د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د سېشنبې په ورځ کېږي او پر کانګرس د کنټرول برخلیک به ټاکي.
ټرمپ، چې په څو ایالتونو کې له څو اونیو کمپاین وروسته یې د شنبې ورځ په فلوریډا کې په خپل مارالاګو کلب کې تېره کړه، په ۲۰۲۴ کال کې ایوا ایالت په پراخ توپیر ګټلی و. خو نظرپوښتنې ښيي چې ددغه ایالت په ډېرو ټاکنیزو سیالیو کې دیموکراتان له جمهوريپالو سره برابر او یا تر هغوی مخکې دي.
د رویټرز او ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د کلیوالو امریکایانو ترمنځ د ټرمپ ملاتړ کچه په اکتوبر میاشت کې ۴۵ سلنې ته ټیټه شوې، چې تر ټولو ټیټه کچه ده.
کانزاس هم، چې وروستی ځل یې په ۱۹۳۲ کال کې یو دیموکرات سناتور ټاکلی و، له یوې ناڅاپي نږدې ټاکنیزې سیالۍ سره مخ دی.
د سېشنبې په ورځ د کانګرس د مشرانو جرګې ۳۵ او د ولسي جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ د ټاکنو لپاره وړاندې کېږي.
جمهوريپال په مشرانو جرګه کې ۵۳ پر ۴۷ او په استازو جرګه کم توپیره برلاسی لري. که د کانګرس له دواړو جرګو څخه یوه هم له لاسه ورکړي، دیموکراتان به د ټرمپ د اجنډا د پلي کېدو مخه ونیولی شي.
د فلوریډا پوهنتون د ټاکنو د څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۵۲ میلیونو څخه ډېرو امریکایانو حضوري یا د پوستې له لارې خپلې رایې کارولې دي. دا د منځنیو ټاکنو لپاره یو ریکارډ دی او په ۲۰۲۲ کال کې د ټاکنو تر ورځې مخکې د رایهورکوونکو له نږدې ۴۶ میلیونو شمېر څخه لوړ دی.
حقوقي شخړې
په داسې حال کې چې ټرمپ ټاکنیز کمپاین کوي، د ټرمپ اداره د الاسکا ایالت د مشرانو جرګې په یوه مهمه ټاکنیزه سیالۍ کې د پلټنو قضیې د پرمخ وړلو هڅه کوي.
د ټرمپ ادارې د شنبې په ورځ وویل، چې ښايي د کالیفورنیا ایالت د زرګونو پوستي رایو د شمېرلو پر سر قضیه د امریکا سترې محکمې ته یوسي.
د عدلیې وزارت سرپرست مرستیال ټرېنټ مککوټر له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل: «زه د وروستي ځواب له ورکولو ډډه کوم، خو فکر کوم ښايي بل ګام ستره محکمه وي».
نوموړي زیاته کړه، چې دا غوښتنه به د سېشنبې تر ټاکنو مخکې وړاندې شي.
د امریکا د فدرالي محکمې یوه قاضي د روانې اونۍ په پیل کې د عدلیې وزارت هغه غوښتنه رد کړه چې د کالیفورنیا ایالت له ۲۰ زرو د زیاتو ثبت شویو رایهورکوونکو پوستي رایې ونه شمېرل شي.
دغه وزارت ادعا کړې وه چې ښايي دا کسان د امریکا وګړي نه وي. تر دې وړاندې هم فدرالي استیناف محکمې د بېړنۍ غوښتنې له منلو ډډه کړې وه. کالیفورنیا ویلي، چې د ناامریکايي وګړو د رایې ورکولو د مخنیوي لپاره یې قوي تدابیر نیولي دي، ځکه د بهرنیو وګړو رایه ورکول غیرقانوني دي.
په الاسکا کې فدرالي څارنوالان څېړي چې ایا د دیموکراتې نوماندې مري پلتولا همکارانو له یوه متقاعد ښوونکي ډانیل جي. سلیوان جونیر سره مرسته کړې چې د جمهوريپالې ډلې د اوسني سناتور ډان اېس. سلیوان له نوم سره د ورته والي له امله په ټاکنو کې نوماند شي.
