• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ د کانګرس په منځ‌مهاله ټاکنو کې د ډیموکراتانو احتمالي بریا ته چمتووالی نیسي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۲۵ GMT+۰

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سپینه ماڼۍ د کانګرس په منځ‌مهاله ټاکنو کې د ډیموکراتانو د بریا سناریو ارزوي او د هغه اقداماتو په اړه غور کوي چې ټرمپ یې د کانګرس له ملاتړ پرته هم ترسره کولای شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د ولسمشرۍ مرستیال سټیفن مېلر، د بودجې دفتر مشر رسل ووټ او د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکارانو له اپرېل میاشتې راهیسې پر هغه اجرایي پرېکړو کار کړی چې ولسمشر یې د کانګرس له اجازې پرته عملي کولای شي.

په دې کې د مهمو منرالونو او بادي برېښنا د توربینونو پر وارداتو د نوو تعرفو لګول، د نړۍوالو محصلانو او لنډمهاله بهرنیو کارکوونکو لپاره د ویزو شرایطو سختول او د کورونو او ودانیو د لګښتونو د کمولو اقدامات شامل دي.

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ چارواکي دا هم ارزوي چې د کانګرس له نوې بودجې پرته د مخکې منظور شویو مالي سرچینو په کارولو سره د حکومت کوم لومړیتوبونه پر مخ وړل کېدای شي. د بودجې دفتر مشر رسل ووټ غواړي د دولتي مرستو د وېش اصول هم بدل کړي؛ څو په دې برخه کې د ولسمشر سیاسي ټاکل شوي چارواکي پراخ واک ولري.

رویټرز د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي او دوو نورو سرچینو په حواله لیکلي، چې ټرمپ له دغه پلانونو خبر شوی او په بحثونو کې یې هم برخه اخیستې ده. یوې سرچینې ویلي، ولسمشر د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرس سره د اجرایي واکونو له لارې د حکومتولۍ په اړه «ډېر هوسا» دی.

خو که ډیموکراتان د کانګرس کنټرول ترلاسه کړي، د ټرمپ د ادارې پر وړاندې به د څېړنو او سیاسي څار پراخ واکونه هم ولري. دوی کولای شي د استماعیه غونډو، احضاریو او د اسنادو د غوښتلو له لارې وڅېړي، چې ایا ټرمپ له خپل واک څخه د ځان، خپلو متحدانو یا مالي ملاتړ کوونکو د ګټې لپاره کار اخیستی که نه.

د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکارانو هم د کانګرس د احتمالي پوښتنو او احضاریو په اړه د ادارې چارواکو ته لارښوونې پیل کړې دي. د رویټرز د سرچینو په وینا، دوی د عدلیې وزارت له نظره هم د دې امکان ارزوي چې ټرمپ وکولای شي د اجرایي امتیاز په استناد له خپلو خصوصي سلاکارانو سره د اړیکو اسناد د کانګرس له څېړنو پټ وساتي.

سره له دې، د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې کانګرس کولای شي د ټرمپ د نوماندانو تایید وځنډوي یا یې رد کړي او د هغه د ملاتړ وړ قوانینو د تصویب مخه ونیسي. خو ټرمپ هم د کانګرس له‌خوا د تصویب شویو قوانینو د ویټو کولو واک لري.

د امریکا د منځ‌مهاله ټاکنو پایلې به د نومبر په درېیمه د رایو له اچولو وروسته د کانګرس د دواړو مجلسونو د کنټرول برخلیک روښانه کړي. د رویټرز د راپور له مخې، د استازو په مجلس کې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ډیموکراتان څلورو اضافي څوکیو ته اړتیا لري؛ خو په سنا کې د دواړو ګوندونو سیالي نږدې برابره ده.

ډېر لیدل شوي

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې
۱

هبت‌الله او ټرمپ؛ د بې‌پولې خبریالانو د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ محدودوونکو په نوملړ کې

۲

افغان کډوال: د ترکیې سرحدي پولیسو نیول شوي کسان بربنډ کړي او وهلي دي

۳
ځانګړی

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

۴

ایران کې د افغان پخوانیو چارواکو د امنیت په اړه اندېښنې؛ د احمدخان غوري د وژلو هڅه شوې ده

۵

روسیه له طالبانو سره د شوروي پخوانیو ټانکونو د بیارغونې په برخه کې مرسته کوي

•
•
•

نور خبرونه

ټرمپ له منځمهالو ټاکنو وړاندې په ایوا او کانزاس ایالتونو کې ټاکنیزې غونډې کوي

۱۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټاکنیز کمپاین پیلوي او په ایوا او کانزاس ایالتونو کې غونډې کوي. دا دواړه هغه ایالتونه دي چې په دودیز ډول جمهوري‌غوښتونکي پکې پیاوړي دي، خو د ټرمپ ګوند هڅه کوي په منځمهالو ټاکنو کې د مشرانو جرګې څوکۍ وساتي.

