د دغو فارمونو مالکانو نن یکشنبه، د لړم پر ۱۷مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دانې او درملو د لوړې بیې له امله د هر کیلوګرام ژوندي چرګ د روزنې لګښت شاوخوا ۱۳۰ افغانیو ته رسېږي؛ خو له دوو میاشتو راهیسې مجبور دي خپل چرګان په خورا ټیټه بیه وپلوري.
د دوی په وینا، تر دوو کیلوګرامو کم ژوندي چرګان په هر کیلو ۱۰۰ افغانۍ او درې کیلوګرامه او تر دې پورته چرګان په هر کیلو ۱۰۵ افغانۍ پر دوکاندارانو پلوري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د چرګانو په فارم کې د چرګانو د پلور بیه د ۱۴۰ تر ۱۴۵ افغانیو ترمنځ وه او په هر کیلو کې به یې لس افغانۍ ګټه کوله.
فارم لرونکي وایي چې د چرګ د بیې له کمېدو سره سره، د دانې د هرې ۵۰ کیلوییزې بوجۍ بیه د ۲۲۵۰ او ۲۶۰۰ افغانیو ترمنځ ده او په دې بیه د دانې سره د هغوی روزل ورته خورا ګران تمامېږي.
د دوی په وینا، د تولید لګښت یې د چرګانو د پلورلو له پیسو څخه پيسو ډېر دی.
د چرګانو روزونکي د دغه وضعیت یو له اصلي لاملونو پر بازار د څارنې نشتوالی او له اړتیا زیات د بېکیفیته یو ورځنیو چرګوړو واردول بولي.
د دوی په وینا، دا نوي له هګیو وتلي یو ورځني چرګوړو ډېری له ازبکستان او ایرانه واردېږي او سوداګر یې پر فارمونو خاوندانو پلوري.
د چرګانو روزونکي وایي، چې ډېری دا چرګوړو د روزنې په جریان کې تلف کېږي او د هغوی د پېرلو او ساتنې لګښت هم لوړ دی.
نظیر احمد (مستعار نوم)، چې د یو فارم خاوند دی، افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په اوسني وضعیت کې، هغه دلالان چې له موږ څخه چرګ اخلي او پر قصاب یې پلوري تاوان نه کوي، هر څه تاوان چې دی هغه د فارمونو خاوندان دي.
هغه زیاتوي: «له څو تېرو اونیو راهیسې هر څه چې موږ پلورلي له تاوان سره مل وو. ټول زیان هغو فارمونو خاوندانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېر زحمت وباسي او خپله پانګه له لاسه ورکوي. دا مهال سل په سلو کې فارمونو واله پوروړي دي او د هر یوه پور د ۲۰۰ زرو او ۵۰۰ زرو افغانیو ترمنځ دی. دا په رښتیا یو سراسري ناورین دی».
د سوداګر او د اقتصادي چارو کارپوه اشرف تېمور افغانستان انټرنشنل ته وایي چې په ټول افغانستان کې د چرګانو د روزنې د بازار اوسنی بحران د هغو ستونزو پایله ده چې تر اوسه یې د حل لپاره کوم اغېزمن ګام نه دی پورته شوی.
د هغه په وینا، که څه هم له بهر څخه د چرګانو د کنګل شوې غوښې واردول په رسمي توګه منع دي، خو د بېکیفیته او ناروغو یو ورځنیو چرګانو واردات لا هم د افغانستان د چرګانو بازار ته زیان رسوي.
هغه زیاتوي: «اصلي ستونزه دا ده چې د دغو چچو لویه برخه وارداتي ده او له بلې خوا، د هغو چرګړو پر شمېر هېڅ دقیقه څارنه نشته چې هېواد ته واردېږي او په فارمونو کې روزل کېږي. کله چې د چرګړو شمېر د بازار له اړتیا ډېر وي، د تولید کچه لوړېږي او د چرګانو بیه راټیټېږي».
د هغه په وینا، که دا وضعیت دوام وکړي، کېدای شي په هېواد کې د چرګانو ډېری فارمونه خپل فعالیت ودروي.
د بلخ ولایت د چرګانو روزونکي هم افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د دې وضعیت دوام کولای شي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه واړه او لوی فارمونه له مالي ماتې سره مخ کړي.
د کورنیو تولیداتو پر بازار د ملاتړ او څارنې نشتوالی
د رسمي شمېرو او د چرګانو د روزونکو د اتحادیې د راپورونو له مخې، په بلخ ولایت کې د یو زر او ۲۰۰ او یو زر او ۵۰۰ ترمنځ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي.
په دغو فارمونو کې د غوښینو چرګانو، هګۍ اچوونکو چرګانو او د چرګړو د تولید مرکزونه شامل دي.
دا فارمونه د مزارشریف د بازار د اړتیا لویه برخه پوره کوي چې هره ورځ له ۳۵ تر ۴۰ ټنو پورې د چرګانو غوښه مصرفوي. سره له دې، د چرګانو روزونکي وایي چې د بیو راټیټېدو او د تولید د لګښتونو لوړېدو د دغو مرکزونو فعالیت له جدي خطر سره مخ کړی دی.
کارپوهانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور له اقتصادي ستونزو، د پلور له کمښت او د دولت او نړیوالو بنسټونو له خوا د کافي ملاتړ له نشتوالي سره مخ و.
د هغوی په وینا، د لومړنیو توکو د بیو پرلهپسې بدلون، د اړتیا وړ توکو بېڅارنې واردات، د کورنیو تولیدونکو لپاره د ملاتړیزو پروګرامونو نشتوالي، د ډېرو کوچنیو او متوسطو کاروبارونو کار ستونزمن کړی دی.
د چرګانو فارمونه هم له هغو برخو څخه دي چې له دغه وضعیت څخه زیانمن شوي دي.