پاکستان د افغانانو د ایستلو په اړه د امریکا وړاندیز ارزوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د جمعې په ورځ د یوه رسنیز کنفرانس پرمهال وویل چې اسلاماباد، د پاکستان له لارې د افغان وګړو د ایستلو په اړه د امریکا وړاندیز اروزي. نوموړي زیاته کړې چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سجاد حیدر خان وویل، د دغه وړاندیز ټول اړخونه په دقت ارزول کېږي او اسلاماباد په دې اړه له خپلو شریکانو سره په اړیکه کې دی. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان هیله لري داسې حللاره وموندل شي چې د ټولو لورو لپاره د منلو وړ وي.
د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي له امریکا څخه د افغانستان څه باندې ۱۵۰ وګړي وباسي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کسان به لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته بېرته واستول شي.
په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایوک» ویلي، د ایستلو له احتمال سره مخ کسان کې د هغو کسانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
خو د امریکا یوې فدرالي محکمې په نیویارک کې د دغه پلان د پلي کېدو بهیر د شنبې ورځې، د لړم تر ۱۶مې، پورې ځنډولی دی. د دغې محکمې قاضي والري کاپروني حکم کړی چې د امریکا حکومت تر هغه وخته نه شي کولای د افغانستان وګړي پاکستان یا افغانستان ته وشړي.
دغه حکم وروسته له هغه صادر شو چې د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو او یو شمېر امریکايي قانونجوړوونکو د دغو کسانو د بېرته ستنولو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې مخکې له امریکا څخه د افغان کډوالو د ایستلو د پلان په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه وزارت له واشنګټن غوښتي وو چې د افغانستان د وګړو د برخلیک په اړه د دوهاړخیزې همغږۍ او تفاهم له لارې پرېکړه وکړي.
طالبانو همداراز ویلي چې درېیم هېوادونه باید د افغانستان د وګړو له برخلیک څخه د لنډمهالو امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره ګټه وانخلي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د امریکا حکومت د دغه پلان په اړه له دې ادارې سره اړیکه نه ده نیولې. دې ادارې ټینګار کړی چې هغه کسان چې ژوند یې له خطر سره مخ وي او ملاتړ ته اړتیا لري، باید په زور ونه ایستل شي.