نیویارک ټایمز د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې د پلتولا همکارانو د دیموکراتانو د مشرانو جرګې د ټاکنیزې کمېټې له کارکوونکو سره همکاري کړې ده.
پلتولا او د هغې ټاکنیز کمېټي په دې موضوع کې خپل لاس لرل رد کړي دي. سلیوان جونیر هم ویلي چې د پلتولا له ټاکنیز کمپاین سره یې همغږي نه ده کړې.
د امریکا عدلیې وزارت له یوې فدرالي محکمې غوښتي چې که اوسنی سناتور په لږ توپیر ټاکنې وبایلي، د الاسکا د ټاکنو د پایلو د رسمي تایید مخه ونیسي.
په الاسکا کې د انکوریج اوسېدونکو چې د شنبې په ورځ یې له رویټرز سره خبرې کولې، د دې څېړنې او حقوقي شخړو په اړه بېلابېل نظرونه لرل.
۲۴کلن ایمز ټونیسن وویل: «زه اندېښمن یم چې هر څومره د رایو شمېرل وځنډېږي، هومره به د درغلیو او لاسوهنو فرصتونه ډېر شي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې زموږ اوسنی ولسمشر د روانو ټاکنو او ثبتېدونکو رایو د باطلولو په اړه څرګندونې کوي».
خو ۵۲ کلن ارټ پاول د احتمالي کړکېچ په اړه چندان اندېښمن نه و.
هغه وویل: «په دې قضیه کې، که سیالي نږدې وي یا څېړنه روانه وي، زه یې درک کوم. دا د بهیر یوه برخه ده. انسان باید صبر وکړي. زه غواړم بهیر چټک وي، خو پوهېږم چې ولې وخت نیسي».
په میشیګان کې د دیموکراتانو اختلاف
په میشیګان ایالت کې دیموکرات عبدل السید له جمهوريپال مایک راجرز سره د مشرانو جرګې د څوکۍ لپاره په یوه بله مهمه سیالۍ کې مخامخ دی. لا څرګنده نه ده چې د دغه ایالت د دیموکراتانو استازې هېلي سټیونز به د یکشنبې په ورځ په ډیټرایټ ښار کې له هغه سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي او که نه.
سټیونز په لومړنیو ټاکنو کې د السید سیاله وه، خو هغه یې مات کړ. د یکشنبې غونډه د ګوند د یووالي د ښودلو لپاره پلان شوې وه.
السید تر دې مخکې سټیونز تورنه کړې وه چې د دیموکراتانو د لومړنیو ټاکنو پایلې بیا تر بحث لاندې راولي.
نوموړي د شنبې په ورځ هم په سټرلینګ هایټس کې د خپل کمپاین په یوه غونډه کې د لومړنیو ټاکنو پایلو ته اشاره وکړه. دا غونډه د هغه د ۴۲مې کلیزې په تړاو جوړه شوې وه.
السید خبریالانو ته وویل: «زه پوهېږم چې ځینې کسان له پایلې خوښ نه دي، خو زه دلته د مایک راجرز د ماتولو هڅه کوم».
د السید ټاکنیز کمپاین له سټیونز څخه غوښتي چې د ټاکنو تر ورځې پورې د هغه په غونډو کې ګډون ونه کړي، څو د کمپاین له اصلي موضوعاتو څخه د خلکو پام بله خوا وانه وړي. یوه کس چې له دې موضوع خبر دی، رویټرز ته ویلي چې دا غوښتنه شوې ده.
سټیونز له السید څخه غوښتنه کړې چې د یوې بهرنۍ ډلې هغه اعلان وغندي چې د هغې په وینا، د خوراکي توکو د لوړو بیو پړه پر اسراییل اچوي.
د میشیګان ایالت پوهنتون سیاسي څېړونکي مټ ګروسمان ویلي: «د ټاکنو له ورځې لږ مخکې د ګوند دننه د اختلافاتو دوام او په ښکاره ډول د هغو څرګندېدل، د السید ټاکنیز کمپاین ته زیان رسوي».
نظرپوښتنې ښيي چې السید د دیموکراتانو د ملاتړ ډېره برخه تر لاسه کړې ده.