• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه محمود میاخېل: د ډیموکراتانو له بریا سره هم افغانستان د امریکا د پالیسۍ لومړیتوب نه دی

۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست د امریکا منځمهاله ټاکنو کې په کانګرس کې د ډیموکراتانو اکثریت ګټلو ته په اشارې ویلي، چې له ۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان په تړاو د ډيموکراتانو او جمهوري‌پالو پالیسي «تقریبا» یو ډول وه او د اوس لپاره افغانستان دې پالیسیو کې لومړیتوب نه‌دی.

شاه‌محمود میاخېل د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په ایکس خواله رسنۍ کې د امریکا د منځمهاله ټاکنو په تړاو په یوه ویډیويي کلپ کې ویلي، د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراتانو د اکثریت په ګټلو سره به په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره یو څه اسانتیاوې برابرې شي.
امریکا تر دغو ټاکنو مخکې پرېکړه کړې وه، چې ۱۵۰ افغانان له دغه هېواده وباسي او لومړی یې پاکستان او بیا اسلام‌اباد یې افغانستان ته وشړي، خو د امریکا حکومت دغه پرېکړه په واشنګټن کې له ننګول کېدو وروسته د اوس لپاره ځنډول شوې ده.
د میاخېل په وینا، له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان په تړاو د امریکا په بهرني سیاست کې د ډيموکراتانو او جمهوري‌پالو پالیسي «تقریبا» یو شانې وه او زیاتوي: «نو اوس افغانستان د دوی د پالیسیو په اولویت کې واقع‌ نه‌دی. په را روانو دوو کلونو کې به دوی پر خپلو داخلي پالیسیو تمرکز وکړي او په دنیا کې به پر مهمو لومړیتوبونو فوکس وکړي».
نوموړی همداراز په ډاګه وايي: «زه فکر نه‌کوم، چې افغانستان د دوی د پالیسیو محور واوسي او یا توجه ورته زیاته کړي».

ډېر لیدل شوي

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟
۱

ایا د دیموکراتانو بریا د افغانانو درد دوا کولی شي؟

۲

فرانسې ومنله چې د ناقانونه کډوالو د ستنولو په اړه یې طالبانو سره «تخنیکي خبرې» پیل کړي دي

۳

د تریاکو د تولید پنځه برابره زیاتوالی؛ طالبان وایي د نشه‌یي توکو ۱۴ فابریکې یې ویجاړې کړې

۴

یونیسف ومنله چې په کابل کې یې د یو شمېر ښځینه کارکوونکو دندې ځنډولې دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو محدودیتونو د افغان ځوانانو د راتلونکي هیلې له منځه وړې دي

•
•
•

نور خبرونه

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر: د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ یوه برخه نه ثبتېږي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۰
100%

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو یوه برخه له نارسمي لارو ترسره کېږي او په رسمي شمېرو کې نه ثبتېږي.

د هغه په وینا، د افغان کورنیو د پیسو لېږد، تخنیکي او انجینري خدمتونو او ناثبت شویو سوداګریزو معاملو په پام کې نیولو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ رښتینی ارزښت له درې تر څلور مېلیارد ډالرو پورې رسېږي.
راپورونه هم ښيي، چې له افغانستان نه ایران ته ډالر قاچاق کېږي او یوشمېر توکي له نارسمي لارو لېږدول کېږي. د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو ظرفیت شاوخوا ۱۰ مېلیارده ډالر اټکل شوی؛ خو د دغه راکړو ورکړو یوه برخه له نارسمي لارو د ترسره کېدو له امله په رسمي شمېرو کې نه ثبتېږي.
هغه زیاته کړې، یوازې له خراسان رضوي ولایت څخه افغانستان ته د تخنیکي او انجینري خدمتونو صادرات په کال کې لږترلږه ۵۰۰ مېلیون ډالرو ته رسېدای شي.
توحید ویلي، په پولو کې د توکو د لېږد او انتظار موده له ۱۷ ورځو څخه دوو یا درېیو ورځو ته راکمه شوې؛ خو لاهم ځینې خنډونه شته او د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیا لپاره شوې پرېکړې باید عملي شي.
هغه همداراز وړاندیز کړی، چې په ایران او افغانستان کې دې تخصصي نندارتونونه جوړ شي؛ څو د توکو او سوداګریزو فرصتونو د ورپېژندلو پر دایمي مرکزونو بدل شي.
د توحید په وینا، افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د بسته‌بندۍ، پروسس او بازارموندنې په برخو کې ملاتړ ته اړتیا لري او د ایران همکاري په دې برخه کې اغېزناکه تمامېدای شي.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر زیاته کړې، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات چمتو کړي او دغه خونه کولای شي پانګه‌وال له دغه فرصتونو خبر کړي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د مالي او سوداګریزو راکړو ورکړو یوه برخه له نارسمي لارو ترسره کېږي. داسې راپورونه هم شته، چې له افغانستان نه ایران ته ډالر قاچاق کېږي او یوشمېر توکي د دواړو هېوادونو له پولو په نارسمي ډول لېږدول کېږي.
همداراز، داسې راپورونه خپاره شوي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پرمهال د طالبانو حکومت له افغانستان نه ایران ته د توکو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړې دي.
وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې ترینګلې او سوداګریزې لارې وتړل شوې، د طالبانو حکومت د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بدیلو لارو د موندلو لپاره ایران ته مخه کړه. دې وضعیت د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د ۰۱۵ ریاست له لارې خبریالان شکنجه کوي او رسنۍ کنټرولوي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۲ GMT+۰
100%

