د پاکستان بهرني پورونه ۱۳۵ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي

نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان بهرني پورونه په تېرو لسو کلونو کې نږدې دوه برابره شوي او په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۳۵ میلیارده ډالرو اوښتې دي. د دغه له ټولیزې اندازې څخه ۱۰۷ میلیارده او ۷۶۰ میلیونه ډالره د حکومت او هغه پورونو برخه ده چې حکومت یې ضمانت کړی دی.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نړیوال پورونو د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان بهرني پورونه ۶۸ میلیارده او ۶۷۳ میلیونه ډالره و، خو د پورنو دا اندازه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۵ میلیارده او ۱۰۷ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې.
د پاکستان خصوصي سکتور هم ۱۷ میلیارده او ۵۸۰ میلیونه ډالره پوروړی دی او حکومت یې د بېرته ورکړې ضمانت نه دی کړی. همدارنګه د پاکستان لنډمهاله پورونه ۱۰ میلیارده او ۴۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د راپور له مخې، پاکستان ۵۶ میلیارد او ۸۳۰ میلیون ډالره له څو اړخیزو مالي بنسټونو، ۴۲ میلیارد او ۴۳۰ میلیون ډالره له نورو هېوادونو او ۷ میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالره له خصوصي پور ورکوونکو څخه پور اخیستی دی.
چین له ۲۲ میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو پور سره پاکستان ته تر ټولو لوی پور ورکوونکی هېواد دی. د پاکستان پور له نړیوال بانک څخه ۱۹ میلیارد او ۲۰۰ میلیون ډالرو او له اسیا پراختیايي بانک څخه ۱۶ میلیارد او ۸۳۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د نړیوال بانک راپور ښيي چې د پاکستان د دولتي او خصوصي پورونو د بېرته ورکړې شرایط د پام وړ توپیر لري. د څو اړخیزو مالي ادارو د پورونو د بېرته ورکړې منځنۍ موده ۱۶ کاله او د هغوی د سود کچه ۳،۶ سلنه ده. دغه پورونه د بېرته ورکړې تر پیل وړاندې څلور کاله مهلت لري. په مقابل کې، له خصوصي پور ورکوونکو څخه د ترلاسه شویو پورونو د سود منځنۍ کچه ۸،۶ سلنه ده. د دغو پورونو د بېرته ورکړې موده په اوسط ډول درې کاله او د هغوی د بېرته ورکړې د پیل مهلت یوازې یو کال دی.
نړیوال بانک همدارنګه اعلان کړی، چې په منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان کې پر ناخالص ملي عاید د بهرني پور نسبت په ۲۰۲۵ کال کې ۲۹،۴ سلنې ته رسېدلی؛ په داسې حال کې چې دا شاخص په مخکني کال کې ۲۶،۷ سلنه و.
د نړیوال بانک په وینا، دا زیاتوالی د نړۍ د سیمو په منځ کې د دغه نسبت تر ټولو لویه کلنۍ وده وه.
د راپور پر بنسټ، چین په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د دوه میلیارده ډالرو پورونو د بېرته ورکړې مهلت وغځاوه.
د پیسو نړیوال صندوق هم د دوو مالي پروګرامونو په اډانه کې، پاکستان ته په ټولیز ډول ۲،۳ میلیارده ډالره نوی پور ورکړی دی.
