د متحدې جبهې ادعا: په غور کې مو یو طالب وسلهوال وژلی دی

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې د پنجشنبې په ورځ ادعا کړې، چې د غور په مرکز کې یې یو طالب وسلهوال وژلی دی. دغه جبهه زیاتوي، چې د یاد طالب یو کلاشینکوف هم د دوی ځواکونو ترلاسه کړی دی.
یادې ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د غور د مرکز فېروز ښار په زرتلي سیمه کې په خپلو عملیاتو کې یو طالب وژلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد طالب کلاشینکوف هم د دوی ځواکونو لاسته ورغلی، خو افغانستان انټرنشنل د متحدې جبهې دغه ادعا په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
د امریکا د ډیموکراسۍ د دفاع بنسټ (ایفډيډي) دوه ورځې مخکې په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو د اکتوبر په میاشت کې خپل بریدونه د سپټمبر پرتله تر دوه برابره زیات کړي او د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۸۲ بریدونه ترسره کړي دي.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې په دغو بریدونو کې چاودنې، غیرمستقیم ډزې، کمینونه او هدفي وژنې شاملې وې. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د طالبانو ۱۲۲ غړي وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي، خو دا شمېرې د مخالفو ډلو د ادعاوو پر بنسټ دي او په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د امریکا د ډیموکراسۍ د دفاع بنسټ د راپور له مخې، د پخواني ۲۱۵م هلمند قول اردو د قوماندان سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د ۳۶ بریدونو ادعا کړې، چې د نورو ډلو په پرتله تر ټولو ډېر دي. ډېری دغه بریدونه په کندهار او هلمند کې شوي دي.
