• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په بغلان کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکرو د استخراج پروژه پیلوي

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ور کړی، چې په پلخمري کې په ۱۱۱ کیلومتره مربع سیمه کېد ډبرو سکرو د استخراج یوه لویه پروژه پیلوي. طالبانو ویلي چې د پروژې قرارداد د ۳۰ کلنو لپاره دی او شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، د لړم پر ۱۶مه په اېکس کې لیکلي، چې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ډبرو سکرو د استخراج او معیاري پروسس یوه لویه پروژه پلې کېږي. د دغه معاونیت د معلوماتو له مخې، دا پروژه د پنځو بېلابېلو کانونو په لرلو سره په ۱۱۱ کیلومتره مربع ساحه کې پلي کېدو ته چمتو شوې ده.

د یادې ادارې د چارواکو په وینا، په دې پروژه کې د ډبرو سکرو اټکلي زېرمې ۶۹ اعشاریه ۴ میلیونه ټنه اټکل شوې دي. همدارنګه په خپرو شویو جزییاتو کې راغلي، چې د یادې پروژې د استخراج او پروسس د قرارداد موده ۳۰ کاله ټاکل شوې ده.

په دغه ۳۰ کلنه پروژه کې ۶۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کېږي. چارواکي وایي، دغه لویه پانګونه به د انرژۍ د تولید په برخه کې مرسته وکړي، د هېواد د صنعتي سکټور پرمختګ به ګړندی کړي او ورسره به سلګونو کسانو ته نوي کاري فرصتونه برابر شي.

ډېر لیدل شوي

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی
۱

افغانستان د کډوالو بېرته راستنېدو له امله له درنو اقتصادي او بشري فشارونو سره مخ دی

۲

د استرالیا قومندانان د خپلو ځواکونو له لوري د افغانانو له وژلو خبر وو خو مخه یې نه نیوله

۳

ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو ژوند ګواښي

۴

نرګس نهان: د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه باید په نړیواله کچه جرم وپېژندل شي

۵

سراج حقاني: زموږ کړنې د شریعت سره برابرې نه دي

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: داعش خراسان ډلې بې‌پیلوټه الوتکو ته لاسرسی موندلی دی

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۴ GMT+۰
100%

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون پرمختللو تجهیزاتو ته لاسرسی موندلی دی.

هغه ویلي، دغه ډله د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره خپل تبلیغاتي مواد د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ژبو ته ژباړي او خپروي یې.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د ازبکستان په سمرقند ښار کې د «شانګهای پلس» په امنیتي غونډه کې کړې دي.
د نوموړي په وینا، د انټرنېټ د کارونې پراختیا او د انلاین فضا له لارې د کسانو جلبول، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ترهګریزو ګواښونو کچه لوړه کړې ده. هغه ویلي، نړیواله ټولنه باید د بریدونو له ترسره کېدو وروسته د غبرګون پر ځای، د هغو د مخنیوي لپاره مخکې له مخکې اقدامات وکړي.
نوموړي په تاجکستان او قزاقستان کې د خپلې کاري تجربې په یادولو سره ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له پخوا راهیسې د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخ دي. د هغه په وینا، ماشومان او ځوانان په انلاین فضا کې د افراطي ډلو له لوري د جذبېدو له لوړ ګواښ سره مخ دي.
زویف تر دې مخکې هم د روان کال سلواغې میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوې غونډه کې خبرداری ورکړی وو، چې داعش خراسان ډله د خپلو لیکو د ژر بیا رغولو او د نویو کسانو د جذبولو وړتیا لري او د دې کار لپاره له انلاین فضا هم ګټه اخلي.
هغه زیاته کړې وه: «په افغانستان کې داعش خراسان لا هم د سیمې او له هغې ورهاخوا یو له جدي ګواښونو څخه دی».

