طالبان وایي په شپږو ولایتونو کې یې د غلا او قمار په تور ۱۸ کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په شپږو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د غلا او قمار په تړاو ۱۸ کسان نیولي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نیول شویو کسانو څخه اته تنه د کندوز ولایت د قلعهزال ولسوالۍ په سیمه کې د قمار په تور نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، څلور کسان په جوزجان او دوه تنه په پکتیکا کې د موټرسایکلونو د غلا په تور نیول شوي دي.
دوی همداراز زیاته کړې، چې دوه کسان یې په سمنګان کې د درهصوف پایین ولسوالۍ له یوه دوکان څخه د غلا په تړاو نیول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوه نور کسان په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د یوه موټر او ۴۸ زره افغانیو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت او د هغوی د قضیو د حقوقي بهیر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د غلاوو، وسلهوالو غلاوو، تښتونو او نورو جنايي جرمونو د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د جرمونو د کچې په اړه بشپړ او باوري احصایوي معلومات نشته، خو د بېلابېلو سرچینو راپورونه د جرمونو د زیاتوالي ښکارندویي کوي.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د احصایې ادارې د شمېرو له مخې راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ثبت شوي جنايي جرمونه شاوخوا ۶۰ سلنه زیات شوي دي. په همدې لړ کې.
