ازبکستان د دوحې بهیر له مخې په افغانستان کې د نشهيي توکو په اړه د غونډې کوربه دی

د دوحې بهیر پر بنسټ، ازبکستان نن په افغانستان کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی. په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د یوناما استازو تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو کارپوهانو ګډون کړی دی.
دا غونډه نن د پنجشنبې په ورځ( د لړم ۱۴مه) د ازبکستان په ترمذ ښار کې پیل شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، چې په دې غونډه کې د طالب پلاوي مشري د یاد وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رئیس سید محیالدین سادات کوي.
په افغانستان کې د نشهيي توکو د کرکېلې د مخنیوي لپاره د بدیلو لارو چارو رامنځته کول د دې غونډې له مهمو بحثونو څخه دی.
ټاکل شوې ده چې د ترمذ ښار دا ګډ ډیالوګ به د نومبر تر ۵مې نېټې پورې دوام ومومي.
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو کښت نږدې پنځه برابره زیات شوی، خو طالب چارواکو دا راپور رد کړی او په دې برخه کې د ډېرو لاسته راوړنو ادعا لري.
دوی له نړیوالو غوښتي، چې د کوکنارو د مخنیوي په موخه له افغان بزګرو سره بدیلې مرستې وکړي.