د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د سې‌شنبې په ورځ کېږي او پر کانګرس د کنټرول برخلیک به ټاکي.

ټرمپ، چې په څو ایالتونو کې له څو اونیو کمپاین وروسته یې د شنبې ورځ په فلوریډا کې په خپل مارالاګو کلب کې تېره کړه، په ۲۰۲۴ کال کې ایوا ایالت په پراخ توپیر ګټلی و. خو نظرپوښتنې ښيي چې ددغه ایالت په ډېرو ټاکنیزو سیالیو کې دیموکراتان له جمهوري‌پالو سره برابر او یا تر هغوی مخکې دي.

د رویټرز او ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د کلیوالو امریکایانو ترمنځ د ټرمپ ملاتړ کچه په اکتوبر میاشت کې ۴۵ سلنې ته ټیټه شوې، چې تر ټولو ټیټه کچه ده.

کانزاس هم، چې وروستی ځل یې په ۱۹۳۲ کال کې یو دیموکرات سناتور ټاکلی و، له یوې ناڅاپي نږدې ټاکنیزې سیالۍ سره مخ دی.

د سې‌شنبې په ورځ د کانګرس د مشرانو جرګې ۳۵ او د ولسي جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ د ټاکنو لپاره وړاندې کېږي.

جمهوري‌پال په مشرانو جرګه کې ۵۳ پر ۴۷ او په استازو جرګه کم توپیره برلاسی لري. که د کانګرس له دواړو جرګو څخه یوه هم له لاسه ورکړي، دیموکراتان به د ټرمپ د اجنډا د پلي کېدو مخه ونیولی شي.

د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو د څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۵۲ میلیونو څخه ډېرو امریکایانو حضوري یا د پوستې له لارې خپلې رایې کارولې دي. دا د منځنیو ټاکنو لپاره یو ریکارډ دی او په ۲۰۲۲ کال کې د ټاکنو تر ورځې مخکې د رایه‌ورکوونکو له نږدې ۴۶ میلیونو شمېر څخه لوړ دی.

حقوقي شخړې

په داسې حال کې چې ټرمپ ټاکنیز کمپاین کوي، د ټرمپ اداره د الاسکا ایالت د مشرانو جرګې په یوه مهمه ټاکنیزه سیالۍ کې د پلټنو قضیې د پرمخ وړلو هڅه کوي.

د ټرمپ ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې ښايي د کالیفورنیا ایالت د زرګونو پوستي رایو د شمېرلو پر سر قضیه د امریکا سترې محکمې ته یوسي.

د عدلیې وزارت سرپرست مرستیال ټرېنټ مک‌کوټر له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: «زه د وروستي ځواب له ورکولو ډډه کوم، خو فکر کوم ښايي بل ګام ستره محکمه وي».

نوموړي زیاته کړه، چې دا غوښتنه به د سې‌شنبې تر ټاکنو مخکې وړاندې شي.

د امریکا د فدرالي محکمې یوه قاضي د روانې اونۍ په پیل کې د عدلیې وزارت هغه غوښتنه رد کړه چې د کالیفورنیا ایالت له ۲۰ زرو د زیاتو ثبت شویو رایه‌ورکوونکو پوستي رایې ونه شمېرل شي.

دغه وزارت ادعا کړې وه چې ښايي دا کسان د امریکا وګړي نه وي. تر دې وړاندې هم فدرالي استیناف محکمې د بېړنۍ غوښتنې له منلو ډډه کړې وه. کالیفورنیا ویلي، چې د ناامریکايي وګړو د رایې ورکولو د مخنیوي لپاره یې قوي تدابیر نیولي دي، ځکه د بهرنیو وګړو رایه ورکول غیرقانوني دي.

په الاسکا کې فدرالي څارنوالان څېړي چې ایا د دیموکراتې نوماندې مري پلتولا همکارانو له یوه متقاعد ښوونکي ډانیل جي. سلیوان جونیر سره مرسته کړې چې د جمهوري‌پالې ډلې د اوسني سناتور ډان اېس. سلیوان له نوم سره د ورته والي له امله په ټاکنو کې نوماند شي.

نیویارک ټایمز د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د پلتولا همکارانو د دیموکراتانو د مشرانو جرګې د ټاکنیزې کمېټې له کارکوونکو سره همکاري کړې ده.

پلتولا او د هغې ټاکنیز کمېټي په دې موضوع کې خپل لاس لرل رد کړي دي. سلیوان جونیر هم ویلي چې د پلتولا له ټاکنیز کمپاین سره یې همغږي نه ده کړې.

