جمهوريپال له ټرمپ څخه د تګلارې بدلولو غوښتنه کوي

د امریکا د منځمهاله ټاکنو له پایلو وروسته، یو شمېر جمهوريپالو سیاستوالو او سلاکارانو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې خپلې تګلارې بدلې او په سپینه ماڼۍ کې مهم بدلونونه راولي.
د رویټرز د راپور له مخې، د جمهوريپالو د ماتې لاملونه د ایران جګړه، تعرفې او د ټرمپ ځینې کورني سیاستونه بلل شوي دي.
جمهوريپال سلاکاران له ټرمپ غواړي چې د سپینې ماڼۍ په کارکوونکو کې بدلونونه راولي او د ادارې نظم بېرته ټینګ کړي، خو ټرمپ ویلي، د ټاکنو پایلې پر ده اغیز نه دی کړی.
د راپور له مخې، سپینه ماڼۍ د کارکوونکو احتمالي بدلونونو، د کابینې د غړو د ګوښه کېدو او د ډیموکراتانو د څېړنو لپاره چمتووالی نیسي.
