میرویس عزیزي: د «بيبي فرشتې عزیزي» طبي کمپلکس د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کابل کې جوړېږي

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، د «بيبي فرشتې عزیزي» طبي کمپلکس چې پهکې د سرطاني ناروغیو روعتون هم شامل دی د ۵۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت د کابل د ۸مې ناحیې په «رحمان مېنه» کې جوړېږي. هغه زیاتوي، دغه طبي کمپلکس چې درملنه به پهکې وړیا وي په ۲ کلونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
