د ډيپلوماټ مجلې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د تاریاکو د تولید په اړه د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) وروستۍ موندنو ته په اشارې ویلي، چې طالبانو د تاریاکو د تولید د کمولو په برخه کې کنټرول له لاسه ورکړی.
په راپور کې د تاریاکو د تولید زیاتوالي لامل د نشهيي توکو نړیواله تقاضا، د بېوزلۍ ځپلو بزګرانو ناچاري، له شرایطو سره د ځان عیارولو هڅې او همدارنګه د تاریاکو تولید د ټېټېدو په کچه کې د طالبانو د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ناکامي ګڼلي دي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) په وروستي راپور کې د طالبانو ادعا ته هم اشاره شوې او زیاته شوې: «طالبانو ادعا کړې، سږ کال یې د کوکنارو ۲۲ زره هکټاره ځمکه اړولې ده، خو بیا هم د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او له ۴۳ زره هکټارو څخه اوښتې ده. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه شاوخوا ۱۰ زره هکټاره وه».
د راپور له مخې، د تریاکو اټکلیز تولید هم ۴۰۰ سلنه زیات شوی او له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. راپور د تریاکو د تولید د زیاتوالي مهم لاملونه بېوزلي او د کوکنارو د بدیل کښتونو نشتوالی بللي دي. د راپور د معلوماتو له مخې؛ د دغو ستونزو له امله بزګران اړ شوي چې داسي نوې لارې چارې خپلې کړي چې د طالبانو د څار او کنټرول له سترګو پټې وي.
راپور زیاتوي، چې په اروپا کې د تاریاکو د دوامدارې تقاضا له امله د تریاکو زېرمې په چټکۍ سره مخ پر کمېدو دي. دا مهال بل داسې هېواد نشته چې په دې برخه کې د عرضې اړتیا پوره کړای شي. له همدې امله، داسې ښکاري چې افغانستان یو ځل بیا د تاریاکو د پراخ تولید پخواني پړاو ته د ستنېدو پر لور روان دی.
د افغانستان په ولایتونو کې د کوکنارو د کښت پراختیا
د ډيلوماټ مجلې په راپور کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې له قوله راغلي، چې د کوکنارو کښت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته غځېدلی دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې په ۱۱ ولایتونو کې کوکنار کرل کېدل.
راپور زیاتوي: «هغه نوي ولایتونه چې اوس پکې د کوکنارو کښت پیل شوی، بلخ، دایکندي، فراه، هرات، لغمان او ننګرهار دي. یوازې زابل ولایت د کوکنارو له کښته پاک شوی دی».
د مګرو ملتونو د دغه ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې دوه ولایتونه، بدخشان او تخار، په ټول افغانستان کې د کوکنارو د کښت ۷۶ سلنه برخه جوړوي. له همدې امله، پاتې ۱۴ ولایتونه د کوکنارو د ټول کښت په پرتله ډېره کمه ونډه لري.
د شمېرو جزییات ښيي چې په بدخشان کې د کوکنارو د کښت پېژندل شوې ځمکه ۲۹ زره او ۴۸۲ هکټارو ته رسېږي، چې د ټول هېواد د کوکنارو د کښت ۶۸ سلنه جوړوي.
په راپور کې راغلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې، په بدخشان کې یوازې ۳ زره او ۵۶۱ هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کښت لاندې وه؛ خو په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت ۷۲۸ سلنه زیات شوی دی.
دغه مجلې په خپل راپور کې ویلي، هلمند او کندهار، چې د کوکنارو د کښت په دودیزه سوېل لوېدیځه سیمه کې موقعیت لري، په ترتیب سره د کوکنارو په کښت کې د ۴۰۰ او ۳۰۰ سلنې زیاتوالی ثبت کړی دی.
راپور زیاتوي، چې په بدخشان او تخار کې د طالبانو پر وړاندې د بزګرانو د نارضایتۍ زیاتوالی، له سیمهییزو کسانو سره د طالبانو د ځینو چارواکو احتمالي همکاري او همدارنګه د طالبانو ضد وسلهوال مقاومت پراخېدل ښايي هغه لاملونه وي چې د تریاکو د تولید د مهارولو لپاره د طالبانو هڅې یې ټکنی کړي وي.
راپور زیاتوي: «دا تصور ستونزمن دی چې د بدخشان او تخار خام او پروسس شوي تاریاک دې د دغو ولایتونو د خلاصو او په اسانۍ د اوښتو وړ پولو څخه پاکستان ته نه لېږدول کېږي. داسې ښکاري چې بلوچستان د افغانستان، پاکستان او ایران د ګډې پولې په سیمه کې د تریاکو د کښت پر یوه مهم مرکز بدل شوی دی».
په راپور کې د نشهيي توکو د کمېدو په برخه کې ټینګار شوی، چې د کوکنارو د کښت د دوامدار کمښت لپاره د طالبانو د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ګډو هڅو ته اړتیا ده، څو بزګرانو ته د عاید بدیلې او عملي سرچینې برابرې شي، په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کښت په کې مخ په زیاتېدو دی، شفافه حکومتولي رامنځته او د قاچاقي لارو د بندولو لپاره د پولو په اوږدو کې همکاري پیاوړې شي.