ټاکنو کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې ټاکنې وځنډولې، خو پنجاب کې یې نېټه اعلان کړه

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې د ښاروالیو د ټاکنو بهیر ځنډولی، خو په پنجاب ایالت کې یې د دغو ټاکنو د لومړي پړاو لپاره د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ اوومه نېټه ټاکلې ده.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د ښاروالیو ټاکنو په اړه غونډه شوې ده.
په غونډه کې د مرکزي حکومت هغه فرمان څېړل شوی چې د نومبر په څلورمه صادر شوی و. د دغه فرمان دویمه ماده هم تر غور لاندې نیول شوې چې له مخې یې د پاکستان د اساسي قانون ۱۴۰ اې ماده ځنډول شوې ده. له دې وروسته د ټاکنو کمېسیون په خیبر پښتونخوا کې د ښاروالیو ټاکنو د بهیر د درولو پرېکړه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون امر کړی و چې په خیبر پښتونخوا کې دې له هغو ۱۲ ولسوالیو پرته چې بېړنی حالت پکې اعلان شوی په نورو ټولو ولسوالیو کې د ښاروالیو ټاکنې ترسره شي.
د غونډې پر مهال د ټاکنو کمېسیون مشر وویل چې د پنجاب د کابینې او ټاکنو کمېسیون د ګډې کمېټې په غونډه کې د پنجاب حکومت وړاندیز کړی و، چې ښاروالیو ټاکنې دې د ډسمبر له ۱۵مې د جنورۍ تر ۱۵مې پورې ترسره شي.
د پنجاب ایالت مشر منشي وویل، چې د ښاروالیو ټاکنو لپاره چمتووالی بشپړ شوی، خو د اداري ترتیباتو د بشپړولو لپاره دوو نورو میاشتو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، چې په ډسمبر او جنورۍ کې لړې د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې خنډ جوړېدای شي او په ژمي کې د رایې ورکوونکو ګډون هم کم وي. نوموړي غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو لپاره دې د جنورۍ له ۲۰مې وروسته نېټه وټاکل شي.
د ټاکنو کمېسیون مشر د پنجاب د مشر منشي غوښتنه ومنله او امر یې وکړ، چې د ښاروالیو ټاکنو لومړی پړاو دې د فبرورۍ په اوومه ترسره شي.