د امریکا عدلیې وزارت له یوې فدرالي محکمې غوښتي چې که اوسنی سناتور په لږ توپیر ټاکنې وبایلي، د الاسکا د ټاکنو د پایلو د رسمي تایید مخه ونیسي.

په الاسکا کې د انکوریج اوسېدونکو چې د شنبې په ورځ یې له رویټرز سره خبرې کولې، د دې څېړنې او حقوقي شخړو په اړه بېلابېل نظرونه لرل.

۲۴کلن ایمز ټونیسن وویل: «زه اندېښمن یم چې هر څومره د رایو شمېرل وځنډېږي، هومره به د درغلیو او لاسوهنو فرصتونه ډېر شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې زموږ اوسنی ولسمشر د روانو ټاکنو او ثبتېدونکو رایو د باطلولو په اړه څرګندونې کوي».

خو ۵۲ کلن ارټ پاول د احتمالي کړکېچ په اړه چندان اندېښمن نه و.

هغه وویل: «په دې قضیه کې، که سیالي نږدې وي یا څېړنه روانه وي، زه یې درک کوم. دا د بهیر یوه برخه ده. انسان باید صبر وکړي. زه غواړم بهیر چټک وي، خو پوهېږم چې ولې وخت نیسي».

په میشیګان کې د دیموکراتانو اختلاف

په میشیګان ایالت کې دیموکرات عبدل السید له جمهوري‌پال مایک راجرز سره د مشرانو جرګې د څوکۍ لپاره په یوه بله مهمه سیالۍ کې مخامخ دی. لا څرګنده نه ده چې د دغه ایالت د دیموکراتانو استازې هېلي سټیونز به د یکشنبې په ورځ په ډیټرایټ ښار کې له هغه سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي او که نه.

سټیونز په لومړنیو ټاکنو کې د السید سیاله وه، خو هغه یې مات کړ. د یکشنبې غونډه د ګوند د یووالي د ښودلو لپاره پلان شوې وه.

السید تر دې مخکې سټیونز تورنه کړې وه چې د دیموکراتانو د لومړنیو ټاکنو پایلې بیا تر بحث لاندې راولي.

نوموړي د شنبې په ورځ هم په سټرلینګ هایټس کې د خپل کمپاین په یوه غونډه کې د لومړنیو ټاکنو پایلو ته اشاره وکړه. دا غونډه د هغه د ۴۲مې کلیزې په تړاو جوړه شوې وه.

السید خبریالانو ته وویل: «زه پوهېږم چې ځینې کسان له پایلې خوښ نه دي، خو زه دلته د مایک راجرز د ماتولو هڅه کوم».

د السید ټاکنیز کمپاین له سټیونز څخه غوښتي چې د ټاکنو تر ورځې پورې د هغه په غونډو کې ګډون ونه کړي، څو د کمپاین له اصلي موضوعاتو څخه د خلکو پام بله خوا وانه وړي. یوه کس چې له دې موضوع خبر دی، رویټرز ته ویلي چې دا غوښتنه شوې ده.

سټیونز له السید څخه غوښتنه کړې چې د یوې بهرنۍ ډلې هغه اعلان وغندي چې د هغې په وینا، د خوراکي توکو د لوړو بیو پړه پر اسراییل اچوي.

د میشیګان ایالت پوهنتون سیاسي څېړونکي مټ ګروسمان ویلي: «د ټاکنو له ورځې لږ مخکې د ګوند دننه د اختلافاتو دوام او په ښکاره ډول د هغو څرګندېدل، د السید ټاکنیز کمپاین ته زیان رسوي».

نظرپوښتنې ښيي چې السید د دیموکراتانو د ملاتړ ډېره برخه تر لاسه کړې ده.

د امریکا منځمهالې ټاکنې؛ ۴۳ میلیونه امریکایانو له وخت مخکې خپلې رایې کارولې دي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۰
100%

د امریکا منځمهالو ټاکنو ته تر یوې اوونۍ په کم وخت کې، تر ۴۳ میلیونو ډېرو امریکایانو مخکې له وخته خپلې رایې کارولې. د شمېرو له مخې، له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې د ګډون کچه د تېرو ټاکنو په پرتله په څرګند ډول لوړه شوې، ټکساس ایالت پکې د زیاتوالي تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده.

بي‌بي‌سي نیوز د فلوریډا پوهنتون د شمېرو له مخې راپور ورکړی، چې هره ورځ د څلورو او پنځو میلیونو ترمنځ امریکایان له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې ګډون کوي. دا کچه د ډېرو تېرو ټاکنو په پرتله د پام وړ لوړه بلل شوې ده.