د ازبکستان د دولتي امنیتي خدمت مشر بهادر قربانوف هم د دغه هېواد په سمرقند ښار کې د «شانګهای پلس» امنیتي غونډې ته د افراطي ډلو له لوري د ډیجیټلي ټکنالوژۍ د کارونې په اړه خبرداری ورکړی دی.
هغه ویلي، یوازې د روان میلادي کال په ترڅ کې په ازبکستان کې له ۴۹ زرو ډېر انلاین سرچینې چې افراطي مطالب یې خپرول، پېژندل شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه شمېر د تېر کال پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
قربانوف د «سایبري ترهګرۍ» پر وړاندې د مبارزې او د معلوماتو د تبادلې لپاره د نړیوالې ټکنالوژیکي همکارۍ د یوه ګډ چوکاټ جوړولو وړاندیز کړی دی.
د «امنیت په اړه د شانګهای پلس خبرو اترو» لومړنۍ غونډه د لړم په ۱۴مه او ۱۵مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه. د دغې غونډې اصلي موضوع «د ډیجیټلي بدلون په عصر کې امنیت او د نویو ټکنالوژیو پراختیا ته په پام د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه» وه.
په دې غونډه کې د ۲۴ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو ۳۳ پلاوو ګډون کړی وو او همدارنګه، د امنیتي او استخباراتي ادارو له ۱۸۰ څخه ډېرو استازو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه.
ګډونوالو د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو د مصنوعي ځیرکتیا او نویو ټکنالوژیو د اغېزو او د دغو ډلو له لوري د تبلیغاتو، د نویو غړو د جذب او د ناقانونه مالي سرچینو د برابرولو لپاره د ټولنیزو شبکو د کارونې په اړه بحثونه کړي دي.
هغوی د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره پر ګډو څېړنو او د تجربو پر تبادلې هم ټینګار کړی دی.
«شانګهای پلس» د شانګهای همکاریو سازمان د همکاریو د پراختیا یو نوښت دی، چې موخه یې د دغه سازمان له اصلي غړو پرته له نورو هېوادونو سره هم د همکاریو پراخول دي. د دغه نوښت له مخې، څارونکي هېوادونه، د خبرو اترو شریکان او نړیوال سازمانونه هم کولای شي د دې سازمان په غونډو کې ګډون وکړي.
دغه نوښت په لومړي ځل د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف له لوري مطرح شو او موخه یې د امنیت په برخه کې د همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
نړیوالو سازمانونو څو ځله په مستندو راپورونو کې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
داعش خراسان ډله له افغانستان څخه د خپلو فعالیتونو د یوه مهم مرکز په توګه کار اخلي او هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي. دغه ډله په ټولنیزو شبکو کې د پراخو تبلیغاتو، د ځوانانو له منځ څخه د نویو غړو د جذب او په نورو هېوادونو کې له خپلو اړوندو شبکو سره د اړیکو جوړولو له لارې د خپلو عملیاتي وړتیاوو د پیاوړتیا هڅه کوي.

طالبانو لا تر اوسه بې‌پيلوټه الوتکو ته د داعش خراسان څانګې د لاسرسي په تړاو د ملګرو ملتونو د مرستیال څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په وار وار ویلي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د دې جوګه نه‌دی چې امنیتي ستونزې جوړې کړي.

یو شمېر هېوادوال: طالبان له نړۍوالو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم نیسي

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۰
100%

د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، طالبان له بهرنیو مرستندویانو د مرستو د ترلاسه کولو لپاره پر نشو شکمن کسان هم د نشه‌يي توکو د درملنې مرکزونو ته لېږدوي. د دوی په وینا، طالبان د روږدو د شمېر په ډېر ښودلو سره هڅې کوي، چې ډېرې مرستې ترلاسه کړي. طالبان بیا دغه چاره ردوي.

د کابل او د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، طالبان په دې وروستیو کې د روږدو د شمېر د ډېر ښودلو او ورسره له نړۍوالو د مرستو د ترلاسه کولو په پلمه ځينې پر نشو شکمن کسان هم نیسي او د روږدو د درملنې مرکزونو ته یې لېږدوي.

د دوی په وینا، طالبان غواړي د روږدو کسانو د شمېر په ډېر ښودلو سره له نړۍوالو او په ځانګړې توګه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې له اړوندو نړۍوالو بنسټونو ډېرې مرستې ترلاسه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر د خلکو دغو شکایتونو ته په ځواب کې وايي، پر نشو د شکمنو کسانو برخلیک له معاینه کېدو وروسته معلومېږي.

عبدالرحمان منیر د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې: «داسې څوک نه‌‌شي راتللای چې معتاد نه‌وي او موږ دې په معتادینو کې راجمع‌اوري کړو او کمپ ته یې راولو او تر علاج لاندې ی ونیسو».

هغه وايي: «یو شکمن کس راولو او بیا یې ټېسټ کېږي او بیا د ټېسټ په اساس که مثبت وختۍ بیا یې موږ له ځانه سره ساتو او که ټېسټ یې منفي وختۍ بیا اجازه ورکوو».

