د فرانسې د ملي شورا مشره: په افغانستان کې د طالبانو لهخوا جنسیتي اپارتاید عملي کېږي

د فرانسې د ملي شورا مشرې یایل براون پیوې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې په منظمه او سیستماتیکه توګه له عامه ژوند څخه حذف کېږي، له خپلو حقونو بېبرخې کېږي او غږونه یې چوپول کېږي.
نوموړې په یوه څرګندونه کې ویلي، په افغانستان کې ښځې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه حذف کېږي او له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کېږي. نوموړې دغه وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او د هغه پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه کړې ده.
براون پیوې زیاته کړې، چې له پخوانۍ افغانې وزیرې نرګس نهان سره یې په دې اړه خبرې کړې او په افغانستان کې د دغه واقعیت په رسمیت پېژندلو او د عملي اقداماتو پر بېړنۍ اړتیا یې بحث کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي؛ له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی، ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو منع شوې او پارکونو، ورزشي مرکزونو او نورو عامه ځایونو ته یې لاسرسی محدود شوی دی.
