طالبان: له پاکستاني زندانونو ۴۱۶ خوشي شوي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د طالبانو د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، په روانه اوونۍ کې له پاکستاني زندانونو څخه خوشي شوي ۴۱۶ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یاد کسان په پاکستان کې تر خوشي کېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او د ننګرهار په اړوندو مرکزونو کې ثبت شوي دي.
دوی زیاتوي، چې راستنو شویو کډوالو ته له ثبت وروسته د همکارو ادارو په همکارۍ اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي. دغه اسانتیاوې د کډوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او خپلو سیمو ته د هغوی د لېږد په برخه کې برابرې شوې دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده. له دغه هېواده د افغان کډوالو د راستنېدو په بهیر کې یو شمېر کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو یا نورو لاملونو له کبله نیول کېږي او تر خوشي کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.
