صالح: طالبانو د نشهيي توکو کښت ته قرآني توجیهات لټول خو له منځه وړلو ته یې امریکایي لټوي

د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د کوکنارو پر کښت د طالبانو بندیز شرعي نه، بلکې « امریکایي» او د دوحې تړون ژمنو ته پابندي ده. صالح دا خبره په ازبکستان کې د دوحې بهیر له مخې، په افغانستان کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د پيل شوې غونډې په تړاو کړې ده.
امرالله صالح نن پنجشنه( د لړم ۱۴مه) په خپله ټویټر پاڼه دا څرګندونې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو د استازو په ګډون د هغې پيل شوې دوه ورځنۍ غونډې په غبرګون کې کړي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې لارې چارې څېړي.
نوموړي ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د دوحې تر هوکړې وړاندې د نشهيي توکو کښت او قاچاق ته قرآني توجیهات لټول، خو اوس یې د دې ډلې د مشرتابه له لوري بندیز یوازې له بهرنیو ژمنو سرچینه اخلي.
امرالله صالح زیاتوي، چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنیوي اوسنۍ پرېکړه د «دوحې او امریکا توجیه» لري. هغه پوښتنه راپورته کړې چې د ۲۰۲۱ کال تر مخه شریعت د دوحې له تړون وروسته شریعت سره څه توپیر لري چې د دغې ډلې دریځ پکې په بشپړه توګه بدل شو.
د پخواني حکومت لومړي مرستیال د طالبانو پر مالي سرچینو هم سختې نیوکې کړې دي. هغه په ډاګه کړې چې طالبانو ته د واشنګټن اوونیز ډالر استول د دوی پر مذهبي تګلارو اغېز کړی او پوښتنه یې کړې چې ایا تر اوسه چا د دغه دوهګوني چلند په اړه د طالبانو له لوري کوم روښانه ځواب اورېدلی دی.
طالبانو تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د دوی د مشر د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت، قاچاق او د نشهيي توکو کارول په بشپړ ډول بند شوي دي. خو د دوی د مخالفانو په باور، طالبانو په تېرو کلونو کې د خپلو جګړو ډېره برخه لګښتونه د نشهيي توکو له قاچاق او مالیاتو ترلاسه کول او دا بدلون شرعي نه، بلکې یوه سیاسي معامله ده.
