضمینولی شي خو ناکامي یې سرخوږی جوړوي.

ایا ولسمشر به د خپلې دویمې دورې په پاتې دوو کلونو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو ملاتړ له ځان سره وساتي، که به له داسې مقننه قوې سره مخ شي چې د هغه د ادارې د څارنې، د پالیسۍ د محدودولو او د سیاسي حساب غوښتنې لپاره به له خپل اساسي واک څخه کار اخلي؟

دلته په واشنګټن کې د ټاکنو د ورځې په سهار د امریکا سیاسي فضا د جمهوري غوښتونکو لپاره له ننګونو ډکه ښکاري. د ژوند د لګښتونو په اړه د خلکو اندېښنې، د تېلو د بیو لوړېدل، د سوداګریزو تعرفو اغېزې، له ایران سره د جګړې په اړه اختلافونه او د ولسمشر د محبوبیت ټیټه کچه هغه موضوعات دي چې د ټاکنیز بحث په مرکز کې ځای لري. ډېموکراټان هڅه کوي دا ناخوښي په رایو بدله کړي او د کانګرس لږ تر لږه یو مجلس بېرته خپل کنټرول ته راولي.

دا مهال د استازو مجلس د ډېموکراټانو د ګټلو په لور متمایل ښکاري، خو د سنا کنټرول لا هم له جدي سیالۍ سره مخ دی. د ټاکنو پایلې به یوازې د څوکیو شمېر نه بدلوي؛ بلکې دا به هم وښيي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د واشنګټن د سیاسي واک توازن په کوم لوري روان دی.

د واک د بدلون لپاره څو څوکۍ کافي دي؟

د امریکا کانګرس دوه مجلسونه لري او د دواړو د کنټرول لپاره بېلابېل انتخاباتي حسابونه اړین دي.

په استازو مجلس کې د اکثریت لپاره ۲۱۸ څوکۍ اړینې دي. د ټاکنو په درشل کې جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند او ورسره د رایې ورکوونکو غړو په حساب ۲۱۹ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې دوه څوکۍ تشې دي. ډېموکراټان باید لږ تر لږه درې خالصې څوکۍ له جمهوري غوښتونکو وګټي؛ خو د تشو څوکیو او د غړو د وروستي شمېر له امله د اکثریت دقیق حد د څوکیو د ډکېدو له وضعیت سره تړاو لري.

د سنا وضعیت د ډېموکراټانو لپاره ستونزمن دی. جمهوري غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري او ډېموکراټان له دوو خپلواکو سناتورانو سره د ۴۷ کسیزې ډلې په توګه فعالیت کوي. د سنا د کنټرول لپاره ډېموکراټان باید څلور نورې څوکۍ وګټي او شمېر ۵۱ ته ورسوي. د دې هدف ترلاسه کول ځکه ستونزمن دي چې هغوی باید په هغو ایالتونو کې هم بریا ترلاسه کړي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ ته پراخې رایې ورکړې وې.

د همدې توپیر له امله د استازو مجلس د ډېموکراټانو لپاره د واک د بېرته ترلاسه کولو تر ټولو نږدې فرصت ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د سنا پایله د څو حساسو ایالتونو په رایو پورې تړلې ده.

د استازو مجلس؛ د ډېموکراټانو د بېرته راستنېدو تر ټولو روښانه لاره

د ټاکنو له ورځې مخکې د سیاسي شنونکو اټکلونه د استازو مجلس د جمهوري غوښتونکو لپاره له خطر سره مخ ښيي. ډېموکراټان د مجلس د کنټرول د ترلاسه کولو قوي فرصت لري او ښايي له ۱۵ تر ۲۵ پورې څوکۍ وګټي. د دې ادارې په ارزونه کې د ۱۳ څوکیو ډېموکراټیک اکثریت د تر ټولو محتملو پایلو له ډلې ګڼل شوی، خو که د هغوی بریا د اټکل د لوړې کچې پر لور ولاړه شي، په مجلس کې به د دوی اکثریت لا پراخ شي.

د ملي انتخاباتي فضا شمېرې هم د دې اټکل ملاتړ کوي. د نومبر د لومړۍ نېټې د On Point Politics د ټولپوښتنو په منځنۍ کچه کې ډېموکراټان د کانګرس د عمومي رایې په پوښتنه کې ۵۳.۵ سلنه او جمهوري غوښتونکي ۴۱.۴ سلنه ملاتړ لري؛ یعنې د ډېموکراټانو مخکښوالی ۱۲.۱ سلنه دی. دا شمېرې د ټول هېواد د رایه ورکوونکو عمومي تمایل ښيي، نه دا چې په هره ټاکنیزه حوزه کې به هم ورته پایله رامنځته کېږي.

د NPR، PBS او Marist د اکتوبر د ۱۹مې او ۲۰مې ټولپوښتنه هم ښيي چې ډېموکراټان د کانګرس د عمومي رایې په پوښتنه کې د جمهوري غوښتونکو په وړاندې اته سلنه مخکښوالی لري. د سروې له مخې، ۵۲ سلنه احتمالي رایه ورکوونکو ویلي چې د کانګرس لپاره به ډېموکراټ نوماند ته رایه ورکړي، په داسې حال کې چې ۴۴ سلنه جمهوري غوښتونکی نوماند غوره کوي.