په دغو مرکزونو کې د درملنې بهیر شاوخوا ۴۰ ورځنی دی او په دې موده کې روږدي ته د طبي درملنې تر څنګ رواني او ټولنیزې مشورې او خدمتونه وړاندې کېږي او تر هغې وروسته د یوه سالم شخص په توګه بېرته ټولنې ته وړاندې کېږي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر وايي، د روږدو په مرکزونو کې له درملنې سربېره دیني او حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او زیاتوي: «د هېواد په بېلابېلو ساحو کې [د روږدو د درملنې] ۱۱ مرکزونه فعال دي. په دغو مرکزونو کې معتادین راټولېږي او علاج یې کېږي. هغوی ته د علاج تر څنګ دیني او حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي».

نوموړي په هېواد کې د دروږدو کسانو د شمېر په تړاو څه وضاحت ورنه‌کړ، خو طالبانو د تېر کال د چنګاښ په ۵مه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ورځ په افغانستان کې د روږدو کسانو شمېر شاوخوا ۴ میلیونه ښودلی وو، خو د چارو د څارونکو په باور، ښايي له یاد شمېر څخه یې ډېری یې تر رغېدو وروسته اوس عادي ژوند ته مخه کړي وي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د مبارزې ادارې د ۲۰۲۵ کال ارزونه ښيي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د استعمال بڼه بدلېږي. د دودیزو نشه‌يي توکو ترڅنګ د میتامفیتامین او مصنوعي نشه‌يي موادو او د درملو د ناسم استعمال کچه هم مخ په زیاتېدو ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۷ زره کسان له لوړخطره نشه‌يي توکو کارولو سره مخ وو.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په یوه کال کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي

۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال برونو لمارکي وايي چې د نړیوالو مالي مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د هغه په وینا، تړل شوي روغتیايي مرکزونه په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ټولو مرکزونو ۴۰ سلنه جوړوي.

لمارکي د جمعې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو د هغوی زده‌کړي، کار، عامه خدمتونو ته لاسرسي او په ټولنیز ژوند کې ګډون په جدي توګه محدود کړی دی.

هغه زیاته کړه چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو د طالبانو د محدودیتونو دوام د افغانستان نړیواله انزوا لا پسې زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال وویل، د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر تللو بندیز لا هم دوام لري او دغو محدودیتونو د یاد سازمان پر فعالیتونو هم اغېز کړی دی.

لمارکي خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مالي مرستو کمښت د افغانستان بشري وضعیت لا ستونزمن کړی دی. د هغه په وینا، د بشري مرستو بودجه په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راکمه شوې ده.

هغه وویل، که څه هم تمه ده چې په راتلونکي کال کې به د اړمنو کسانو شمېر کم شي، خو د بشري اړتیاوو شدت به شاوخوا ۳۰ سلنه زیات شي.

د لمارکي په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۶،۷ میلیونه کسان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په خبره، د بېرته راستنېدونکو دغه بهیر د افغانستان پر اقتصاد، عامه خدمتونو او هغو ټولنو چې راستنېدونکي پکې مېشتېږي، د پام وړ فشار راوستی دی.

هغه ټینګار وکړ چې بېرته راستنېدونکي افغانان د هویت پېژندنې اسنادو، سرپناه، کاري فرصتونو او لومړنیو خدمتونو لاسرسي ته اړتیا لري.

برونو لمارکي د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته په اشارې وویل چې د کوکنارو د کښت کمول، پرته له دې چې بزګرانو ته د ژوند او عاید بدیلې او دوامدارې لارې برابرې شي، دوامداره پایله نه شي لرلای.

هغه وویل، ځینې بزګران ښايي د اقتصادي ملاتړ نشتوالي او د بدیلو کرنیزو محصولاتو له لارې د کافي عاید نه ترلاسه کولو له امله بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال خبرداری ورکړ چې د بېوزلۍ زیاتوالی، د عامه خدمتونو کمزورتیا او په ټولنه کې د بېرته راستنېدونکو د ادغام ناکامي ښايي د افغانستان له پولو هاخوا هم اغېزې ولري او د سیمې پر امنیت، ثبات او د کډوالۍ پر بهیر اغېز وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یوازې پرې نږدي او نړیوالې مرستې باید دوام ومومي.

بلومنستاین: د بایډن حکومت د نیویارک ټایمز د ۱۲۴ افغان همکارانو د ایستلو مسوولیت وانخیست

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰
100%

د نیویارک ټایمز پخوانۍ مسوولې مدیره ربکا بلومنستاین وايي، د جو بایډن حکومت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د دې ورځپاڼې د ۱۲۴ افغان کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د ویزو ترلاسه کولو او تخلیې په برخه کې هېڅ مرسته ونه کړه.