د فلوریډا پوهنتون استاد مایک مک‌ډونالډ ویلي، چې د ټکساس ایالت له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې د ګډون کچه د نورو ایالتونو په پرتله ډېره لوړه شوې ده. د هغه په وینا، د لاتیني‌الاصله رایه‌ورکوونکو ګډون هم د تېرو ټاکنو په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی.

شمېرې ښيي، چې د روان کال په ټاکنو کې د رایه‌ورکوونکو ګډون ښايي د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو او ان د ۲۰۱۸ کال د منځمهاله ټاکنو له کچې هم واوړي. د ۲۰۱۸ کال ټاکنو د امریکا د منځمهاله ټاکنو د ګډون هغه ریکارډ مات کړی و، چې له ۱۹۱۴ کال راهیسې یې دوام درلود.

ټکساس د جمهوري‌پالو او دیموکراتانو د سیالۍ مهم ډګر

په ټکساس ایالت کې تر اوسه له ۵،۸ میلیونو ډېرو کسانو رایه ورکړې ده. دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د ورته مودې په پرتله شاوخوا یو میلیون او ۷۵۰ زره کسان زیات ښيي.

ټکساس د جمهوري‌پال او دیموکرات ګوندونو ترمنځ د سیالۍ پر یوه مهم ډګر بدل شوی دی. په دغه ایالت کې د سنا د څوکۍ لپاره د ټاکنو پایله د دې په ټاکلو کې مهم رول لرلای شي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاتې دوه کلنې دورې پر مهال به په سنا کې اکثریت د کوم ګوند په لاس کې وي.

د هغو ایالتونو شمېرې، چې د رایه‌ورکوونکو د نوم‌لیکنې پر مهال یې ګوندي تړاو هم ثبتېږي، ښيي چئ له وخت مخکې د رایې ورکولو په بهیر کې د دیموکراتانو ګډون زیات شوی، خو د جمهوري‌پالو رایه‌ورکوونکو شمېر په ټوله کې د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د ورته مودې کچې ته نږدې پاتې دی.

د بي‌بي‌سي نیوز د پنجشنبې ورځې د شمېرو له مخې، د وختي رایو ۴۴ سلنه د نوم‌لیکنې له مخې د دیموکرات ګوند د پلویانو او ۳۱،۲ سلنه د جمهوري‌پال ګوند د پلویانو وې. خپلواکو رایه‌ورکوونکو او هغو کسانو، چې له کوم ګوند سره تړاو نه لري، د ټولو ثبت شویو وختي رایو ۲۴،۷سلنه برخه اخیستې ده.

خو دا شمېرې یوازې هغه ایالتونه رانغاړي، چې د رایه‌ورکوونکو ګوندي تړاو ثبتوي؛ له همدې امله نه ښيي چې هر رایه‌ورکوونکي کوم نوماند ته رایه ورکړې ده.

د تورپوستو او لاتیني‌الاصله رایه‌ورکوونکو ګډون زیات شوی

په شمالي کارولاینا، جورجیا او فلوریډا ایالتونو کې، چې د رایه‌ورکوونکو نژادي معلومات هم ثبتېږي، د تورپوستو او لاتیني‌الاصله وګړو ګډون زیات شوی دی. په مقابل کې، د سپین‌پوستو رایه‌ورکوونکو ګډون د ۲۰۲۲ کال د ټاکنو د ورته مودې له کچې سره نږدې برابر پاتې دی.

په ټکساس کې هم د مکسیکو پولې ته نږدې په ځینو هغو سیمو کې د رایه‌ورکوونکو ګډون په څرګند ډول زیات شوی، چې د نفوس تر ۹۰ سلنې ډېره برخه یې لاتیني‌الاصله وګړي جوړوي.

په امریکا کې له وخت مخکې د رایې ورکولو بهیر د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې پراخ شوی دی. د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال، تر دوو برخو ډېرې رایې د ټاکنو له اصلي ورځې مخکې کارول شوې وې، چې نیمایي یې د پوست له لارې لېږل شوې وې.

خو د فلوریډا پوهنتون استاد مایک مک‌ډونالډ وايي، چې اوس ډېر رایه‌ورکوونکي د پوست له لارې د رایې ورکولو پر ځای په حضوري ډول د رایې ورکولو مرکزونو ته ورځي. هغه احتمال ورکړی، چې د پوست له لارې د رایې ورکولو د تېروتنو یا ستونزو په اړه اندېښنو ښايي په دغه بدلون کې رول لرلی وي؛ خو ټینګار یې کړی، چې د دې بدلون د لامل په اړه د کره پایلې لپاره کافي معلومات نشته.

په همدې حال کې، د مینیاپولیس ښار چارواکو د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې په دغه ښار کې د غیرولسمشرۍ ټاکنو لپاره د وختي رایې ورکولو پخوانی ریکارډ مات شوی دی.