خو ملي ټولپوښتنې د ټاکنو بشپړ انځور نه وړاندې کوي. د استازو مجلس د ۴۳۵ جلا حوزو له لارې ټاکل کېږي؛ په هره حوزه کې د نوماند شهرت، د سیاسي ګوند پخوانۍ رایې، د محلي اقتصاد وضعیت او د رایه ورکوونکو ګډون د پایلې په ټاکلو کې رول لري. له همدې امله، د ډېموکراټانو ملي مخکښوالی د څوکیو د ګټلو تضمین نه دی، که څه هم د هغوی لپاره یې انتخاباتي چاپېریال مناسب کړی دی.

سنا؛ د ټرمپ د واک د محدودولو لپاره تر ټولو ستونزمن خنډ

که د استازو مجلس د ډېموکراټانو لپاره د بېرته راستنېدو فرصت وي، سنا د هغوی د انتخاباتي ستراتیژۍ تر ټولو ستونزمنه برخه ده.

د سنا د کنټرول لپاره ډېموکراټان باید په هغو ایالتونو کې بریالي شي چې د جمهوري غوښتونکو د رایو دودیزې سیمې ګڼل کېږي. د مېن، شمالي کارولینا، اوهایو، الاسکا او کېنزاس سیالۍ د دې محاسبې لپاره ځانګړی اهمیت لري. په دغو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو څوکیو ګټل د ډېموکراټانو لپاره د اکثریت لاره پرانیستلای شي، خو په یوه یا دوو حساسو سیالیو کې ماتې هم د هغوی د پلان د ناکامېدو سبب کېدای شي.

د سنا کنټرول د اوو مهمو سیالیو په پایلو پورې تړلی دی او ډېموکراټان د څو څوکیو د بدلولو لپاره بېلابېل انتخاباتي مسیرونه لري. د کوک پولیټیکل ریپورټ په ارزونه کې هغوی د سنا د ګټلو لپاره لږ مخکښ بلل شوي، خو د سیالۍ پایله لا هم نامعلومه ده.

د سنا په سیالیو کې د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال انتخاباتي نقشې اهمیت هم له پامه نه شي غورځېدای. که ډېموکراټان په هغو ایالتونو کې بریالي شي چې ټرمپ پکې دوه رقمي اکثریت ترلاسه کړی و، دا به یوازې د سناتورانو د څوکیو بدلون نه وي؛ بلکې د جمهوري غوښتونکو د سیاسي اډې په اړه به هم یوه مهمه نښه وي.

که ډېموکراټان د استازو مجلس وګټي، د ټرمپ لپاره به څه بدل شي؟

د استازو مجلس د ډېموکراټانو لاس ته لوېدل به د ټرمپ د ادارې لپاره تر ټولو لومړی د څارنې او تحقیقاتو نوی پړاو پرانیزي.

د مجلس د کمېټو مشري د اکثریت ګوند په لاس کې وي. د ګوند د بدلون په صورت کې ډېموکراټان کولای شي د ټرمپ د ادارې د بېلابېلو وزارتونو، فدرالي ادارو او د ولسمشر د اجراییوي پرېکړو په اړه تحقیقات پیل کړي. د عدلیې وزارت، د کورني امنیت وزارت، د کډوالۍ او ګمرکونو اداره، د بهرنیو چارو وزارت او د فدرالي لګښتونو څرنګوالی ښايي د دغو تحقیقاتو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د سختو سیاستونو، د پناه غوښتونکو د وضعیت، د اخراج د عملیاتو او د فدرالي ادارو د صلاحیتونو د کارولو په اړه د کانګرس پوښتنې ښايي زیاتې شي. د ادارې چارواکي به د استماعیه غونډو لپاره وربلل کېږي او د خپلو پرېکړو د وضاحت غوښتنه به ترې کېږي.

خو د کانګرس تحقیقات په خپله د ولسمشر د پرېکړو د لغوه کولو معنا نه لري. سپینه ماڼۍ کولای شي د ځینو اسنادو د سپارلو پر وړاندې د اجراییوي امتیاز او نورو قانوني دلایلو له مخې مقاومت وکړي. په داسې حالت کې د کانګرس او اجراییه قوې ترمنځ شخړه ښايي محاکمو ته هم وغځېږي.

د دې تحقیقاتو سیاسي اغېز هم مهم دی. د عامه غونډو، اسنادو او د چارواکو د څرګندونو له لارې به ډېموکراټان وکولای شي د ټرمپ د ادارې د کړنو په اړه خپل انتقادونه د ملي بحث په مرکز کې وساتي.

بودیجه؛ د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د احتمالي ټکر ډګر

د ټرمپ د ادارې لپاره بله جدي ننګونه د فدرالي بودیجې تصویب دی. د امریکا حکومت د کانګرس له اجازې پرته د فدرالي لګښتونو د دوام لپاره بشپړ واک نه لري. که ډېموکراټان د استازو مجلس کنټرول کړي، د بودیجې په اړه به د ټرمپ له ادارې سره د خبرو اترو په مېز کې د هغوی دریځ پیاوړی شي.

د روغتیايي خدمتونو، ټولنیزو پروګرامونو، تعلیمي لګښتونو، د دفاعي بودیجې او د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارو د تمویل په اړه اختلافونه د دواړو ګوندونو ترمنځ د شخړې سرچینه کېدای شي.

د بودیجې د تصویب پر مهال د دواړو خواوو نه جوړجاړی د فدرالي حکومت د تمویل د ځنډېدو او د حکومت د ځینو برخو د تړل کېدو خطر رامنځته کولای شي. دا ډول وضعیت یوازې د واشنګټن اداري ستونزه نه ده؛ د فدرالي کارکوونکو معاشونه، د حکومتي خدمتونو وړاندې کول او د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېز کولای شي.

