اروپايي پلاوی د اوکراین د سولې خبرو لپاره په ابوظبي ناسته کې ګډون کوي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې اروپايي هېوادونه به راتلونکې اونۍ په ابوظبي کې د اوکراین په اړه خبرو کې برخه واخلي. ژان نوئل بارو وویل، فرانسه به په دغو مهمو خبرو اترو کې خامخا خپل استازی ولري.
د رویټرز د راپور له مخې، ژان نوئل بارو د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې تایید کړه چې د دغو مهمو خبرو لپاره به اروپایان ښه استازولي ولري او فرانسه به هم په کې حاضره وي.
ژان نوئل بارو د فرانسې له «آر ټي ایل» راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم تر اوسه په دقیق ډول نه شي ویلای چې څوک به د فرانسې په استازیتوب په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د ده په وینا، فرانسه به په ابوظبي کې ګډون ولري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغو خبرو اترو د ترسره کېدو پر مهال به د اروپايي هېوادونو ونډه او استازولي پوره پیاوړې وي.
تر دې وړاندې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف د دوشنبې په ورځ ویلي و چې واشنګټن پلان لري د نومبر پر ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبي کې د اوکراین او روسیې پلاوي سره کښېنوي.
د دغو مذاکراتو اصلي موخه د اوکراین پر ضد د مسکو د جګړې پای ته رسول، د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د امنیتي موافقو ارزول او د تاوتریخوالي کمول ښودل شوي دي.
ټاکل شوې چې په ابوظبي کې دا خبرې اترې د روانې جګړې د حل لارو د موندلو او په سیمه کې د نوو امنیتي تګلارو پر سر د بحث لپاره پیل شي.
نړیوال لوري هڅه کوي، چې د اوکراین او مسکو ترمنځ د دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د کړکېچ کچه راټیټه کړي او یوه تلپاتې ثبات ته لاره هواره کړي.
په ورته وخت کې، د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس اعلان کړی چې برلین د خپلو وسلو د زېرمو د خطرناک تشېدو د مخنیوي په موخه اوکراین ته د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستمونو استول درولي دي.
د هغه په وینا، جرمني تر دې وړاندې د خپلو دغو وړتیاوو درېیمه برخه کییف ته سپارلې وه او اوس د خپلو زېرمو د خوندي ساتلو لپاره دا لړۍ دروي.