د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې د لړم په ۱۲مه، د سې‌شنبې په ورځ ترسره کېږي. د دغو ټاکنو پایله به څرګنده کړي، چې جمهوري‌پال که دیموکراتان به د راتلونکو دوو کلونو لپاره د استازو جرګې او سنا کنټرول په لاس کې ولري.

ټرمپ د منځمهاله ټاکنو په درشل کې له یوې نوې انتخاباتي سیالۍ سره مخ دی

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰
100%

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په جنوبي کارولینا کې په دوو اونیو کې د دویم ځل لپاره د ټاکنیز کمپاین غونډه کوي. نوې نظرپوښتنې ښيي، چې د دغه ایالت د مشرانو جرګې څوکۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو د نوماندې ډارلین ګراهام او ډیموکراټې نوماندې اېني اېنډروز ترمنځ نږدې سیالي روانه ده.

د کانګرس د کنټرول پر سر د سې شنبې ورځې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د جمهوري غوښتونکو ګوند ځینې غړي اندېښنه لري چې د دوی دودیزه پیاوړې سیمه، جنوبي کارولینا، د سیالۍ په ډګر بدله شوې ده.

دا سیالي د هغې عمومي لړۍ یوه برخه ده چې ښيي د جمهوري غوښتونکو په ګټه پېژندل شوي ایالتونه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو ورځو کې د ډیموکراټانو په لور متمایل کېږي. د دې بدلون یو لامل په نظرپوښتنو کې د ټرمپ د محبوبیت ټیټه کچه بلل کېږي.

جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې په الاسکا، ایوا، کانزاس، ټکساس، اوهایو، شمالي کارولینا او مېن ایالتونو کې د مشرانو جرګې خپلې څوکۍ وساتي، څو په دې جرګه کې خپل شپږ کسیز اکثریت خوندي کړي. نظرپوښتنې ښيي چې په دغو ټولو ایالتونو کې ډیموکراټان مخکې دي.

نظرپوښتنې او خپلواک سیاسي شنونکي اټکل کوي چې ډیموکراټان به د استازو جرګې کنټرول بېرته ترلاسه کړي، خو د مشرانو جرګې د کنټرول سیالي دومره نږدې ده چې د پایلې وړاندوینه یې ستونزمنه ده.

که ډیموکراټان بریالي شي، نو د ټرمپ پر واک به ځینې محدودیتونه ولګول شي او په کانګرس کې به د هغه د ادارې په اړه څېړنې پیل شي.

جنوبي کارولینا له ۱۹۶۶ کال راهیسې، چې فریټز هالېنګز د لومړي ځل لپاره د سنا جرګې ته وټاکل شو، تر ۲۰۰۵ کال پورې د ډیموکراټانو استازی سنا ته لېږلی و، له هغه وروسته یې بیا کوم ډیموکراټ سناتور نه دی ټاکلی.

ټرمپ په وروستیو ورځو کې د مېسیسيپي ایالت په ټاکنیزو غونډو کې هم ګډون کړی دی. هلته د جمهوري غوښتونکو د اوسنۍ سناتورې سېنډي هایډ سمېت او د ډیموکراټانو د نوماند سکاټ کولم ترمنځ سیالي هم سخته شوې ده.

که کولم بریالی شي، نو له بیارغونې دورې راهیسې به د مېسیسيپي ایالت لومړنی تورپوستی سناتور وي. د بیارغونې دوره د نولسمې پېړۍ هغه حساس پړاو و چې د امریکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو سملاسي وروسته پیل شو.

د جمهوري غوښتونکو سیاسي فعالان د نېبراسکا ایالت د سنا جرګې د څوکۍ په اړه هم اندېښمن شوي دي. هلته د جمهوري غوښتونکو سناتور پیټ ریکټس له خپلواک نوماند ډان اوسبورن سره سیالي کوي.

په جنوبي کارولینا کې اېني اېنډروز او ډارلین ګراهام د هغې څوکۍ لپاره سیالي کوي چې پخوا د ګراهام د ورور سناتور لېنډسي ګراهام په واک کې وه. لېنډسي ګراهام د ټرمپ له مهمو جمهوري غوښتونکو متحدانو څخه و او د جولای په میاشت کې ناڅاپه ومړ.

لېنډسي ګراهام په کانګرس کې د بهرني سیاست په برخه کې مهم غږ و او د مشرانو جرګې د جمهوري غوښتونکو د مشرتابه او سپینې ماڼۍ ترمنځ یې د اړیکو په ټینګولو کې رول درلود.

هغه له اوږدې مودې راهیسې خپله خور د خپلې تر ټولو مهمې سیاسي سلاکارې په توګه ګڼله. خو نظرپوښتنې ښيي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د هغې ځینې کمزورې څرګندونې او تېروتنې ښايي د هغې د ملاتړ کچه راټیټه کړې وي.