د کانګرس د واک بدلون به په دې برخه کې د ټرمپ د ادارې لپاره دا معنا ولري چې د بودیجې د تصویب لپاره به نور یوازې د خپل ګوند پر ملاتړ تکیه نه شي کولای.

د استیضاح سیاسي سیوری

د ډېموکراټانو له خوا د استازو مجلس نیول به د ټرمپ د استیضاح بحثونه هم بېرته د امریکا د سیاست په مرکز کې راولي. د امریکا اساسي قانون استازو مجلس ته د ولسمشر د استیضاح د تورونو د تصویب صلاحیت ورکوي.

خو د استیضاح د پیل او د ولسمشر د لرې کېدو ترمنځ لوی توپیر شته. که استازو مجلس د ولسمشر پر وړاندې د استیضاح تورونه تصویب کړي، د قضیې د محاکمې بهیر سنا ته ځي. د ولسمشر د محکومولو او له دندې څخه د لرې کولو لپاره د حاضر سناتورانو دوه پر درېیمه رایه اړینه ده.

له همدې امله، حتی که ډېموکراټان د سنا اکثریت هم ترلاسه کړي، د ۵۱ څوکیو لرل د ولسمشر د محکومولو لپاره کافي نه دي. د استیضاح بحث به د ټرمپ لپاره سیاسي فشار زیات کړي، خو د ولسمشر د لرې کېدو لپاره به د دواړو ګوندونو پراخ ملاتړ ته اړتیا وي.

د سنا کنټرول؛ د ټرمپ د نوماندانو او قاضیانو برخلیک

د سنا د کنټرول بدلون د سپینې ماڼۍ لپاره د استازو مجلس تر بدلون هم په ځینو برخو کې ژورې پایلې لرلای شي.

د ولسمشر د کابینې د لوړپوړو غړو، سفیرانو او فدرالي قاضیانو د نوماندانو تأیید د سنا په واک کې دی. که ډېموکراټان سنا وګټي، د ټرمپ د قضايي او اداري نوماندانو د تأیید بهیر به د هغوی له سیاسي او حقوقي ارزونې سره مخ شي.

دا به د ټرمپ د ادارې لپاره په ځانګړي ډول هغه مهال مهم وي چې د فدرالي محکمو یا سترې محکمې څوکۍ تشې شي. د سنا اکثریت کولای شي د نوماندانو د اورېدنو مهال‌وېش او د تأیید بهیر کنټرول کړي.

خو د قوانینو د تصویب په برخه کې د سنا اکثریت هم نامحدود واک نه لري. د ډېرو عادي قوانینو د فلیبسټر د ماتولو لپاره ۶۰ رایې اړینې دي. ولسمشر هم د کانګرس پر تصویب شویو قوانینو د ویټو حق لري. له همدې امله، د دواړو مجلسونو نیول به د ډېموکراټانو سیاسي ځواک زیات کړي، خو د ټرمپ د ټولو اجراییوي پرېکړو د لغوه کولو معنا به ونه لري.

بهرنی سیاست؛ د ایران، اوکراین او تعرفو په اړه د کانګرس څارنه

د ټرمپ د بهرني سیاست ځینې برخې هم ښايي د کانګرس د نوي اکثریت د بحثونو موضوع شي. له ایران سره د جګړې لګښتونه او قانوني بنسټونه، د اوکراین لپاره د امریکا ملاتړ، د متحدینو سره اړیکې او د سوداګرۍ تعرفې هغه مسایل دي چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافونه یې ژور کړي دي.

د کانګرس ډېموکراټ غړي کولای شي د پوځي عملیاتو د لګښتونو، د بهرنیو ژمنو او د ولسمشر د جګړې اړوند واکونو په اړه د ادارې د چارواکو څخه وضاحت وغواړي.

د بهرني سیاست په برخه کې ولسمشر د اساسي قانون له مخې پراخ واکونه لري. د کانګرس اکثریت په یوازې ځان نه شي کولای د سپینې ماڼۍ ټولې نړیوالې پرېکړې سمدستي بدلې کړي. خو د بودیجې، قوانینو او عامه څارنې له لارې د ولسمشر د انتخابونو د محدودولو لپاره مهم وسایل لري.

د ټاکنو تر شا د ۲۰۲۸ کال سیاسي سیالي

د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنې یوازې د ټرمپ د پاتې ولسمشرۍ د دوو کلونو لپاره مهمې نه دي؛ د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم د دواړو ګوندونو د سیاسي ځواک اندازه ټاکي.

که ډېموکراټان د استازو مجلس یا دواړه مجلسونه وګټي، د ټرمپ د ادارې د پالیسیو پر وړاندې به د خپل بدیل پروګرام د وړاندې کولو لپاره پراخ فرصت ترلاسه کړي. د ژوند لګښتونه، روغتیايي خدمتونه، کډوالي، مالیات او بهرنی سیاست به د راتلونکو دوو کلونو د سیاسي بحثونو مهم محورونه وي.

په حقیقت کې د نومبر درېیمې ټاکنې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د واک د توازن یوه مهمه ازموینه ده. د استازو مجلس د ډېموکراټانو له خوا نیول، کېدای شي د تحقیقاتو، د بودیجې د اختلافونو او د ادارې د حساب غوښتنې نوی پړاو پیل کړي. د سنا له لاسه ورکول به بیا د ټرمپ د قضايي او اداري نوماندانو د تأیید بهیر هم له خنډونو سره مخ کړي.