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څار، ګواښلو، نیولو او شکنجې په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) په خپور کړي راپور کې د یوشمېر افغان خبریالانو د څرګندونو پربنسټ لیکلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو پر وړاندې فشارونه زیات شوي او ځینې خبریالان د خپلو راپورونو له امله نیول شوي، شکنجه شوي او ان په بند محکوم شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱کال له اګست راهیسې لږترلږه ۷۷ خبریالان نیول شوي او له یوې اوونۍ تر دوو کلونو پورې په بند کې ساتل شوي دي. یاد سازمان وايي، د ۰۱۵ ریاست د کابل په مرکز او ولایتونو کې کارکوونکي لري چې د راډیوګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو خپرونې څاري او هغه مطالب راپور کوي چې د طالبانو له نظره جنجالي ګڼل کېږي.
په راپور کې د یوه افغان خبریال په حواله راغلي، چې د طالبانو استخباراتو د نیولو پرمهال د هغه سر په تورې کڅوړې پوښلی، وهلی او د برېښنايي ډنډې پرمټ یې شکنجه کړی دی. دغه خبریال ویلي، د ۰۱۵ ریاست په یوه کوچنۍ خونه کې دوه اوونۍ ساتل شوی او ترې غوښتل شوي چې د نورو خبریالانو نومونه هم ورکړي.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د نورو خبریالانو څرګندونې هم راخیستې او لیکلي یې دي، چې د طالبانو چارواکو له رسنیو غوښتي؛ څو د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو او بې‌وزلۍ په اړه راپورونه خپاره نه‌کړي او پر ځای یې هغه شنونکي او کسان خپلو خپرونو ته راوبولي، چې د طالبانو له سیاستونو ملاتړ کوي.
د راپور له مخې، د ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د ګواښلو او نیولو ترڅنګ په خواله رسنیو کې د طالبانو د تبلیغاتي او ناسمو معلوماتو د خپرولو په برخه کې هم فعالیت کوي. دغه سازمان وايي، د دغه ریاست یوه ځانګړې څانګه خواله رسنۍ څاري او بله یې د تبلیغاتي کمپاینونو او د عامه افکارو د اغېزمنولو چارې پر مخ وړي.
دغه سازمان زیاته کړې، د ۲۰۲۶کال په سپټمبر کې یوشمېر رسنیو د طالبانو د استخباراتو په نوم داسې اسناد خپاره کړي چې په‌کې د تبلیغاتي پروګرام لپاره د ۷۰.۷ مېلیونه افغانیو چې څه باندې ۹۰۰زره یورو کېږي؛ بودجه اټکل شوې ده. د دغه اسنادو له مخې، نږدې ۱۵۰۰ ټولنیز رسنیز حسابونه د طالبانو د حکومت د تبلیغ، د مخالفانو د بدنامولو او د دغه حکومت په ګټه د روایتونو د خپرولو لپاره کارول کېږي.
د بې‌پولې خبریالانو سازمان د دغه حسابونو د ۲۰۲۶کال د اګست میاشتې خپرونې هم څېړلې او ویلي یې دي، چې په ګڼو حسابونو کې ورته یا یو شان مطالب په لنډو وختونو کې خپرېږي. د راپور له مخې، ځینې حسابونه د ښځو په نومونو جوړ شوي او ځینې یې ځانونه د پنجشېر اوسېدونکي معرفي کوي.
د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د ۰۱۵ ریاست د فعالیتونو په اړه د یاد سازمان پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې د استخباراتو په ګډون اړوندې ادارې د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي او هېڅوک په خپلسرې توګه نه نیول کېږي او نه ورسره خپل‌سری چلند کېږي.