د هغې په وینا، نیویارک ټایمز د قطر، مکسیکو او یو شمېر بنسټونو په همکارۍ وتوانېد چې دغه کارکوونکي او د هغوی کورنۍ امریکا ته ولېږدوي.

مېرمن بلومنستاین د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل، له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې په رانږدې کېدو سره د نیویارک ټایمز افغان کارکوونکي له سختو شرایطو سره مخ شوي وو. د هغې په خبره، د دغو کارکوونکو ځینو یې دوه شپې او ورځې د کابل هوايي ډګر په شاوخوا کې انتظار وکړ، څو له افغانستان نه د وتلو فرصت ومومي.

هغې چې د دغې ورځپاڼې د کارکوونکو د تخلیې بهیر یې څاره، زیاته کړه چې د طالبانو چټک پرمختګ او د کابل سقوط د نیویارک ټایمز کارکوونکي ناڅاپه له داسې وضعیت سره مخ کړل چې د خپلو شخصي وسایلو د راټولولو او له کورنیو سره د مخه ښې کولو لپاره یې ډېر لږ وخت درلود.

د نیویارک ټایمز د یوه افغان کارکوونکي د کورنۍ غړي، چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته لېږدول شوی و ویلي چې یوازې ۳۰ دقیقې وخت یې درلود، څو اړین وسایل راټول او هوايي ډګر ته ځان ورسوي.

هغه زیاته کړې چې په زرګونو نور افغانان هم له ورته وضعیت سره مخ وو او اړ شول چې له خپلو دوستانو سره له مخه ښې کولو پرته خپل هېواد پرېږدي.

ربکا بلومنستاین او د هغې همکارې دیانا کپ ویلي، وروسته له هغه چې د نیویارک ټایمز افغان کارکوونکي قطر او مکسیکو ته ولېږدول شول، د بشري دلایلو له مخې د لنډمهاله استوګنې د پروګرام له لارې د امریکا د ټکساس ایالت هیوستن ښار ته د هغوی د انتقال زمینه برابره شوه.

د هارورډ پوهنتون د محصلانو د خپرونې د راپور له مخې، په دې غونډه کې د هغو افغانانو د کډوالۍ ستونزې هم وڅېړل شوې چې امریکا ته له رسېدو وروسته د دغه هېواد د سختو کډوالۍ پالیسیو له امله له اندېښنو سره مخ دي.

دیانا کپ ټینګار کړی چې د امریکا د حکومت د کافي ملاتړ په نشتوالي کې، د دغه هېواد ښاریانو او سیمه‌ییزو ډلو د افغان کډوالو په ملاتړ او د هغوی د نوي ژوند د بیا جوړولو لپاره د زمینې په برابرولو کې مهم رول لوبولی دی.

ربکا بلومنستاین او دیانا کپ په خپل ګډ کتاب کې د کابل د سقوط او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نیویارک ټایمز د افغان کارکوونکو د تخلیې بهیر، نورو هېوادونو او امریکا ته د هغوی د لېږدولو او بیا مېشتولو لپاره خپلې هڅې بیان کړې دي.

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل بشري ناورین پراخوي

۱۵ لړم ۱۴۰۵ - ۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او له ایران او پاکستان نه د میلیونونو افغانانو جبري راستنېدل په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پسې ژوروي او د ټولې سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لومارکي د نومبر پر ۶مه په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، نړیواله ټولنه باید په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یوازې پرېنږدي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري ناورین لومړني قربانیان ښځې، ماشومان او هغه میلیونونه افغانان دي چې له نورو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي.

لومارکي چې څلور میاشتې مخکې یې په افغانستان کې دنده پیل کړې، ویلي، که څه هم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د امنیت کچه تر یوه بریده ښه شوې، خو افغانستان لا هم له اقتصادي کمزورۍ، نړیوالې سیاسي انزوا او پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لا پسې سخت شوي او د هغوی زده‌کړې، کار او اړینو خدمتونو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.

راپور وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي او په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر صفر ته رسېدلی دی.

همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر راهیسې افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع شوې دي. د راپور له مخې، په هرات ولایت کې هم د نویو محدودیتونو له امله ځینې بشري مرستندویه ادارې نه شي کولای خپل فعالیتونه په عادي توګه ترسره کړي.

لومارکي ټینګار کړی: «موږ نه شو کولای د ټول نفوس ۵۰ سلنه برخه شاته پرېږدو.»