د ټاکنو اصلي پایله به په دې کې نه وي چې کوم ګوند څو څوکۍ وګټلې؛ بلکې په دې کې به وي چې د امریکا سیاسي نظام به د ټرمپ د پاتې ولسمشرۍ په دوو کلونو کې د واک د وېش، څارنې او حساب ورکونې په برخه کې څومره بدل شي.

که ډېموکراټان د کانګرس لږ تر لږه یو مجلس وګټي، د ټرمپ د ادارې لپاره به د حکومت کولو شرایط بدل شي او که دواړه مجلسونه وګټي، واشنګټن به د ټرمپ د دویمې دورې په پاتې برخه کې د یوې داسې سیاسي مقابلې شاهد وي چې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ به د واک پر حدودو، د حکومت پر لګښتونو او د ولسمشر پر اجراییوي صلاحیتونو راڅرخي.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

•
•
•

نور خبرونه

د امریکا منځ‌مهاله ټاکنې؛ د کانګرس د کنټرول لپاره د جمهوري‌پالو او دیموکراتانو مهمه سیالي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ - ۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۰
100%

د امریکا رای ورکوونکي به د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) په منځ‌مهاله ټاکنو کې د کانګرس د استازو جرګې او سنا د کنټرول په اړه پرېکړه وکړي؛ دغه ټاکنې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره د هغه د سیاسي واک د کچې او د دواړو ګوندونو د راتلونکي دریځ په ټاکلو کې مهمې بلل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه ټاکنو کې به د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ او د سنا ۳۵ څوکۍ د سیالۍ ډګر وي. جمهوري‌پال اوس‌مهال د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت لري؛ خو دیموکراتان هڅه کوي د څوکیو په ګټلو سره د ټرمپ ادارې پر وړاندې د کانګرس په کچه د څار او کنټرول واک ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، د استازو په جرګه کې جمهوري‌پال ۲۱۸ او دیموکراتان ۲۱۴ څوکۍ لري؛ په داسې حال کې چې په سنا کې د جمهوري‌پالو څوکۍ ۵۳ او د دیموکراتانو ۴۷ دي. د دواړو جرګو د کنټرول د بدلولو لپاره دیموکراتان باید په هره جرګه کې لږ تر لږه څلور څوکۍ زیاتې وګټي.

اقتصاد او د ژوند لګښتونه

د رای ورکوونکو د ژوند لګښتونه او اقتصادي ستونزې د ټاکنیز کمپاین له مهمو موضوعاتو څخه دي. د راپور له مخې، د امریکا په مشرۍ له ایران سره روانه جګړه او د توکو د بیو لوړوالی هم د خلکو پر سیاسي دریځونو اغېز کړی دی.

رویټرز وايي، د ټاکنو پایلې به څرګنده کړي چې رای ورکوونکي د ټرمپ د واک محدودولو لپاره د کانګرس د یوې یا دواړو جرګو کنټرول دیموکراتانو ته سپاري، که له اقتصادي اندېښنو سره سره د اوسني سیاسي وضعیت د دوام ملاتړ کوي.

د ټاکنو د بهیر په اړه اندېښنې

د راپور له مخې، د ټاکنو چارواکو خبرداری ورکړی چې په نږدې سیالیو کې د رای ورکوونکو د شرایطو، د رایو د شمېرلو او د پایلو د تایید پر سر شخړې رامنځته کېدای شي. اوږده کتارونه، د رای اچونې د ماشینونو تخنیکي ستونزې او د ګوندي څارونکو اعتراضونه هم د قانوني لانجو او د پایلو د ځنډ لامل کېدای شي.

د ټرمپ ادارې د عدلیې وزارت پلان لري، چې د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې شاوخوا زر څارونکي وګوماري؛ دغه شمېر د تېرو منځ‌مهاله ټاکنو پرتله نږدې درې برابره دی. ځايي چارواکي اندېښنه لري، چې د څارونکو حضور ښايي رای ورکوونکي تر فشار لاندې راولي؛ خو د عدلیې وزارت دغه اندېښنې بې‌بنسټه بللې دي.

د ټرمپ غبرګون او د ۲۰۲۸کال ټاکنې

رویټرز لیکلي، د ټاکنو له پایلو سره د ټرمپ چلند په ځانګړي ډول که جمهوري‌پال د کانګرس کنټرول له لاسه ورکړي، د ټاکنو د شپې له مهمو موضوعاتو څخه کېدای شي.

ټرمپ د ۲۰۲۰کال په ټاکنو کې د رایو د شمېرلو له بشپړېدو مخکې د بریا اعلان کړی و او د رایو د شمېرلو د درولو غوښتنه یې کړې وه؛ خو په پای کې یې دیموکرات نوماند جو بایډن ته ټاکنې وبایللې. هغه تراوسه هم په ناسم ډول ادعا کوي، چې د ۲۰۲۰کال ټاکنې ترې غلا شوې وې.

د راپور له مخې، د دغه ټاکنو پایلې به د دواړو ګوندونو پر راتلونکو سیاسي تګلارو او د ۲۰۲۸کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو پر سیالۍ هم اغېز ولري.

رویټرز زیاتوي، چې د جمهوري‌پالو د کمپاینونو لپاره د مالي لګښتونو کچه هم د دغه ټاکنو یوه مهمه موضوع ده. د امریکا د فدرالي ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټرمپ د جمهوري‌پالو نوماندانو د ملاتړ لپاره تر ۲۷۷ مېلیون ډالرو ډېر لګښت کړی او د ټېسلا شرکت اجرایوي مشر ایلان ماسک هم د منځ‌مهاله ټاکنو په بهیر کې د جمهوري‌پالو د ملاتړ لپاره شاوخوا ۳۶۶ مېلیونه ډالر لګولي دي.