انځوریز راپور؛ د کندهار د انارو بڼوال د بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۰
100%

د کندهار د انارو بڼوال سږکال د وچکالۍ، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو، د حاصلاتو د کمښت او د پلور لپاره د مناسبو بازارونو د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه انځور راپور کې د بڼوالو ستونزو، د صادراتو کمښت او ټکني بازار ته کتنه کړې.

د دغه ولایت د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرتله د انارو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی او شاوخوا ۳۰ سلنه بڼونه د وچکالۍ او افتونو له امله له‌منځه تللي دي.

100%
د کندهار په باغونو کې د ټیټ کیفیته انارو یوه برخه

د طالبانو د کرنې ریاست اټکل کوي، چې سږکال به د کندهار د انارو حاصل شاوخوا ۲۲۰زره ټنو ته ورسېږي؛ په داسې حال کې چې تېر کال د دغه ولایت د انارو حاصل ۲۷۵زره ټنه اټکل شوی وو.

100%

په کندهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، د وچکالۍ کچه په ټولو ولسوالیو کې یو شان نه‌ده او د سیمو د اوبو وضعیت د انارو پر حاصلاتو مستقیم اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، په ارغستان ولسوالۍ کې بڼوال د اوبو له کمښت څخه ډېر اغېزمن شوي او ځینو یې د بڼونو د خړوبولو لپاره د اوبو د نشتوالي له امله خپل بڼونه له‌منځه وړي دي. بڼوال وايي، د اوبو لګولو لګښتونه، د انارو چاودېدل او خوسا کېدل، د کورني بازار محدود ظرفیت او بهرنیو بازارونو ته د محصولاتو د لېږد ستونزې د دوی عاید کم کړی دی.

100%

د ارغنداب ولسوالۍ بڼوال وايي، په تېرو کلونو کې د اوبو برابرول دومره ستونزمن نه وو؛ خو اوس د ځمکې لاندې د اوبو کچې ټیټېدو د بڼونو خړوبول ګران کړي دي.

100%
یو ځوان د کندهار د انارو په بڼ کې له ونو انار راټولوي

د کندهار بڼوال وايي، د انارو لپاره د مناسب بازار نشتوالی د وچکالۍ تر څنګ د دوی له لویو ستونزو څخه دي او که دا حالت همداسې دوام وکړي له لوی زیان سره به مخ شي.

د دوی په وینا، کابل او هرات د کندهار د انارو له مهمو کورنیو بازارونو څخه دي، خو په دغو ښارونو کې هم د انارو بیې د بڼوالو له تمو سره سمې نه دي.

100%
یو ماشوم کندهار ښار کې د سړک پر غاړه انار پلوري

سوداګر هڅه کوي، د روسیې او ازبکستان په ګډون نویو بازارونو ته د کندهار د انارو د رسولو زمینه برابره کړي؛ خو د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي چې تر اوسه له دغه ولایت څخه د انارو صادرات نه‌دي پیل شوي.

100%
بڼوال د بازار لپاره انار بسته بندي کوي

د پاکستان بازار ته د صادراتو له ستونزو وروسته، د کندهار ځینو سوداګرو هڅه کړې چې د انارو لپاره په نورو هېوادونو کې نوي بازارونه ومومي. د دغه هڅو یوه برخه د روسي او ازبک سوداګرو له لارې د انارو د پېرلو او ازبکستان ته لېږد دی.

100%
د کندهار انار د بهرنیو بازارونو لپاره

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا رسنیو ته ویلي، د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله د انارو صادرات له ستونزو سره مخ شوي؛ خو په کور دننه د انارو د پروسس په برخه کې یو نوی بدلون رامنځته شوی دی.

د هغه په وینا، له تېر کال راهیسې په کندهار کې د انارو د جوس او روب تولید ته پاملرنه زیاته شوې او د دغه محصولاتو لپاره هم لېوالتیا مخ په زیاتېدو ده.

100%
کندهار ښار کې دوه ځوانان د انارو له اوبو جوړ شوي جوسونه څښي

پاکستان په تېرو کلونو کې د کندهار د انارو تر ټولو لوی بهرنی بازار و، چې هرکال به له کندهار نه دغه هېواد ته له ۶۰زرو تر ۱۰۰ زرو ټنو پورې انار صادرېدل.