د جنوبي کارولینا یو شمېر پخوانیو ټاکل شویو چارواکو هم په وروستیو ورځو کې د اېني اېنډروز ملاتړ کړی دی.

د دغه ایالت دوو پخوانیو واليانو جمهوري غوښتونکي ډېوېډ بیزلي او ډیموکراټ جېم هوجز په یوه ټلوېزیوني اعلان کې د اېنډروز ملاتړ اعلان کړی دی.

د جنوبي کارولینا پخوانۍ والي نیکي هېلي، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې په اداره کې دنده ترسره کړې وه او په ۲۰۲۴ کال کې یې د ولسمشرۍ لپاره له هغه سره سیالي کړې وه، تر اوسه د دواړو نوماندانو له ډلې د هېڅ یوه ملاتړ نه دی اعلان کړی.

د خپل ټاکنیز کمپاین د کمزوري تنظیم او غیرمسلکي بڼې په اړه د نیوکو په ځواب کې، ډارلین ګراهام ویلي چې هغه د مسلک په توګه سیاست نه کوي او د هغې په وینا، «د سیاستوالو په ژبه خبرې نه کوي».

د ګراهام ټاکنیز کمپاین وايي چې د سیاسي څېرو ملاتړ د رایه ورکوونکو او ټرمپ د ملاتړ په پرتله لږ اهمیت لري.

د ټاکنیزو کمپاینونو چارواکي وايي، په جنوبي کارولینا او نورو دودیزو محافظه‌کارو ایالتونو کې د ټرمپ او جمهوري غوښتونکو پر هڅو تمرکز د دغو ایالتونو له پولو هاخوا هم اغېزې لري.

جمهوري غوښتونکو په منځمهاله ټاکنو کې په میشیګان او جورجیا ایالتونو کې د ډیموکراټانو د ماتولو فرصتونه درلودل. دوی همدارنګه هیله لرله چې په مېنېسوټا ایالت کې هم د مشرانو جرګې یوه بله څوکۍ ترلاسه کړي.

خو په جنوبي ایالتونو کې د خپلو څوکیو د ساتلو اړتیا جمهوري غوښتونکي اړ کړي چې له دغو سیالیو څخه مهمې مالي او بشري سرچینې راواړوي او د خپلو اوسنیو څوکیو د دفاع لپاره یې ولګوي.

دې وضعیت ټرمپ هم اړ کړی چې په ټول هېواد کې په چټک او پرله‌پسې ډول ټاکنیز سفرونه وکړي. نوموړي د اکتوبر میاشتې له پیل راهیسې په ۱۹ ایالتونو کې د ټاکنیزو کمپاینونو په غونډو کې ګډون کړی دی.

ټرمپ پلان لري چې د سې شنبې ورځې د رایې اچونې تر مخه په وروستیو ورځو کې په فلوریډا، کانزاس او ایوا ایالتونو کې هم ټاکنیزې غونډې جوړې کړي.

د امریکا د ۲۰۲۶ کال د منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهیږو؟

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰
100%

امریکایان به د نومبر په درېیمه په منځمهاله ټاکنو کې ګډون وکړي، څو د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د یو شمېر ایالتونو د حکومتونو جوړښت وټاکي. دا ټاکنې ښايي په کانګرس کې د جمهوري‌غوښتونکو اکثریت پای ته ورسوي او د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د وروستیو دوو کلونو لپاره د واک توازن بدل کړي.

نظرپوښتنې د ډیموکراتانو د مخکښوالي ښکارندويي کوي، خو د مشرانو جرګې د کنټرول لپاره د سیالۍ پایله لا هم نامعلومه ده.

په امریکا کې په یو شمېر ایالتونو کې له څو اونیو راهیسې له وخته مخکې رایه اچونه پیل شوې ده. منځمهاله ټاکنې هر څلور کاله وروسته، د ولسمشرۍ دورې په منځ کې ترسره کېږي. په دغو ټاکنو کې ولسمشر نه ټاکل کېږي، خو پایلې یې د حکومت پر سیاستونو او له کانګرس سره د سپینې ماڼۍ پر اړیکو اغېز لرلای شي.

که د رایې ورکوونکو ګډون د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په کچه وي، تمه کېږي چې له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېر امریکایان رایه ورکړي. د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ۱۵۵ میلیونو څخه ډېرو کسانو ګډون کړی و.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د تبلیغاتو لګښت بې‌ساري کچې ته رسېدلی دی. د ټایم مجلې د میزان په ۲۷مه راپور ورکړ چې دغه لګښتونه له ۱۰ میلیاردو ډالرو اوښتي دي. د مشرانو جرګې په هغو سیالیو کې چې پایلې یې نامعلومې بلل کېږي، جمهوري‌غوښتونکو او د هغوی ملاتړو ۹۴۷ میلیونه ډالر، او ډیموکراتانو او د هغوی ملاتړو ۶۲۵ میلیونه ډالر د تبلیغاتو پر خپرولو یا د خپرولو د وخت پر رانیولو لګولي دي.