د امریکا سترې محکمې په کالېفورنیا کې د رایو د جلا کولو لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړه

۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۰
100%

د امریکا سترې محکمې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د ډونالډ ټرمپ هغه بېړنۍ غوښتنه رد کړې، چې له مخې یې غوښتل د کالیفورنیا ایالت چارواکي د هغو رایو شمېرل وځنډوي چې د غیرامریکايي وګړو له‌خوا د ورکړل کېدو شک پرې شوی دی.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، محکمې د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د ادارې غوښتنه تر ثبتېدو څو ساعته وروسته رد کړه. حکومت غوښتل هغه رایې له نورو جلا وساتل شي، چې د عدلیې وزارت په وینا ښايي د هغو کسانو له‌خوا ورکړل شوې وي چې د امریکا تابعیت نه‌لري.

د امریکا د سترې محکمې پرېکړه په یوه لنډ حکم کې اعلان شوې؛ خو قاضیانو یې د ردولو لامل نه دی څرګند کړی. هېڅ یوه قاضي هم له یادې پرېکړې سره مخالفت نه دی ثبت کړی.

د ټرمپ ادارې سترې محکمې ته ویلي و، چې د دوی د ارزونو له مخې په کالېفورنیا کې تر ۲۰زرو ډېر کسان د رایې ورکولو لپاره ثبت شوي؛ خو د حکومت په باور ښايي امریکایي وګړي نه وي. د امریکا لوی څارنوال ډي جان ساور له محکمې غوښتي و، چې د دغه کسانو رایې دې د تورونو تر څېړنې پورې له نورو جلا وساتل شي.

خو کالېفورنیا ایالت او د رایې ورکولو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو، چې د حکومت ادعاوې پر مبهمو معلوماتو ولاړې دي او د منلو وړ شواهد نه‌لري. هغوی خبرداری ورکړی و، چې د دغه رایو جلا کول ښايي د قانوني رای ورکوونکو د رایې ورکونې حق تر پښو لاندې کړي.

د امریکا د نهمې استیناف محکمې هم د جمعې په ورځ د ټرمپ د ادارې غوښتنه رد کړې وه او ویلي یې و، چې فدرالي حکومت واک نه‌لري ایالتونو ته وټاکي چې ټاکنې څنګه اداره کړي.

د استیناف محکمې په پرېکړه کې راغلي: «که د امریکا حکومت باور لري، چې د پوستې له لارې د رایې ورکولو لپاره بېلابېلو کړنلارو ته اړتیا ده؛ نو دغه وړاندیز باید کانګرس ته وړاندې کړي، نه محکمو ته».

د یادې محکمې قاضیانو زیاته کړې وه، چې د غیرامریکايي وګړو له‌خوا د رایې ورکولو ګواښ، تر ټولو ښه حالت کې هم ناروښانه دی؛ خو د حکومت د غوښتنې منل د قانوني رای ورکوونکو د رایې له حق څخه د محرومېدو جدي ګواښ رامنځته کوي.

د ټرمپ ادارې پر وړاندې د قضیې د مدافع حقوقي ډلې استازي اوزوما نکونتا د سترې محکمې له پرېکړې وروسته ویلي: «هرې محکمې چې دا قضیه څېړلې، د عدلیې وزارت هغه هڅه یې رد کړې چې د ټاکنو په درشل کې د وړو رای ورکوونکو پر رایو د شک سیوری غوړوي».

دا په ټاکنیزو قضیو کې د امریکا په ستره محکمه کې د ټرمپ د ادارې بله ماتې ده. محکمې د روان کال په سپټمبر کې هم د پوستې له لارې د رایو د لېږلو او ساتلو په اړه د ټرمپ یوه طرحه رد کړې وه.

د راپور له مخې، په ټوله امریکا کې لسګونه مېلیونه کسانو لا له وړاندې د منځ‌مهاله ټاکنو لپاره خپلې رایې کارولې دي.

سپینه ماڼۍ د کانګرس په منځ‌مهاله ټاکنو کې د ډیموکراتانو احتمالي بریا ته چمتووالی نیسي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سپینه ماڼۍ د کانګرس په منځ‌مهاله ټاکنو کې د ډیموکراتانو د بریا سناریو ارزوي او د هغه اقداماتو په اړه غور کوي چې ټرمپ یې د کانګرس له ملاتړ پرته هم ترسره کولای شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د ولسمشرۍ مرستیال سټیفن مېلر، د بودجې دفتر مشر رسل ووټ او د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکارانو له اپرېل میاشتې راهیسې پر هغه اجرایي پرېکړو کار کړی چې ولسمشر یې د کانګرس له اجازې پرته عملي کولای شي.

په دې کې د مهمو منرالونو او بادي برېښنا د توربینونو پر وارداتو د نوو تعرفو لګول، د نړۍوالو محصلانو او لنډمهاله بهرنیو کارکوونکو لپاره د ویزو شرایطو سختول او د کورونو او ودانیو د لګښتونو د کمولو اقدامات شامل دي.

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ چارواکي دا هم ارزوي چې د کانګرس له نوې بودجې پرته د مخکې منظور شویو مالي سرچینو په کارولو سره د حکومت کوم لومړیتوبونه پر مخ وړل کېدای شي. د بودجې دفتر مشر رسل ووټ غواړي د دولتي مرستو د وېش اصول هم بدل کړي؛ څو په دې برخه کې د ولسمشر سیاسي ټاکل شوي چارواکي پراخ واک ولري.

رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي او دوو نورو سرچینو په حواله لیکلي، چې ټرمپ له دغه پلانونو خبر شوی او په بحثونو کې یې هم برخه اخیستې ده. یوې سرچینې ویلي، ولسمشر د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرس سره د اجرایي واکونو له لارې د حکومتولۍ په اړه «ډېر هوسا» دی.

خو که ډیموکراتان د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي، د ټرمپ د ادارې پر وړاندې به د څېړنو او سیاسي څار پراخ واکونه هم ولري. دوی کولای شي د استماعیه غونډو، احضاریو او د اسنادو د غوښتلو له لارې وڅېړي، چې ایا ټرمپ له خپل واک څخه د ځان، خپلو متحدانو یا مالي ملاتړ کوونکو د ګټې لپاره کار اخیستی که نه.

د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکارانو هم د کانګرس د احتمالي پوښتنو او احضاریو په اړه د ادارې چارواکو ته لارښوونې پیل کړې دي. د رویټرز د سرچینو په وینا، دوی د عدلیې وزارت له نظره هم د دې امکان ارزوي چې ټرمپ وکولای شي د اجرایي امتیاز په استناد له خپلو خصوصي سلاکارانو سره د اړیکو اسناد د کانګرس له څېړنو پټ وساتي.

سره له دې، د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرس کولای شي د ټرمپ د نوماندانو تایید وځنډوي یا یې رد کړي او د هغه د ملاتړ وړ قوانینو د تصویب مخه ونیسي. خو ټرمپ هم د کانګرس له‌خوا د تصویب شویو قوانینو د ویټو کولو واک لري.

د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو پایلې به د نومبر په درېیمه د رایو له اچولو وروسته د کانګرس د دواړو مجلسونو د کنټرول برخلیک روښانه کړي. د رویټرز د راپور له مخې، د استازو په مجلس کې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ډیموکراتان څلورو اضافي څوکیو ته اړتیا لري؛ خو په سنا کې د دواړو ګوندونو سیالي نږدې برابره ده.

ټرمپ له منځمهالو ټاکنو وړاندې په ایوا او کانزاس ایالتونو کې ټاکنیزې غونډې کوي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټاکنیز کمپاین پیلوي او په ایوا او کانزاس ایالتونو کې غونډې کوي. دا دواړه هغه ایالتونه دي چې په دودیز ډول جمهوري‌غوښتونکي پکې پیاوړي دي، خو د ټرمپ ګوند هڅه کوي په منځمهالو ټاکنو کې د مشرانو جرګې څوکۍ وساتي.

د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د سې‌شنبې په ورځ کېږي او پر کانګرس د کنټرول برخلیک به ټاکي.

ټرمپ، چې په څو ایالتونو کې له څو اونیو کمپاین وروسته یې د شنبې ورځ په فلوریډا کې په خپل مارالاګو کلب کې تېره کړه، په ۲۰۲۴ کال کې ایوا ایالت په پراخ توپیر ګټلی و. خو نظرپوښتنې ښيي چې ددغه ایالت په ډېرو ټاکنیزو سیالیو کې دیموکراتان له جمهوري‌پالو سره برابر او یا تر هغوی مخکې دي.

د رویټرز او ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د کلیوالو امریکایانو ترمنځ د ټرمپ ملاتړ کچه په اکتوبر میاشت کې ۴۵ سلنې ته ټیټه شوې، چې تر ټولو ټیټه کچه ده.

کانزاس هم، چې وروستی ځل یې په ۱۹۳۲ کال کې یو دیموکرات سناتور ټاکلی و، له یوې ناڅاپي نږدې ټاکنیزې سیالۍ سره مخ دی.

د سې‌شنبې په ورځ د کانګرس د مشرانو جرګې ۳۵ او د ولسي جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ د ټاکنو لپاره وړاندې کېږي.

جمهوري‌پال په مشرانو جرګه کې ۵۳ پر ۴۷ او په استازو جرګه کم توپیره برلاسی لري. که د کانګرس له دواړو جرګو څخه یوه هم له لاسه ورکړي، دیموکراتان به د ټرمپ د اجنډا د پلي کېدو مخه ونیولی شي.

د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو د څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۵۲ میلیونو څخه ډېرو امریکایانو حضوري یا د پوستې له لارې خپلې رایې کارولې دي. دا د منځنیو ټاکنو لپاره یو ریکارډ دی او په ۲۰۲۲ کال کې د ټاکنو تر ورځې مخکې د رایه‌ورکوونکو له نږدې ۴۶ میلیونو شمېر څخه لوړ دی.

حقوقي شخړې

په داسې حال کې چې ټرمپ ټاکنیز کمپاین کوي، د ټرمپ اداره د الاسکا ایالت د مشرانو جرګې په یوه مهمه ټاکنیزه سیالۍ کې د پلټنو قضیې د پرمخ وړلو هڅه کوي.

د ټرمپ ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې ښايي د کالیفورنیا ایالت د زرګونو پوستي رایو د شمېرلو پر سر قضیه د امریکا سترې محکمې ته یوسي.

د عدلیې وزارت سرپرست مرستیال ټرېنټ مک‌کوټر له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: «زه د وروستي ځواب له ورکولو ډډه کوم، خو فکر کوم ښايي بل ګام ستره محکمه وي».

نوموړي زیاته کړه، چې دا غوښتنه به د سې‌شنبې تر ټاکنو مخکې وړاندې شي.