100%
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د انارو یو بڼ

د کندهار د انارو بڼوال وايي، سږکال د تولید او پلور په دواړو پړاوونو کې له ستونزو سره مخ دي؛ ځکه د وچکالۍ له امله د اوبو کمښت د بڼونو د ساتنې لګښتونه زیات کړي، د حاصلاتو کموالي د پلور وړ محصول اندازه راټیټه کړې او د انارو د چاودېدو او خوسا کېدو له امله د مېوو د یوې برخې ارزښت کم شوی دی.

100%
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې بڼوال انار ټولوي او وروسته یې د بازار لپاره چمتو کوي

یو بڼوال انار په کریټونو کې ځای پر ځای کوي؛ ترڅو بازار ته یې وړاندې کړي.

100%
100%
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځوان د سړک پر غاړه انار پلوري
100%
د کندهار د انارو له بڼو څخه د بازار لپاره تیار شوي انار
100%
کندهار ښار شهیدانو څلور لارې کې یو کس د انارو جوس پلوري
100%
دغه دوه کسان په کندهار ښار کې د خپل کور لپاره انار پېري
100%
یو بڼوال انار پاکوي او غواړي په ځانګړي ډول یې بسته بندي کړي؛ ترڅو بازار ته یې وړاندي کړي
100%
د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه کارګر انار بازارونو ته د پلور لپاره راوړي
100%
کندهار ښار کې د سړک پر غاړه د انارو هټۍ
100%
یو بڼوال د انارو د بسته بندۍ پر مهال
100%
کندهار ښار کې د پلور لپاره تیار شوي انار

د بڼوالو په باور د انارو حاصلاتو د ښه کېدو لپاره د اوبو د ستونزې د کمولو تر څنګ، د محصولاتو لپاره د مناسبو بازارونو موندل او د صادراتو د خنډونو لرې کول اړین دي.

100%
100%

په مشهد کې پر احمدخان غوري برید؛ بریدګر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۰
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د غور د پخوانۍ ولایتي شورا مشر احمدخان غوري څو ورځې مخکې په ایران کې د یوه بمي برید له امله ټپي شوی و؛ خو بریدګر نن د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ایران د اېراف خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۱۰مه) د ماسپښین په شاوخوا دوو بجو د احمدخان غوري په کور کې شوې وه.
راپور زیاتوي، بریدګر د مېلمه په توګه کور ته ورغلی و او یوه کڅوړه یې چې ویل کېږي له چاودېدونکو توکو ډک پاوربانک په‌کې ځای پر ځای شوی و، د غوري مخې ته ایښې وه. څو شېبې وروسته کڅوړې چاودنه کړې او غوري او بریدګر دواړه یې ټپیان کړي وو. بریدګر څو ورځې وروسته د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
په ایران کې پر افغان پخوانیو چارواکو د بریدونو مخینه
دغه پېښه داسې مهال شوې، چې په تېرو میاشتو کې په ایران کې د افغانستان پر یوشمېر پخوانیو چارواکو او د طالبانو پر مخالفو څېرو بریدونه شوي او دغه بریدونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ۱۴۰۴کال د مرغومي پر درېیمه، د افغانستان د پولیسو پخوانی قوماندان جنرال اکرام‌الدین سریع او د طالبانو ضد قوماندان محمدامین الماس په تهران کې د ولیعصر په سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو تر برید لاندې راغلل. الماس په هماغه ځای کې ووژل شو او سریع هم وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. د هغه کورنۍ ته نږدې سرچینو او د افغانستان د پخواني حکومت ځینو چارواکو طالبان د دغه برید مسوول بللي وو. وروسته د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون یوه غړي وویل، د برید عامل نیول شوی او ښایي دغه برید له بهره پلان شوی وي.
همدارنګه، د ۱۴۰۴کال په وږي میاشت کې د هرات پخوانی جهادي قوماندان او د محمد اسماعیل‌خان نږدې کس معروف غلامي په مشهد کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شو. د راپورونو له مخې، بریدګر د لیدنې په پلمه دفتر ته ننوتی و او د نورو مېلمنو له وتلو وروسته یې ډزې وکړې او تر پېښې وروسته له سیمې وتښتېده.
د خراسان رضوي څارنوالۍ د یادې پېښې په تړاو د درېیو شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکړی و. اسماعیل‌خان او د هغه نږدې سرچینو هم طالبان د دغه برید مسوول بللي وو.
د ۱۴۰۴کال په کب میاشت کې هم د افغانستان د غور ولایت د ولسي جرګې پخوانی استازی کرام‌الدین رضازاده د ایران د کرج ښار په محمدشهر سیمه کې د دوو موټرسایکل‌سورو وسله‌والو تر برید لاندې راغی. په دغه برید کې یوه مرمۍ د هغه پر کېڼ لاس ولګېده؛ خو له برید ژوندی ووت. د بلخ پخواني والي عطامحمد نور طالبان په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړي وو.