د کانګرس د کنټرول لپاره سیالي

د نومبر د درېیمې نېټې د ټاکنو تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې په کانګرس کې به د دواړو جرګو اکثریت کوم ګوند ترلاسه کړي.

جمهوري‌غوښتونکي په ولسي جرګه کې د ډیموکراتانو د ۲۱۴ څوکیو په مقابل کې ۲۱۸ څوکۍ لري او نازک اکثریت یې په لاس کې دی. دوه څوکۍ خالي دي او یو خپلواک استازی هم له جمهوري‌غوښتونکو سره همکاري کوي. ډیموکراتان د اکثریت ترلاسه کولو لپاره باید په خالص ډول څلور نورې څوکۍ وګټي.

په مشرانو جرګه کې هم جمهوري‌غوښتونکي ۵۳ څوکۍ لري، په داسې حال کې چې ډیموکراتان او د هغوی متحد خپلواک سناتوران ۴۷ څوکۍ لري. ډیموکراتان باید څلور نورې څوکۍ ترلاسه کړي، څو د سنا کنټرول په لاس کې واخلي.

د رویټرز د راپور له مخې، د مشرانو جرګې لس سیالۍ، په ځانګړي ډول په مېن، اوهایو، شمالي کارولاینا، ایوا او جورجیا کې، ښايي د دې جرګې د اکثریت برخلیک وټاکي.

که ډیموکراتان په یوه یا دواړو جرګو کې بریالي شي، ښايي ټرمپ د خپل حکومت د پروګرامونو په عملي کولو کې له محدودیتونو سره مخ کړي. دغه راز، مخالف ګوند ته به د حکومت د کړنو د څېړلو او څارنې پراخ فرصتونه برابر شي.

ایا ټاکنې به د ټرمپ په زیان تمامې شي؟

د امریکا سیاسي تاریخ ښيي چې منځمهاله ټاکنې معمولاً د سپینې ماڼۍ د واکمن ګوند لپاره ستونزمنې وي. رایه ورکوونکي له دغو ټاکنو څخه د ولسمشر د کړنو په اړه د خپلې خوښې یا ناخوښۍ د څرګندولو لپاره هم کار اخلي.

د رویټرز او ایپسوس د وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، چې پایلې یې د میزان په ۲۷مه خپرې شوې، د ټرمپ د کړنو د تایید کچه ۳۱ سلنې ته راټیټه شوې ده. د دغې نظرپوښتنې له مخې، دا د هغه د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې د تایید تر ټولو ټیټه کچه ده.

د مصرفي توکو د بیو لوړوالی او د ژوند لګښتونه د رایه ورکوونکو له مهمو اندېښنو څخه دي. نظرپوښتنې دا هم ښيي چې د ډیموکراتانو پلویان په ټاکنو کې ګډون ته زیاته لېوالتیا لري.

ځینې نښې ښيي چې د لاتیني‌الاصله رایه ورکوونکو یوه برخه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې ټرمپ ته مخه کړې وه، د اقتصادي وضعیت او د حکومت د مهاجرتي سیاستونو د پلي کېدو د ځینو لارو چارو له امله له ناخوښۍ سره مخ شوې او بېرته ډیموکراتانو ته نږدې شوې ده.

خو رویټرز ټینګار کوي چې د ډیموکراتانو پراخ بریالیتوب حتمي نه دی. د دغه ګوند په اړه د ځینو رایه ورکوونکو بې‌باوري، د جمهوري‌غوښتونکو مالي برلاسی او د ځینو پرمختللو دریځونو لرونکو نوماندانو په اړه د منځلارو رایه ورکوونکو اندېښنې ښايي د ډیموکراتانو لاسته راوړنې محدودې کړي.

د تېرو ټاکنو تجربه څه ښيي؟

د امریکا معاصر تاریخ ښيي چې منځمهاله ټاکنې د سیاسي واک په توازن کې لوی بدلونونه راوستلای شي.

په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې بارک اوباما ولسمشر و، جمهوري‌غوښتونکو د استازو په جرګه کې ۶۳ نوې څوکۍ وګټلې او د ډیموکراتانو اکثریت یې پای ته ورساوه. اقتصادي ستونزې او د اوباما د روغتیايي خدمتونو له اصلاحاتو سره مخالفت د دې ماتې له مهمو عواملو څخه وو.

