د طالبانو د ټولګټو وزارت: د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد دوه برابره زیات شوی

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد د تېر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې دوه برابره زیات شوی دی.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس د پنجشنبې په ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیزه توګه څلور میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د حقشناس په وینا، د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د همدې څلورو مسیرونو له لارې دوه میلیونه او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند ویلي، د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د سوداګریزو توکو په لېږد کې څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د نوموړي په خبره، د دغو مسیرونو له لارې افغانستان ته تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي وارد شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې له افغانستان څخه بیا وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور کورني تولیدات د سیمې د هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په داسې حال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي خبر ورکوي، چې د دغه ډول ترانسپورتي لارو پراختیا د افغانستان د وارداتو او صادراتو لپاره مهمه بلل کېږي.