کاناډایۍ دیپلوماته: په افغانستان کې د چاودنې له ټپونو وروسته مې ژوند له سره پيل کړ

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۰
100%

کاناډایۍ دیپلوماته بشرا سعید خان وايي، په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د یوې چاودنې له امله سختې ټپي شوه او د ښي پښې له لاسه ورکولو ترڅنګ یې لسګونه جراحي عملیات ترسره کړل، خو له کلونو درملنې وروسته وتوانېده عادي ژوند ته بېرته ستنه شي.

نوموړې له «لېجن مجلې» سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د تګ پرېکړه یې په مسلکي او شخصي دلایلو کړې وه. د هغې په وینا، کورنۍ یې د سیمې له خلکو سره تړاو درلود او د ځوانۍ په کلونو کې یې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو سفرونه هم کړي وو.
بشرا سعید خان ویلي، د ۲۰۰۹ کال په وروستیو کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ د حکومتولۍ، د نشه یي توکو ضد چارو او قومي مسایلو په برخه کې کار کاوه.
د هغې په وینا، د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۳۰مه له یوې ډلې سره د کندهار یوې سیمې ته تللې وه څو د بې‌ځایه شویو کورنیو اړتیاوې وارزوي. هغې وویل، د دویم تم ځای پر لور روان وو چې د دوی د زغره‌وال موټر تر څنګ چاودېدونکی ماین وچاودېد.
هغې وویل، په موټر کې لس کسان سپاره وو، چې پنځه تنه سمدستي ووژل شول او پنځه نور ژوندي پاتې شول.
بشرا سعید خان زیاته کړه چې چاودنې موټر څو متره هوا ته پورته وغورځاوه او وروسته چپه شو. د هغې په وینا، د بل موټر سرتېرو له موټره وایستله او تر چورلکې د رسېدو مخکې یې لومړنۍ طبي مرستې ورته برابرې کړې.
نوموړې ویلي، له کندهاره لومړی بګرام ته، بیا جرمني او وروسته کاناډا ته ولېږدول شوه. هغې زیاته کړې چې د اوږدې مودې لپاره په مصنوعي کوما کې وه.
د هغې په وینا، د ښي پښې د پرې کېدو ترڅنګ یې د بدن په بېلابېلو برخو کې سخت ټپونه اخیستي وو، غوږونو یې سم نه اورېدل، د خوراک لپاره یې پایپ کاراوه او د چپې پښې د ژغورلو لپاره یې ګڼ جراحي عملیات ترسره کړل.
هغې ویلي، د ټپونو د درملنې ترڅنګ یې له نوې ننګونې سره هم مخ وه؛ باید یو ځل بیا د تګ زده کړه کړې وای.
بشرا سعید خان وايي، وروسته د کاناډا په اوټاوا روغتون کې د مجازي واقعیت له ځانګړي سیسټم څخه د درملنې لپاره استفاده وکړه. دا ټېکنالوژي ناروغانو ته اجازه ورکوي چې په مصنوعي چاپېریال کې د بېلابېلو شرایطو تجربه وکړي او د تګ، تعادل او حرکت تمرین وکړي.
د هغې په وینا، دغه سیسټم ورسره مرسته وکړه چې نه یوازې فزیکي وړتیا بېرته ترلاسه کړي، بلکې د روغتون له چاپېریاله بهر د ژوند کولو باور هم ومومي.
هغې ویلي: «دغه پروګرام راته وښوده چې له معلولیت سره سره عادي ژوند کولی شم، کار ته ستنېدای شم او خپلې کورنۍ ته دوام ورکړم.»
بشرا سعید خان وايي، د بیارغونې په ټولو پړاوونو کې یې تر ټولو ستره هیله دا وه چې یوه ورځ مور شي.
د هغې په وینا، د درملنې هر پړاو یې له دې پوښتنې سره تړلی و چې ایا په راتلونکې کې به وکولای شي ماشومان ولري او له هغوی سره عادي ژوند وکړي که نه.
هغې ویلي، له ډېرو ستونزو وروسته یې دا هیله پوره شوه او اوس د خپلو ماشومانو مور ده.
بشرا سعید خان وايي، د افغانستان د جګړې ټپونو یې ژوند بدل کړ، خو دغو تجربو هغې ته دا هم وښوده چې له سختو پېښو وروسته د ژوند له سره جوړول ممکن دي.