د امریکا د فدرالي محکمې یوه قاضي د روانې اونۍ په پیل کې د عدلیې وزارت هغه غوښتنه رد کړه چې د کالیفورنیا ایالت له ۲۰ زرو د زیاتو ثبت شویو رایه‌ورکوونکو پوستي رایې ونه شمېرل شي.

دغه وزارت ادعا کړې وه چې ښايي دا کسان د امریکا وګړي نه وي. تر دې وړاندې هم فدرالي استیناف محکمې د بېړنۍ غوښتنې له منلو ډډه کړې وه. کالیفورنیا ویلي، چې د ناامریکايي وګړو د رایې ورکولو د مخنیوي لپاره یې قوي تدابیر نیولي دي، ځکه د بهرنیو وګړو رایه ورکول غیرقانوني دي.

په الاسکا کې فدرالي څارنوالان څېړي چې ایا د دیموکراتې نوماندې مري پلتولا همکارانو له یوه متقاعد ښوونکي ډانیل جي. سلیوان جونیر سره مرسته کړې چې د جمهوري‌پالې ډلې د اوسني سناتور ډان اېس. سلیوان له نوم سره د ورته والي له امله په ټاکنو کې نوماند شي.

نیویارک ټایمز د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د پلتولا همکارانو د دیموکراتانو د مشرانو جرګې د ټاکنیزې کمېټې له کارکوونکو سره همکاري کړې ده.

پلتولا او د هغې ټاکنیز کمېټي په دې موضوع کې خپل لاس لرل رد کړي دي. سلیوان جونیر هم ویلي چې د پلتولا له ټاکنیز کمپاین سره یې همغږي نه ده کړې.

د امریکا عدلیې وزارت له یوې فدرالي محکمې غوښتي چې که اوسنی سناتور په لږ توپیر ټاکنې وبایلي، د الاسکا د ټاکنو د پایلو د رسمي تایید مخه ونیسي.

په الاسکا کې د انکوریج اوسېدونکو چې د شنبې په ورځ یې له رویټرز سره خبرې کولې، د دې څېړنې او حقوقي شخړو په اړه بېلابېل نظرونه لرل.

۲۴کلن ایمز ټونیسن وویل: «زه اندېښمن یم چې هر څومره د رایو شمېرل وځنډېږي، هومره به د درغلیو او لاسوهنو فرصتونه ډېر شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې زموږ اوسنی ولسمشر د روانو ټاکنو او ثبتېدونکو رایو د باطلولو په اړه څرګندونې کوي».

خو ۵۲ کلن ارټ پاول د احتمالي کړکېچ په اړه چندان اندېښمن نه و.

هغه وویل: «په دې قضیه کې، که سیالي نږدې وي یا څېړنه روانه وي، زه یې درک کوم. دا د بهیر یوه برخه ده. انسان باید صبر وکړي. زه غواړم بهیر چټک وي، خو پوهېږم چې ولې وخت نیسي».

په میشیګان کې د دیموکراتانو اختلاف

په میشیګان ایالت کې دیموکرات عبدل السید له جمهوري‌پال مایک راجرز سره د مشرانو جرګې د څوکۍ لپاره په یوه بله مهمه سیالۍ کې مخامخ دی. لا څرګنده نه ده چې د دغه ایالت د دیموکراتانو استازې هېلي سټیونز به د یکشنبې په ورځ په ډیټرایټ ښار کې له هغه سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

سټیونز په لومړنیو ټاکنو کې د السید سیاله وه، خو هغه یې مات کړ. د یکشنبې غونډه د ګوند د یووالي د ښودلو لپاره پلان شوې وه.

السید تر دې مخکې سټیونز تورنه کړې وه چې د دیموکراتانو د لومړنیو ټاکنو پایلې بیا تر بحث لاندې راولي.

نوموړي د شنبې په ورځ هم په سټرلینګ هایټس کې د خپل کمپاین په یوه غونډه کې د لومړنیو ټاکنو پایلو ته اشاره وکړه. دا غونډه د هغه د ۴۲مې کلیزې په تړاو جوړه شوې وه.

السید خبریالانو ته وویل: «زه پوهېږم چې ځینې کسان له پایلې خوښ نه دي، خو زه دلته د مایک راجرز د ماتولو هڅه کوم».

د السید ټاکنیز کمپاین له سټیونز څخه غوښتي چې د ټاکنو تر ورځې پورې د هغه په غونډو کې ګډون ونه کړي، څو د کمپاین له اصلي موضوعاتو څخه د خلکو پام بله خوا وانه وړي. یوه کس چې له دې موضوع خبر دی، رویټرز ته ویلي چې دا غوښتنه شوې ده.

سټیونز له السید څخه غوښتنه کړې چې د یوې بهرنۍ ډلې هغه اعلان وغندي چې د هغې په وینا، د خوراکي توکو د لوړو بیو پړه پر اسراییل اچوي.

د میشیګان ایالت پوهنتون سیاسي څېړونکي مټ ګروسمان ویلي: «د ټاکنو له ورځې لږ مخکې د ګوند دننه د اختلافاتو دوام او په ښکاره ډول د هغو څرګندېدل، د السید ټاکنیز کمپاین ته زیان رسوي».

نظرپوښتنې ښيي چې السید د دیموکراتانو د ملاتړ ډېره برخه تر لاسه کړې ده.

د امریکا منځمهالې ټاکنې؛ ۴۳ میلیونه امریکایانو له وخت مخکې خپلې رایې کارولې دي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰
100%

د امریکا منځمهالو ټاکنو ته تر یوې اوونۍ په کم وخت کې، تر ۴۳ میلیونو ډېرو امریکایانو مخکې له وخته خپلې رایې کارولې. د شمېرو له مخې، له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې د ګډون کچه د تېرو ټاکنو په پرتله په څرګند ډول لوړه شوې، ټکساس ایالت پکې د زیاتوالي تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده.

