طالبانو د کندوز په سرایونو او مارکېټونو کې د جماعت لمونځ جبري کړی

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندوز ښار په سرایونو او مارکېټونو کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د جماعت لمونځ جبري کړی او د دغه امر د پلي کېدو څارنه یې پيل کړې ده. په کندوز کې د طالبانو ولایتي ادارې هم دغه خبر تایید کړی دی.
ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې امله کاروباریان له ستونزو او فشارونو سره مخ شوي دي.
د خلکو په وینا، د طالبانو محتسبان یې له دغې څارنې سره د ورځني ژوند او بوختیاوو د خنډ کېدو ترڅنګ د ځورونې سبب شوي هم دي.
په کندوز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر هم منلې، چې د دوی د امربالمعروف ځایي محتسبان له سرایونو او مارکېټونو څخه د خلکو د جماعت لمونځ د ادا کولو لړۍ له نږدې څاري.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو طالب والي مولوي نصرالله مطیع ته د امر بالمعروف او نهې عن المنکر« قانون» د تنفیذ کمېټې په ناسته کې د شوې څارنې راپور هم وړاندې شوی دی.
طالب والي په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې طالب محتسبان او چارواکي دې په بشپړ ډول د دغه قانون د پلي کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.
د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده د امربالمعروف په تړاو جوړ کړي«قانون» کې خپلو محتسبانو ته واک ورکړی، چې د ده له امرونو سرغړونکي کسانو ته په خپله خوښه ځای پر ځای هر ډول سزاوې وټاکي.
