اماني صندوق: د افغان ښځینه کارموندونکو ملاتړ نورو ښځو ته د کار او عاید زمینه برابروي

د افغانستان لپاره ځانګړی اماني صندوق وايي، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا پانګونه نه یوازې د هغوی د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لامل کېږي، بلکې نورو ښځو ته هم د کار، عاید او مالي خپلواکۍ فرصتونه برابروي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۱۳مه، په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځینه کارموندونکو ملاتړ د هغوی د اقتصادي فعالیتونو له پراختیا سربېره، له نورو ښځو سره د زدهکړې او مالي خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې هم مرسته کوي.
د راپور له مخې، په ننګرهار ولایت کې یوې ښځې د خپل کور له پخلنځي څخه د اچارو او مربا د تولید کاروبار پیل کړی و، خو د مالي مرستو او اړینو وسایلو له ترلاسه کولو وروسته یې د تولید کچه ۵۰ سلنه لوړه کړې ده.
دغه ښځه اوس د پخوا په پرتله بېلابېل محصولات تولیدوي او د خپلو توکو د پلور بازار یې له سیمهییزو بازارونو څخه د جلالاباد ښار لویو پلورنځیو ته پراخ شوی دی.
د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق زیاته کړې، چې د دغې ښځې سوداګریز فعالیت نورو ښځو ته هم د زدهکړې او عملي روزنې زمینه برابره کړې او ځینې هغه ښځې چې روزنه یې ترلاسه کړې، اوس یې خپل واړه کاروبارونه پیل کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د یوې ښځې ملاتړ کولای شي د نورو ښځو لپاره هم اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او د هغوی د مالي خپلواکۍ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
