د ډیموکراټ ګوند نوماندې د جمهوريپالو په دودیزه حوزه نیواډا کې د بریا اعلان وکړ

د ډیموکراټ ګوند نوماندې تیریزا بینیتز ټامپسن د نیواډا ایالت د استازو جرګې د دویمې ټاکنیزې حوزې په ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی. دغه حوزه په دودیز ډول د جمهوريپالو له پیاوړو مرکزونو ګڼل کېږي؛ خو اسوشیټېډ پرېس لاهم د یادې سیالۍ ګټونکی نهدی اعلان کړی.
۴۸ کلنه بینیتز ټامپسن چې مخکې یې د نیواډا ایالت په مقننه جرګه کې غړیتوب درلود په ټاکنیزو سیالیو کې یې منځلاري دریځونه خپل کړي وو.
د هغې جمهوريپال سیال ډېوېډ فلیپو وروسته د هغې د نوماندۍ لپاره دې سیمې ته کډه شو، چې د یادې حوزې اوسني استازي مارک امودي له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ. د فلیپو ټاکنیز کمپاین د هغه د پوځي خدمت د مخینې په اړه له جنجالونو سره هم مخ شوی و.
بینیتز ټامپسن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) خبریالانو ته وویل، چې بېلابېلو لاملونو د هغې د ټاکنیز کمپاین د بریا زمینه برابره کړه. هغې زیاته کړه، چې جمهوريپال د ژوند د لګښتونو راکمولو په اړه خپلې ژمنې عملي نهکړې او د دغه ستونزې حل به د هغې له لومړیتوبونو څخه وي.
نوموړې وویل: «باید عملي ګامونه پورته کړو او د زیارکښو کورنیو په ژوند کې رښتینی بدلون رامنځته کړو».