ډیموکراتانو په هماغو ټاکنو کې د مشرانو جرګې شپږ څوکۍ هم له لاسه ورکړې، خو د دغې جرګې اکثریت یې وساته.

اته کاله وروسته، د ۲۰۱۸ کال په منځمهاله ټاکنو کې ډیموکراتانو په ولسي جرګه کې ۴۰ نوې څوکۍ وګټلې او د جمهوري‌غوښتونکو اکثریت یې پای ته ورساوه. خو په همدې وخت کې یې د سنا دوه څوکۍ له لاسه ورکړې.

دا تجربه ښيي چې په ولسي جرګه کې پراخ بریالیتوب حتماً په مشرانو جرګه کې د اکثریت د ترلاسه کولو معنا نه لري.

د واليانو او ایالتي مجلسونو ټاکنې

د نومبر درېیمې ټاکنې یوازې کانګرس ته محدودې نه دي. د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې به په ۳۶ ایالتونو کې د واليانو ټاکنې هم ترسره شي. سربېره پر دې، نږدې په ټولو ایالتونو کې به رایه ورکوونکي د ایالتي مقننه مجلسونو غړي هم وټاکي.

والیانو او ایالتي مجلسونو ته د ښوونې او روزنې، مالیاتو، روغتیايي خدمتونو او د ټاکنیزو قوانینو د پلي کولو په برخه کې مهم واکونه ورترغاړې دي.

اوسمهال جمهوري‌غوښتونکي د ایالتي مقننه مجلسونو ۵۵ سلنه څوکۍ په واک کې لري، په داسې حال کې چې د ډیموکراتانو ونډه ۴۳.۸ سلنه ده.

د ولسی جرګې مشر به څوک وي؟

که ډیموکراتان په ولسي جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي، ښايي د دغه ګوند اوسنی مشر حکیم جیفریز د جرګې د رئیس په توګه وټاکل شي. په دې صورت کې به نوموړی لومړنی تورپوستی امریکایی وي چې دا مقام ترلاسه کوي.

د د جرګې رییس د ولسمشر د ځایناستي په ترتیب کې، له مرستیال ولسمشر وروسته، دویم مقام لري.

جیفریز ویلي چې که ډیموکراتان بریالي شي، د ټرمپ په حکومت کې به د هغه څه په اړه څېړنې وکړي چې نوموړي «د فساد بې‌ساري کچې» بللې دي. هغه د روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو، کورونو او انرژۍ د لګښتونو کمول هم د خپل ګوند له لومړیتوبونو څخه یاد کړي دي.

په مقابل کې، که جمهوري‌غوښتونکي اکثریت وساتي، د جرګې اوسنی رسیس مایک جانسن یا بل جمهوري‌غوښتونکی به دا مقام ترلاسه کړي. تمه کېږي چې جمهوري‌غوښتونکي به د مالیاتو پر کمولو، دفاعي لګښتونو پر زیاتولو او د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو پر بودیجې کمولو تمرکز وکړي.

مهمې سیالۍ او په ټاکنو کې د لاسوهنې اندېښنې

د ولسي جرګې په مهمو سیالیو کې د نیویارک د جمهوري‌غوښتونکي استازي مایک لاولر د بیا ټاکل کېدو هڅه شامله ده. د هغه حوزې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته رایه ورکړې وه.

په نبراسکا کې یوه خالي څوکۍ هم مهمه شوې ده. هلته بزګران او د باروړونکو موټرو چلوونکي د ایران د جګړې له امله د سون توکو له لوړو بیو سره مخ دي. ډیموکراتان هیله لري چې په پنسلوانیا کې دوه او په نیوجرسي کې یوه څوکۍ له جمهوري‌غوښتونکو څخه وګټي.

د دغو سیالیو ترڅنګ، د ټاکنو په بهیر کې د ټرمپ د احتمالي لاسوهنې په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. په امریکا کې د ټاکنو د ترسره کولو اصلي مسوولیت د ایالتونو پر غاړه دی.

ټرمپ له ۲۰۲۰ کال راهیسې څو ځله، د معتبرو شواهدو له وړاندې کولو پرته، په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ ادعا کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د ایالتونو د ټاکنو چارواکي او د کانګرس ډیموکرات غړي د احتمالي حقوقي ننګونو پر وړاندې د چمتووالي په حال کې دي.

د نومبر د درېیمې نېټې ټاکنې به څرګنده کړي چې ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ وروستي دوه کلونه په کانګرس کې د جمهوري‌غوښتونکو د اکثریت په ملاتړ تېروي، که له داسې کانګرس سره مخ کېږي چې ډیموکراتان پکې د هغه د حکومت د څارنې، څېړنې او د پروګرامونو د محدودولو لپاره ډېر واک ولري.