• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې په سنا جرګه کې ډیموکراتانو اکثریت وګاټه

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایو د شمېرلو د تازه پایلو له‌مخې، ډیموکراتانو د دوو خپلواکو نوماندانو په ګډون د سنا جرګې ۵۱ څوکۍ وګټلې او ورسره یې په سنا کې غوڅ اکثریت خپل کړ. جمهوري پالو تر اوسه په سنا جرګه کې ۳۹ څوکۍ ګټلې دي.

د امریکا د استازو جرګې له ټولټال ۴۳۵ څوکیو څخه د ۲۶۶ حوزو د سیالۍ پایلې اعلان شوي او د اکثریت ترلاسه کولو لپاره ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا ده.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایو د شمېرلو د تازه پایلو له‌مخې، ډیموکراتانو تر دې دمه د استازو جرګې ۱۶۸ څوکۍ ګټلي، خو جمهوري‌پالو تر اوسه د استازو جرګې ۱۰۵ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۳

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۴

پخوانۍ امریکایي چارواکې: د امریکا د مرستو بندښت په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی

۵

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د افغانستان پر لسو سیمو هوايي بریدونه تایید کړل. نوموړي د یادو سیمو د موقعیت په تړاو له څه ویلو پرته زیاته کړې، چې په دې بریدونو سره د بې‌پيلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو ځایونه په نښه شوي دي. طالبانو تر اوسه یوازې پر کندهار د برید پخلی کړی دی.

پر کندهار او پکتیا د پاکستان له هوايي بریدونو سره جوخت د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د پنجشنبې ورځې په سهار وختي (د تلې ۲مه) په خپله اېکس‌پانه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، پاکستان په افغانستان کې پر لسو هغو ځایونو دقیق هوايي او د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، چې له هغو ځایونو څخه پر پاکستان بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې وې.

د نوموړي په وینا، پر افغانستان دغه تازه هوايي او د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه له افغانستان څخه پر پاکستان د اتو بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د خپل ځان «د دفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه زیاتوي، یادې الوتکې موخې ته تر رسېدو مخکې د پاکستان د هوايي دفاعي سیسټمونو له لوري کشف او له‌منځه وړل شوې دي.

طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې، چې ګواکې د چهار شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) له افغانستان څخه ۸ بې‌پیلوټه الوتکې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتي او د پاکستان هوايي دفاعي سیستمونو ویشتلي دي.

عطاالله تارړ زیاتوي: «دا بریدونه حساب شوي، دقیق، اندازه شوي، متناسب او يوازې تر هغو مشخصو پوځي موخو پورې محدود وو چې مستقیم د پاکستان پر ضد له هڅه شویو بریدونو سره یې تړاو درلود».

نوموړي خبرداری ورکړی: «پاکستان به د افغانستان له خاورې څخه بریدونه که د ترهګرو ډلو له‌خوا وي او یا په‌خپله د افغان طالبانو د رژیم له خوا نه مني او نه به یې وزغمي. د پاکستان له حاکمیت څخه هره سرغړونه به له سمدستي او پرېکنده ځواب سره مخ شي».

هغه همداراز د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان پر ضد ټول «خصمانه» فعالیتونه سمدستي بند کړي او په وینا یې د هغو «ترهګرو» ډلو پر ضد اغېزناک، تصدیق کېدونکي او دوامداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل نړیوال مکلفیتونه ادا کړي چې د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي.

طالبانو لا تر اوسه د دغه پاکستاني چارواکي د څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د کندهار د نهمې ناحیې اړوند پر بیاباني سیمې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او په وینا یې، په دې برید کې چا ته د سر زیان نه‌دی اوښتی.

خو سرچینو بیا د پکتیا د مرکز اړوند پر یوې نظامي اډې د پاکستان له هوايي بریدونو خبر ورکړی او همداراز د خوست د مرکز په صحرا باغ او کمپ سیمو کې هم د پاکستان د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو هم څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې ۳ ورځې مخکې (دوشنبه سهار وختي د وږي ۳۰مه) پاکستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي وو او په پایله کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۴ نور ټپيان شوي وو.