طالبان: په پنجشېر کې د ملا هبتالله په امر د سرو زرو دودیز استخراج پیل شوی

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون، وايي چې په دغه ولایت کې د سرو زرو استخراج د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده په امر پیل شوی دی.
لټون ویلي، هبتالله اخوندزاده د دې لپاره چې د سیمې اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، امر کړی چې د سرو زرو دودیزه استخراج دې له ماشینونو او تجهیزاتو پرته ترسره شي.
د نوموړي په وینا، د پنجشېر د سرو زرو په کانونو کې به شاوخوا زر کسان پر کار بوخت شي.
د طالبانو د والي ویاند د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د مسوول له قوله ویلي چې د سرو زرو د دودیز استخراج کړنلاره د طالبانو د مشر لهخوا توشېح شوې ده.
هغه زیاته کړې، د اړوندې لارښوونې له رسېدو وروسته به د سرو زرو د کانونو د استخراج چارې د ماشینونو او تجهیزاتو په وسیله هم پیل شي.
لټون وايي، تر دې وړاندې په پنجشېر کې د سرو زرو استخراج منع و او هېچا ته د فعالیت اجازه نه ورکول کېده.
طالبان ادعا کوي چې د پنجشېر د کانونو له استخراج څخه یوازې ۱۰ سلنه د مالیې په توګه اخلي.
د طالبانو تر واک لاندې ادارې اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو، یاقوتو، بېروج، سرو زرو او شنو ګارنېټ ډبرو کانونه استخراجوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د کانونو د استخراج او قراردادونو په اړه د فساد، غیرشفافیت او د عوایدو د ناسم مدیریت په تړاو اندېښنې او نیوکې مطرح شوې دي.
د کانونو د قراردادونو د څرنګوالي، د عوایدو د راټولېدو او د استخراج د بهیر د څارنې په اړه د روڼتیا نشتوالی د دې اندېښنو مهم اړخونه بلل کېږي.