د ملګرو ملتونو په وینا، دا محدودیتونه د بشري مرستو رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی؛ ځکه مرستندویه ادارې له یوې خوا د ښځو او نجونو مرستې ته اړتیا ویني او له بلې خوا د طالبانو د محدودیتونو له امله ورته د لاسرسي اجازه نه لري. ځینې ادارې اړ شوې چې له هغو سیمو خپل فعالیتونه ودروي چې هلته د خپلو کاري اصولو د عملي کولو امکان نه لري.

له ایران او پاکستان نه د میلیونونو افغانانو راستنېدل

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پای راهیسې ۶،۷ میلیونه افغانان، چې ډېری یې له ایران او پاکستانه دي، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان په زور یا تر فشار لاندې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور په حواله، د راستنو شویو کسانو له ډلې ځینې داسې دي چې ان په افغانستان کې یې ژوند نه دی کړی. لومارکي ویلي، له داسې کسانو سره یې لیدلي چې په بهر کې زېږېدلي او له خپلو ماشومانو سره داسې کلیو ته ستانه شوي چې مخکې یې نه وو لیدلي.

نوموړي زیاته کړې، ځینو ځوانانو ورته ویلي چې که په افغانستان کې د ژوند او کار زمینه ورته برابره نه شي، بېرته به په پښو له هېواده ووځي. خو د ده په وینا، ځینې زاړه کسان چې د کډوالۍ له اوږدو کلونو ستړي شوي، غواړي په خپل هېواد کې پاتې شي، که څه هم هلته خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د راستنو شویو افغانانو پراخ بهیر پر هغو سیمو د کورونو، ښوونځیو او کاري فرصتونو فشار زیات کړی چې له وړاندې له بېوزلۍ سره مخ دي.

نړیوالې مرستې په بې‌ساري ډول کمې شوې دي

راپور ښيي چې له افغانستان سره د بشري مرستو مالي ملاتړ په تېرو درېیو کلونو کې په چټکۍ کم شوی دی. په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر برابر شوي وو، خو دا اندازه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه او په ۲۰۲۶ کال کې تر دې دمه یوازې ۵۷۰ میلیونه ډالر راټول شوي دي.

د روان کال د بشري مرستو له پلان څخه یوازې ۳۳ سلنه تمویل شوې ده.

د راپور له مخې، د مرستو کمښت لا له وړاندې پر روغتیايي خدمتونو اغېز کړی او د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له ۷۰۰ ډېر مرکزونه، چې د هېواد د دغو مرکزونو شاوخوا ۴۰ سلنه جوړوي، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ تړل شوي یا به وتړل شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۶،۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري. که څه هم د اړمنو کسانو شمېر به ښايي راکم شي، خو د هغوی د اړتیاوو شدت به نږدې درېیمه برخه زیات شي، چې عمده لاملونه یې د خوړو د خوندیتوب خرابېدل او د ماشومانو خوارځواکي بلل شوي دي.

د کوکنارو کښت بیا زیات شوی

د ملګرو ملتونو په راپور کې د کوکنارو د کښت بېرته زیاتېدل هم د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت یوه نښه بلل شوې ده.

د راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی و او د کښت ساحه شاوخوا ۹۵ سلنه راکمه شوې وه، خو د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د کوکنارو کرل شوې ځمکه ۳۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

لومارکي ویلي، د اقتصادي بدیلونو نشتوالي ځینې بزګران بېرته د تریاکو کښت ته هڅولي دي. د هغه په وینا، پخوا به په یوه هکټار ځمکه کې د کوکنارو له کښته شاوخوا ۱۷ زره ډالره عاید ترلاسه کېده، خو اوس په همدې اندازه ځمکه کې د بې‌اوبه غنمو له کښته عاید تر ۵۰۰ ډالرو هم کم دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتي چې له افغانستان سره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او په ورته وخت کې یې له طالبانو غوښتي چې د امنیتي لګښتونو پر ځای عامه خدمتونو ته ډېرې سرچینې ځانګړې کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت یوازې د دغه هېواد په پولو کې نه محدودېږي، بلکې د بېوزلۍ، کډوالۍ او سیمه‌ییزې بې‌ثباتۍ د زیاتېدو له لارې پر ګاونډیو هېوادونو او ټولې سیمې هم اغېز کولی شي.

لومارکي په ټینګار سره ویلي: «په افغانستان کې چې څه پېښېږي، یوازې په افغانستان کې نه پاتې کېږي.»