متقي د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ محصلینو ته؛ د ډیپلوماټیکو مهارتونو پیاوړتیا ته باید پاملرنه وشي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې ډیپلوماسۍ دورې محصلینو ته د ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا په اړه اړینې سپارښتنې کړي. خو یاد وزارت د دغو سپارښتنو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امیرخان متقي د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې ډیپلوماسۍ دورې محصلینو ته «د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي» تر سرلیک لاندې په خپله وینا کې ګډونوالو ته د مطالعې، د زدهکړو د دوام، مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.
نوموړي همداراز د خپلې ډلې د بهرنۍ پالیسۍ پر اساسي اصولو، د ډیپلوماسۍ پر ارزښت، د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو هم خبرې وکړې.
امیرخان متقي همداراز د ملي ګټو پر ساتنې او له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا هم څرګندونې کړي، خو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغو څرګندونو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