بي‌بي‌سي نیوز د فلوریډا پوهنتون د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې هره ورځ د څلورو او پنځو میلیونو ترمنځ امریکایان له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې ګډون کوي. دا کچه د ډېرو تېرو ټاکنو په پرتله د پام وړ لوړه بلل شوې ده.

د فلوریډا پوهنتون استاد مایک مک‌ډونالډ ویلي، چې د ټکساس ایالت له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې د ګډون کچه د نورو ایالتونو په پرتله ډېره لوړه شوې ده. د هغه په وینا، د لاتیني‌الاصله رایه‌ورکوونکو ګډون هم د تېرو ټاکنو په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی.

شمېرې ښيي، چې د روان کال په ټاکنو کې د رایه‌ورکوونکو ګډون ښايي د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو او ان د ۲۰۱۸ کال د منځمهاله ټاکنو له کچې هم واوړي. د ۲۰۱۸ کال ټاکنو د امریکا د منځمهاله ټاکنو د ګډون هغه ریکارډ مات کړی و، چې له ۱۹۱۴ کال راهیسې یې دوام درلود.

ټکساس د جمهوري‌پالو او دیموکراتانو د سیالۍ مهم ډګر

په ټکساس ایالت کې تر اوسه له ۵،۸ میلیونو ډېرو کسانو رایه ورکړې ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د ورته مودې په پرتله شاوخوا یو میلیون او ۷۵۰ زره کسان زیات ښيي.

ټکساس د جمهوري‌پال او دیموکرات ګوندونو ترمنځ د سیالۍ پر یوه مهم ډګر بدل شوی دی. په دغه ایالت کې د سنا د څوکۍ لپاره د ټاکنو پایله د دې په ټاکلو کې مهم رول لرلای شي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاتې دوه کلنې دورې پر مهال به په سنا کې اکثریت د کوم ګوند په لاس کې وي.

د هغو ایالتونو شمېرې، چې د رایه‌ورکوونکو د نوم‌لیکنې پر مهال یې ګوندي تړاو هم ثبتېږي، ښيي چئ له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې د دیموکراتانو ګډون زیات شوی، خو د جمهوري‌پالو رایه‌ورکوونکو شمېر په ټوله کې د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د ورته مودې کچې ته نږدې پاتې دی.

د بي‌بي‌سي نیوز د پنجشنبې ورځې د شمېرو له مخې، د وختي رایو ۴۴ سلنه د نوم‌لیکنې له مخې د دیموکرات ګوند د پلویانو او ۳۱،۲ سلنه د جمهوري‌پال ګوند د پلویانو وې. خپلواکو رایه‌ورکوونکو او هغو کسانو، چې له کوم ګوند سره تړاو نه لري، د ټولو ثبت شویو وختي رایو ۲۴،۷سلنه برخه اخیستې ده.

خو دا شمېرې یوازې هغه ایالتونه رانغاړي، چې د رایه‌ورکوونکو ګوندي تړاو ثبتوي؛ له همدې امله نه ښيي چې هر رایه‌ورکوونکي کوم نوماند ته رایه ورکړې ده.

د تورپوستو او لاتیني‌الاصله رایه‌ورکوونکو ګډون زیات شوی

په شمالي کارولاینا، جورجیا او فلوریډا ایالتونو کې، چې د رایه‌ورکوونکو نژادي معلومات هم ثبتېږي، د تورپوستو او لاتیني‌الاصله وګړو ګډون زیات شوی دی. په مقابل کې، د سپین‌پوستو رایه‌ورکوونکو ګډون د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د ورته مودې له کچې سره نږدې برابر پاتې دی.

په ټکساس کې هم د مکسیکو پولې ته نږدې په ځینو هغو سیمو کې د رایه‌ورکوونکو ګډون په څرګند ډول زیات شوی، چې د نفوس تر ۹۰ سلنې ډېره برخه یې لاتیني‌الاصله وګړي جوړوي.

په امریکا کې له وخت مخکې د رایې ورکولو بهیر د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې پراخ شوی دی. د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال، تر دوو برخو ډېرې رایې د ټاکنو له اصلي ورځې مخکې کارول شوې وې، چې نیمایي یې د پوست له لارې لېږل شوې وې.

خو د فلوریډا پوهنتون استاد مایک مک‌ډونالډ وايي، چې اوس ډېر رایه‌ورکوونکي د پوست له لارې د رایې ورکولو پر ځای په حضوري ډول د رایې ورکولو مرکزونو ته ورځي. هغه احتمال ورکړی، چې د پوست له لارې د رایې ورکولو د تېروتنو یا ستونزو په اړه اندېښنو ښايي په دغه بدلون کې رول لرلی وي؛ خو ټینګار یې کړی، چې د دې بدلون د لامل په اړه د کره پایلې لپاره کافي معلومات نشته.

په همدې حال کې، د مینیاپولیس ښار چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې په دغه ښار کې د غیرولسمشرۍ ټاکنو لپاره د وختي رایې ورکولو پخوانی ریکارډ مات شوی دی.

د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې د لړم په ۱۲مه، د سې‌شنبې په ورځ ترسره کېږي. د دغو ټاکنو پایله به څرګنده کړي، چې جمهوري‌پال که دیموکراتان به د راتلونکو دوو کلونو لپاره د استازو جرګې او سنا کنټرول په لاس کې ولري.